24 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

فيض آباد  \باختردلړم دمياشتې ١٥ :
دسولې دعالي شورا رييس پرون دبدخشان ولايت دخلکو د استازو په غونډه کې چې په فيض ابادښارکې جوړه شوې وه؛ له خلکوڅخه وغوښتل چې دجمهوري رياست په راتلوونکو انتخاباتو کې په پراخه توګه ګډون  وکړي .
له بدخشان ولايت څخه دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې: دسولې دعالي شورا رييس صلاح الدين رباني د جمهوري رياست د انتخاباتو د ترسره کولو دنيټې دټاکل کېدو دهرکلى په ترڅ کې، له ټولو خلکو  څخه وغوښتل چې د١٣٩٣ کال په انتخاباتو کې ګډون وکړي او د ټولنې دغوره کسانو په ګټه  دې رايې ورکړي .
صلاح الدين رباني ، سره له دې چې  د ورې مياشت  له اقليمي ستونزسره يوځاى وبلله او ويې ويل  چې خلک په بشپړه توګه د انتخاباتو په بهيرکې ګډون نه شي کولاى،  خوبيا هم دانتخاباتو دترسره کولو دنيټې ټاکل کېدل دافغانستان خلکو ته د خوشحالي ځاى دى .
ده ټينګار وکړ چې دولت  دسولې له لارې دافغانستان دقضيو دحل کولو پلوي دي  او غواړو  چې له ښکيلو لورو سره  دخبرو او تفاهم له لارې جګړه پاى ته ورسوو چي همدا اوس په دي لاره کې  عملي اقدامات پيل شوي دي.
دبدخشان والي ډاکترشاه ولى الله  اديب دسولې او خبرو د اړتيا په باب خبرو کې ټينګار وکړ او ويې ويل :  هغه کسان چې دجهاد اواسلام په نامه په تاوتريخوالې لاس پورې کوي؛ په حقيقت کې غواړي اسلام بدنامه کړي او موږ له هغوى څخه غواړو چې خپلې وسلې پرځمکه کيږدي  اودسولې له بهيرسره  دې يو ځاى شي.
په دې غونډه کې يوشمير عالمانو اوځوانانو دبېلابېلو قشرونو په استازيتوب خبرې وکړې او د سراسري سولې او امنيت په تامينولو کې يې خپل تيارى څرگندکړ.
 

اسلام اباد\ ډان   \باختردلړم دمياشتې ١٥ :
دپاکستان جمهور رييس اصف علي زرداري د اسيادجنوب دسيمې دهمکاريو دسازمان له غړو هيوادونو څخه وغوښتل  چې بنسټ پالو دګواښونو اود تروريزم دپديدې په باب جدي مبارزه وکړي.
دباختراژانس دخبرله مخې،دپاکستان جمهوررييس داسيا دجنوب دسيمې دهمکاري سازمان دغړو هيوادونو له پارلماني استازوسره په کتنه کې چې له تروريزم اوبنسټپالنې سره دمبارزې په کنفرانس کې دګډون لپاره اسلام اباد ته ورغلي دي؛ له تروريزم سره دجدي مبارزې غوښتنه وکړه.
آصف علي زرداري چې خبرې يې پرون په پاکستاني رسنيوکې په پراخه توګه منعکس شوې وويل: چي په تېره لسيزه کې دسيمې دهيوادونو خلک دبنسټ پالنې له جدي ستونزو او د تروريزم له ګواښ سره مخامخ دي.
د رارسيدلو خبرونو له مخې، داسيا دجنوب دسيمې دهمکاريو دسازمان استازى په درې ورځني غونډۀ کې په ګډون سره دغړو هيوادونو دپارلماني همکاريو دپياوړتيا غوښتنه وکړه.
دآسيا دجنوب دسيمې دهيوادونو دهمکاري په سازمان کې افغانستان ، بنګله ديش ، بوتان ، هند ، مالديف ، نيپال ، پاکستان او سريلانکا غړيتوب لري چې په دغو هيوادونو کې څه دپاسه يو اعشاريه شپږمليارده تنه ژوند کوي.
 

کابل – باختر دلړم پنځه لسمه:
تېره شپه په غزني ولايت کې دپاکستاني او افغاني طالبانو ترمنځ دنښتې له امله له دواړولو رو څخه څلور تنه ووژل شول.
دغزني ولايت دملي امنيت رييس سيدامير شاه سادات باختر آژانس ته وويل: د افغاني او پاکستاني طالبانو ترمنځ جګړه د اندړو ولسوالۍ دڅلورمې ويالې په په ساحه کې له ناندرو وروسته ونښته چې له امله يې دوه تنه پنجاپيان او ملاامان الله او ملا حبيب په نومونو دطالبانو دوه تنه له سرګروپان ووژل شول.
خبرځاى زياته کړه: ددغو طالبانو ترمنځ د ناندرو اوښتې علت تراوسه پورې روښانه نه دې او هغه دوه تنه افغاني طالبان چې په دې نښته کې وژل شوي دي ديو شمېر سيمه ييزو طالبانو مشري کوله.
دملي امنيت رييس وويل: تېره اوونۍ هم دحقاني دشبکې يو قوماندان ملاکامران دپاکستاني طالبانو له خوا په کويټې ښار کې وژل شوى و.
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ١٥ :
دسولې عالي شورا په کندز ولايت کې له سولې سره پنځه سوه تنو يوځاى شويو کسانو ته دکار زمينه برابره کړه.
دکرنې او اوبولګولو وزارت دزراعتي پروژې مسوول ميرويس پوپلزي باخترا ژانس ته وويل ، په دې پروژه کې دپستې ونو ته کيندنې شاملې دي دڅلورسوه زره جريبه ځمکې ساحه يې نيولې ده.
يوه اړونده  خبرځاى وويل ،دغه پروژه دکندز ولايت په علي اباد ولسوالۍ کې ترکارلاندې ده اوهر کارګر ته د دولس متره کيندنې په  بدل کـــې  ټاکلى اجـــوره ورکول کيږي .
خبرځاى وويل: ددغه پروګرام لګښت نوولسو مليونو افغانيو ته رسيږي چې په کندز ولايت سربيره به  په اتو نورو ولايتونو کې به هم تطبيق شي .
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ١٥ :
داستادرباني له پله څخه دشهيدانو تردښتې پورې  دفيض اباد دزاړه ښار دسړک دجوړولو کار نن پيل شو.
دغه سړک پنځه کيلو متـــره اوږدوالي اولس متره سور لـــري چې دالمــــــان
دپرمختيايي بانک په مرسته جوړيږي .
دبدخشان ولايت دفوايد عامې امر محمدرفيق شيرزي باختراژانس ته وويل، دغه سړک دالمان په مرسته ديومليونو نهه سوه زرو ډالرو په لګښت په يو کال کې جوړيږي اوپه جوړولو سره يې يوولس ولسوالۍ ددغه ولايت له مرکز سره نښلول کيږي .
ددشت قرغ اوسيدونکي عتيق الله وايي له دې امله چې له زاړه ښارڅخه دشهيدانو تردښتې پورې سړک نشته خلک له ډيرو ستونزو سره مخامخ دي او ددغه سړک په جوړولو سره دخلکو ستونزې لري کيږي.
 

کابل – باختر دلړم پنځه لسم
په کابل کې دروانې  اوونۍ په بهير کې دکرکټ په څانګه کې يو روزنيز پروګرام جوړيږي.
دافغانستان دکرکټ بورد درسنيو مسوول فريد هوتک د دغه پروګرام دجوړولو هدف په افغانستان کې دکرکټ د څانګې دلازيات پرمختګ او سمون وباله او باختر آژانس ته يې وويل: دغه پروګرام چې  درې ورځې دوام مومى دکرکټ دڅانګې شل تنه ولايتي استازي او دزونونو استازي ګډون پکې کوى.
خبر ځاى زياته کړه: ددغه پروګرام په بهير کې به دکرکټ دڅانګې دراتلوونکي کال کارى پلان هم جوړشي.
 

کابل – باختر دلړم پنځه لسم
دسروزرويو ساعت او سروزرو دولس سکې چې دکويت دامير له خوا دافغانستان داسلامى جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي ته ورکړى شوې وې نن دافغانستان بانګ خزانې ته وسپارل شوې.
دباختر آژانس دخبر له مخې ، دسروزرو ساعت او سکې دنورالله دلاورى له خوا دافغانستان بانک دخزانه دارى مسول ته وسپارل شوې دلاورى خبريالانوته وويل: دقانون له مخې هغه سوغاتونه چې دجمهور رييس او د دولت نور جګپوړي مقامات يې دنورو هيوادونو له مقاماتو څخه ترلاسه کوي بايد د دولت خزانې ته وسپارل شي.
ده وويل پخوا هم هغه سوغاتونه چې جمهور رييس دنورو هيوادونو له مقاماتو څخه ترلاسه کړي وو،د دولت خزانې ته سپارلي دي .
دلاوري دغه راز يادونه وکړه په نږدې راتلونکي کې په افغانستان بانک کې دسپارل شويو سوغاتونو او مسکوکاتو دنندارې لپاره يو موزيم جوړيږي او دباختريانو له وخت څخه تراوسه پورې مسکوکات پکې نندارې ته وړاندې کيږي.
 

کابل – باختر دلړم پنځه لسم
دميدان وردګو دښاروالۍ ټيم ددغه ولايت دفوټبال دسياليو لومړى مقام وګاټه.
دميدان وردګو ولايت دورزشي آمر عين الله حقبين باختر آژانس ته وويل: دغه سيالۍ چې دلوى اختر په وياړ داتو ټيمونو ترمنځ په دغه ولايت کې پيل شوي دي  په پاى کې دښاروالۍ ټيم د دوو په مقابل کې په دريو سره د جوانان پامير ټيم ته ماتې ورکړه او اتل شو.
او دجوانان پامير او داميد وطن ټيمونو دويم او دريم مقامونه وګتل .
دخبر ځاى دڅرګندونو له مخې ، دغه سيالۍ اتلس ورځې دوام کوى.
 

کابل – باختر دلړم پنځه لسم
پوليسو ديوې اندازې چاوديدونکو توکو او ماينونو په کشفولو سره دڅو چاودنو مخه ونيوله. دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتى دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ: پوليسو دميدوان وردګو ،فارياب او دپکتيکا په ولايتونو کې دچاڼيزو عملياتو په ترسره کولو سره دبي ام – ١ دوه ويشت ماينونه او دوسايطو ضد دوه ماينونه چې دوسله والو مخالفينو له خوا ځاى پرځاى شوي وو کشف کړې او په دغو ولايتونو کې يې دترورستى پيښو مخه ونيوله.
 

کابل – باختر دلړم پنځه لسمه:
افغان امنيتي ځواکونو دميدان ښار په مربوطاتو کې يوه اندازه مهمات او پوځي تجهيزات ترلاسه کړل.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتى دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ: يوه اندازه جنګي مهمات چې دوسله والو مخالفينو له خوا دترورستي فعاليتونو دترسره کولو په مقصد دميدان وردګو ولايت په مرکز ميدان ښار کې ځاى پرځاى کړى شوې وه؛ دملي اردو ځواکونو له خوا کشف شول.
په همدې حال کې يو تن وسله وال مخالف له يو کلاشينکوف ،يوې تومانچې او يوې ايکم مخابرې سره دميدان ښار په مربوطاتوکې ونيول شو.
ديو بل خبر له مخې، شپږ کلاشينکو فونه چې دوسله والو مخالفانو له خوا دقندهار ولايت دشاه ولى کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ترورستى فعاليتونودترسره کولو په مقصد پټ کړى شوى وو دملي اردو دځواکونو له خوا کشف او ترلاس شول.
له بله پلوه دملي دفاع وزارت تاييد کړه چې دملي اردو دوه تنه سرتيرې دقندهار او هلمند دولايتونو په مربوطاتو کې دماينونو دچاودنې له امله ټپيان شول.