14 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

-دایکنډي د زمري ۲۱ باختر
د دایکنډي د پاتوی ولسوالۍ لپاره د اداري ودانۍ د جوړولوکارپرون پیل شو.
د دایکنډي د والي مرستیال محمد علي روزګاني د باخترآژانس خبریال ته وویل چې دغه ودانۍ د اتیا مترو په ساحه کې د څه نا څه شپږمیلونوافغانیو په لګښت يه یوپوړکې د تشویقي پروګرام له بودجې څخه جوړېږي .
ویل کېږي چې په دې ودانۍ کې ۲۲ خونې او نوراړین محلقات په پام کې نیول شوي دي ختم ع

ایبک د زمري ۲۱ باختر
د نړۍ د خوړو سازمان نن په سمنګانو کې په څه نا څه ۲۶۰۰ اړو کورنیو نغدې پېسې وویشلې .
د سمنګانوله طبعي پېښوسره د مبارزې د ملي ادارې رییس صبغت الله سیاس باختراژانس ته وویل چې دغه دفتر په هرې کورنۍ شپږزره افغانۍ وویشل.
سیاس د دغې مرستې د ویشلوپه غونډه کې د مرستندویو موسسو په تېره بیا د نړۍ د خوړود سازمان له مرستوڅخه مننه وکړه .
د خواجه غالب د کلي اوسېدونکې پنځوس کلنه میرمن سلطنت چې له دغې مرستې څخه ګټه اخستې ده له حکومت څخه غواړي چې د دوی د سیمې امنیت تامین کړي ځکه د دوی بېوزلۍ او بد بختي د طالبانو له جګړې او باج اخستنې څخه دی چې زیاتره دغې کورنۍ خپل کورونه خوشي کړي دي . ختم ع

-پل علم  دزمري  ۲۱  باختر
په لوګر کې دوه څلور لارې د کتاب او ښوونکي په نامه نومول کېږي .
د باختر اژانس د سیمه ېیز خبریال د خبر له مخې، د لوګر د اطلاعاتو  او فرهنګ ريیس عبدالرحمن تسل په مشرتابه د واټونو د نوم اېښودلو کمېسیون پریکړه وکړه چې د پوهنتون څلور لاره د کتاب او د درخت پلورنې د مارکیټ څلور لاره د ښوونکي په نامه ونومول شي .
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس وویل چې د دغو واټونو د نوم اېښودلو موخه د مطالعی د فرهنګ روجول او د خلکو او په تېره بیا د ځوانانو پاملرنه د کتاب لوستل ده .
تسل زیاته کړه چې ښوونکي د خلکو رېښتني خدمت کاران دي او د هر ډول ستاینې وړ دي
په دغه کمېسیون کې د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس ،د پل علم ښاروال ، د پوهنې  د ولایتي شورا ، راډیو ټلویزیون ، اقوامو او قبایلو ، د ښځو د چارو او د حج او اوقافو د ریاست استازو ګډون درلود او دغه ادارې د دغه کمېسیون غړیتوب لري . سعیده

-کابل / دزمري ٢١مه/باختر:
په هرات کې به د څه دپاسه زرو مميز خونو د جوړولو کار ډير ژر بشپړ او تر څو اوونيو پورې ګټې اخستنې ته وسپارل شي.
  د هرات د کرنې  رييس عبدالصبورباختراژانس ته وويل چې د دغو مميز خونو د جوړولو کار د کرنې د محصولاتو د مديريت د پروګرام  له لارې پرمخ ځي اوټاکل شوې ده تر شلو ورځو  پورې به  ګټې اخستنې ته وسپارل شي .
هغه وويل چې د دغې  پروژې تر څنګ د پيازواوپټاټې د يوې زيرمې  د جوړولوکار هم څلويښت سلنه  پرمخ تللى دى .
هغه زياته کړه چې د کرنې اواوبو لګولو اومالدارۍ وزارت د دغو پروژو د جوړولو لپاره  څه دپاسه ٥٧١مليونه افغانۍ لګښت کوي .
  ختم _ شکريه _ اکرم

-کابل / دزمري ٢١مه/باختر:
د کرنې اوبو لګولو اومالدارى مسوولان وايي چې د کونړ، نورستان اوننګرهار ولايتونو وترنرانو ته د روزنيزې  زده کړې پروګرام پرون پيل شو.
د ننګرهار د کرنې رياست يومسوول نن باختراژانس ته وويل چې دغه پروګرام د مالدارى  د ملي پروژې  له لارې پرمخ ځي او هدف يې وترنرانوته دغه زده کړه د روغتيايي د نوي لارو  چارو اود حيواناتو ساتنه اووقايه کول دي
هغه وويل چې هغوى د دغه پروګرام په عملي کولو کولاى شي د وترنرانو ظرفيت  د حيواني ناروغيو د مبارزې په خاطر  لوړ کړي اوپه ختيځ  زون ولايتونوکې د مالدارى د ودې اوپرمختيا لپاره مرسته وکړي .
  ختم_ شکريه_اکرم

کابل / دزمري ٢١مه/باختر:
د هلمند په مرکز لښکرګاه او د دغه ولايت په ناوه ولسوالۍ کې دکورني باغچو په جوړولوسره درې سوه ميرمنو ته د کار زمينه برابره شوه .
د هلمند د کرنې رياست يومسوول باختراژانس ته وويل چې دغه پروګرام د کرنې پرمختيايي ملي پروژې  له لارې پرمخ تللې ده او موخه يې د کرنې پرمختيا او په دغه ولايت کې د بې وزلوميرمنو لپاره د کار د زمينې برابرول دي
هغه وويل چې د هلمند د کرنې رياست په پام کې لري چې د نويو بڼونو اود شنوباغچو په جوړولو دغه ولايت کې بې وزلو ښځو او نارينه و ته د کار زمينه برابره کړي .   ختم _  شکريه_اکرم

-کابل / دزمري ٢١مه/باختر:
درې وسله وال  طالبان تېره شپه د غور په مرکز فيروز کوه ته څېرمه سيمه کې ووژل شول او يوبل يې ټپي شو .
د غور د پوليسو وياند عبدالمعروف  رامش باختراژانس ته وويل چې دغه طالبان  د فيروزکوه ښار په لويديځ  په دوديانو ساحه کې د پوځيانو پرپوستو د بريد په وخت کې ووژل شول .
هغه وويل چې مخکې له دې طالبانو ګواښ کړى و چې په فيروزکوه ښار کې دپوځيانو پرپوستو برېدونه وکړي .
ختم _شکريه_اکرم

ـ کابل/ د زمري ٢١ مه / باختر
مرکزي بانک ٣٢ ميليونه ډالر د ليلام په ډول پلوري.
د دغه بانک په ليک کې چې باختر آژانس ته استول شوى دى؛ ويل شوي دي:               د افغانستان بانک د روان کال د زمري په ٢٢ مه د چهارشنبې په ورځ، ٣٢ ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
په شرايطو برابر صرافانو او تجارتي بانکونو ته بلنه ورکول کېږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي مکلفيت لري چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.
هغه صرافان چې تر اوسه پورې يو ميليونو ۵۰۰ زره افغانۍ په داوطلبۍ کې د ګډون په موخه د تضمین په ډول نه دي تحويل کړې؛ کولاى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې د خپل تضمين پيسې تحويلې او په راتلونکو داوطلبیو کې دې ګډون وکړي.
د يادونې وړ ده چې د معاملــو قسمي تر سره کول مجاز نه  دى، د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.
پاى\محمدجان

-کابل / دزمري ٢١مه/باختر:
د طالبانو يو قوماندان پرون  په سرپل کې له لسو ملګرو سره  يې ووژل شو .
د سرپل د پوليسو مطبوعاتو آمر نور اقا فيضي  باختراژانس ته وويل چې د طالبانو دغه قوماندان له ملګروسره يې  هغه وخت ووژل شو چې د سرپل د سانچارک ولسوالۍ په مسجدسبز سيمه کې د پوځيانو پر يوې پوستې بريدوکړ او د پوځيانو له سخت مقاومت سره مخ شول.
  خبرځاى زياته کړه چې په دې نښته کې لس نور وسله وال طالبان سخت ټپيان شول  او نور کسان يې له ساحې وتښتېدل .
ويل کېږي چې په دې نښته کې دوه موټرسايکلونه، يوه مخابره او د دښمن يوه اندازه جګي وسايل  د پوځيانو لاس ته ورغلل .
ختم_ شکريه _اکرم 

 کابل/ د زمري ۲۱ مه/ باختر
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو مسوولین وايي چې د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د تحریک طالبانو ۵ غړي وژل شوي دي.
له سیلاب قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې پرون د غازي آباد ولسوالۍ په دابره ګل سیمه کې د تحریک طالبانو پر غړو ماین چاودنه کړې ده.
سرچینه زیاتوي چې په چاودنه کې د یوه سیمه ییز قوماندان مولوي بهار په ګډون ۵ طالبان وژل شوي دي.
پای/وصال

Page 8 of 8939