20 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د پکتيا والي: پوهنتون د زده کړو او څېړنو مرکز دی، نه د سياست

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل / د وږي ۲۰ مه / باختر
د پکتیا والي محمد حلیم فدايي د دغه ولایت د پوهنتون له استادانو سره په کتنه کې وویل چې پوهنتون د زده کړو او څېړنو مرکز دی، نه د سیاست.
د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د پکتيا پوهنتون رییس سېد ولي جلالزي او يو شمېر نورو استادانو له والي سره د پوهنتون لاسته راوړنې، وړانديزونه او ستونزې شريکې کړې.
فدایي وویل: پوهنتون د علم، پوهې او روزنې مرکز دی، په دغه مرکز کې زده کړيالان بايد يوازې علمي، ښوونيزې، روزنيزې برنامې او تحقیقاتي څېړنې ترسره کړي او له سیاست څخه ځان لرې وساتي.
په همدې حال کې د پکتیا پوهنتون رییس سېد ولي جلالزي د پوهنتون د تېرو لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او والي ته یې ډاډ ورکړ چې د پوهنتون په دننه کې به شته ستونزې او نیمګړتیاوې ژر حل کړي.
پای/وصال

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.