24 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر  دلړم  شپاړسمه
دملي اردو درې تنه عسکر په هيواد کې د جلا جلاپيښو په بهير کې  شهيدان شول .
  دملي دفاع وزارت  دويندوى  مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته  خبر ورکړدملي اردو درې تنه عسکر په هغو عملياتو کې چې دغزني ، کونړ ، قندهار ، زابل ، فراه او دکاپيسا  دولايتونو  په مربوطاتوکې  ترسره شول  شهيدان شوي دي .
او دوه تنه نور عسکر ټپيان شوي دي .
  دملي دفاع وزارت مقامات وايي  چې دغه عسکر زياتره په واټ کې  دماينونو  د چاودنو له امله  شهيدان شوي دي .
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ١٥ :
لوى څارنوال وايي چې د څارنوالانودکار په لاره کې زياتې ستونزې اوخنډونه شته چې بايد پاملرنه ورته وشي  او لرې شي .
دباختراژانس دخبر له مخې لوى څارنوال محمداسحق الکو چې نن يې دافغانستان د څارنوالانو دسراسري کنفرانس دکار په پاى ته رسيدونکي غونډه کې خبرې کولې وويل، دڅارنوالانو دکار دلارې پرسر زياتې ستونزې اوخنډونه شته چې بايد حل شي او اوسنۍ کنفرانس به موږ ته د زياتو موضوعګانو او مسلو په باب معلومات راکړي .
لوى څارنوال وويل : څارنوالان تل له زبرځواکوسره مقابله کوي اوموږ په دې ستونزو پوهيږو.
ده وويل:  په کوم ځاى کې چې فساد شته ، قانون ترپښولاندې دى اوپه هغه ځاى کې نظام ماتې خوړلې ده . له  دې امله موږ ته په کار دي چې دقانون د واکمنۍ په لاره کې ګام واخلو او دفساد له  عواملوسره مبارزه وکړو.
وروسته دکورنيو چارو وزارت دجيلونو دلوى رياست مرستيال له هغو ستونزسره چې دغه رياست ورسره لاس او ګريوان دى؛ اړيکې ونيولې  اوزياته يې کړه  چې هرکال دهيواد په جيلونو کې دبنديانو شمېر په سلو کې پنځه ويشت زياتيږي چې دځاى دکمښت ستونزه له بلې هرې ستونزې څخه جدي ده، لکه څنګه چې دهرات ولايت دجيل په يوه خونه کې  شپږنوي تنه شپي سباکوي.
ده ددغه شان ستونزو په لرې کولو کې دعدلي اوقضايي مرکزونو چټک اجراات ارزښتناک وبلل.
په پاى کې په نوي مادو کې يو پريکړه ليک دلوى څارنوالي دمرستيال احمدبيګ قادري له خوا ولوستل شو چې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي:
_   موږ څارنوالان دخپلو دندو په ترسره کولو کې له پخوا زيات پخپلوژمنو ولاړ يو او هلې ځلې کوو چې دکنفرانس دسپارښتنو په پيروي، د قانون رعايت  ،عدل اوانصاف په عمل  کې پلې کړو.
_   موږ څارنوالان دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهور رييس په ٤٥ ګڼه فرمان کې  په ليکل شوې لارښوونې عمل کوو او هلې ځلې کوو چې دقضيې څيړنه په خپل ټاکلى وخت کې بشپړه کړو اوهيڅ بيګناه محاکمه نه کړو او هيڅ مجرم دقانون له منګولو څخه ونه ژغورو.
_  موږ څارنوالان دنه تسليمي په روحيې سره د زبرځوا کو پر وړاندې دحق او عدالت په دفاع کې دريږو او له خپلو صلاحيتونوسره په استفاده کې قانونيت، استقلال او ازادي اوبيطرفي په جدي او دقيقه توګه رعايت کړو.
 

کابل – باختر دلړم پنځه لسم
دانرژي او او بو وزارت د ايران له پو ياب له شرکت سره يو تړون لاس ليک کړ چې دهغه له مخې دغه شرکت دکابل په جنوب لويديځ کې دشاه توت د اوبو دبند د پروژې تفصيلي ډيزاين تر راتلونکو اتلسو مياشتو بشپړوي.
دباختر آژانس دخبر له مخې : د انرژى او اوبو وزارت دشاتوت د اوبو دبند دپروژې دتفصيلي ډيزاين تړون چې دکابل دجنوب لويديځ په اتلس کيلومتري واټن کې دللندر تنګي په ساحه کې موقعيت لري؛ د ډيزاين له پو ياب شرکت سره لاس ليک کړ.
ددغه قرارداد له مخې، دپو ياب شرکت به د يو ميليونوشپږسوه شپيتو زرو امريکايي ډالرو په بدل کې ددغې پروژې دتفصيلي ډيزاين چارې په اتلسو مياشتو کې بشپړې کړي.
ددغې پروژې لګښت د دولت له پرمختياي بودجې څخه ورکول کيږي. د انرژى او اوبو وزير محمد اسماعيل ددغه تړون له لاس ليک کولو وروسته وويل: دشاه توت دبند په بشړېدو سره دکابل ښار څه دپاڅه دوه ميليونو وګړو ته دڅښاک د روغتيايي اوبو د برابرولو زمينه برابريږي او دکابل په سيندکې د اوبو بهير دايمي کيږي او ترځمکې لاندې اوبه تغذيه کيږي او دغه راز څه دپاڅه څلور زره زراعتي هکتار ځمکې ته دچهل دخترانو خينګوت چهاراسياب الياس خيلو او خيرآباد په پنځوکانالونوکې زراعتى اوبه برابريږي.
دمحمد اسماعيل دڅرګندونو له مخې: دبند د اوبولګولو دشبکې، دڅښاک د اوبو دچاڼځاى، دڅښاک د اوبو دليږدونې، دکليو دسړک دتګلورې دبدلون دجوړولو او دبې ځايه شويو کسانو د زيان دجبيره کولو په ګډون؛ د ودانولو لګښت درې سوه پنځه ميليونه امريکايي ډالره اټکل شوې دي.
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ١٥ :
د دارالامان دماڼۍ د واټ جنوبي برخه داطلاعاتو اوفرهنګ د وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين له خوا دملي شورا دشهيدانو په نامه ونومول شوه.
دباختراژانس دخبرله مخې: ددغه واټ دپرانستلوپه مراسموکې داطلاعاتو اوفرهنګ وزيرډاکتر سيدمخدوم رهين ، دکابل ښاروالي مرستيال ،  په ولسي جرګه کې دکابل دخلکو استازى سيدعلي کاظمي او يوشمېر نورو دولتي مقاماتو  او دملي شورا دشهيدانو دکورنيو غړو ګډون کړي وو.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ددغه واټ دنومولوپه وخت کې  څرگنده کړه: ((دغه واټ دملي شورا د يوشمېر غړو شهادت په پنځم تلين کې پرانستل کيږي. دغه واټ د دې لپاره دملي شورا دشهيدانو په نامه نومول کيږي چې دهغوى خاطرې تلپاتې وي او پر هغو جنايتکارانو او دهغوى په ابليسو شاګردانو چې دغه شان بيګناه شخصيتونه يې شهيدان کړل؛ ابدي لعنت وايي.))
ده ټينګار وکړ چې ددغه واټ نومول ځانګړې ارزښت لري .
په ولسي جرګه کې دکابل دخلکو استازى ډاکترسيدعلي کاظمي دملي شورا دشهيدانو په نامه ددغه واټ نومول دهغوى کورنيو ته ستر وياړ وباله او دا کاريې د دې  هيواد د رښتينوبچيانو د وينې په وړاندې د ژمنې د يوې برخې او دپور ادا کول وبلل.
وروسته  ډاکتررهين دنورو برخه والو په ملګرتيا دملي شورا دشهيدانو  مزارته لاړ او دهغوى پاک روح ته يې دعا وکړه .
 

کابل-باخترد لړم١٥:
د بهرنیو چارو وزارت، د هیواد پارلمان د ولسی جرګی او مشرانو جرګې  له لوری د افغانستان داسلامي جمهوریت او د آلمان دفدرال جمهوریت ترمنځ د اوږد مهاله همکارۍ او مشارکت د موافقه لیک د تصویب هرکلی کوی.
د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمی رسول وویل، "د دغه موافقه لیک تصویب د دوو تاریخي ملګرو او همکارو هیوادونو افغانستان او آلمان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا او پياوړې کولو په برخه کې د یوه بل مهم ګام په توګه ګڼل کیږي. دغه سند همداراز د نړۍ کورنۍ سره زمونږ د اړیکو د پراختیا او پرمختګ ښودنه کوي".
د دغه سند پر بنسټ به جرمنی د تحول په لسیزه (۲۰۱۴-۲۰۲۴) کې له افغانستان سره د ملکي مرستو د دوام ترڅنګ، د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې او ظرفیت لوړونې په برخه کې په کال کې یو سلو پنځوس ملیونه یورو مرسته کوي.
دغه موافقه لیک د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئيس حامد کرزی او د جرمنی صدراعظمې میرمن انګلا مرکل له خوا د ۱۳۹۱ کال د غویی په ۳۰ مه په برلین کی لاسلیک شو.
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ١٥ :
په پارلماني چارو کې د دولت  وزارت اعلاميه!
د ١٣٩٢ مالي کال دملي بودجې مسوده دمشرانو جرګې عمومي غونډې ته معرفي کيږي .
ټاکل شوې ده سبا د روان کال دلړم دمياشتې په شپاړلسمه نيټه دسه شنبې په ورځ  د ١٣٩٢ مالي کال دملي بودجې مسوده په پارلماني چاروکې د دولت  وزارت او دماليې وزارت له خوا دمشرانو جرګې ته معرفي شي.
د ١٣٩٢ مالي کال دملي بودجې مسوده چې دعادي او پرمختيايي په ګډون په دوو برخوکې دافغانستان داسلامي جمهوريت د وزيرانو شورا له خوا تائيدشوې ده. داساسي قانون د ٩٨ مادې له صراحت سره سم،  دمشورتي نظر دڅرگندولو او د هغې دقانوني پړاونو دبشپړولو  په مقصد  په رسمي ډول دمشرانو جرګې عمومي غونډې ته معرفي کيږي .
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ١٥ :
دپروان ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست فرهنګي آمرسيدصبورمهدي دبګرام له هوايي  ډ ګر څخه د دوه سوه تنو افغان کارګرانو دګوښه ګېدو په اړوند د ډوډۍ نه خوړلو په اعتصاب لاس پورې کړ.
مهدي دبګرام دهوايي  ډګر د دروازې په وړاندې  خيمه درولې او وايي: دغه کارګران له دليل پرته له کارڅخه ګوښه کړاى شوي دي اوترهغه پورې چې مثبت ځواب ترلاسه نه کړي؛ خپل اعتصاب ته دوام ورکوي.
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې:  څه ناڅه دوه سوه تنه ځوان کارګران له هوايي ډګر څخه له کار ګوښه کړاى شوي دي او اعتصاب کوونکي په دې باور دي چې  څوتنه محدود کسان له امريکايي منابعو څخه استفاده کوي.
په همدې حال کې دبګرام ولسوالۍ امنيه قوماندان زمرى ناصري دغه خبرتائيدکړ او ويې ويل  چې دامنيتي ځواکونه ترامنيتي پوښښ لاندې دي.
دباختراژانس خبريال په پرله پسې اړيکو سر ه سره، په دې بريالى نه شو چې په دې اړوند دبګرام دهوايي ډگر دمسوولينو نظر ترلاسه کړي.
دبګرام په هوايي ډګر کې امريکايي ځواکونه ډيره دي او دځينو کارونو دترسره کولو په خاطر يې سيمه ييز کارګران استخدام کړي دي.
دعيني شاهدانو دڅرگندونو له مخې، مهدي له وزګارتيا څخه دځوانانو د ژغور نې په خاطر په دغه شان اقدام لاس پورې کړى دى.
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ١٥ :
د وزيرانو شورانوبتي غونډه نن له غرمې مخکې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي په مشرۍ دجمهوري رياست د ارګ دګلخانې په ماڼۍ کې جوړه شوه.
د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارلانشا لوى رياست باختراژانس ته خبرورکړ: له اجنداسره سم دکابينې غړو د ډيورند دکرښې په باب دامريکا دمتحده ايالاتو دمقاماتو په څرګندونو انتقادي تبصرې وکړې او زياته يې کړه چې د ډيورند دفرضي کرښې په باب دامريکا دمتحده ايالاتو او د نورو هيوادونو دمقاماتو څرگندونې د افغانستان په هميشني دريځ باندې هيڅ راز اغيزې نه کوي؛ له دې امله  دافغانستان داسلامي جمهوريت دريځ چې پخوادبهرنيو چارو وزارت داعلاميې له لارې خپور شوي دي، په ټينګارسره تاييد دى.
وروسته دوزيرانو شورا د ١٣٩٣ کال دوري دمياشتې په شپاړلسمه دانتخاباتو دترسره کولو دورځې په توګه دټاکلو په باب دانتخاباتو دخپلواک کميسيون تصميم تائيد کړاوهرکلى يې وکړ اودکورنيو چارو  اوددفاع وزارتونو ، دملي امنيت لوى رياست  اودسيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته يې دنده وسپارله چې په همدې مقصد ګډ امنيتي پلان برابر کړي اودخپلواجرااتو په باب دې دملي امنيت شورا ته رپوټ وړاندې کړي .
دغه راز ټول وزارتونه او دولتي ادارې موظفې شوې چې  په دې لاره کې   دې دانتخاباتو له خپلواک کميسيون سره هر اړخيزه همکاري وکړي .
وروسته دچارو  د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رييس صادق مدبر دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس د ١٣٩١ کال د زمري دمياشتې دپنځمې ګڼې د ٤٥ ګڼه فرمان دتحقق په اړوند وويل :  دتېرې اوونۍ په بهيرکې دکورنيو چارو او دسوداګرۍ اوصنايعو وزيرانو ، دسيمه ييزو ارګانونو لوى رييس او د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو دکميسيون رييس ددغه فرمان دتحقق په باب دفارياب ،بغلان ، تخار،
بدخشان او کندز ولايتونو ته کاري سفرونه وکړل.
دغه راز په همدې موده کې د وزارتونو لسوتنو معينانوهم دهيوادلسو ولايتونو ته کاري سفرونه کړي دي. دوى ددغه فرمان تحقق په اړ وند څرگنده کړه: د شپږويشتو دندو له جملې څخه په لومړۍ مياشت کې  پنځه ويشت دندې ، په دويمه مياشت کې له د ديرشو وظيفو له جملې څخه ټولې يې او په دريمه مياشت کې  د اووه څلويښتو دندو له جملې څخه شپاړلس دندې اجراشوي دي او په څلورمه مياشت کې تر دوولسمې نيټې پورې دنهه پنځوسو دندو له جملې څخه زياتره دندې عملي شوي دي چې په ټوليزه توګه په دې باب د اړوندو ارګانونو اجرا ات دقناعت وړ دي.
دغونډې دکار په دوام دچارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رييس له هيواد څخه په بهرکې د دولتي ارګانونو دنمايندګيو دحذف اوپايښت په باب دموظف کميسيون  پيشنهادي طرحه غونډې ته وړاندې کړه .
د وزيرانو شورا  دغه طرحه په اصولو کې تائيد کړه او دغه کميسيون ته يې
يوځل بيا دنده وسپارله چې دغه مسله دې له اړوندو وزيرانوسره په  هراړخيزه توګه طرحه کړي او دنمايندګيو معقوليت او ضرورت دې  تثبيت  او دنتيجې په باب دې د وزيرانو شورا راتلوونکو غونډو ته رپوټ وړاندې کړي.
په همدې ترتيب په غونډه کې هغو ولايتونو ته چې دملکي الوتنو او دځمکې له لارې امکان نه لري؛ د ١٣٩٢ کال  دکانکور د ازموينې د اخيستلو په مقصد دپوهنتون د استادانو دليږ دونې ستونزه غونډې ته طرحه شوه.
د وزيرانو شورا دملي دفاع وزارت موظف کړ چې دلوړو زده کړو له وزارت سره  په تفاهم  کې دې د استادانو دليږدونې ستونزه حل کړي .
وروسته دماليې وزيرپه بودجه کې د وزيرانو شوراد ٣٠ گنه مصوبې له لارښوونې سره سم، د واردو شويو تعديلونو او سمونو په پام کې نيولو سره  د١٣٩٢مالي کال دملي بودجې وروستي سقف د اوو ملياردو ډالرو معادل  درې سوه شپږشپيته اعشاريه دوه مليارده افغاني چې له دې جملې څخه عادي بودجه د درې اعشاريه اوو ملياردو ډالرو معادل يوسلوشپږنوي ملياردافغاني او انکشافي بودجه د درې اعشاريه دوو ملياردو ډالرو معادل يو سلو اويا مليارد  افغاني کيږي؛ غونډې ته وړ اندې کړ او زياته يې کړه چې دملي بودجې کسر به د پورله تامينولو وروسته د دوه سوه درې څلويښتو زرو ډالرو معادل دولس اعشاريه شپږو ملياردو افغانيو ته ورسيږي  چې د وزيرانو شورا له خوا  دتائيد وړ وگرځيد.
وروسته دماليې وزير د دوو  هندي کمپنيو دمالياتو دمعافيت په باب  چې
د دوشي او چاريکارو دبريښنا سب ستيشنونه  دهندوستان په مالي مرسته جوړوي، ددغه وزارت وړانديز غونډې ته طرحه کړ چې دتصويب وړ وگرځيد.
ورپسې  دعدليې وزارت مسلکي معين او سرپرست،دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس دمعاش اولګښتونو دتنظيم   او دد ولتي مقاماتو دمعاش دتنظيم  دقوانينو طرحه  غونډې ته وړاندې کړه  او د وزيرانو شورا د ١٣٩١ کال  د وږې دمياشتې دشپږمې نيټې  دغونډې له پريکړې څخه په رامنځته شويو دغو قوانينو کې د واردو شويو بدلونونو اوتعديلونو  بشپړتفصيل غونډې ته وړاندې کړ .
د وزيرانو شورا ددغو قوانيو طرحه تائيد کړه او دعدليې وزارت يې موظف کړ چې دغه قوانين دې دغونډې له يادونې سره سم تصحيح اوبشپړکړي او دتصويب په مقصد دې  ملي شورا ته وړاندې کړي.
ورپسې دکرنې او اوبولګولو وزير د ديپلوماتيکي مرکزونو د ودانۍ دجوړولو په مقصد دبهرنيو چارو وزارت ته  په دارالامان کې دتحقيقاتي فارم ديوسلو نهه ويشت جريبه ځمکې  ليږدونه غونډې ته طرحه کړه .
د وزيرانو شورا دکرنې او اوبولګولو وزارت وړانديز تائيد نه کړ او دغه وزارت يې موظف کړ چې دغه ساحه دې بيا دکرنيز او دځنګلونو دتحقيقاتي فارم په بڼه بيا احيا کړي او دبهرنيو چارو او دکرنې او اوبولګووزيرانو اوکابل ښاروال ته يې دنده وسپارله  چې له پخواني پلان سره سم، په کابل کې دبهرنيو سفارتونو لپاره  په کابل ښارکې مناسب ځاى تدارک  اوخپل موافقه شوې  پيشنهاد دې  د وزيرانو شورا ته وړاندې کړي .
دغونډې په پاى کې د فراه والي د اته اويا کيلومترو په اوږدوالې  دسړک دپخولو دپاتې کار د دوام ، دلمريزې بريښنا دپروژې ، دښيې لاسو اشترنګ لرونکو وسايطو دترافيکي سندونو دستونزې ، دپلونو ، کانالونو، بندونو اوپه ښارکې  دسړکونو دپخولو ، روږدو کسانو ته د روغتون  دجوړولو په اړوند ددغه ولايت سيمه ييزې ستونزې او دغه راز امنيتي ستونزې  غونډې ته طرحه کړي .
د وزيرانو شورا  دفوايد عامې وزارت موظف کړ چې داته اويا کيلومترو په اوږدوالې دسړک دقرارداد لورې دې د ايران داسلامي  جمهوريت له لورې سره مشخص کړي او دماليې وزير دې  ددغه سړک موضوع  دفراه ولايت ته دبريښنا له غزولو سره جوخت  د ايران له لورې سره حل کړي او د نتيجې په باب دې دجمهوري رياست مقام ته رپوټ وړاندې کړي.
دنورو پيشنهادي پروژو په اړوند، اړونده وزارتونه موظف  کړى شول چې  دفراه له والي سره په تفاهم کې دي ، پيشنهادي پروژې  دمالي امکاناتو په حدودو کې دخپل  ١٣٩٢ کال په پلان کې شامل کړي  ، له دې پرته دې دغه پروژې  د١٣٩٣ کال  په پرمختيايي پلانونو کې منعکسې کړي .
 

کابل – باختر دلړم پنځه لسمه:
دطالبانو يو قوماندان له پنځوتنو افرادو سره يې تېره شپه په ميدان وردګو ولايت کې دناټو دځواکونو دهوايي بريد له امله ووژل شو.
دميدان وردګو د والي ويندوى شاهدالله شاهد باختر آژانس ته وويل: دطالبانو پر يو قوماندان ملااحسان له پنځو تنو افرادو سره يې کله چې د دايمير داد له ولسوالۍ څخه دچک ولسوالۍ ته روان و؛ دناټو دجنګي الوتکو له خوا بريد شو او ووژل شو.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې، ملااحسان په زياترو ورانکارو فعاليتونو او په واټونوکې دماينونو په ښخولو کې فعاله ونډه لرله.
 

کابل – باختر دلړم پنځه لسمه:
په ننګرهار ولايت کې د سره رود ولسوالۍ دښوونځى يو ښوونکى دناپيژندل شويو کسانو له خوا شهيد شو او يو تن بلې ټپي شو.
دننګرهار ولايت دپوهنې د رياست ويندوى آصف شينوارې باختر آژانس ته وويل: دغه کسان تېر ماښام کله چې په سره رود ولسوالۍ کې له خپل يو دوست کورته ميلمانه روان وو؛ د هغوى دسپرلۍ په موټر دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا بريد وشو.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې، په دې پيښه کې ښوونکى محمد نعيم شهيد او يو دوست يې ټپي شو.
دننګرهار دامنيې قوماندانۍ ويندوى حضرت محمد مشرقي وال دغه پيښه تاييد کړه او وې ويل: دپوليسو څيړنې پيل شوې دي او وسله وال کسان له سيمې څخه تښتيدل دي.