12 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

-کابل / دزمري ٢٠مه / باختر :
د ښار جوړولواو اراضي وزارت  ١٦٤ زره ٢٥٥  جريبه  دولتي ځمکه او عامه ملکيتونه چې د دولتي ادارو تر استفادې لاندې دي په بادعيس کې ثبت کړى دى  .
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د دغه شمېر له جملې څخه  ١٦٣٢٦٨جريبه سپينه دولتي ځمکه او نور ٩٨٧ جريبه  عامه ملکيتونه دي  چې د دولتي ادارو تر استفادې لاندې دي .
د ښار جوړولواواراضي وزارت تراوسه پورې  په هېواد کې څه ناڅه شپږ مليونه جريبه دولتي ځمکه ثبت کړې ده . او هوډمن دى چې د دولتي ځمکو په ثبتولو او له هغو څخه په ګټې اخستنې سره په هېواد کې  د ټولګټو پروژو  د تحقق لپاره زمينه برابره شي .
  ختم_ج –اکرم

-کابل / د زمري ٢٢مه / باختر
په تېرو شپږو مياشتو کې د نيمروز په مرکز زرنج ښار کې په نشه يي توکو ٩٠٠ روږدي کسان راټول کړاى شول چې يوشمېر يې له درملنې روغ شوي دي.
د نيمروز د عامې روغتيا رييس باختر آژانس ته وويل چې د زرنج  ښار په کچه  د روږدو کسانو راټولول شپږمياشتې  مخکې پيل شوي دي او په مرکز کې ٩٠٠ روږدي کسان تر درملنې لاندې نيول شوي چې ٥٤١ تنه يې له درملنې وروسته له خپلوکورنيو سره يوځاي شوي دي .  ختم _ شکريه _اکرم

-کابل / د زمري ٢٢مه / باختر
په ايبکوښار کې تېره شپه د طالبانو بريد شنډ کړاى شو.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند باختر آژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو غوښتل يې د ايبکوښار په ګل قشلاق سيمه کې  د پوځيانو پر يوې پوستې بريد وکړي، امنيتي ځواکونه  له بريد مخکې هغوى  تيښتې ته اړ کړل.
خبرځاي زياته کړه چې په پېښه کې يو وسله وال طالب ووژل شو او دوه نور يې ټپيان شول.
ويل کېږي په جګړه کې د دښمن دوه کلاشينکوفونه، يو موټرسايکل او جنګي وسايل د پوليسو لاس ته ورغلي دي . ختم_شکريه –اکرم

-کابل / د زمري ٢٢مه / باختر
د ننګرهار په مرکز جلال آښار کې پرون د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د بندولو  په خاطر د خلکو د پوهاوي ورکولو کمپاين پيل شو.
د ننګرهار د ښځو چارو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ چې د دغه کمپاين موخه د کم عمره نجونو د ودونو مخنيوى دى چې په جلال آباد ښار او د دغه ولايت په  ١٣ولسواليو کې په دې باب خلکو ته به پوهاوى ورکړ شي.
  ختم_شکريه_اکرم

-کابل / د زمري ٢٢مه / باختر
د سولې لپاره د ځوانانو ملي اجماع نن د هېواد له ګوټ ګوټ څخه  د ځوانانو په فعال ګډون سره جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ په دې اجماع کې په هېوادکې دايمي سولې ته د رسېدو لپاره د ځوانانو د ستونزو، غوښتنو او وړانديزونو او له طالبانو سره  د سولې خبرو په بهير کې او د سولې له خبر وروسته د ځوانانو د اساسي حقوقو د ساتنې په اړه خبرې وشوې.
د ملي اجماع بنسټ رييس محمد يحيى قانع د دغې اجماع د اړتيا په اړه وويل: دا د سولې لپاره د ځوانانو د ملي اجماع لومړنى پروګرام دى چې د همغږۍ د رامنځته کولو په خاطر په ټول هېواد کې جوړېږي.
قانع زياته کړه چې په دې اجماع کې  له ټول هېواد څخه  د ٢٠٤ بنسټونو استازو ګډون کړى دى.
په پاى کې قانع له حکومت او طالبانو څخه وغوښتل چې د دواړو لورو د ځوانانو ترمنځ د اړيکو د رامنځته کولو زمينه برابره کړي.
دغه راز  په دې اجماع کې ځوانان په دواړو لورو کې د جګړې د اصلي قربانيانو په توګه، د افغانانو ترمنځ د سولې په خبرو، تخنيکي ټيمونو او کتونکي پلاوي کې د اغېزمن، بې طرفه او فعال شتون  غوښتنه وکړه.
اجماع په ١٢ مادو کې د يوه پريکړه ليک په صادرولو سره چې په هغه کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت، نړيوالې ټولنې او د طالبانو د ځوانانو مهمې غوښتنې پکې  ليکل شوې دي؛ پاى ته ورسېده .
  ختم_ ج –اکرم

-کابل / دزمري ٢٢مه / باختر:
د محمدي دارالعلوم د نوې ودانۍ  د جوړولو کار پرون د پروان په بګرام ولسوالۍ کې پيل شو .
د بګرام ولسوال وويل دغه ودانۍ  په پنځه سوه دوه اويا مربع متره ځمکې په ساحه کې جوړېږي چې په ودانۍ کې  دولس درسي  او ٤ اداري خونې په پام کې نيول شويدي .او لګښت يې څه دپاسه  نهه مليونه اووه سوه زره افغانۍ اټکل شوى  دى  چې د ښارجوړولواو اراضۍ وزارت له خوا ورکول کېږي.
  ختم_ ج_اکرم

-کابل / دزمري ٢٢مه / باختر:
درې ماشومان په دې وروستيو وختو کې د هلمندپه باغران ،د قندهار په ژيړي او د روزګان  په شهيد حساس  ولسواليو کې د ماشومانو د ګوزڼ يا د پوليو په ناروغى اخته شوي دي.
په جنوبي حوزه کې له پوليو سره د مبارزې د بيړنيو اقداماتو د مرکز رييس عبدالقيوم پخلا نن د باختراژانس خبريال ته وويل دغه ماشومان  چې له دوه کلنى څخه  لږ عمر لري او د طالبانو تر ادارې لاندې سيمو کې  ژوند کوي  او د پوليو واکسين  له تطبيق څخه پاتې دي . 
هغه وويل  چې دغه ماشومان نوي په دغې ناروغى اخته شوي دي او دا د دغو سيمو او آن د هېواد د نورو ماشومانو روغتيا ته جدي ګواښ شمېرل کېږي.
ختم _ج _اکرم

-کابل / دزمري ٢٢مه / باختر:
په پرتمين ډول د زمري د مياشتې د اته ويشتمې نيټې  د هېواد د خپلواکۍ د يوسلويوېمې کاليزې  د نمانځنې لپاره د تياري په مقصد د پروان فرهنګي کمېټې غونډه  پرون په دغه ولايت کې جوړه شوه.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د پروان ولايت  د اطلاعاتواوفرهنګ رييس عبدالواحد هاشمي د هېواد د خپلواکۍ د جشن د نمانځنې د څرنګوالي  اوپه پرتمين ډول  د دغې تاريخي  ورځې  د نمانځنې په خاطر د فرهنګي کمېټې د نيول شويو تدبيرونو په باب  معلومات وړاندې کړل .او د زمري د مياشتې د اته ويشتمې نيټې په مناسبت  د ډول ډول فرهنګي پروګرامونو د ترسره کولو خبرورکړ.
د پروان والي فضل الدين عيار د فرهنګي کمېټې له غړو وغوښتل چې  په دې مناسبت  ورزشي نمايشات،  حانګړي پوځي مراسم ، شب شعراونور پروګرامونه  د هېواد د خپلواکۍ د جشن په مناسبت ترسره کړي .  په دې غونډه کې  د دولتي ادارو يوشمېر رييسانو په پرتمين ډول د هېواد د خپلواکۍ د نمانځنې په خاطر خپلې نظريې اوپيشنهادونه وړاندې کړل.      ختم _ ج _اکرم

Wednesday, 12 August 2020 10:56

په لوګر کې د اشر کاروشو

-کابل / دزمري ٢٢مه / باختر:
د ښاري فرهنګ د بنسټيز کولوپه مقصد  د اشر کار پرون په لوګر کې ترسره شو.
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې؛  د لنکن روزنيز مرکزاو د لوګر د اطلاعاتواوفرهنګ رياست  د ښارد پاکوالي او د ژوندانه  چاپيريال ساتنې او د ونو د خړوبولو په مقصد په پل علم ښار کې  اشر وکړ.
د لوګر د اطلاعاتواوفرهنګ رييس عبدالرحمن تسل وايي  چې  په دې اشر کار کې  د لوګر د رضاکارو ځوانانو اويوشمېر خلکو ګډون کړي وو .
ويل کېږي په دې وروستيو وختو کې د لوګرد اطلاعاتواوفرهنګ  رياست د ښار د پاکوالي او د ژوندانه د چاپيريال ساتنې په خاطر خلکو ته  د انګيزې د ورکولوپه لاره کې  يولړ فعاليتونه کړي دي.
داپه داسې حال کې  ده چې د لوګر د اطلاعاتواوفرهنګ رياست په نوښت د ښاري فرهنګ کمېټه هم جوړه شوې ده او ټاکل شوې ده  په دې لاره کې زيات اوښه کار ترسره شي .
  ختم _ج_اکرم

-کابل / دزمري ٢٢مه / باختر:
د غير دولتي موسسو د همغږى غونډه پرون  په پروان کې جوړه شوه.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې چې د دولتي ادارو رييسانو اود غير دولتي موسسو استازو ګډون کړي و،د پروان د اقتصاد رييس مسيح الله هاروني وويل چې دغه غونډه د غير دولتي بنسټونو د ستونزو اوچلنجونو د لرې کولو په مقصد جوړه شوې ده اوپه هغه کې د خلکوهيلې او نظريې هم شريک کېږي.
د پروان والي فضل الدين عيار وويل چې بايد همکارې موسسې خپل پروګرامونه اوپروژې دې د پروان د سيمه ييزو اداروپه همغږى تطبيقې کړي
چې خلک  د دغو موسسو له خدمتونو څخه برخمن شي .
په دې غونډه کې د کليو د بيا جوړولواوپرمختيا، د کار اوټولنيزو چارو، عامې روغتيا، د مهاجرينو د راستنولو د چارواو د ښځود چارو رييسانو د دغوموسسو د فعاليتونوپه باب  خبرې وکړې. او د پرمختيايي پروژو په تطبيق کې يې د يوشمېر دغو موسسو په  نه همغږى انتقادونه وکړل .
په پاى کې  د همکارو موسسو مسوولينو د خپلو کارونو رپوټونه وړاندې کړل او ژمنه يې وکړه  چې په دغه ولايت کې د پروژو په تطبيقولو کې لازم معيارونه په پام کې نيسي .
ختم _ ج _اکرم

Page 2 of 8936