27 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ننګرهار والي: له بل هر څه به د پوهنې برخې ته پاملرنه ډېره کړم

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

جلال اباد / د وږي ۱۵ مه / باختر
د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخېل  نن د تودو سیمو د ښوونېز کال د پیل په مراسمو کې وویل چې له بل هرڅه به په دغه ولایت کې د پوهنې برخې ته پاملرنه ډېره کړم او د ښه والې لپاره به یې  هره دروازه وټکوم.
امرخېل زیاته  کړه: هغه خلک چې ښوونځي سوزوي، یوازې د نظام نه بلکې د راتلوونکو نسلونو دښمنان دي.
په همدې حال کې د پوهنې رییس حسیب الله شینواري د نوي ښوونېز کال پر پیل کېدو خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې د کرونا له ناروغۍ څخه په خوندیتوب یې دغه کال پیل کړ.
په ننګرهار کې  د تودو سیمو نوی ښوونېز کال په داسې حال  کې پیل کېږي چې لا هم  د کرونا د خپرېدو وېره شته دی.   پای/وصال

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.