19 July 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

نهه تنه پاکستاني طالبان ووژل شول .

کابل باختر د چنګاښ ٢٧ نيټه : نهه تنه پاکستاني طالبان...

دطالبانو او داعشيانو ترمنځ خونړى جګړې دوام لري .

کابل باختر د چنګاښ ٢٧ نيټه : دداعشيانو او طالبانو په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل \ باختر\ د چنګاښ د مياشتې ٢٥مه: د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه نن له غرمې مخکې د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه. دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ په دې غونډه کې د بدخشان د سرو زرو او مسو کان پروسې د داوطلبۍ، د هرات د شیدا مسو کان له ګټونکي داوطلب شرکت سره د مذاکراتو د راپور او د ۱۳۹۶ کال د داخلي ناخالصه تولیداتو (GDP) په اړه بحث او خبرې وشوې. په پیل کې د کانونو او پترولیم وزارت د حقوقي ریاست سرپرست ولي الله ځدراڼ د بدخشان د سرو زرو د کان او د بلخاب مسو د داوطلبۍ د پروسې په اړه غونډې ته معلومات ورکړل وې ویل، د افغان ګولډ منرالز کمپنۍ د بدخشان د سرو زرو او مسو کان د اکتشاف، کېندنې او ګټې اخیستنې د قرارداد ګټونکې ده، خو د حکومت بدلون، د کانونو د نوي قانون نافذېدل، د تخنیکي او حقوقي ظرفیت کموالی او د ګټو تضاد له یادې کمپنۍ سره د قراردادونو د نه کېدو لاملونه دي. یادې کمپنۍ د داوطلبۍ له پروسې وروسته له کانونو او پترولیم وزارت سره په پرله پسې غونډوکې د داوطلبۍ د نه قبلېدو عوامل مطرح کړل. د غونډې ګډونوالو له هراړخیزو بحثونو وروسته د کمپنۍ له خوا د مالي تمویل او مالي ضمانتونو د اسنادو د نه وړاندې کولو د لاملونو، د قرارداد د ګټې او زیانونو د ارزونې، عقد او ردېدو په اړه د کمېټې د جوړولو او د حکومت او کمپنۍ له لوري د اقداماتو له مشخصېدو وروسته د تصمیمونو په اړه خپل نظرونه او وړاندېزونه وړاندې کړل. جمهوررئیس د دې په څرګندولو سره چې حکومت ته د ګټو تضاد د منلو وړ نه دی وویل، په دغه قرارداد کې بنیادي ستونزه پانګونه نه، بلکې مالي ضمانتونه دي. جمهوررئیس څرګنده کړه، د غونډې د ګډونوالو اجماع په دې ده چې د اجمل احمدي په مشرۍ او د کانونو اوپتروليم اقتصاد وزارتونو په غړیتوب دې یوه کاري ډله وګمارل شي چې د کمپنۍ لپاره وخت مشخص اوموضوع روښانه شي. همدا رنګه دې د کمپنۍ لپاره وخت وټاکل شي چې خپل د مالي تمویل سندونه او ضمانتونه وړاندې کړي او دغه کاري ډله دې په دوو اونیوکې د خپلو موندنو راپور د اقتصاد عالي شورا ته وړاندې کړي. وروسته د کانونو او پترولیم وزارت د حقوقي ریاست سرپرست، د هرات د شیدا مسو کان د ګټونکي داوطلب شرکت سره د مذاکراتو راپور غونډې ته وړاندې کړ، وې ویل، له ګټونکي شرکت سره مذاکرات او همداراز د اجرایي ضمانتونو او امنیتي پلان د غیر مترقبه اقداماتو په اړه رویالتي بحثونه دوام لري. ورپسې د غونډې ګډونوالو د موضوع په اړه خپل نظریات او وړاندېزونه شریک کړل. جمهوررئیس په دې اړه وویل، مخکېنی موجود رویالتي رژیم منطقي نه وو او په نوي قانون کې دا موضوع مشخصه او واضح شوې ده او نور به له دې ناحیې څخه ستونزې راولاړې نه شي. جمهوررئیس څرګنده کړه، دکانونواوپتروليم وزارت له داوطلب شرکت سره مطلوبې پایلې ته د رسېدو لپاره واک لري چې له ځانه انعطاف وښيي او د اجرایي تضمیناتو موضوع د منلو وړ ده. د هېواد جمهوررئیس د پروژې د امنیت د تامین په اړه وویل، حکومت مکلفیت لري د هغو امنیت تأمین کړي، خو د امنیتي کمپنیو استخدام د هېواد د امنیت په ګټه نه وو او د پروژو د امنیت د تامین په خاطر باید بيا د عامه محافظت بنسټ جوړ شي، خو تر هغوچې عامه محافظت د امنیت تأمین ته چمتو نه وي، حکومت باید بل بدیل په پام کې ونیسي. په پای کې داحصايې د مرکزي ادارې یو تن مسوول د ۱۳۹۶ کال د کورنیو ناخالصو تولیداتو (GDP) د پایلو راپورغونډې ته وړاندې کړ وې ویل، د هېواد د ناخالصه تولیداتو سنجشونه د هېواد د ناخالصه تولید له میتود او د ارزښت د وېش په زیاتوالي د کلیدي ولایتونو له شاخصونو څخه په استفادې د ولایتونو د ونډې په پام کې نیولو سره ترسره شوي دي. نوموړي د دې ادارې د ارقامو په راغونډولو کې شته ستونزو ته په اشارې وویل، په ۱۳۹۶ کال کې ناخالصه تولید ۲۰،۲ میلیارد ډالرو ته رسېږي چې دا ارقام د ۱۳۹۵ کال د ۱۹،۶ میلیارده ډالرو د ناخالصه تولیداتو په پرتله لږ زیاتوالی دی چې د هېواد د ناخالصه تولید په برخه کې د خدماتو سکتور ستره ونډه لرله. جمهوررئیس د ملي ناخالصه تولید پر زیاتوالي خوښي وښوده وې ویل، زموږ صادرات له دغو شمېرو څخه په مراتبو زیات دي. جمهوررئیس د اقتصاد عالي شورا غړو ته لارښوونه وکړه چې د مرکزي احصائیې ادارې سره د ارقامو په شریکولو کې جدي همکاري وکړي او وزارتونه دې د مرکزي احصائیې ادارې له لوري جوړېدونکو غونډو کې د معینانو په کچه برخه واخلي. جمهوررئیس وویل، خصوصي سکتوردې له مرکزي احصائیې سره د وارداتو او صادراتو د ارقامو پر واحد سیستم هوکړې ته ورسېږي او احصائیې باید د منلو وړ وي. د هېواد جمهوررئیس اړوندو ارګانونو ته لارښونه وکړه چې د مرکزي احصائیې ادارې ته ټول امکانات چمتو کړي، ترڅو د ارقامو د راغونډولو او د ارقامو د څېړلو یو سیستم جوړ شي، ځکه په پالیسۍ جوړولوکې دا موضوع مهمه ده.# پاى- ع

کابل \ باختر\ د چنګاښ د مياشتې ٢٥مه: مرکزي بانک (٢٨) ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري. د دغه بانک په هغه ليک کې چې باختر آژانس ته ليږل شوى دى؛ ويل شوي دي: د افغانستان بانک د روان کال د چنګاښ د مياشتې په ٢٦ نيټه د سه شنبې په ورځ (٢٨) ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري. په شرايطو برابرهغوصرافانواوتجارتي بانکونوته چې پخوا يې يو ميليون او ٥٠٠ زره افغانۍ د تضمين په ډول دافغانستان بانک د بازار د عملياتو په لوى مديريت کې تحويل کړې دي؛ بلنه ورکول کيږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي او د ليلام ګټوونکي مکلفيت لري چې خپل حسابونه دې د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي . هغه صرافان چې تر اوسه پورې يو ميليونو پنځه سوه زره افغانۍ د تضمين په ليلامونوکې د ګډون په مقصدنه دي تحويل کړي؛ کولاى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې دخپل تضمين پيسې تحويلې اوپه راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي. د يادونې وړ بلل کيـــــږي چې د معاملــو قسمي تر سره کول مجاز نه دى، د ليلام ګټوونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى په نغدي ډول او په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي. يادونه: مزايده کوونکي نشي کولاى له ټولو اعلام شويو پيسو څخه په سلوکې له دريو څخه زياتې پيسې وغواړي. پاى \سعيده

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٢٥نيټه : د افغانستان داسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو له عمومي قوماندان ښاغلي جنرال جان نیکلسون سره وکتل. دملي امنيت دشورادفترباخترآژانس ته خبرورکړ. دملي امنیت سلاکار د افغانستان د خلکو او حکومت په استازیتوب د غوڅ ملاتړ ځواکونو په ځانګړي توګه له جنرال نیکلوسن څخه مننه وکړه، چې په بروکسل کې د ناټو د سرمشریزې له پاره یې په چمتووالي او تدابیرو چارو کې همکاري وکړه. ده په ځانګړي توګه د امریکا متحده ایالاتو او د ناټو له غړو هېوادونو څخه قدرداني وکړه، چې تر ۲۰۲۴ کال پورې یې د مرستو او همکاریو ژمنه نوې او وغځوله. ښاغلي اتمر همدارنګه له افغان ځواکونو سره د هوايي بریدونو او عملیاتو په ترڅ کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو ملاتړ مهم و باله او په دې برخه کې د همغږیو پر پراختیا ټینګار وکړ. په دې ناسته کې دواړو لورو د انتخاباتو د ملي پروسې له پاره د امنیتي چارو د ټینګښت او د رایه ورکوونکو له پاره د خوندې امنیتي فضا پر رامنځته کیدو هم خبرې وکړې. دملي امنیت سلاکار همدارنګه وویل، چې افغان لوری به د ناټو په سرمشریزه کې د خپلو ژمنو او تعهداتو پر عملي کیدو او د چارو د تعقیب په موخه صادقانه هڅې وکړي.پاى- ع

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٢٥نيټه : د تېرو څلورویشتو ساعتونو په بهير کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو او هوایي بریدونو په پایله کې ۸۹ تنه ترهګر وژل شوي، ۶۰ تنه ټپیان او ۴تنه نور ژوندي نیول شوي دي. د وژل شویو ترهګرو له ډلې ۱۴ تنه ترهګر د کندزولايت په چهاردرې ولسوالۍ، ۱۸تنه ترهګر د فاریاب ولايت په خواجه سبزپوش، ۹تنه ترهګر د فراه ولايت په شېب کوه ولسوالۍ، ۹تنه ترهګر د خوست ولايت په علیشېرو ولسوالۍ، ۸تنه ترهګر د ارزګان ولايت په مرکز، ۴تنه ترهګر د بلخ ولايت په شورتپې ولسوالۍ، ۳تنه ترهګر د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ،۲ ځانمرګي بریدګر د ننګرهارولايت د غني خیلو ولسوالۍ د اووم کنډک ته څېرمه، یو ترهګر د میدان وردګو ولایت په جلرېز ولسوالۍ او یو ترهګر د زابل ولايت په شاه جوی ولسوالۍ کې وژل شوي دي. د ملي دفاع وزارت ویاند، برید جنرال محمد رادمنش، نن یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یوه خبري کنفرانس ته وینا کوله، زیاته کړه: " د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په یو شمېر ولایتونو کې ۱۳ هوایي بریدونه، ۱۳ چاڼیز او ۹۶ تهاجمي عملیات تر سره شوي دي". په همدې حال کې د ملي اردو د انجنیرۍ ټیم له خوا ۱۶۸ ماینونه چې د ترهګرو لورې د هیواد په بېلا بېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او شنډ شوي دي. د ملي دفاع وزارت ویاند، ننګرهار، کاپیسا، غزني، ارزګان، زابل، بلخ، فاریاب، کندز او دهلمند په ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو علمیات بریالي وبلل او زیاته یې کړه، چې دغه عملیات په بریالیتوب سره پر مخ روان دي.پاى- ع
کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٢٥نيټه : دپکتيا ولايت دځدرانو ولسوالۍ خلکو په دغې ولسوالۍ کې د انکشافي پروژو دتطبيقولوغوښتنه وکړه. دباخترآژانس دخبرله مخې ؛ دځدرانو ،ګرده سپيرۍ ، وزې ځدران او شواک ولسواليو ځوانانو، قومي مشرانو او مخورو ديوې غونډې په جوړولو سره وويل چې دولت بايد ددغو ولسواليو ستونزو ته توجه وکړي او په دغو سيمو کې دې انکشافي پروژې تطبيقې کړي. دوي وويل ؛ له دوى سره دسړکونو ، د اوبو د بندونو، پلونو او دپوهنې او د روغتيا په برخو کې د يو شمير پروژو د تطبيقولو په برخو کې ژمنې شوې وې خوتراوسه پورې هغه نه دي عملي شوي .. دوى په پکتيا کې والي او نورو دولتي مسوولانو ته وويل چې د دوى ستونزې دې له مرکزسره په جدي توګه مطرح کړي. پاى\ ذکرالله\
کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٢٥نيټه : پنځه پنځوس تنه مشکوک کسان د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ کې ونيول شول . د٢٠٣ تندر قول اردو دمطبوعاتي مسوول فضل خدا ابراهيم خيل دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ دغه کسان ددولت له وسله والو کسانوسره دهمکارۍ په تور نيول شوي دي او له هغوى څخه تحقيقات پيل شوي دي . پاى \ ذکرالله\
کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٢٥نيټه : له نشه يي توکوسره د مبارزې پوليسو په ننګرهار ولايت کې ديولړ عملياتو په ترڅ کې دنشه يي توکو يوه کارخانه ويجاړه کړه . په ننګرهار ولايت کې له نشه يي توکوسره دمبارزې يوه مسوول وويل دغه عمليات دننګرهارولايت داچين ولسوالۍ په نرګوشه کلي کې دنشه يي توکو په يوې کارخانې ترسره شول چې په نتيجه کې يې دغه کار خانه له منځه يوړل شوه . ده وويل ؛ له دغې کارخانې څخه پنځه کيلوګرامه هيرويين ، پنځوس کيلوګرامه ترياک هم ترلاسه شوي او څوک نه دي نيول شوي . پاى\ ذکرالله\

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٢٥نيټه : د دايکنډي ولايت سيمه ييزو مسوولانو په دايکنډ ولايت کې دپاتو په نامه ديوې نوې ولسوالۍ د جوړيدو خبر ورکوي . ددايکنډي ولايت درسنيو مسوول پرون رسنيو ته وويل ؛ چې دپاتو ولسوالۍ ددايکنډي دوالي محمود بليغ له خوا په رسمي ډول پرانستل شوه . ددغې ولسوالۍ دپرانستلو په مراسمو کې امنيه قوماندان ، داستيناف دمحکمو ، ملي امنيت ، څارنوالۍ رئيسانو او دولايتي شورا رئيس او غړو، ددولتي ادارو ، دسياسي ګوندونو استازو او د دايکنډي ولايت. عالمانو او مخورو ګډون کړي وو. له دې مخکې د دايکنډي ولايت اووه ولسوالۍ لرلې او اوس ددغې نوې ولسوالۍ په پرانستلو سره دغه ولايت په اتو اداري واحدونو ويشل شوى دى. پاى\ ذکرالله \

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٢٥نيټه : دهېواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ساعتوکې ١٣١ ګډيرغليز او چاڼيز عمليات ،٦٩ کوماندويي عمليات ، ١٣ هوايي ګوزارونه يې دهېواد په بېلابېلو سيمو کې ترسره کړل چې په نتيجه کې يې ٨٩ تنه ډاراچوونکي ووژل شول ٦٠ تنه ټپيان او ٤ تنه نور ونيول شول . دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ ؛ دغه عمليات دتوپچي او هوايي ځواکونوپه ملاتړ د ننګرهار ،. کاپيسا، غزني ، خوست ، ميدان وردګو ، روزګان ، زابل ، فراه ، فارياب ، بلخ ، کندز او د هلمند په ولايتونو کې ترسره کړي دي. پاى \ ذکرالله \
کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٢٥نيټه : شپږ ويشت تنه وسله وال مخالفان پرون په غزني ولايت کې ووژل شول د٢٠٣ تندر قول اردو دمطبوعاتو مسوول فضل خدا ابراهيم خيل دباخترآژانس سيمه ييز خبريال ته وويل ؛ دغه وسله وال مخالفان دغزني ولايت د اجرستان ، اندړ ، چارديوار او په مقر ولسواليو کې د ٢٠٣ تندر قول اردو په هوايي او ځمکنيو بريدونو کې ووژل شول. په دغو عملياتو کې اته تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول ، يو کلى بيرته ونيول شو او دهغوى پنځه موټرسايکلونه له منځه يوړل شول. پاى\ ذکرالله\
Page 9 of 6655