16 July 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پنځلس تنه د ماسټرۍ لپاره جاپان ته واستول شول

پنځلس تنه د ماسټرۍ لپاره جاپان ته واستول شول

کابل/ باختر/ د چنګاښ دمياشتې ٢٤نيټه : د بېلابېلو دولتي ادارو...

  په نيمروز کې ٣٢ ښوونځيو ته ودانۍ جوړيږي

په نيمروز کې ٣٢ ښوونځيو ته ودانۍ جوړيږي

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٤نيټه : د نيمروز خلکو د...

د ترينکوټ _ دهراوود لويه لاره پرانستل شوه

د ترينکوټ _ دهراوود لويه لاره پرانستل شوه

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٤نيټه : د ترينکوټ _ دهراوود...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل\باختردچنګاښ دمياشتې٢٤نيټه:
يوشمېر اقتصادي کارپوهان د آقينه بندر تړل د خلکو په زيان بولي او له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د دغه بندر د پرانستلو لپاره  له هرې  ممکنې  لارې څخه  استفاده وکړي.
دغه کارپوهان خبر دارى ورکوي چې د آقينه بندر تړل په هېواد کې د نفتي توکو  په کمښت کې ناوړې اغيزې رامنځته کوي او که چيرې دغه بندر پرانستل نه شي، د نفتي توکو بيه لوړيږي او د هغه اقتصادي پيټى به  د هېواد خلک په  غاړه واخلي .
د اقتصادي مسئلو کارپوه او د کابل پوهنتون استاد مسعود باختر آژانس ته وويل چې بايد دولت د هر راز عامل د لرې کولو لپاره چې د خلکو د اقتصادي زيانونو سبب کيږي، اقدام وکړي چې خلک زيانمن نه شي.
ده وويل: هر راز نا آرامۍ د خلکو د وارداتي لګښتي توکو د بيو د لوړوالي سبب کيږي او څرنګه چې زموږ هېواد بهرنيو محصلاتو په تېره بيا تيلو او ګازو ته اړ دى او د بندرونو تړل نه يوازې خلک زيانمن کوي بلکې ملي ګټو هم  زيان رسوي.
د نفتي  توکو د واردونکو اتحاديې د عامل هيئت رئيس آذرخش حافظي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې هره ورځ د آقينه بندر له لارې د نفتي توکو سل ټانکرونه هېواد ته وارديږي او د دغه بندر تړل کيدل په هېواد کې د نفتي توکو  په کمښت زياته اغيزه کوي .
ده څرګنده کړه چې اقتصادي او تجارتي وده د امنيت او سولې د شرايطو لپاره  بستر جوړولو ته اړتيا لري او هر راز ستونزه چې په آقينه بندرکې رامنځته شي،  هېواد  د نفتي توکو له کمښت سره مخامخ کيږي، بيې لوړيږي او غوښتنې زياتيږي .
حافظي وويل چې دولت بايد په دې برخه کې پاملرنه وکړي او ډير ژر له هر ممکنې لارې ددغه بندر د خلاصون لپاره هلې ځلې وکړي .
د کابل ښار د يوه ښوونځي ښوونکي عبدالمالک په دې باور دى  چې حکومت د خلکو د ژوندانه د سوکالۍ د تامينولو مسووليت لري او بايد د خلکو انديښنو ته  پاملرنه وکړي او په اوسنيو شرايطوکې بايد خلک د لسګونو ټولنيزو ستونزو ترڅنګ د نفتي توکوله کمښت سره مخامخ نه شي .
خو د سوداګرۍ  او صنايعو وزارت وياند مسافر قوقندي د طرحه شويو انديښنو په باب د باختر آژانس خبريال ته وويل: موږ نور بندرونه هم لرو، لکه د تورغندي بندر او دهرات ولايت له لارې له ترکمنستان څخه په کافي اندازه نفتي توکي هېواد ته  وارديږي.
ده زياته کړه چې دسوداګرۍ اوصنايعو زارت له  هرې ممکنې لارې هلې ځلې کوي  چې د نفتي توکو د بيې د لوړوالي مخه ونيسي او په کافي اندازه نفتي توکي هېواد ته وارد شي.
د نفتي توکو د بيو د لوړوالي په اړوند انديښنې له هغه وروسته زياتې شوې چې د فارياب ولايت يوشمېر اوسيدونکو د دغه ولايت د سيمه ييزو پوليسو د يوه قوماندان نظام الدين قيصاري د نيول کيدو په اعتراض کې چې د امنيتي ځواکونو له خوانيول شوى دى، د آقينې بندر وتاړه او دغه بندر لس ورځې کيږي  چې تړلى دى او د سوداګرو د نفتي توکو په سلګونو ټانکرونه د ترکمنستان په خاوره کې ولاړ دي.                                                                               
پاى\  ج\ ذ 


 

کابل \باختر/ د چنګاښ د مياشتې٢۴ نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني تېره شپه  په حامد کرزي نړیوال هوایي دګر کې بیت الله شریف ته له تلونکوحاجیانو سره د مخه ښې کتنه وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې په هېواد کې د دایمي سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د حج په مراسمو کې د لوی خدای دربار ته دعا وکړي.
د جمهور رییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني افغان حاجیانو ته د برابرو شویو اسانتیاوو په اړه معلومات ورکړل ویې ویل: د جمهور رئیس په همېشنۍ لارښوونه او ځانګړې پاملرنه حاجیانو ته دخدماتو، روغتیا، ترانسپورټ، خوړو او نورې ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
ښاغلي عثماني افغان حاجیانو ته د مبارکۍ پرمهال زیاته کړه، د حج فریضې د ښه ادا کولو په موخه د افغان حاجیانو د خدمت لپاره معلمین او ناظمین استخدام شوي چې د اړتیا پرمهال به ستاسو لارښوونه او همکاري وکړي.
وروسته د حاجیانو په استازیتوب عبدالواسع خبرې وکړې او افغان  حاجیانو ته یې د جمهوررئیس د ځانکړې پاملرنې څخه د مننې ترڅنګ وویل، سږکال بیت الله شریف ته تلونکي حاجیان د مسوولینو له چلند او د حج او اوقافو وزارت له لوري برابرو شویو اسانتیاوو څخه خوښ دي.
وروسته جمهور رئیس غني بیت الله شریف ته تلونکو حاجیانو ته د وینا پرمهال هغوی ته د حج فریضې د ادا کولو مبارکي وویله او زیاته یې کړه، تاسو نېکمرغه یاست چې د اسلام د مبارک دین یو مهم رکن ادا کوئ.
جمهور رئیس هغوی ته په خطاب کې وویل، هیله ده درک کړې مو وي چې حکومت مو خدمتګار دی. نورې هغه ورځې تېرې شوې چې حکومت به ځان فوق العاده او له ولس جلا باله.
هغه زیاته کړه، تاسو په داسې ځانګړي وخت کې د بیت الله شریف د حج فریضه ادا کوئ چې د سعودي عربستان علمای کرامو له افغان او د نړۍ له ټولو عالمانو سره په ګډه او قوت په افغانستان کې د سولې د ملاتړ بېساری اقدام وکړ.
د هېواد جمهور رئیس د حرمین الشریفین خادم، د سعودي ټولو مقاماتو او د اسلامۍ نړۍ له دیني عالمانو څخه له دې امله مننه وکړه چې په خپل ملاتړ یې په افغانستان کې یې د جنګ ټول غیر معقول دلایل له منځه یووړل.
د هېواد جمهوررئیس له افغان حاجیانوڅخه وغوښتل چې یوازې د خدای ارادې ته تسلیم شي او د حج د مراسمو د ادا کولو پر مهال د افغانستان د سولې، ثبات، د جګړې د پایته رسېدو او ناخوالو څخه د خلاصي په خاطر د خدای تعالی په دربار کې دعا وکړي.#
پای ـ ذ

کابل \باختر/ د چنګاښ د مياشتې٢۴ نيټه :
په ټولنيزو شبکوکې د خپرې شوې ويډيو په اړه د ملي امنيت شورا د دفتر خبري اعلاميه
هغه ويډيو او تصويرونه چې د فارياب ولايت د قضيې په دوام په ټولنيزو شبکو او رسنيو کې خپاره شوي، نه یوازې زموږ بلکې د ټولو افغانانو احساسات یې اغیزمن کړي دي. په دې مورد د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عالي مقام اعلامیه پرون صادره شوه او په هغې کې هدایت شوی، چې دا موضوع په دقت سره وڅیړل شي او هغه اشخاص چې مسؤل دي، د قانون منګولو ته و سپارل شي. د هېواد د امنیتي سکتور ټول مشران د دې اعلامیې د تطبیق له پاره هلې ځلې کوي او د خپلو موندنو راپور به د جمهوري ریاست محترم مقام ته وړاندې کړي.
په ويډيو کې ليدل کيدونکي حرکتونه د ټولو اسلامي، مدني او افغاني ارزښتونو سره په ټکر کې دي او په هيڅ صورت د هېواد د قهرمانو امنيتي او دفاعي ځواکونو له کرکټر او دیسپلین څخه استازيتوب نه کوي.
ظاهراً په ويډيو کې ليدل کيدونکی حالت د قبول او بخښنې وړ نه دی که چیرې دا عمل ثابت شي، لکه څرنګه چې د جمهوری ریاست د عالي مقام په اعلامیه کې راغلي عاملین به یې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي او قانوني چلند به ورسره وشي.

زموږ وياړلي ځواکونه، چې شپه او ورځ له هېواد څخه د دفاع په لاره کې په مقدسه مبارزه بوخت دي او په دې سپيڅلي ماموريت کې يې بې شميره قربانۍ ورکړي، نه بايد د ځينو بې دسپلينه کړيو عمل زموږ د با شهامته ځواکونو په عمومي تصوير اغيز وکړي او د ترهګرۍ پر وړاندې د دوی تاريخي کارنامې او سرښيندنې هيرې شي.
پای ـ ذ
 

کابل \باختر/ د چنګاښ د مياشتې٢۴ نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د ویډیو کنفرانس له لارې د فاریاب ولایت د امنیتي سکتور او سیمه ‎ییزو مسوولینو سره خبرې وکړې او د دې ولایت امنیتي وضعیت یې وارزولو.
د جمهور رییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
یاد ویډیو کنفرانس پرون غرمه په توحید ملي مرکز کې جوړ شو چې د امنیتي سکتور  مسوولینو او د حکومت یو شمېر ملکي مسئولینو په کې حضور درلود.
په پیل کې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز سترجنرال محمد شریف یفتلي د عملیاتو او عمومي امنیتي وضعیت، د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین اخترمحمد ابراهیمي په فاریاب کې د پولیسو د اصلاحاتو، د ملي امنیت لوی ریاست ولایتي مرستیال عبادالله عباد د یاد ولایت د اوپراتیفي وضعیت او د فاریاب والي نقیب الله فایق په دې ولایت کې د حکومتولۍ او شته ستونزو په اړه خپل راپورونه وړاندې کړل.
دوی وویل، د فاریاب په میمنې ښار او ولسوالیوکې امنیتي وضعیت د قناعت وړ وو او د هغه د لا ښه والي په خاطر لازم اقدامات شوي دي. دغه راز په تېرو څو ورځو کې لاریونونه په ارامه فضا کې شوي دي او حکومت د لاریون کوونکو امنیت تامین کړی دی.
یادو مسئولینو څرګنده کړه، په فاریاب کې د ملکي او نظامي دفترونو مرکزونه پرانیستي دي، دغه راز وچکالۍ ځپلو او له سیلابونو څخه زیانمن شویو کسانو سره مرستې جریان لري چې د زیاتو مرستو په رسېدلو سره به یې د وېش بهیر چټک شي.
په همدې ترتیب یادو مسوولینو وویل، د خواجه سبزپوش او دولت اباد لویه لار پرانیستل شوې او خلکو ته یې ډاډ ورکړ چې دا لار بیا نه تړل کېږي، دغه راز د نورو لارو د پرانیستلو لپاره هم عملیات جریان لري.
جمهوررئیس غني د یادو مسوولینو د راپورونو له اورېدو وروسته په فاریاب کې د خلکو او امنیتي چارو د ښه مدیریت او دغه راز له حکومت سره د دغه ولایت د ستر ولس له همکارۍ مننه وکړه.
جمهوررئیس وویل، خلک نظم غواړي او نظام باید هغوی ته د ښو خدمتونو د چمتوکولو په خاطر ځواب ویونکی وي. هغه زیاته کړه حکومت د نظم او عدالت د تامین لپاره ټول اقدامات په پام کې نیولي دي.
جمهوررئیس غني د هېواد په شمال په ځانګړي ډول فاریاب ولایت کې وچکالۍ او له سیلاب ځپلو سره د مرستو د وېش د چټکتیا په خاطر اړوندو مراجعو ته لازمې لارښوونې وکړې وې ویل، په هېواد کې د سیلابونو د مدیریت په خاطر پر یوه واضح طرحه کار کېږي او په دې اړه فاریاب ته لومړیتوب ورکول کېږي.
د دې ویډیو کنفرانس په پای کې جمهوررئیس په فاریاب ولایت کې د ثبات د ټینګښت او عدالت د تامین په خاطر اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې او دغه راز یې د هېواد امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو ته په دغه ولایت کې مېشتو ځواکونو د لا ښه اکمال په خاطر په ټینګار لارښوونې وکړې.#
پای ـ ذ

Sunday, 15 July 2018 07:24

مطبوعاتي اعلامیه

کابل \باختر/ د چنګاښ د مياشتې٢۴ نيټه :
په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې پر عامو وګړو د تروریستي بریدونو په اړه مطبوعاتي اعلامیه
د افغانستان خلک او حکومت په خیبر پښتونخوا اوبلوچستان کې په وروستیو تروریستي پېښوکې د یو شمېر وګړو د وژل کېدو له امله د یادو ایالتونو خلکو په ځانګړي ډول د تروریستي پېښو قربانیانو ته د خپلې خواخوږۍ او تسلیت مراتب څرګندوي.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند د جمهور رييس د وياند د دفترله لارې باختر آژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي:
په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د اسلامي نړۍ عالمانو په سعودی عربستان کې د یوې متفقې اجماع له لارې ځانمرګي بریدونه، چاودنې او تاوتریخوالي غندلي، هر عمل چې د هرې ډلې له خوا د عامو وګړو د وینې تویونې او وژنې لامل شي، عملاً د اسلامي نړۍ د عالمانو له فتوا سره په ټکر کې دی او غندل کېږي.
د افغانستان حکومت څرګندوي، تروریزم د بشریت د دښمن په توګه تل او په هر ځای کې خلک له تفکیک پرته وژني او افغانستان چې له دغې شومې پدیدې سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې قرار لري، هره ورځ زیاته قرباني ورکوي. 
افغانستان په دوامدار ډول تل د تروریزم پر وړاندې د ښه او بد له تفکیک پرته پر ګډې مبارزې ټینګار کړی او په ورته وخت کې یې له ټولو هېوادونو همدا ډول غوښتنه کړې ده، ځکه د افغانستان حکومت په دې باور دی چې پر خلکو، مقدسو ځایونو او ولسواکو بهیرونو برید په هیڅ اصولو، قوانینو او بشري موازینوکې د توجیه وړ نه دی.#
پای ـ ذ

 

Sunday, 15 July 2018 07:23

مطبوعاتي اعلامیه

کابل \باختر/ د چنګاښ د مياشتې٢۴ نيټه :
په پکتیا او ننګرهار ولایتونوکې د ورستیو نظامي عملیاتو او فاریاب کې د نيول شویو کسانو د خپرې شوې ويډیو په اړه مطبوعاتي اعلامیه
د افغانستان حکومت د امنیتي او دفاعي ځواکونو هر ډول چلند چې د هېواد له نافذه قوانینو او اصولو سره په ټکر کې وي د منلو وړ نه ګڼي او څرګندوي چې رامنځته شوی ستونزې د افرادو  د غیر اصولي او نامسلکې چلند پایله ده نه د هېواد د دفاعي او امنیتي نظام، سرغړونکي افراد باید خپل چلند د هېواد له نافذه قوانینو سره برابر کړي  او مسوول وګڼل شي.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند د جمهور رييس د وياند د دفترله لارې باختر آژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي:
جمهوررئیس غني په فاریاب ولایت کې د نیول شویو کسانو په اړه خپاره شوي تصویرونه او دغه راز په پکتیا او ننګرهار ولایتونو کې د پوځې عملیاتو له امله ملکي وګړو ته د اوښتو تلفاتو په خاطر اړوندو ارګانونو ته لارښوونه کړې چې په دې اړه دې د امکان ترحده ژر هر اړخیز جدي تحقیقات وکړي، خپل راپور او وړاندېزونه دې له اعلی سرقومندانۍ سره شریک کړي. 
د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه باید د ټولو طرزالعملونونو او قانوني اجرااتو په تطبیق سره د دې ډول پېښو د بیا تکرارېدو د مخنیوي په برخه کې جدي تدابیر ونیسي او مکلف دي چې د اسلام د مبین دین او د هېواد د نافذه قوانینو د احکامو، د بشري حقونو د ارزښتونو او انساني موازینو په رڼا کې چلند وکړي.
د افغانستان وسله‎ وال پوځ د هېواد او خلکو ستره پانګه ګڼل کېږي چې په خپلو سرښندنو او قهرمانۍ یې د خلکو او نړېوالې ټولنې باور راخپل کړی او اړتیا ده چې دا باور لا پیاوړی کړي.#
پای ـ ذ

کابل باختر د چنګاښ  درې ويشتمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين  ډاکتر کمال سادات  نن  دځوانانو دمهارتونو دنړيوالې ورځې په درشل کې ، دبېلابېلو بنسټونو  له يوشمير ځوانانو سره وکتل .
  دباختراژانس دخبرله مخې ،  په دې کتنه کې  دځوانانو دچارو معين  په لنډو خبرو کې دهېواد په اقتصادي  ، صنعتي ، کرنيز او سوداګريزه وده کې  دځوانانو درول  بېلابېل اړخونه جوت کړل او له ځوانانو څخه يې وغوښتل چې دزده کړې  تر څنګ ښه به وي چې  حرفوي زده کړې هم وکړي .
   دځوانانو دچارو معين دغه راز ټينګار وکړ چې دهېواد وده او ترقي  په بېلابېلو برخو کې دځوانانو  هڅو ته اړتيا لري .
  ده  ځوانان  دې ته وهڅول  چې په هېواد کې  دسوداګرى  او صنعت  ودې ته پاملرنه وکړي .
  ده وويل  دبېلابېلو مناسبتونو لمانځنه  دځوانانو دندې او مکلفيتونه  لاپسې زياتوي .
  ختم_ ف _ اکرم                                                                    

کابل باختر د چنګاښ  درې ويشتمه :
دميمنې _ شبرغان لويه لاره نن  دوسله والو مخالفانو له شتون څخه پاکه شوه .
  د  ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند  جګړن محمد حنيف  رضايي  باختراژانس ته  خبرورکړ ،  چې افغان پوځيانو  له  عملياتو وروسته له دوو استقامتونو  څخه  دميمنې ښار او دشيرين تګاب ولسوالۍ ونښلولې .
  رضايي  زياته کړه چې ددغو عملياتو په بهير کې  اتلس تنه  مشکوک کسان هم  نيول شوي دي .
   ختم- ف _ اکرم

کابل باختر د چنګاښ  درې ويشتمه :
دعامې روغتيا وزارت نن  کوچيانو ته دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو او دهغوى  دروغتيايي ستونزو دحل کولو  دڅرنګوالي  د څيړنې په مقصد يوه غونډه جوړه کړه .
دباختراژانس  دخبريال دخبرله مخې ،  دعامې روغتيا وزارت ادعاکوي  له هغو نظريو او وړانديزونو سره  په استفادې سره  چې وړاندې کېږي  کوچيانو ته  دروغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو کې  دښه والي په خاطر يوه نوي  ستراتيژي  برابروي او دغه ستراتيژي  د  تمويلوونکو موسسو دملاتړ دجلبولو په موخه  له هغوى سره  شريک کېږي  .
  دعامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز وويل چې همدا اوس  دپنځه ويشتو ګرځنده روغتيايي مرکزونو او دشپږو ثابتو روغتيايي مرکزونو له لارې  کوچيانو ته  روغتيايي خدمتونه وړاندې کېږي خو دغه اقدامات کافي نه دي  او کوچيانو ته د روغتيايي مرکزونو شمير زياتېږي .
  دکوچيانو په چارو کې دجمهور رياست سلاکار  علم ګل کوچي ، کوچيان يو اړ قشر وباله او ويې ويل  :  ( حکومت دې بايد  دکوچيانو شمير ته په پاملرنې سره  هغوى ته  دروغتيايي خدمتونو  زمينه برابره کړي  او له کوچيانو سره  مرسته  دخلکو او حکومت  يو مسووليت دى . )
دغه راز  دکوچيانو دخپلواک رياست  دتعليمي او روغتيايي چارو رييس نذير احمدزي  ددغې غونډې دجوړولو  په لاره کې  دعامې روغتيا وزارت  له مشرتابه څخه قدرداني وکړه او ټينګار يې وکړ چې دکوچيانو خپلواک رياست دعامې روغتيا له وزارت سره  په همغږى کې بايد  دکوچيانو روغتيايي  ستونزې وڅيړي .او له اړتيا سره سم او دهغوى  دوګړو په تناسب  روغتيايي مرکزونه او اسانتياوې برابرې کړي .
  دعامې روغتيا  وزارت  دمقاماتو دڅرګندونوله مخې ،  همدا اوس  دعامې روغتيا  وزارت  ګرځنده روغتيايي   ټيمونه  دهېواد په نولسو ولايتونوکې  په بېلابېلو برخو کې کوچيانو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي .
  ختم_ ف _ اکرم

 

کابل باختر د چنګاښ  درې ويشتمه :
دکندز والي  نن دپوليسو دمنسوبينو  له کړنو څخه درپوټ اخستلو په پروګرام کې ددغه ولايت دپوليسو او خلکو ترمنځ په باور جوړولو باندې ټينګار وکړ .
  دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې ، دکندز والي عبدالجبار نعيمي  په دې غونډه کې  دامنيت په تامينولو او دپوليسو دځواکونو په سمبالولو دخلکو او دسيمو  په مصوونيت  ، دخلکو دستونزو په څيړنې او دجنايي او اخلاقي  جرمونوسره په مبارزې باندې  ټينګار وکړ .
  په دې غونډه کې دکندز والي له دولت سره دخلکو  داړيکو او دغير مسوولو  وسله والو کسانو دفعاليت  په مخنيوي باندې ټينګار وکړ . او له پوليسو څخه يې وغوښتل  چې په دغو مواردو کې دې  هراړخيزې هلې حلې وکړي .
  دکندز والي د تورو ښيښو لرونکو موټرو په راټولولو کې  دترافيکو دنظم په اړوند اشاره وکړه او له پوليسو څخه يې وغوښتل چې دغه ولايت  په لرې پرتو سيمو او ولسواليو کې دخلکو په خدمت کې واوسي . او دخلکو  دځورونې مخه ونيسي . 
  ختم- ف _ اکرم

Page 4 of 6644