07 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

- کابل / د زمري ١٥مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د ګرځندوى، ملي تياتر، کابل نندارې او موسيقۍ رياستونو د بېلابېلو څانګو د کتنې په وخت کې لارښوونه وکړه چې د هېواد د پېژندل شوي فرهنګي او هنري بنسټ په توګه د کابل نندارې د بيارغاونې کار ژر پيل شي.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ د کابل نندارې د بيارغاونې کار څه ناڅه اته کاله مخکې پيل شوى و او د تخنيکي او تدارکاتي عواملو له امله پنځه کاله وړاندې وځنډېد.
د اطلاعاتو او فرهنګ  وزارت د تهيې او تدارکاتو آمريت د معلوماتوله مخې؛ د کابل نندارې د بيارغاونې قرارداد د نږدې ٣٠ ميليونو افغانيو په لګښت له عبدالولي فضلي ساختماني شرکت سره شوى و، خو قراردادي شرکت ونشو کړاى په دغو پيسو د پروژې کار بشپړ کړي او له درې کلن کار وروسته، د جمهوررييس او د ملي تدارکاتو  کمېسيون په حکم، د دغې پروژې قرارداد فسخه شو او د بيارغاونې کار يې وځنډېد.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې؛ د ملي تدارکاتو کمېسيون، بنايي ساختماني تصدي موظفه کړې وه چې د تخنيکي او تدارکاتي څېړنو پايلې ياد کمېسيون ته وړاندې کړي،  خو تراوسه د څېړنو پايلې نه دي روښانه شوې.
د اطلاعاتو او فرهنګ  وزارت سرپرست په دې کتنه کې مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې ژر تر ژره د کابل نندارې د بيارغاونې کار پيل شي او کار يې ملي پراختيايي شرکت ته چې د تاريخي ودانيو او آبداتو په بيارغاونه کې ښه تجربه لري، وسپارل شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د ګرځندوى رياست هم وکوت. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري او ګرځندوی معینې پوهنیارې سیدې مژګان مصطفوي د دغه ریاست د فعالیتونو او پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل او څرګنده یې کړه چې په هېواد کې د ګرځندوی صنعت د ودې لپاره یو لړپروګرامونه تر لاس لاندې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د ګرځندوی ریاست د کتلو پر مهال وويل: د دغه رياست تالار د مطبوعاتو په کلوپ او د هنرمندانو په کور بدلوو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د موسيقۍ او ملي تياتر رياستونو د کارکوونکو د ستونزو له اورېدو وروسته، وويل چې د وزارت رهبري کوښښ کوي چې د امکان تر بریده د کارکوونکو ستونزو ته رسيدګي وکړي.
د افغانستان ملي تياتر په کال ١٣٤٣ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په چوکاټ             کې جوړ شو او د تياترهنر د خپل تکامل په بهیر کې ډېرې لوړې او ژورې تېرې       کړې دي.
پاى \ وهاج \ ذ

 کابل / د زمري ١٥مه / باختر
د ملي شورا مشرانو جرګې په نننۍ فوق العاده ناسته کې د مشورتي لویې جرګې په چارو کې د خپل ګډون او ونډې اخیستو په موخه چې د زمري په ۱۷مه د (جمعې په ورځ) په کابل کې جوړېږي، چمتووالی اعلام کړ.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ دغه ناسته چې د جمهوررییس د روان کال د زمري  ۱۴مې د ۱۱۰۷ ګڼې حکم پر بنسټ او د هغې ناستې په تعقیب چې د مشرانو جرګې اداري پلاوي د زمري په۱۴مه د جمهوررییس او مرستیالانو سره لرله، د ملي شورا د دوبنیو تعطیلاتو په بهیر کې د مجلس د ريیس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د رییسانو کمېټې په تالار کې جوړه شوه، په پيل کې د جرګې ريیس او اداري پلاوي د جمهوررییس د ۱۱۰۷ ګڼې حکم او د جمهورريیس او مرستیالانو سره یې د مشرانو جرګې د اداري پلاوي د پرونۍ ناستې د محتوا اړوند حاضرینو ته معلومات وړاندې کړل.
همدا راز د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو د اړتیا اړوند هر اړخیز بحثونه وشول او روښانه شوه چې مشرانوجرګه د هېواد د لوړو ګټو، د ملي ارزښتونو د ساتنې او د باعزته سولې د ټینګښت په موخه د حکومت ترڅنګ ده او په هېواد کې د روانو جګړو د پای ته رسېدو او د سولې ټینګښت په برخو کې له حکومت سره ګډ کار ته ژمنه ده.
دغه راز د مشرانو جرګې غړیو په دې برخه کې خپل لیدلوري شریک کړل او د رایو په اتفاق یې پرېکړه وکړه چې د مشورتي لویې جرګې په کار کې به ګډون او د هغه څه په اړه چې  د هېواد خېر او ګټې تضمینوي، لازمې پرېکړې وکړي.
پای / ذ

- وې او اې / د زمري ١٥مه / باختر
نړیوال بانک د کووید ـ۱۹ ناروغیو د اغېزو کمېدو او غذايي خوندیتوب په هدف               له افغانستان سره ۳۸۰ میلیون امریکايي ډالرو وړیا مرسته کوي.
نړیوال بانک پرون سې شنبه اګست۴(زمري۱۴) په دې اړه راپور کې ویلي چې د نړیوال بانک اجرائیوي ډلې تیره ورځ له نړيوالې پراختيا ادارې څخه د ۲۱۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د دوه بېلو وړيا مالي مرستو ټولګه منظوره کړه.
په راپور کې ویل شوي چې د یادې مالي مرستې ۱۵۵ میلیون ډالر د نړیوالې پراختیايي ادارې او پاتې ۱۲۵ میلیون د افغانستان د بیارغونې صندوق له خوا برابریږي چې په وینا یې په افغانستان کې به ۲.۹میلیون کورنۍ ورڅخه برخمنې شي.
د نړیوال بانک له یادې بستې څخه ۱۰۰ میلیون امریکايي ډالر د کرنیز سیستم او خوراکي توکو د خوندیتوب لپاره هم ځانګړي شوي دي.
له یادو پیسو څخه ۵۵ میلیونه امریکایي ډالره د نړیوالې پراختیايي ادارې او ۴۵ میلیون نور د افغانستان د بیارغونې صندوق لخوا ورکول کیږي.
یاد بانک زیاته کړې چې دا پروژه به په کلیوالو سیمو کې د زېربناوو، ‌لکه اوبو لګولو سیستمونو، د جوړولو له لارې خلکو ته د لنډمهالو کاري فرصتونو زمینه برابره کړي.
بیان وايي چې کرونا ویروس د افغانستان پر کرنیز وضعیت بد اغېز کړی چې په وینا یې کروندګرو پر خپل وخت ځمکې ونه شوای کرلي او په ښارونو کې هم د خوراکي توکو بیې لوړې شوې.
د افغانستان لپاره د نړیوال بانک ريیس هنري کرالي ویلي:  دغه مالي مرستې به افغان دولت د دې جوګه کړي چې د ډېری افغان کورنيو بېړنۍ اړتیاوې پوره کړي او دا باوري کړي چې افغان کروندګر د خوراکي توکو توليدولو ته په داسې حال کې ادامه ورکړي چې واردات او صادرات له جدي ګواښ سره مخ دي.‌ له دې سره به اقتصادي فرصتونه هم رامنځته شي او د کليوالي سيمو خلکو ته به کاري زمينې برابرې شي.
نوموړي ویلي چې دغه پروژې به د کليو بیارغونې او پراختيا وزارت، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې اداره او کابل ښاروالۍ له خوا په ګډه پلې کیږي.
د نړیوال بانک په راپور کې همدارنګه راغلي:  دا پروژه به د افغانستان په ګوټ ګوټ کې شاوخوا ۲.۹ میلیونه افغان کورنيو ته مرستې ورسوي.  پر افغان کورنيو او ټولنې  د کوويډ-۱۹ ناروغۍ د اغېز کمولو د مرستې پروژه به د ولسي تړون د ملي پروګرام تر چتر لاندې د يوې ورته پروژې هڅې پياوړې کړي.  تمه ده چې دواړه پروژې به په ګډه د هېواد ۹۰ سلنه اړې او بېوزلې کورنۍ د ملي دسترخوان پروګرام په چوکاټ کې تر پوښښ لاندې ونيسي، او شاوخوا ۴.۱ میلیونه هغه کورنۍ چې ورځنی عايد يې دوه ډالر او يا تر هغې ښکته دی ګټمنې کړي.
پر همدې مهال نن چهارشنبه د افغانستان مالیې وزارت هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې د نړیوال بانک اجرائیوي بورډ د ۳۸۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د ملي دسترخوان او کرنې بېړنۍ پروژې او خوارکي توکو  د خوندیتوب (EATS)  لپاره             د مرستو دوه بستې تصویب کړې.
یاد وزارت زیاتوي چې له نوموړې پروژې به په ټول افغانستان کې ۲،۹ میلیونه کورنۍ برخمنې شي چې په وینا یې د ملي دسترخوان پروګرام د ولسي تړون له لارې مخته وړل کېږي.
جمهور رييس غني تیره  میاشت له  بېوزلو  وګړو سره د مرستې په  هدف د ملي دسترخوان پروګرام پرانیست، خو ولسي جرګې په ملي دسترخوان کې د ادارې فساد          له ویري دغه پروګرام رد کړ.
پاى \ ذ

 کابل / د زمري ١٥مه / باختر
د بغلان د ولایتي شورا د پخواني مرستیال محبوب الله غفاري ۹ ساتونکي نن په دغه ولایت کې د ماین په چاودنه کې ووژل شول.
په پېښه کې محبوب الله ته زیان نه دی اوښتی.
د باختر آژانس د سیمه يیز خبریال د خبر له مخې؛ پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې محبوب الله غفاري له بغلان څخه د سمنګانو په لور روان و چې تعقیبي موټر یې د پلخمري ښار په چشمه شیر ساحه کې د طالبانو پر ښخ کړای شوي ماین وخوت.
د بغلان د عامې روغتیا ریاست ویاند عبدالله ملنګ د باختر آژانس خبریال ته وویل چې پېښې د قربانیانو مړي د پلخمري ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
پای / سعیده

 کابل / د زمري ١٥مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه.
باختر آژانس ته د جمهوررییس د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې غونډه کې لومړی د امنیتي او دفاعي بنسټونو مسوولینو د هېواد د عمومي امنیتي وضعیت او په ځانګړې ډول د سولې مشورتي لویې جرګې د امنیت د تامین په اړه خپل راپورونه جمهورريیس ته وړاندې کړل.
جمهورريیس غني د هغوی د راپورونو تر اورېدو وروسته، د سولې مشورتي لویې جرګې او د دې جرګې د ګډونوالو د امنیت د تامین په اړه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د امنیتي او دفاعي بنسټونو مسوولینو جمهورريیس ته ډاډ ورکړ چې په خوندي او امن فضا کې د سولې مشورتي لویې جرګې د ترسره کېدو لپاره به لازم امنیتي تدابیر ونیسي.#
پای / وهاج

- کابل / د زمري ۱۵ مه / باختر
د ۱۳۹۹ کال د کانکور آزموینه نن په بامیانو کې پیل شوه.
د باختر آژانس د سیمه يیز خبریال د خبر له مخې؛ د آزموینو د ملي ادارې اکاډمیک غړي پوهنمل عبدالرحمن عثماني رسنیو ته ویلي دي چې سږکال په ټول هېواد کې څه د ۱۷۰ زره داوطلبانو نومونه ثبت کړي دي چې له دې جملې څخه څه دپاسه ۶۰ زره یې په پوهنتونونو کې جزبېږي.
د بامیانو پوهنتون ريیس عبدالعزیز محبي وویل چې سږکال په دغه ولایت کې ۵ زره ۵۵ نجونې او هلکان په کانکور آزموینه کې ګډون کوي او ټاکل شوې ده درې ورځې دوام وکړي.
هغه زیاته کړه چې په ټولیزه توګه څه دپاسه ۱۵۰۰ محصلین په بامیانو پوهنتون کې جزبېږي.
پای / سعیده

 کابل / د زمري ۱۵ مه / باختر
د وسله والو طالبانو د عشر او زکات د راټولولو مسوول تېره شپه له درېیو ملګرو سره یې په فارياب کې ووژل شو.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند د باختر آژانس خبریال ته وویل چې وسله والو طالبانو په دولت آباد ولسوالۍ پورې اړوند «شش بر کلي» او د ګرزيوان ولسوالۍ په مربوطاتوکې د پوځیانو پر پوستو بریدونه وکړل چې د پوځیانو د مقاومت په پایله کې د دې ډلې د عشر او زکات مسوول مولوي رفیع له درېیو ملګرو سره یې ووژل شو.
خبرځای زیاته کړه چې د جګړو په بهیر کې ۷ وسله وال طالبان ټپیان شول او د دښمن دوه موټرسایکلونه او جنګي وسایل د پوځیانو لاس ته ورغلل.
پای/ سعیده

۰- کابل / د زمري ۱۵ مه / باختر
ملي اردو پرون په ننګرهار کې یوه اندازه چاودېدونکي توکي کشف او ترلاسه کړل.
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزي باختر آژانس ته وویل چې د دغې قول اردو منسوبینو په عملیاتو کې د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې، دوه کلاشینکوفونه او د هاوان ۲۴۰ ګلولۍ کشف او ترلاسه کړې دي.
دغه عملیات د دغې ولسوالۍ د نا امنو سیمو د پاکولو په موخه پیل شوي دی.
ختم/ع

 کابل / د زمري ۱۵ مه / باختر
د غور سیمه يیز مسوولین وایي چې وسله والو طالبانو تېره شپه د ملي امنیت یو کارکوونکی په دغه ولایت کې شهید کړ.
د غور د والي ویاند عارف عابر رسنیو ته ویلي دي چې وسله والو طالبانو د ملي امنیت دغه کارکوونکی، د دغه ولایت د مرکز فېروزکوه ښار په مربو‌‌طاتو کې کور سره یې نږدې ترور کړی دی.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/ سعیده

 کابل / د زمري ۱۵ مه / باختر
افغانستان د تاریخ له ډېر حساس او پېچلي پړاوه تېرېږي. په هره برخه کې سترې دندې پرتې دي. د دغو دندو ترسره کول د دولت د درې ګونو قواوو ترمنځ نږدې او اغېزمنې همغږۍ ته اړتیا لري. په تېره بیا د سولې په خبرو کې د حکومت، مقننه قوې او قضاییه قوې ترمنځ همغږۍ ته اړتیا ده.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
د ولسواکۍ پراصولو د ولاړ نظام یوه ځانګړنه د درې ګونو قواوو تفکیک دی. کله چې موږ د ولسواکۍ په اړه خبرې کوو، نو تر هرڅه وړاندې د دولت د درې ګونو قواوو تفکیک مطرح کېږي. اجراییه، مقننه او قضاییه قواوې د ولسواک نظام د ملا تیر جوړوي. هره قوه باید په خپلو اجرااتو کې خپلواکه وي، هېڅ قوه د بلې قوې په چارو کې ګوتې نه شي وهلی.
له مستبدو نظامونو سره د ولسواکو نظامونو یو ستر توپير همدا دی چې په مستبدو نظامونو کې ( په سیاسي ترمینالوژۍ کې ګڼ نومونه لري) ټول واک د یو شخص یا یوې ډلې په لاس کې وي، همغه شخص یا ډله هم اجرایي چارې پر مخ وړي، هم تقنیني او هم قضایي؛ خو په ولسواکو نظامونو کې بیا واک وېشل شوی دی او هره قوه خپل واکونه او مسوولیتونه لري: حکومت اجرایی چارې پر مخ وړي، پارلمان قوانین تصویبوي او قضاییه قوه د قوانینو د تطبیق او عدالت د بسیا کېدو مسوولیت لري.
د درې ګونوقواوو تفکیک د مطلق جلاوالي او مطلقې خپلواکۍ مانا نه لري. یانې کله چې د درې ګونو قواوو د تفکیک موضوع مطرح کېږي، نو مانا یې دا نه ده چې ګونې دا قواوې یوه له بلې سره هېڅ راز تړاو او اړیکه نه لري. دا درې واړه قواوې د یوواحد نظام اویو واحد دولت درې ستنې دي. ولسواک نظام پردغو درېو ستنو ولاړ دی. که دا درې ستنې پياوړې او غښتلې وي، نو مانا یې دا ده چې نظام پياوړی او غښتلی دی او که دا ستنې کمزورې وي، نو مانا یې دا ده چې نظام کمزوری دی. که له دغو درې ستنو آن یوه یې کمزورې وي، نو نظام پياوړی کېدای نه شي. که اجراییه قوه کمزوې وي، نو اجرایي چارې په ښه توګه پر مخ تلی نه شي، که مقننه قوه کمزورې وي، نو د تقینین چارې ټکنۍ کېږي او که قضاییه قوه کمزوې وي، نو د قوانینو د تطبیق بهیر په ښه توګه څارل کېدای نه شي او عدالت په ښه توګه بسیا کېدای نه شي.
له همدې امله په ولسواکو نظامونو کې کوښښ دا وي چې د نظام درې واړه قواوې غښتلې اوپياوړې وي، یوه له بلې سره مرسته وکړي، یوه بله غښتلې او پیاوړې کړي او همدارنګه یوه بله څاري او که کومه یوه له خپل اصلي تګلوري انحراف کوي، له هغه انحرافه یې را وګرځوي.
د افغانستان اوسنی نظام د اساسي قانون له مخې ریاستي نظام دی. جمهوررییس هم د اجراییه قوې مشري کوي او هم د دولت د درې ګونو قواوو مشری کوي. افغانستان اوس د تاریخ له ډېر حساس پړاوه تېرېږي، په هره برخه کې ګڼې ستونزې پرتې دي. د دغو ستونزو حل تر هرڅه وړاندې د دولت د درې ګونو قواوو ترمنځ همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
اوس د سولې موضوع او په ځانګړي ډول د بندیانو د خلاصون موضوع مطرح ده او په دې موخه لویه مشورتي جرګه راغوښتل کېږي، دا یوه ستره ملي موضوع ده او د هغې د ښه او معقول حل لپاره د دولت د درې ګونو قواوو همغږۍ، ګډ کار او ګډ دریځ ته اړتیا ده. هیله مو دا ده چې ټول په دغه ستر ملي بهیر کې خپل هېوادنی مسوولیت ترسره کړي.
پای/ ن.ش

Page 5 of 8923