12 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

-کابل / دزمري ٢٢مه / باختر:
د غير دولتي موسسو د همغږى غونډه پرون  په پروان کې جوړه شوه.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې چې د دولتي ادارو رييسانو اود غير دولتي موسسو استازو ګډون کړي و،د پروان د اقتصاد رييس مسيح الله هاروني وويل چې دغه غونډه د غير دولتي بنسټونو د ستونزو اوچلنجونو د لرې کولو په مقصد جوړه شوې ده اوپه هغه کې د خلکوهيلې او نظريې هم شريک کېږي.
د پروان والي فضل الدين عيار وويل چې بايد همکارې موسسې خپل پروګرامونه اوپروژې دې د پروان د سيمه ييزو اداروپه همغږى تطبيقې کړي
چې خلک  د دغو موسسو له خدمتونو څخه برخمن شي .
په دې غونډه کې د کليو د بيا جوړولواوپرمختيا، د کار اوټولنيزو چارو، عامې روغتيا، د مهاجرينو د راستنولو د چارواو د ښځود چارو رييسانو د دغوموسسو د فعاليتونوپه باب  خبرې وکړې. او د پرمختيايي پروژو په تطبيق کې يې د يوشمېر دغو موسسو په  نه همغږى انتقادونه وکړل .
په پاى کې  د همکارو موسسو مسوولينو د خپلو کارونو رپوټونه وړاندې کړل او ژمنه يې وکړه  چې په دغه ولايت کې د پروژو په تطبيقولو کې لازم معيارونه په پام کې نيسي .
ختم _ ج _اکرم

-کابل / دزمري ٢٢مه / باختر:
د کاپيسا د مالدارۍ او د حيواني روغتيا د خدمتونو د امريت په انګړکې د شېدو د راټولولو او بسته بندۍ د يوه مرکز د جوړولوکار پيل شو .
د کاپيسا د کرنې ،اوبو لګولواومالدارى  رياست وايي چې دغه مرکز به په پرمخ تللو وسايلو اوماشينونوسمبال وي او هره ورځ د ٥٠٠ ٢زره ليتره شېدو د ساتنې اوبسته بندۍ ظرفيت ولري .
په دې مرکز کې د اړتيا وړ شېدې د دغه ولايت له مخکښو مالدارانو، کوپراتيفونو او د مالدارو له ټولنو راټولېږي.
د کاپيسا د کرنې رياست وايي چې د دغه مرکز د کار په پيلولوسره زرو ميرمنواو نارينه وته  د کار زمنيه برابرېږي.
  ختم_ شکريه _اکرم

-کابل / دزمري ٢٢مه / باختر:
د تخار پوليسو  د نشه يي توکو دوه پلورونکي  ونيول او ٢٩ روږدي يې روغتون ته معرفي کړل .
  د تخار امنيه قوماندان سيدمعراج الدين سادات باختراژانس ته وويل چې د دغې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې د مديريت موظفينو په عملياتو کې د نشه يي توکو دوه پلورونکي  له نشه يي توکو سره د دغه ولايت د مرکز تالقانوښار د نهر چمن په مربوطاتو کې ونيول .
دغه راز د دغه مديريت منسوبانو په نشه يي توکو ٢٩ روږدي  د تالقانو ښار د درياخانې په ساحه کې  راټول او د درملنې په مقصد  ٤٠ بستريز روغتون ته معرفي کړل.
ختم _ شکريه _اکرم

کابل/د زمري۲۲مه/باختر
دغه څرګندونې د کونړ دیني عالمانو د دغه ولایت له والي محمد اقبال سعید سره په کتنه کې وکړې.
دیني عالمانو له خلکو وغوښتل چې له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره اوږه په اوږه په هېواد کې د امنیت د ټینګښت لپاره هڅې وکړي.
په همدې حال کې د کونړ والي محمد اقبال سعید وویل چې دیني عالمانو د انبیاوو د وارثانو په توګه تل د ملي او اسلامي ارزښتونو ساتنه کړې ده.
هغه له دیني عالمانو وغوښتل چې د اسلام دین په رڼا کې د جوماتونو د منبرونو له لارې خلکو ته د سولې د فضیلت او ارزښت په باب په دوامدار ډول معلومات ورکړي او سولې ته یې وهڅوي.
پای/وصال

-کابل/ د زمري ٢٢مه/باختر
په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره زرپه ١٨٧٦ډالرو وړاندې کېږي.
د پښتنې بانک د سرو زرو د مارکيټ يوه پلورونکي قاهرخان نن ددغه خبرپه تاييد سره باختر آژانس ته وويل چې نن د کابل په بازارونوکې يوګرام الجزايري سره زر٤٧٥٠ يو ګرام مصري سره زر په٤٧٠٠ افغانيو، کويټي په٣٦٠٠ افغانيو، سنګاپوري په٣٦٠٠ افغانيو،  بحريني په٣٥٠٠ افغانيو، عربي په٣٥٠٠ افغانيو، ايراني په٣٢٥٠ افغانيو او يو ګرام روسي په ٢٧٥٠افغانيو پلورل کېږي.     
پاى / محمدجان

 مزارشريف / د زمري ٢٢مه/ باختر
په بلخ کې تېره شپه د وسله والو طالبانو د برېدونو مخه ونيول شوه او نهه وسله وال طالبان  ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باخترآژانس ته وويل؛ امنيتي  او دفاعي ځواکونو د دغه ولايت د بلخ ولسوالۍ په ځينوسيمو د وسله والو طالبانو د برېدونو مخه ونيوله.
هغه زياته کړه په پېښه کې نهه وسله وال طالبان  ووژل شول چې مړي يې د جګړې په ډګر کې پاتې دي.
پاى \ ذ

-ګردیز/ د زمري ۲۲مه/باختر
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پکتیا په مرکز ګردیز کې د شېدو راټولولو او پروسس مرکز جوړوي.
د پکتیا د کرنې رییس انجنیر محمد دین مومند د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې یاد مرکز د ۳،۲ ملیونو افغانیو په لګښت جوړېږي چې د هرو ۲۴ ساعتو په موده کې به له ۳۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ لیترو شېدو د پروسس ظرفیت ولري.
پای/وصال

 ګردیز/ د زمري ۲۲ مه/ باختر
د پکتیا په سید کرم ولسوالۍ کې د زیاتو ورښتونو له امله د یوې کورنۍ ۶ ماشومان مړه شوي او ۱ بل ټپي شوی دی.
ځايي چارواکي وايي چې دغه ماشومان پرون د سید کرم ولسوالۍ په کاریز سیمه کې د دېوال چپه کېدو په پېښه کې مړه شوي دي.
د پکتیا والي محمد حلیم فدايي وايي چې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ته یې لارښوونه کړې چې ډيرژر د پېښې قربانیانو ته  خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرسته ورسوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ورستیو ورښتونو او سېلاوونو له امله د دغه ولایت په مرکز، وزې ځدران او میرزکې ولسواليو کې ۱۴ کورونه زیانمن شوي دي.
پای/وصال

- کابل / د زمري ٢١مه/ باختر
د هېواد د پېژندل شوى شاعر، ليکوال ،سياسي او ټولنيز شخصيت اکاډميسن سليمان لايق جنازه نن د کابل ښار په مرنجان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شوه.
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست محمدطاهر زهير د اکاډميسن سليمان لايق د جنازي د خښولو مراسم چې دولتي لوړپوړو مسوولانو، د افغانستان دعلومو اکاډمۍ مشرتابه او کارکوونکو، د کابل پوهنتون استادانو، شاعرانو، ليکوالو،  د ده  د کورنۍ  او د اروښاد  د مينه والو په ګډون ترسره شول وويل: چې سليمان لايق يوه وتلې  څېره، شاعر اوتکړه ليکوال و چې د عمر تر پايه يې خپلو خلکو ته خدمت وکړ او زيات            اثار يې په ميراث پرېښودل.
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير د ده کورنۍ  او د هېواد ټولو فرهنګيانو ته د غمشريکي او همدردۍ  مراتب څرګند کړل ، د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت چمتو دى  د سليمان لايق  له کورنۍ سره په همغږۍ کې د ده  اثار او قلمي ليکنې چې  تراوسه  پورې نه  دي چاپ شوي ، چاپ کړي.
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين محمد رسول باوري  په دې مراسمو کې  د هېواد د فرهنګيانو په استازيتوب خبرې وکړې او سليمان لايق يې د هېواد وتلى فرهنګي شخصيت وباله او ويې ويل چې د فرهنګ او هنر په برخه کې دده مړينه يوه لويه ضايعه ده .  د پوهاند باوري د څرګندونوله مخې، له سليمان لايق څخه زيات اثار پاتې دي چې  ځوانان کولاى شي هغه ته  په مراجعې سره تېر پنځه لسيز بدلونونه او واقعيتونه ترلاسه او تحليل کړي.
اکاډميسن سليمان لايق يوکال مخکې د کابل ښار په شش درک سيمه کې په يو ځانمرګي بريد کې سخت ټپي  او د درملنې په موخه آلمان ته لاړ او د سختو ټپونو په پايله کې   يوه  اوونۍ مخکې د ٩٠ کلونو په عمر په آلمان کې وفات شو.  هغه د ادبياتو، فرهنګ        اوسياست په برخو کې څه د پاسه شپږ لسيږه کارکړي دى او په دري او  پښتو ژبو يې
ارزښتناک اثار پر ځاى پريښي دي .
د کابل پوهنتون استاد  ډاکترفيض الله جلال، سليمان لايق يې يو ملي شخصيت وباله        او ويې ويل چې  هغه  تل  د عدالت او آزادۍ لپاره  فکرکاوه.
د ده د څرګندونوله مخې؛ د هغه مړينه د فرهنګي ټولنې لپاره ستره  ضايعه ده .
د هېواد ليکوال نجيب الله منلى سليمان لايق يې د وروستيو لسيزو يو سياستوال وباله او ويې ويل چې هغه  د ادبياتو په برخه کې ارزښتناک کارونه ترسره کړي دي او په  ادبياتو کې د برياليتوب لوړو څوکو ته رسيدلى دى.
د يادونې وړ ده چې  د اکاډميسن سليمان لايق جنازه پرون له المان څخه کابل ته ولېږده شوه او نن د سردارمحمد داود خان په روغتون کې  د احترام مراسم يې پرځاى شول  چې په دغو مراسمو کې  د جمهوري رياست لومړي مرستيال امرالله صالح ، د ملي امنيت سلاکار ډاکترحمدالله محب اود جمهوري رياست دچارو د ادارې  لوى رييس ډاکترفضل محمود فضلي او د هېواد يو شمير نورو فرهنګي شخصيتونو هم ګډون        کړى وو.
وروسته له هغه چې د اکاډميسن سليمان لايق د جنازې لمونځ  په عيدګاه جومات کې       ادا شو جنازه يې د کابل ښار په مرنجان غونډۍ کې خاورو  ته وسپارل شوه.
پاى \ ذ

-هرات د زمري ۲۱ باختر
د هرات د کرخ ولسوالۍ په سرآب کلي کې ۲۵۰ کورنیوته د څښاک اوبه برابرې شوې.
د کلیود بیا رغاونې او پرمختیا وزارت ویاند فریدون آژند نن د باخترآژانس خبریال ته وویل چې دغه شبکه د ۲۵ زره کیلومترو په اوږدوالی، ۹ مترو په لوړوالی او د درې زره لیتره اوبه په ظرفیت  یوه زیرمه لري چې د دغه وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرام له لوري بشپړشوې ده .
هغه زیاته کړه د دغې پروژې په جوړولوکې څه نا څه دوه میلیونه افغانۍ لګېدلى دى ختم ع

Page 3 of 8937