12 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

 ښرنه/ د زمري ۲۱ مه/ باختر
د پکتیکا په سروضې ولسوالۍ کې  د لسو ملیونو افغانیو په لګښت یو جامع جومات جوړېږي.
د پکتیکا د والي مرستیال شېرباد شاه ارګونې د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې یاد جومات د لسو ملیونو افغانیو په لګښت جوړېږي چې په یوه وخت کې به د ۸۰۰ لمونځ کوونکو د ځایولو وړتیا ولري.
پای/وصال

 قلات / د زمري ٢١مه/ باختر
په زابل کې د وسله والو طالبانو د بريد مخه ونيول شوه او شپاړس طالبان ووژل شول.
د زابل د امنيې قوماندانۍ وياند رسنيو ته وويل: امنيتي او دفاعي ځواکونو د دغه ولايت  د ميزان ولسوالۍ  پرځينو سيمو د وسله والو  طالبانو د برېدونو مخه ونيوله.
په دې بريد کې ١٦وسله وال طالبان  ووژل شول او ٣ نور ټپيان شول او د هغوى ١٠ موټرسايکلونه او  ٧سنګرونه هم له منځه يووړل شول.
پاى \ ذ

 فراه / د زمري ٢١مه/ باختر
امنيتي ځواکونو پرون دوه ماينونه په  فراه کې  کشف اوشنډ کړل.
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب باختراژانس ته وويل: د دغې قوماندانۍ منسوبانو دوه بوشکه يي ماينونه چې د وسله والو طالبانو له لورې  د دغه ولايت مرکز د مهاجرينو په کلي  کې ځاى پرځاى کړاى شوې و، کشف اوشنډ کړل.
هغه زياته کړه  دغه ماينونه وسله والو طالبانو پر ملکي، امنيتي او دفاعي ځواکونو د برېدونو په موخه ځاى پرځاى کړي وو،
پاى \ ذ

کابل/ د زمري ٢١مه/باختر
په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره زرپه ٢٠٣٢ډالرو وړاندې کېږي.
د پښتنې بانک د سرو زرو د مارکيټ يوه پلورونکي قاهرخان نن ددغه خبرپه تاييد سره باختر آژانس ته وويل چې نن د کابل په بازارونوکې يوګرام الجزايري سره زر٤٩٠٠ يو ګرام مصري سره زر په٤٨٥٠ افغانيو، کويټي په٣٧٠٠ افغانيو، سنګاپوري په٣٧٥٠ افغانيو،  بحريني په٣٦٥٠ افغانيو، عربي په٣٦٥٠ افغانيو، ايراني په٣٣٥٠ افغانيو او يو ګرام روسي په ٢٩٠٠افغانيو پلورل کېږي.     
پاى / محمدجان

-کابل / دزمري ٢١مه/باختر:
د کورنيو چارو وزارت د امنيتي چارو سترمعين جنرال عبدالصبور قانع په هغې غونډه کې چې  د کابل له امنيتي مسوولينو سره  وکړه هغوى ته لارښوونه وکړه چې خپل فعاليتونه دې  د امنيتي تړون د تطبيق په لاره کې زيات کړي.
د کابل امنيه قوماندان نن د يوې خپرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د کابل امنيتي ټيم د کابل د امنيتي تړون په تطبيق کې د ٤٠سلنه پرمختګ په باب امنيتي معين ته رپوټ ورکړ
د امنيتي چارو ستر معين د امنيتي تړون د تطبيق بهير د قناعت وړ وباله او امنيتي مسوولينو ته يې ټينګاروکړچې په دې برخه کې هيڅ رازبې پروايي د منلو وړ نه دي او هيله کېږي  چې د دغه پروګرام د تطبيق په لاره کې  جدي ګامونه واخلي .
د کابل امنيتي ټيم د کابل د امنيتي تړون په چوکاټ کې له خلکو سره په نږدې همکارۍ  په دې وروستيو وختو کې  څه ناخه  څلور سوه تنه  د جنايي او تروريستي جرمونو د ترسره کولو په تور د کابل ولايت  له مربوطاتو څخه  ونيول
  ختم – ج _اکرم

 کابل / د زمري ٢١مه/ باختر
د کابل ښارد يوولسمې ناحيې د نوې پروژې په دويم مارکيټ کې نن سهار د ماين  په  چاودنه کې يو کس ووژل شو او څلور نور ټپيان شول.
عيني شاهدان وايي يو دولتي هايلکس موټرچې مقناطيسي ماين پکې ځاى پرځاى شوى و د يوولسمې حوزې د نوې پروژې په دويم مارکيټ کې  وچاوديد چې په پايله کې يو کس ووژل شو او څلور نور ټپيان شول.
دغه راز په دې پېښه کې يو شخصي کرولا موټر هم ويجاړ شوى دى.
پوليسو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي.
پاى \ ذ

کابل/ د زمري ۲۰مه/ باختر

د کابینې غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ نن ماښام د کابینې د غړو او والیانو په ګډون د ویډیو کنفرانس له لارې په ارګ کې ترسره شوه.

د جمهوري ریاست ویندوی دفتر معلوماتوله مخې؛ لومړی جمهوررئیس غني او د کابینې غړو د سولې مشورتي لویې جرګې ترسره کېدل چې د مهمو ملي موضوعاتو په تصمیم نیونه کې د ملت د ظرفیت او اجماع  او د لویو او ملي غونډو په ترسره کولو کې د دولت ظرفیت ښیي او اساس یې مسوولیت منل او د ملت غوښتنې او رایې ته مراجعه ده، خوښي وښوده.

همداراز کابینې د سولې مشورتي لویې جرګې له کمېسیون او اړوندو بنسټونو او ملي شخصیتونو څخه په بریالي ډول د دې جرګې د ترسره کولو له امله د مننې ترڅنګ، د چارو ادارې ریاست ته لارښوونه وکړه ترڅو د دې جرګې موظف کارکوونکي مادي او معنوي تقدیر کړي.

وروسته د هیواد د امنیتي اودفاعي ځواکونو ستاینه وشوه چې د کابل ښار او د سولې مشورتي لویې جرګې د امنیت تامین لپاره یې بېدرېغه هڅې وکړې او د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۱ کلیزې د نمانځنې په ورځ یې د هغوی د ستایلو لپاره اړوند بنسټونه وګومارل.

د کابینې غونډې د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د ښځو فعاله ونډه وستایله او د اړوندو ولایتونو ستونزو ته د رسېدلو په موخه د کابینې غړو ته د سولې مشورتي لویې جرګې د ګډونوالو د نظریاتو او وړاندیزنو د راټولولو لپاره یې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وګومارله.

همداراز اړوند بنسټونه وګومارل شول چې د سولې مشورتي لویې جرګې د لګښتونو او د لوړپوړو چارواکو د ساتنې لګښتونو کې د سپما او نیمولو او د زرهي موټرو د وېش لپاره پر تقنیني سند د بیاکتنې راپور ترتیب او خلکو سره شریک کړي.

کابینې، د معینانو او مرکزي او ولایتي رئیسانو د دندو او مسوولیتونو د تعریف او تفکیک او په مرکز او ولایتونو کې د ملکي خدمتونو د فوق او مافوق بستونو پر شمېر د بیاکتنې او همداراز  د کابینې غونډو ته د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د ګومارنې پروسې د وضعیت راپور وړاندې کولو  په اړه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون موظف کړ.

وروسته په بهر کې د یو شمېر مېشتو افغان ډاکترانو د انسجام په اړه چې د مشورې ورکولو او د روغتیا پر پروګرام د بحث او همداراز د هغوی د همکارۍ ډول په اړه معلومات وړاندې شول او مالیې وزارت ته لارښوونه وشوه چې د هیواد په ګمرکونو کې د ثبت شویو تنفسي دستګاوو د شمېر راپور د جمهوري ریاست  عالي مقام او د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

د کابینې غونډې عدلیې وزارت او په پارلماني چارو کې د دولت وزیر دفتر موظف کړل چې د قضائیه قوې د تشکیلاتو او صلاحیت قانون طرحه د لا زیاتې غنامندۍ په موخه بېرته له ولسي جرګې څخه وغواړي.

کابینې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د ګومارلو طرزالعمل د یوې مقررې په توګه په پرنسیب کې تصویب کړ او همداراز اړوندو بنسټونو ته یې د ملکي خدمتونو د مامورینو د کړنو د ارزونې فورم د ساده کولو او د یادې مقررې د راتلونکو مراحلونو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

په پای کې، کابینې د دولتي ښوونځيو د یوولسم او دولسم ټولګیو، د شپنیو لېسو له اووم تر دولسم ټولګیو او د خصوصي ښوونځیو له لومړي تر دولسم ټولګیو پورې د حضوري درسونو د پیل په اړه د کابینې طرحه د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي دستورالعملونو په رعایت کولو سره د ۱۳۹۹ کال د وږي میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تصویب کړه.#

 

کابل / د زمري ۲۰مه/ باختر

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع نن د هغې غونډې په لړ کې چې د کابل له امنیتي مسوولینو سره یې درلوده، دوی ته یې دستور ورکړ، چې د "امنیتي میثاق" د پلې کېدو په برخه کې خپل فعالیتونه زیات کړي.

د ملي امنیت شورا دفتر معلوماتو له مخې؛ د کابل امنیتي ټيم ستر امنیتي معین ته په امنیتي میثاق کې د ۴۰ سلنه پر مختګ د تطبیق راپور وړاندې کړ.

ستر امنیتي معین د امنیتي میثاق د تطبیق چارې د قناعت وړ ونه بللې او امنیتي چارواکو ته یې ټينګار وکړ، چې په دې برخه کې هېڅ ډول غفلت او ځان غولونه د منلو وړ نه ده او هیله کېږي، چې د دې برنامې په تطبیق کې جدي او ګړندي ګامونه پورته شي.

په دې وروستیو کې د کابل امنیتي ټيم د کابل امنیتي میثاق په اډاڼه کې د یاد ښار په اړوندو سیمو کې د خلکو د همکارۍ پر بنسټ نږدې ۴۰۰ تنه د جنايي او ترورېستي جرمونو په تړاو نیولي دي.

 

کابل/ د زمري ۲۰مه/ باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماښام په یو لړ مراسمو کې د نظامي منسوبینو د مجازاتو د تخفیف او بښنې فرمان او د طالبانو ډلې غوښتل شوي پنځه زره کسیز لېست کې د شاملو محکومینو د بښنې فرمان لاسلیک کړ.

د جمهوري ریاست ویندوی دفتر معلوماتو له مخې؛ په دغو مراسمو کې چې په ارګ کې ترسره شول، د جمهوري ریاست مرستیالانو، قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس، د ملي امنیت سلاکار، د چارو ادارې عمومي رئیس، د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر رئیس او د افغانستان دولت مذاکره کوونکي پلاوي رئیس هم حضور درلود.

جمهوررئیس د افغانستان د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۸ فقرې حکم او په کابل کې د ۱۳۹۹ کال د زمري پر ۱۷ د جوړې شوې سولې مشورتي لویې جرګې د غوښتنې پر اساس، د هغو نظامي منسوبینو د مجازاتو تخفیف او بښنه منظور کړه چې د محاکمو د قطعي او نهایي حکم پر اساس محکوم شوي دي.

د دې فرمان په لومړۍ ماده کې د تخفیف او بښنې په اړه راغلي دي: د هغو نظامي منسوبینو د حبس مجازاتو پاتې موده چې تر پنځو کلونو پورې په بند محکوم شوي دي، د جزایي اجراآتو قانون د ۳۵۰ مادې او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي منع قانون د احکامو پر اساس، د هغوی د بند پاتې مودې ته له پام پرته، بښل شوي او له بند څخه دې خوشې شي.

همداراز په دې ماده کې ذکر شوي دي: هغه منسوبین چې پر پنځو کلونو بند سربېره په نغدي جزا محکوم شوي دي، د هغوی نغدي جزا هم بښل کېږي.

د دې فرمان په دویمه ماده کې لیکل شوي چې د دې فرمان د احکامو تطبیق د اشخاصو د حق العبدي دعوې د اقامې مخنیوی نه کوي.

په همدې ترتیب، جمهوررئیس په دې مراسمو کې، د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړې په تعقیب چې د هغې د پرېکړه لیک دویمې مادې د طالبانو د پاتې بندیانو خوشې کول تائید کړي د طالبانو ډلې غوښتل شوي پنځه زره کسیز نوملړ کې د شاملو محکومینو د بښنې فرمان لاسلیک کړ.

 

Monday, 10 August 2020 12:20

خبرتيا

کابل / دزمري ٢٠مه / باختر :
د شهيد سترپاسوال عبدالرازق د ملي پوليسو د اکاډمۍ خبرتيا
د شهيد ستر پاسوال عبدالرازق د ملي پوليسو  داکاډمۍ  قوماندانۍ ( دمرکزاو زونونو )  د لومړى ټولګي د نويو او د دويم اودريم ټولګي او د داخل خدمت د ليسانس محصلانو ته  خبرورکول کېږي  چې د دوى لوست د روان کال د زمري د مياشتې په پنځه ويشتمه  نيټه د شنبې په ورځ پيلېږي.
محصلان دې  د روغتيايي ټکو په رعايتولو اوپه پام کې نيولوسره په ټاکلي موده  خپلو لوستونو ته حاضر شي .
دغه راز اکاډمۍ ته  د هر راز تيلفون اود الکترونيکي وسايلو راوړل منع ده
ختم _ ج _اکرم

Page 7 of 8937