25 July 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل \ باختر دزمري دمياشتې  ٢  :
يوه نهه کلنه نجلۍ نن د کابل ولايت د بګراميو ولسوالۍ په ساحه کې د يوې ترافيکي پيښې له امله ووژله شوه.
د کابل د ترافيکي پيښو د څيړنې آمر عبدالشکور صافي د باختر آژانس خبريال           ته وويل: دغه پيښه نن سهار د نهو بجو په شاوخواکې د بګراميو ولسوالۍ په ساحه  کې رامنځته شوې ده.
يوه کرولا موټر يوه نهه کلنه نجلۍ ووهله او چلوونکى يې دپوليسو په بندکې دى.
ديوبل خبرله مخې:
يو اته کلن هلک د تايمنيو پروژې په ساحه کې له يوه موټر سره ټکر وکړ او سخت ټپي شو. د موټر چلوونکى له ساحې څخه تښتيدلى او موټر د پوليسو ښارګوټي ته ليږدول شوى دى .

مهترلام \ باختر دزمري دمياشتې  ٢  :
په لغمان ولايت کې د وسله والو طالبانو دوه تنه جګپوړي قوماندانان د خپل بم په چاودنه کې سخت ټپيان شول.
په دې پيښه کې چې تېره شپه په الينګار ولسوالۍکې رامنځته شوه، درې تنه وسله وال طالبان ټپيان شول.
د لغمان د مرکز مهترلام ښار لپاره د طالبانو قوماندان ملا بريالي او د دغې ډار اچوونکې ډلې د پوځي کمېټې مرستيال ملا نعمان چې په يو بل وسله وال طالب سره په موټر سايکل سپاره وو او غوښتل يې څو بمونه او ماينونه بل ځاى ته وليږدوي چې د لارې په اوږدوکې يو بم وچاوديد او هغوى يې ټپيان کړل.
د لغمان د والي وياند عمر ځواک باختر آژانس ته وويل: په دې چاودنه کې ملابريالى، نعمان  او يو بل ډار اچوونکى سخت ټپيان شوي دي.
دغه راز داسې خبرونه هم شته چې په دې چاودنه کې د وسله والو طالبانو د يوه قوماندان لاسونه او يوه پښه غوڅ شوي دي.

غور \ باختر دزمري دمياشتې  ٢  :
د غور د ولايتي شورا غړي او د سيمې خلکو ويلي دي چې وسله والوطالبانو  د غور ولايت په تيورې ولسوالۍ له يرغل وروسته د دغې ولسوالۍ روغتون سوځولى  او په ر وغتون کې موجود ډاکتران او ناروغان په ډزو سره وژلي دي.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د سيمې اوسيدونکو ويلي دي: کله چې وسله وال طالبان ولسوالۍ ته ننوتل، د روغتون د کارکوونکو او ناروغانو په وژلو سربېره د ښوونځي  د ملازمينو سرونه هم غوڅ کړل.
د غور د ولايتي شورا يوه غړي وويل: د ښځو او ماشومانوپه ګډون د دغې ولسوالۍ يو زيات شمېر خلک د شپې په په تور تم کې د زياتو ستونزو په  زغملو سره  له سيمې څخه وتښتيدل او د خپل اوسيدو لپاره د خوندي ځايونوپه لټه کي دي.
د سيمې خلک وايي چې په دغې ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو د بيا را رسيدو لپاره انتظار باسي او له وسله والو  طالبانو څخه د ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره هر راز همکاري ته چمتو دي.

کابل \ باختر دزمري دمياشتې  ٢  :
د ملي دفاع وزارت وايي چې امنيتي او دفاعي ځواکونه به ډير ژر دغه ولسوالۍ له وسله والو طالبانو څخه بېرته ونيسي .
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د غور او فارياب د ولايتونو سيمه ييزو مقاماتو پرون د وسله والو طالبانو له خوا د کوهستاناتو او تيورې د ولسواليو د نيولو خبر ورکړ .
د ملي دفاع وزارت وياند د دغو دوو ولسواليو د مرکزونو سقوط تائيد کړ او ويې ويل چې د دغو سيمو د بېرته نيولو لپاره عمليات پيل شوي دي   .
د ملي دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري وويل: زموږ قوتونو د دغو دوو ولسواليو له مرکزونو څخه په دې خاطر چې ملکي وګړو ته زيان  ونه رسيږي، په شا شوي دي. زموږ کومانډو ځواکونه اوس دغو سيمو ته رسيدلي دي او په ډير لږ وخت کې به دغه سيمې له دښمن څخه ونيسي .

دګرديزښار  \ باختر دزمري دمياشتې  ٢  :
په پکتيا ولايت کې د استوګنې  په يوه کور د وسله والو طالبانو د توغندي دلګيدو له امله  دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
دغه پيښه پرون هغه وخت رامنځته شوه چې وسله والو طالبانو په زرمت ولسوالۍ کې د استوګنې په يوې سيمې د توغنديو ډزې وکړې.
د پکتيا ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سردار ولي تبسم باختر آژانس ته وويل  چې  په  دې راکټي بريدکې د يوې ښځې په ګډون دوه تنه ټپيان شول.
ده وسله وال طالبان د دغه راکټي بريد مسوول وبلل او ويې ويل چې د دغې پيښې د عاملينو د پيژندنې او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.
دغه راز د پکتيا په يوه روغتيايي مرکزکې ډاکترانو د طالبانو د دغه راکټي بريد   له امله د دغو ټپيانو د يو تن روغتيايي حالت خراب بللى دى.

کابل_باختر د زمري د مياشتې٢مه
د پکتیا ولایت په احمد ابا ولسوالۍ کې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او د څښاک اوبو د برابرولو په موخه د اوبو رسولو یو کانال رغول کېږي.
د اوبو رسولو دا کانال چې ټول لګښت یې ۴۳۰۰۰۰۰ افغانۍ کېږي، د سویس هیواد د پراختیایي ادارې (ایس ډي سي) په مالي مرسته رغول کېږي.
د پکتیا د والي مرستیال عبد الولي سهي، وایي: د اوبو رسولو دا کانال به د احمد ابا ولسوالۍ اړوند د کامران خیلو او خوجر خیلو سیموکې ۴۵۲ جریبه ځمکه خړوبه کړي او په ټوله کې به ۱۲۳ کورنۍ ترې ګټه واخلي.
د پکتیا د والي د مرستیال په خبره، د احمد ابا ولسوالۍ د اوبو رسولو کانال د رغولو په کارکې به درې میاشتې وخت ولګېږي، چې د سیمې اوسېدونکي به یې د رغولو چارې له نږدې څاري.
دا په داسې حال کې ده، چې د احمد ابا ولسوالۍ اوسېدونکو له دې مخکې په دغې ولسوالۍ کې د څښاک او د ځمکو د خړوبولو اوبو له کمښت څخه حکومت ته خپل شکایت وړاندې کړی و.#

پل علم \ باختر دزمري دمياشتې  ٢  :
څلور تنه ډار اچوونکي پرون د لوګر ولايت په بره کي برک ولسوالۍ کې ووژل شول.
د لوګر د والي وياند سليم صالح باختر آژانس ته وويل: دغه ډار اچوونکي هغه وخت  ووژل شول چې د لوګر ولايت د بره کي برک ولسوالۍ په مربوطاتوکې يې په امنيتي پوستو بريدونه وکړل .
صالح څرکنده کړه چې د ډار اچوونکو بريد د امنيتي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخامخ شو چې د څلورو ډار اچوونکو په وژلو سره نور يې وتښتيدل.
صالح زياته کړه چې په دغو عملياتوکې د دښمن يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

کندز \ باختر دزمري دمياشتې  ٢  :
دکندز _ خان آباد د لويې لارې د پاکولو په مقصد عمليات نن له دوو استقامتونو  څخه پيل شول.
د ٨٠٨ سپين غر زون وياند محفوظ الله اکبري باختر آژانس ته وويل: دغه                          ګډ عمليات  د کندز _خان آباد د لويې لارې د پاکولو په مقصد پيل شوي دي.
ده زياته کړه: دغه عمليات له دوو استقامتونو څخه پيل شوي او پوځيان  د پرمختګ په حال کې دي او هلې ځلې کوي چې دغه لويه لاره ډير ژر د ترافيکو         پرمخ خلاصه کړي.

پل علم \ باختر دزمري دمياشتې  ٢  :
شپږ تنه وسله وال مخالفين تېره شپه د لوګر ولايت په مربوطاتوکې ووژل شول.
د لوګر ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي باختر آژانس ته وويل  چې دغه ډار اچوونکي د بهرنيو هوايي ځواکونو په ملاتړ د امنيتي ځواکونو په عملياتوکې ووژل شول او اوولس تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شول.
په لوګر ولايت کې د وسله والو مخالفينو د ځپلو په مقصد د امنيتي ځواکونو عمليات له دوو اوونيو را په دې خوا زور اخيستى او وسله والو مخالفينو ته يې د سر دروند زيان اړولى دى.

کابل \ باختر دزمري دمياشتې  ٢  :
د جمهوري رياست د وياند د دفتر سرپرست سيدشاه حسين مرتضوي نن په يوه خبري غونډه کې د جمهوري رياست د لومړي مرستيال دوسيې ته په اشارې سره وويل: حکومت هيڅ اراده نلري چې خلکو ته سياسي شخصيتونو ته جوړه کړي .
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:  
ده يو ځل بيا ټينګار وکړ چې د جنرال  دوستم دوسيه  په عدلي او قضايي بنسټونو پورې اړه لري او حکومت په دې برخه کې هيڅ راز دخالت نلري .
ده په ټينګار سره څرګنده کړه: حکومت هيڅ اراده نلري چې په هېوادکې سياسي
اشخاصو ته دوسيه جوړه کړي.

Page 1 of 5386