24 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر  دلړم  شپاړسمه
په افغانستان کې دپوځي عملياتو په بهير کې دحقاني دشبکې درې تنه  سيمه ئيز قوماندانان ونيول شول .
له دې سره جوخت  پوځي مقاماتو په افغانستان کې ددغې شبکې ديو بل قوماندان  دوژل کيدو خبر ورکړ .
دغه قوماندانان  کله چې  دلوګر او پکتيا دولايتونو په مربوطاتوکې  په تروريستي فعاليتونوبوخت و ، دافغان پوځيانو او دناټو دځواکونوله خوا  پرې بريد وشو او ووژل شول او ونيول شو ل .
باختر اژانس دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې  خبر راکړ ، چې دغو قوماندانانو په دغو سيموکې دحقاني دشبکې دځينوتروريستي بريدونو رهبري په غاړه لرله .
  ناټو دحقاني دشبکې وژل شوي قوماندان  دملاعبدالرحمن په نامه يادوي او وايي چې ده په لوګر ولايت کې په زياترو وروستيو ناامنيو کې لاس درلود .  په همدې حال کې ويل کيږي چې ددغو عملياتو په بهير کې ددغې شبکې څو تنه نور  جګړه ماران هم  وژل شوي او يا نيول شوي دي .
ناټو په خپلې خبرپاڼه کې  ددغو عملياتو په بهير کې افغان او ناټو پوځيانو اوملکي وګړو ته دسردرسيدلو زيانونو په باب څه نه دي ويلي .
 

کابل باختر  دلړم  شپاړسمه
  دستر اومخور عالم  مولوي عبدالروف قندهاري دمړينې  دسلم تلين دسيمينار له امله دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي  پيغام .
مولوي عبدالروف  قندهاري دشلمې ميلادي پيړۍ د کلونوپه پيل کې  زموږ دهيواد له علمي او دسترو غورځنګونو له مشرانوڅخه و .
مولوي عبدالروف دخپل دوران په مروجو علومو کې تبحردرلود دپوهي له زده کړې ،  مطالعې ، ليکوالي ، ويناوالي او لوست سره مينه دده دنوميالي علمي کورنۍ له مشرانوڅخه  په ميراث ورته پاتې وه .
دوخت په شاهي مدرسه او حبيبيه دارالعلوم کې لوست ورکولو ، دکابل له پوهانو او روښانفکرانو سره داړيکو ټينګښت، دازادي غوښتنې اودملي ويښتيا روحيه دده په بدن کې پراخ بنسټه کړه .
دافغانستان دخلکو د ويښوولو او دغه راز دده  دزمانې له پرمختګ ، ترقي او تجدد سره دافغانستان دخلکو بلدتيا او دنويو مفکورو دطرحې په مقصد ، دسراج الاخبار دټولنې دغړو په ملګرتيا چې په خپله ددغې ټولنې رييس و - سراج الاخبار افغانستان يې تاسيس کړاو لومړي ګڼه يې دده په مديريت د ١٢٨٤هجري لمريز کال دمرغومي په دوه ويشتمه نيټه خپره شوه خو دزمانې دجبر له امله دويمه ګڼه يې وځنډول شوه .
هغه څراغ  چې مولوي عبدالروف قندهارى او دهغه مبارزو ملګروروښانه کړى و ، ددويم ځل لپاره په ١٢٩٠هجري لمريز کال کې دمحمود طرزي له خوا روښانه  شو اوکلونه کلونه يې دتجدداو تنور دروښنايي په خپرولو او دمخکښومفکورو په خپرولو سره  دافغانستان خلکوته دقدر وړ خدمتونه وکړل .
مولوي  عبدالروف قندهاري ددې هيواد بچيان  دهيواد پالنې په روحيې سره وروزل او يو شمير اثار يې په يادګارپريښودل چې دفرهنګ په وده کې رول لري .
داطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه مننه کوم  چې دفکر اومفکورې ددغه نوميالي  دمړينې دسلم تلين  په مناسبت يې ننني سمينيار جوړ کړى دى.
  هيله لرم ستاسو په ننني سيمينار کې  دمولوي عبدالروف  قندهاري د شخصيت ،مفکورې او کارنامو په باب ګټورې خبرې وشي او په دې اړوند په زړه پورې ټکي روښانه شي .
  په پاى کې ددغه سيمينارجوړونکو اوبرخه والو ته شاباسي وايم او دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه دسمينيار د برياليتوب هيله کوم .
 

کابل باختر  دلړم  شپاړسمه
امریکا که په خپلو ژمنو وفا ونه کړه؛ نو په افغانستان کې یې پاتې کېدل په خېر نه بلکې په شر تمامیږي
دغه مطلب د افغانستان د عالمانو د سراسري شوری رئیس قضاوتپوه الحاج مولوي قیام الدین کشاف د خپل کار په دفتر کې په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت د قانون دواکمني برخې له سفیر ښاغلي )سټیفن مکفارلند( سره په کتنه کې په داسې حال کې څرګند کړ، چې ددغې شوری یو شمېر غړي هم حاضر وو.
د عالمانو شوری رئیس وویل: امریکا په تېرو یوولسو کلونو کې نه امنیت رامنځ ته کړی شو، نه یې د بیارغاونې کومې بنسټيزې لنډمهالې او اوږدمهالې داسې پروژې په کار واچولې، چې زموږ په لکونو وزګار ځوانان په چارو بوخت شي او یوه مړۍ ډوډۍ په لاس راوړي، لکه د برېښنا تولید، د شاړو ځمکو ابادولو لپاره د اوبو د بندونو جوړول، د کانونو راایستل او د صنعتي فابریکو جوړول او نه یې زموږ امنیتي ځواکونه په داسې عصري ټکنالوجۍ سمبال کړل، چې لازمه دفاعي وړتیا پیداکړي، نو په افغانستان کې ددوې پاتې کېدل په خیر نه بلکې په شر تمامیږي، ځکه چې ددوې د شتون له امله ددولت وسله وال مخالفین هر ډول ناروا عملونه لکه ځانمرګي او د عامو ملکي وګړو د وژلو لپاره بمي بریدونه روا بولي او آن تردې چې د کرکټ لوبغاړي دجهاد فتواوې صادروي.
د عالمانو شوری رئیس د امریکا لخوا د ډیورند د کرښې په رسمیت پېژندلو په هکله وویل: دا کرښه نه حقوقي او شرعي حیثیت لري او نه کومه داسې معاهده ده، چې ددوو برابرو حقوقي حیثیت لرونکو خواوو لخوا لاسلیک شوې وي، دا موضوع د افغانستان په ملت پورې اړه لري. امریکا دا صلاحیت نه لري، چې زموږ وکالت وکړي او چا ته امتیاز ورکړي. امریکا چې ونه کړای شول اوسنۍ ستونزې حل کړي، نورې ستونزې باید را ولاړې نه کړي.
د عالمانو شوری رئیس د خپلې خاورې او دخپلو نوامیسو دفاع کول د هر مسلمان دیني فریضه وګڼله ویې ویل: که څوک زمونږ ملاتړ وکړي او که یې ونکړي، مونږ به خپله دفاع کوو.
الله تعالی فرمايي، ترجمه: )څوک چې پرتاسو تیری وکړي، همغسې تیری پرې وکړئ، څومره چې یې پر تاسې تیری کړی وي(
اوسنی حالت په افغانستان کې بې سابقې نه دی، داد غازیانو او شهیدانو له ویاړه ډک آزاد هیواد دی، تل د هر ښکیلاک پر وړاندې یو موټی وو او یو موټی به یو، یوازې د الله جل جلاله په مرسته ډاډمن یو، نه د بل چا په مرسته.
ورپسې ښاغلي مکفارلند دخپلو خبرو په ترڅ کې د افغانستان د عا لمانو د سراسري شوری له ر ئیس او یو شمېر غړو سره د خپلې کتنې له امله خوښي څرګنده کړه، ویې ویل: په افغاني ټولنه کې دیني عالمان ډېر مهم رول لري او دوی دخپلې ټولنې اصلي او رښتنې رهبران دي، چې له هرچا وړاندې خلک ددوی په ارشاداتو زیات باور لري.
ده زیاته کړه، چې په افغانستان کې د ناامنۍ او نورو شته ستونزو لامل یواځې طالبان نه، بلکې د ښې حکومتدارۍ نه شتون، اداري فساد، دمخدره توکو تولید اوقاچاق او د وزګارتيا د کچې لوړوالی هم د دغو ستونزو په زیاتوالي کې زیاته اغېزه لري.
ښاغلي مکفارلند پخپلو خبرو کې په افغانستان کې، د پاکستان هېواد مستقیمې لاس وهنې ته هم اشاره وکړه، ویې ویل، چې پاکستان نه یواځې داچې د افغانستان سرحدي سیمې په توپونو ولي، بلکې افغانستان ته روزل شوي تروریستان، چاودېدونکي او زهري مواد او هغه توکي رالېږي د کومو څخه چې د مخدره توکو په پروسس کې ګټه اخستل کیږي.
ښاغلي مکفارلند د امریکې او  افغانستان ترمنځ اړیکو ته په اشارې سره وویل، چې د افغانستان او امریکې ترمنځ دوستي او ټینګې اړیکې د ډیورنډ د کرښې پر سر تربحث ډېرې لوړې دي او د امریکا متحده ایالات هڅه کوي، ترڅو له امنیتي ستونزو سره سره د کجکي بند د رغولو په څېر د افغانستان د نورو بنسټیزو پروژو په جوړولو کې مرسته وکړي.
ښاغلي سفیر د خپلو خبرو په پای کې دا هم وویل، زه دا منم چې په افغانستان کې، په اداري فساد، د مخدره توکو په قاچاقو او رشوت کې بهرنیان هم لوی لاس لري، چې ددغو بهرنیو مجرمینو او قاچاقبرانو له جملې څخه ځینې مجازات شوي او د ځینو نورو  د نیولو هڅې روانې دي
 

کابل باختر  دلړم  شپاړسمه
  دعادي او پرمختيايي برخو په ګډون دهيواد د١٣٩٢مالي کال دملي بودجې مسوده چې درې سوه شپږ  شپيته مليارده افغانۍ کيږي دحکومت له خوا نن دسه شنبې په ورځ دمشرانوجرګې ته معرفي شوه .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ: په هغې غونډه کې چې دسنامجلس دلومړي نايب محمد علم ايزديار په مشري جوړه شوه په پارلماني چارو کې د دولت وزيرهمايون عزيزي  دمشرانو جرګې ته دبودجې وړاندې کول داساسي قانون له اته نوي يمې مادې سره سم او ددموکراسي يوه ښيګڼه وبلله او دهغې په تصويب کې دملي شورا رول او په عملي کولو کې يې دحکومت رول ارزښتناک وبلل .
وروسته  دماليې وزير ډاکتر حضرت عمر زاخيل وال په ملي او نړيواله کچه دافغانستان داقتصادي حالت او ددولت داوسنيو مالي ظرفيتونو او ځواکمني په باب خبرې وکړې او د ١٣٩٢مالي کال ټوله ملي بودجه يې داوو ملياردو ډالرو معادل درې سوه شپږ شپيته مليارده افغانۍ معرفي کړه چې يو سلو شپږ نوي مليارده افغانۍ يې په عادي بودجه کې او يو سلو اويا مليارده افغانۍ يې په پرمختيايي بودجه کې شامله ده او دتيرکال ددولسو مياشتو په پرتله په سلوکې نږدې شپاړس په داسې حال کې زياتوالي ښيئ  چې د ډالرو په وړاندې دافغانۍ پيسو دارزښت ټيټوالي هم دهغې دزيتوالي په دليل کې شامل دى البته د ١٣٩٢کال په بودجه کې ټولي داخلي منابع ، نږدې يوسلو دوه ويشت مليارده افغانيۍ کيږي چې مالياتي او غير مالياتي عوايد او دلوګر دعينکودمسوله قراردادڅخه اټکل شوي عوايد پکې شامل دي او نوره يې له بهرنيو منابعو څخه تمويليږ:ي .
  دماليې وزير وويل چې په عادي بودجه کې ډير زيات لګښتونه په امنيتي سکتور او دپوهنې په وزارت او په دويم ګام کې دعامې روغتيا ، لوړو زده کړو ، بهرنيو چارو ، فوايد عامې او دماليې وزارتونو او سيمه ئيزو ارګانونو ته اټکل شوې ده او په پرمختيايي بودجه کې زيات لګښتونه دپوهنې  او دلوړو زده کړو په برخه ، په کابل کې دشاه او عروس داوبو لګولو ، په پکتيا کې دمچلغو ، په هرات کې دسلما په نيمروز کې دکمال خان اوپه فارياب کې دالمار دبندونودجوړولو اودکهسان او غوريانو دکانالونو ، په بلخ ولايت کې دثمر قنديانو ، بنګال او دلښکري ويالى دکانالونو ، دهيواد په ګوټ ګوټ کې داوبو لګولو دشبکو په جوړولو ، په هرات ولايت کې دزنده جان او جوى نو داوبو لګولو په کانالونوکې دکار په دوام چې زياتې ځمکې تر خړوبولو لاندې نيسي او دکرنيزو توليداتو له پلوه په ځان دهيواد د ډډې لګولو په برخو کې په پام کې نيول شوي دي اوهم دقندهار اوبادغيس په ولايتونوکې دبريښنا د شبکو بيا جوړول ،  او هرات ، پروان ، کندز ،  بغلان ، ننګرهار او دلغمان په ولايتونوکې دبريښنا ويش  ته زياته پاملرنه شوې ده چې يو زيات شمير خلک به له بريښنا څخه ګټه واخلي .
ده زياته کړه: په راتلونکي کال کې به دارملک _ لامان سړک ، ترقيصار پورې دلامان او تر بهارک پورې دفيض اباد سړک دجوړولوکار دوام ومومي او دپنځه سوه کيلومترو په اوږدوالي دجبل السراج _ سروبي ، دکابل _ جلال اباد ددويم لين او دباميانو ، يکاولنګ سړکونه پاخه شي .
  په دويمه برخه کې دقلعه نو، چغچران ، ميمنې او دفيض اباد هوايي ډګرونه ، دنيمروز ، خوست په ولايتونوکې دهوايي ډګرونودجوړولو دوام ، دغزني دسيمه ئيز هوايي ډګر ، دايکندي ،باميانو او دفراه دهوايي ډګرونوجوړول ، دکابل دهوايي ډګر دپراختيا ، ساتنې او څارنې کار ، دبدخشان دهوايي ډګر، دکندز او قندهار دهوايي ډګرونو دترمينلونو د جوړولوکار چې لګښت يې اته  ديرشو مليونو ډالرو ته رسيږي د ١٣٩٢کال په بودجه کې چې له اختياري منابعو څخه تمويليږي په پام کې نيول شوي دي .
دغه راز دروغتيايي مرکزونودجوړولو ،دروغتيايي  خدمتونو دوړاندې کولو او دکانونو په برخو کې دمستقيمې پانګې اچونې دجذب په برخه کې چې ديوې خوا دکاري فرصتونو دبرابرولوسبب کيږي او له بله پلوه ښه عوايد ترلاسه کيږي او په ١٣٩١کال کې دحاجي ګګ داوسپنې دکان قرارداد او دآمو دريا دتيلي دحوزي  دکان درا ايستلو قرارداد چې تراوسه پورې ډيره ستره پانګونه بلل کيږي لاسليک شوي دي او ټاکل شوې ده په ١٣٩٢کال کې دبدخشان ، غزني او هرات په ولايتونوکې دمسو او دسرو زرو دڅلورو سترو کانونو دداوطلبي  بهير بشپړ شي .
دسنامجلس ددغه رپوټ په اوريدو سره ، دبودجې  مسوده دتدقيق او دپيشنهادي نظريو دوړاندې کولو په مقصددمشرانوجرګې دملي اقتصاد ، مالي اوبودجې کميسيون او نورو کميسيونونو ته وسپارله چې دولايتونو له مخې دبودجې دتفکيک دصورت او له ماليې وزارت څخه د ١٣٩١کال دبودجې دتيرو شپږو مياشتو دلګښتونو درپوټ  په غوښتنې سره يوه پيشنهادي طرحه دسنامجلس ته وړاندې کړي .
دغه راز په غوڼده کې دافغانستان داسلامي جمهوريت او داستراليا هيواد ترمنځ دهراړخيزو اوږدمهالو همکاريو دوه موافقه ليکونه اوديو نړيوال سازمان په توګه دفساد ضد نړيوالي اکاډمي دجوړولو موافقه ليک چې دنړيوالو چارو په کميسيون او په نورو کميسيونونو کې څيړل شوي و دسناتورانو نجيبې حسيني او حميرا نعمتي له خوا غونډې ته وړاندې شول چې درايو په اکثريت  تصديق شول .
دهمکاري ددغه موافقه ليک په سند کې دسياست ، امنيت ، پرمختيا ، سوداګرۍ او پانګي اچونې ، مهاجرت اودبشر دوستانه چارو اودفرهنګي او وګړنيو پيوندونو په برخوکې داستراليا همکاري شاملې دي .
دغه راز داحصاييې  دقانون طرحه چې دڅيړنې په مقصد دملي اقتصاد کميسيون ته سپارل شوې وه  دمولوي عبدالوهاب عرفان او دانجنير محمد دين همدردله خوا غونډې ته وړاندې شوه چې له ځينو نظريو او وړانديزونوسره جوخت په پنځو فصلونو اوشپږ ويشتو مادوکې تاييد شوه .
دغه راز دکاناډا په کيوبک ښار کې د بين الپارلماني اتحاديي په غونډه کې دملي شورا دهيئت دګډون کاري رپوټ دمحمد يونس تخاري له خوا وړاندې شوچې په هغه کې ددغې اتحاديي دغونډو په کار کې دمشرانوجرګې او دولسي جرګې دغړو او دهغو دکميسيونونو دکارنده رول اوهم په نړيواله کچه دهغې دپارلماني ارزښت په باب رپوټ وړاندې شو چې بشپړ رپوټ يې پخوا دملي راډيو تلويزيون  له لارې وړاندې شوى دى.  دغه راز په مالديف کې دسيمه ئيزې اسيايي  ټولنې دعامه حسابونو دکميټو په کنفرانس کې دملي شورا ددرې غړيز هيئت رپوټ دسناتور ملا محمد فيضي له خوا وړاندې شو .
ده وويل دغه کنفرانس چې دعامه محاسبي او دکنترول او پلټنې دملاتړ په مقصد جوړ شوى و دافغانستان ، پاکستان ، بوتان ، بنګله ديش ، اندونيزيااو دتايلند دهيوادونو استازو ګډون کړي و چې دموضوع په باب ديوبل  دتجربو دترلاسه کولوپه ترڅ کې دکنفرانس په بهير کې دستونزو اومشکلاتو او دهغو دحل کولو دلارو چارو په باب هراړخيزې خبرې وشوې او په دې لاره کې دخلکو داستازو رول اغيزمن بلل شوي دي  دغه راز درابعه بلخي ليسي يو شمير زده کوونکو او استادانودمشرانوجرګې دارالانشاداطلاعاتو او عامه  ارتباط درياست دروزنيزو پروګرامونو په چوکاټ کې نن دملي شورا بيلابيلې  څانګې او دمشرانوجرګې دعمومي غونډې بهير وکوت او خپلې ستونزې او وړانديزونه يې دمشرانوجرګې له منشي مولوي عبدالولي راجي سره طرحه کړل چې دده له خوا داړونده کميسيون له لارې دهغو په حل کولو کې دهمکاري ژمنه وشوه .
 

رياض باختر  دلړم  شپاړسمه
دسعودي عربستان باچا ملک عبدالله پرون ديو اقدام په ترڅ کې ددغه هيواد دکورنيو چارو وزير شهزاده احمد بن عبدالعزيز له دندې څخه ګوښه کړ او ددغه وزارت مرستيال شهزاده محمد بن نايف يې په دې دندې وټاکه .  باختر اژانس دفرانسې دخبري اژانس له خولې خبر راکړ شهزاده ملک عبدالله خپل ورور په خپله دده په غوښتنه ګوښه کړى دى .
دسعودي عربستان دکورنيو چارو نوى وزير شهزاده محمد بن  نايف دالقاعده پرخلاف دسخت چلند رهبري په غاړه لرله او له هغه  ځانمرګي بمي بريد څخه روغ رمټ پاتې شو چې مسووليت يې په القاعده پورې اړوندو ډلو په غاړه لرله .
 

پيښور باختر  دلړم  شپاړسمه
دخيبر ايجنسي په قبايلي سيمه کې دپوځي عملياتو له امله څه ناڅه پنځه تنه تروريستان ووژل شول .
باختر اژانس دديلي ټايمز ورځپاڼې  له خولې خبر راکړ چې دغه تروريستان پرون د امنيتي ځواکونو له خوا په عملياتوکې ووژل شول .
له بلې خوا ددوو تنو تروريستانو مړي په اکاخيلو سيمه کې ترلاسه شوي دي تراوسه پورې دوژل شويو تروريستانو هويت نه دى په ډاګه شوى .
 

کابل باختر  دلړم  شپاړسمه
دکابل بانک  دمحکمې رييس وايي له کابل بانک څخه دداوي آيل شرکت درييس دپوروړيتوب  په مسئله له اريانا شرکت څخه يوه جلا مسئله ده چې بايد په جلا جلا ځايونوکې حل شي .
  دشمس الرحمن څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې دکابل بانک  محکمه هلې ځلې کوي چې ددغه بانک دپانګي په راټولولو سره کابل بانک له سقوط  څخه وژغورل شي .
  دترلاسه شويو معلوماتو له مخې، يو شمير ونډه وال او سوداګر تر يو سلو اتيا مليونو ډالرو پورې ددغه بانک پوروړي دى، يو له دغو کسانو څخه دداوي آيل شرکت رييس عبدالغفار داوي دى .
دکابل بانک دتصفيې رييس وايي چې له کابل بانک  څخه  دښاغلي داوي پوراته ديرشو مليونو ډالرو ته رسيږي چې بايد ورکړي شي
دکابل بانک دتصفيې رييس حميد الله محبي  وايي چې بايد دداوي شرکت دغه پيسې ورکړي. ويل شوى دى چې ښاغلي داوي داته ديرشو مليونو ډالرو پور تاييد کړى دى او شپاړس مليونه ډالره نور اصل پوربولى ويل شوي دي چې دداوي شرکت خپل پوروړيتوب له اريانا شرکت سره  چې داوي دهغه دسون دموادو تمويلوونکي دى اړوند بولى خو دکابل بانک  دخاصې محکمې رييس دداوي آيل شرکت پولى موضوع له اريانا شرکت سره يوه جلا موضوع بولى .
دکابل بانک دخاصې محکمې رييس شمس الرحمن باختر اژانس ته وويل چې دداوي آيل شرکت مسوول عبدالغفارداوي له کابل بانک څخه داووه ديرشو مليونو امريکايي ډالرو پوروړي دى چې تراوسه پورې يې نه دى ورکړي .
ده وويل: موږ دغه موضوع عالي شورا او تجارتي محکمې ته وليږله او دداوي شرکت له مسوولينو څخه داووه ديرشو مليونو ډالرو داسترداد غوښتونکي  يو چې تجارتي محکمې دغه موضوع منلې ده .
ده دداوي شرکت موضوع له اريانا هوايي شرکت څخه په بشپړه توګه يوه جلا موضوع وبلله .
 

بغداد باختر  دلړم  شپاړسمه
دعراق دپايتخت بغداد په شمال کې په موټر کې د ځاى پرځاى کړي شويو بمونو دچاودنې له امله څه ناڅه لس تنه ووژل شول او شل تنه نور ټپيان شول .
داسوشيتد پرس دخبري اژانس دخبر له مخې، دغه چاودنه نن يوې پوځي اډې ته څيرمه هغه وخت وشوه چې پوځيان دبغداد په شمال کې له تاجي اډې څخه دوتلو په حال کې وو .
يوه اړونده خبرځاى وويل: په وژل شويو کسانوکې  څلور تنه عسکر شامل دي اوڅو ليږدونکي واسطي هم زيانمنې شوي دي . که څه هم په عراق کې تاوتريخوالي  له ٢٠٠٦کال راپديخوا کمښت موندلى دى خو په دغه هيواد کې بمي بريدونه او دوسله والو کسانو بريدونه لاتراوسه پورې هم کيږي .
 

مسکو باختر  دلړم  شپاړسمه
  دروسيې جمهور رييس ولاديمير پوتين نن ددغه هيواد د دفاع وزير اناتولي سرديکوف له دندې څخه يې ګوښه کړ او پرځاى يې دبيړنيو حالاتو وزير وټاکه .
  باختر اژانس دنړيوالو خبري منابعوله خولې خبر ورکړ:دروسيې په دفاع وزارت کې دسلو مليونو ډالرو داختلاس دقضيې تر څيړنې لاندې دوسيه ددغه هيواد ددفاع دوزير دګوښه کيدو سبب شوى دى .
  دروسيې خبري رسنيوددغه اختلاس په اړوند دسرديکوف دنږدې راتلونکي څيړنې او له رښتينې  اندازې څخه په ټيټه  بيه دروسيې ددفاع په وزارت پورې اړوندو مالونو دپلورنې په باره کې دتحقيقاتو او په دې اړوند دڅو مرکزونودوندې خبر ورکړ .
سرګي شويګو چې نن دروسيې ددفاع دوزير په توګه وټاکل شو په وروستيو اتلسو کلونوکې ددغه هيواد دبيړنيو حالاتو وزير و .
 

Tuesday, 06 November 2012 13:32

په خبر تفسير.

کابل – باختر دلړم شپږلسمه
په دې وروستيو وختو کې دپاکستان دجماعت اسلامي مشر قاضي حسين احمد دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامد کرزي په نامه يوليک ليږل دى چې په هغه کې يې په افغانستان کې دسولې او ثبات داعاده کولو په مقصد دمرستې لپاره دخپل تيارى يادونه کړې ده.
دغه ليک دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامد کرزي د هغو ليکونو په ځواب کې ليکل شوى دى چې څه موده مخکې دپاکستان ديوشمير سياست والو او مذهبى مشرانوپه نامه ليږل شوى و.
کرزي په دغو ليکونو کې په افغانستان کې دسولې د تامينولو په لاره کې دپاکستان دمشرانو دهمکارۍ غوښتنه کړې وه .
تراوسه پورې دپاکتسان دجمهور رييس آصف علي زرداري دمسلم ليک دڅانګې دمشرميانواز شريف ، د تحريک انصاف ګوند دمشر عمران خان او دپاکستان دجماعت اسلامي دمشرقاضي حسين احمد په ګډون دپاکستان يو شمير سياسي او مذهبي مشرانو دغو ليکونو ته ځواب ويلى دى اوپه افغانستان کې يې دسولې او ثبات په اعاده کولو کې يې خپل همکاري څرګنده کړې ده.
وروستي ځوابيه ليک په قاضي حسين احمد پورې اړه پيداکوي چې همدا اوس په پاکستان کې دمذهبي ګوندونو دايتلاف مشردى ، هغه ايتلاف چې دافغانستان دحکومت له وسله والو مخالفينو (طالبانو او حزب اسلامي )سره نږدې او ژورې اړيکې او په پاى کې ديادونې وړ نفوذ لري.
قاضي حسين احمد دخپل ليک په اړوند ويلى دى په پاکستان زه هم په حکومت او هم په اپوزسيون کې له هغو کسانو سره چې دافغانستان په مسلو کې ښکيل دي اړيکې لرم دغه راز په افغانستان کې هم په حګومت کې او هم دمخالفينو ترمنځ افرادو سره زما اړيکې ښې دي چې طالبان او حزب اسلامي هم پکې شامل دي.
ددغو اړيکو له مخې زه کولاى شم ديو منځګړي رول ولوبوم له همدې امله ما حامد کرزي ته وړانديز وکړ، يوه داسې جرګه دې جوړه شي چې طالبان او حزب اسلامي پکې شامل وي دا دافغانانو ديو وايي لپاره دير ضرور دى موږ کولاى شوهم له هغوى سره مرسته وکړو او هم خبرې .
دافغانان سياسي کارپوهانو په باور دقاضي حسين احمد ليک په ښکاره توګه له بند پيغام سره ملګرى دى چې څرګندوي چې دپاکستان مذهبي مشران به په افغانستان کې دسولې داعاده کولو لپاره همکاري وکړي.
خو دغور وړ تکۍ په دې کې دى، هغه څه چې قاضي صاحب يې دجرګې او دغوڼدې د جوړولو په توګه طرحه کوي . افغانستان او پاکستان هغه څو ځلې تجربه کړي دي. په تير لنډ وخت کې دپاکستان مخلوع جمهور رييس جنرال پرويز مشرف په ګډون دپاکستان يوشمير سياسي مخالفينو دسولې په هغې سيمه ييزه جرګه کې چې په کابل کې جوره شوه ګډون وکړ په افغانستان کې دثبات داعاده کولو په نسبت زياتې خبرې وشوې او زياتې ژمنې وشوې خو دجرګې دکار په پاى ته رسيدو سره ټول هير شول.
په هيواد کې سياسي کارپوهان په دې عقيده دې چې دقاضي حسين احمد خبرې کيداى شي مثبتې پايلې ولري که چيرې دپاکستان مذهبي او سياسي مشران په صداقت سره عمل وکړي په دغو مشرانو تورلګول شوى دى چې په تيرو وختونو کې په افغانستان کې دسولې داعاده کولولپاره د دوى دهمکاري او نيت ددغو مشرانو دسليقې او ګټو په چوکاټ کې رامنځته شوي دي او دوى زياتره دخپلو ګټو تګلوري کې حرکت کړي دي . په داسې حال کې چې دافغانستان دوسله والو مخالفينو ټولنې دپخوا په شان دپاکستان داستخباراتى سازمان په يو عمل کې دي. او دغه سازمان خپل نفوذ او اراده دپاکستان دمذهبي اوسياسي ګوندونو له لارې دافغانستان د دولت په وسله والو مخالفينو عملي کوي .
دغه کارپوهان ټينګار کوي که چيرې دقاضي حسين  احمد په ګډون دپاکستان پيژندل شوي سياسي اومذهبي کسان د عمل له استقلال څخه کارواخلي له شک پرته به دهغوى اراده او عمل اغيزمن وي.