24 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل – باختر دلړم شپږلسمه
دفراه ولايت په يو واټ کې دماين دچاودنې له امله د ملي اردو يو سرتيرې شهيد او درې تنه نور ټپيان شول.
دغه پيښه نن دپشت رود ولسوالۍ په ساج سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې دملي اردو سرتيرې په دغې ساحه کې دګزمې په حال کې وو.
يو امنيتى مقام چې ويې نه غوښټل نوم يې واخستل شي باختر آژانس ته وويل : په دې چاودنه کې د ملي اردو يو سرتيرې شهيد او درې تنه نور ټپيان شول.
ويل کيږي چې دغه ماين دوسله والو طالبانو له خوا ښخ کړى شوى و.
فراه دافغانستان په لويديځ کې په نسبى ډول يو امن  ولايت دى خو د دولت وسله وال مخالفين ددغه ولايت په ځينو ولسواليو کې کله نا کله په ترورستى عملونو لاس پورې کوى.
 

کابل – باختر دلړم شپږلسمه
څلورتنه طالبان له دوو کيلو ګرامه اپينو سره دکاپيسا ولايت په ټګاب ولسوالۍکې  ونيول شول.
دغه کسان دملي اردو دځواکونو په هغو عملياتو کې ونيول شول .چې پرون په تگاب ولسوالۍ کې ترسره شول.
دکاپيسا ولايت دامنيې قوماندانۍ داوپراسيون آمر سمونوال امان الله باختر آژانس ته وويل: په دغو عملياتوکې صادق ،فيض الله ،اسدالله او مولوى عزيز وزيرستانى له دووکيلوګرامو اپينو سره ونيول شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل: په دغو عملياتو کې دتګاب ولسوالۍ دجويبار ،لنډاخيلو ،ملاخيلو او دعمد خيلو کلى دطالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.
دامان الله دڅرګندونو له مخې : دطالبانو له شتون څخه ددغې ولسوالۍ دنوروسيمو دپاکولو په خاطر هلې ځلې دوام لري.
 

کابل – باختر دلړم شپږلسمه
يو تن له دوو ټنو چاوديدونکو توکو سره ونيول شو.
دتخار ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى عبدالخليل سير باختر آژانس ته وويل : دغه سړى پرون له چاويدونکو توکو سره د تخار ولايت دخواجه غار ولسوالۍ په يو کورکې ددغه ولايت دپوليسو له خوا ونيول شو.
 

Tuesday, 06 November 2012 10:37

يو ماين ښخوونکې و وژل شو

کابل باختر  دلړم  شپاړسمه
يوماين ښخوونکې  دهلمند ولايت په مربوطاتوکې دماين ښخولو په وخت کې دپوليسو  له خوا وپيژندل شو او ووژل شو .
  دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ: يو ماين ښخوونکې پرون مازيګرکله يې چې غوښتل يو ماين دتروريستي بريدونو په مقصد دهلمند ولايت دسنګين ولسوالۍ په مربوطاتو کې ښخ کړي ددغه ولايت دعامه نظم دپوليسو  له خوا وپيژندل شو اوبريد پرې وشو او  و وژل شو .
ديوبل خبر له مخې  دطالبانو د ډلې سرګروپ ملا عزت الله نن  دماين ښخولو په وخت کې دکندز ولايت دپوليسو له خوا و وژل شو .
دطالبانو د ډلې سرګروپ ملا عزت الله کله يې چې غوښتل دچار دري ولسوالۍ په غونډي ساحه کې ماين ښخ کړي  دپوليسو له خواوپيژندل شو او و وژل شو .
  له ملاعزت الله څخه يوکلاشينکوف پاتي دي .
 

کابل باختر  دلړم  شپاړسمه
  په فراه ولايت کې دافغان او دايساف دځواکونو په ګډو عملياتو کې اته تنه وسله وال طالبان و وژل شول او درې ديرش تنه نور يې ټپيان شول .
دغه عمليات دطالبانو له شتون څخه دفراه ولايت دختيځوساحو دپاکولو په مقصد پرون پيل شوي وو .
دهيواد په لويديځ کې دملي اردو يوه مسوول  باختر اژانس ته وويل په دغو عملياتو کې چې دافغان او بهرنيو ځواکونو له خوا دفراه ولايت دګلستان ولسوالۍ په مربوطاتو کې پيل شوي وو اته تنه وسله وال طالبان و وژل شول او درې ديرش تنه نور ټپيان شول .
يوه اړونده خبرځاى  وويل چې دولتي ځواکونوپه دغو عملياتوکې يوه اندازه جنګي وسايل هم ترلاسه کړي دي او ټاکل شوې ده چې ددغه ولايت نوري سيمي هم دوسله والوطالبانو له شتون څخه پاکې شي .
 

کابل باختر  دلړم  شپاړسمه
دبادغيس ولايت په ابکمري ولسوالۍ کې ددووقومونو ترمنځ نښته کې دوه تنه و وژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .
ويل کېږي چې دغه پيښه په ځمکې دشخړي له امله رامنځته شوې ده .
دبادغيس  دولايتي شورا مرستيال حاجي محمد ناصري باختر اژانس ته وويل دغه جګړه تيره شپه  دداي زنګي او دبرنقري دقومونو ترمنځ ونښته چې له امله يې له برنقري قوم څخه دوه تنه و وژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول
يوه اړونده خبرځاى وويل ساحې ته يو هيئت استول شوي دي چې پيښه له نږدي  وڅيړي .
ديادونې وړ ده چې په بادغيس ولايت کې دپستي ځنګلونه ددولت ملکېت دي خو ددغو ځنګلونودساتنې لپاره په دغه ولايت کې  ميشتو قومونو په خپلو کې ويشلي دي .
 

کابل باختر  دلړم  شپاړسمه
داستانه دفرهنګي _ ادبي مرکز دغړو دريمه شعري ټولګه په بغلان ولايت کې چاپ شوه .
دغه مرکز دنولسو تنو ځوانو شاعرانو شعرونه په يو سلو دولسو مخونوکې په ښکلي کچه او صحافت سره چاپ کړي دي .
په بغلان ولايت کې داستانه دفرهنګي _ ادبي مرکزمسوول محمد نبي سلطاني  باختر اژانس ته وويل پخوا هم ددغه مرکز دغړو له خوا دپرنده تنګ نخست او دناګهان  زير باران  په نومونو دوه شعري  ټولګي چاپ شوي وي .
دبغلان پوهنتون رييس پوهنيار امان الدين ضيايي او ددغه  ولايت داطلاعاتواو فرهنګ رييسې شکريي اصيل په هغو مراسمو کې چې له همدې امله پرځاى شوي وو دخبرو په ترڅ کې  ددغه مرکز دمسوولينونوښتونه وستايل او دشعرونو دبرابرولو په برخه کې يې  د ځوانانو دادبي او فرهنګي استعدادونو دوري په کار کې دهغوى دفعال رول له امله قدرداني وکړه او له دغه مرکز سره په همکاري او دلازمو تياريو په نيولو باندې يې ټينګار وکړ .
 

کابل باختر  دلړم  شپاړسمه
دجوزجان ولايت دخواجه دوکو ولسوالۍ دغجري دکلي سړک تر فزل اياق پوري له کريړاچولو وروسته نن ګتې اخستنې ته وسپارل شو .
دديارلس نيمو کېلومترواو ددرې نيمو مترو په اوږدوالې دغه سړک دخواجه دوکو ولسوالۍ اته کلي ددغې ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي .
  دخواجه دوکو ولسوال عبدالرزاق قادري باختر اژانس ته وويل په دغه سړک دسولې دعالي شورا دبيا ادغام دپروګرام له لاري په څلورو مياشتو کې د کليو دبيا جوړولو اوپراختيا رياست له خوا دڅه دپاسه پنځلسو مليونو افغانيو په لګښت کريړ اچول شوي دي .
خبرځاى  زياته کړه ددغې پروژې په تطبيق  سره داتو کليو اوسيدونکو ته دتګ راتګ اسانتياوي برابري شوي دي .
 

کابل باختر  دلړم  شپاړسمه
دکورنيو چارو وزارت خبرځايونه وايي چې دامنيتي ځواکونو دچاڼيزو  عملياتو په بهير کې  پنځلس تنه ياغي طالبان و وژل شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژنس ته خبر ورکړ دپوليسو ځواکونو د ډار اچوونکو دځپلو په خاطر دکاپيسا ، قندهار ، زابل ،  ارزګان ، ميدان وردکو ، لوګر ، غزني او دخوست دولايتونو په مربوطاتو کې  ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې پنځلس تنه ياغي طالبان و وژل شول پنځه تنه تپيان شول او يوولس تنه نور يې ونيول شول .
دغه راز ددغو عملياتو په بهير کې  ددښمن دوه ميله پيکا ، څلور ميله ډول ډول وسلې ، يوزرو اووه سوه کېلوګرامه امونيم نايتريت چې دبمونو په جوړولو کې کارول کېږي ددرندو وسلواته ديرش ګولۍ ، څلور ماينونه او يوه اندازه نورجنګي وسايل دوه موټرونه او دوه موټرسايکلونه هم ترلاسه شوي دي .
 

واشنګتن باختر  دلړم  شپاړسمه
  په داسې حال کې چې دنيويارک په توپان ځپلي ښار کې هوا لاپسي سړيږي بل توپان هم هغه ګواښوي .
دنيويارک ښاروال مايکل لومبرګ  ويلي دي اصلي لومړيتوب داستوګني دځاى دبرابرولو لپاره هلې ځلې دي
بلومبرګ داستوګنې دځاى دبرابرولو بحران ته دعملياتو درسيدلو دلارښوونې په مقصد خاص کميشنر ټاکلي دي .
په همدي حال کې په امريکا کې دنيو جرس ايالت مقاماتو اعلام وکړ هغو کسانو ته به چې دتوپان له امله مهاجر شوي دي اجازه ورکړي چې دايميل له لاري خپلې  رايې ورکړي .
دسندي  توپان داثارو دپاتي کېدلو په دليل ډيري انديښنې شته چې ځيني خلک ونه کړي شي  ځانونه درايو ورکولو مرکزونو ته ورسوي .
دنيوي جرسي ايالت مقاماتو ويلي دي چې مرستي رسوونکې به هم دايميل له لاري درايو ورکولو امکانات ولري .