14 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٨ :
دعدليې وزارت له خوا نن دوه ورځني ورکشاپ کارپيل وکړ چې په هغه کې دبيلابيلو مرکزونو استازې دانتخاباتو دقانون دطرحې په باب چې د انتخاباتو دخپلواک کميسيون له خوا وړاندې شوى وه، خبرې کوي.
دباختراژانس دخبرله مخې: دانتخاباتو دقانون طرحه چې په ديارلس فصلونو او ٧٣ مادو کې د خپلواک کميسيون له خوا دعدليې وزارت ته ليږل شوى وه؛ دعدليې  وزارت له خوا له تخنيکي تعديلاتو وروسته څيړنې او دنظر څرگندولو ته وړاندې شوه.
په همدې مقصددمدني ټولنې، سياسي ګوندونو اود اړوندو دولتي مرکزونو داستازو په گډون دعدليې وزارت له  خوا په کابل کې دوه ورځني ورکشاپ جوړ شو چې ددغه قانون دطرحې په باب خبرې کوي .
دعدليې وزير حبيب الله غالب ددغه ورکشاپ د پرانستلو په وخت کې وويل: ددغه ورکشاپ دجوړولو هدف ددغه قانون دبډاينې په خاطردبيلابيلو مرکزونو د نظريو ترلاسه کول دي.
موږ ددغې طرحې په باب  وړاندې شوي نظريې توحيدى  او د وزيرانو شورا ته يې وړاندې کوو چې وروسته به د تصويب په مقصد ملي شورا ته وليږل شي .
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس فضل احمدمعنوي دغه راز په اوسنيو شرايطو کې ددغه قانون په حساس والې باندې دټينګار په ترڅ کې وويل: دانتخاباتو دترسره کولو وخت نږدې شوى دى؛ بايد په ډير لنډممکن وخت کې  دانتخاباتو قانون برابرشي چې ددغه قانون په رڼا کې دانتخاباتو  کميسيون عملي ګامونه واخلي .
ده زياته کړه  چې بايد دانتخاباتي شکايتونو کميسيون حقوقي دريځ پيدا کړي چې يو له تعديلونو څخه دى او په انتخاباتو کې يې دمدني ټولنې  او دسياسي ګوندونو رول مهم وباله اوله ملي شورا څخه يې وغوښتل چې دغه قانون ته  په خپل کاري لومړيتوب کې ځاى ورکړي، ځکه دهيواد ثبات په راتلوونکو انتخاباتو پورې تړاو لري.
دافغانستان د ازادو اوعادلانه انتخاباتو رييس جانداد سپين غر وويل: ددغه قانون په باب نظر غوښتنه يو ارزښتناک ګام دى او ويې ويل  چې په دې قانون کې دسياسي ګوندونو ونډه په پام کې نيول شوى ده اومدني ټولنو ته څه نه ليدل کيږي .
ده وويل: ددغه مرکز له خوا دعدليې وزارت ته وړانديزشوى و چې دجمهوري رياست او دپارلمان هرکانديد دې لوړې زده کړې ولري  چې دهغوى له خوا ونه منل شوه. له دې امله  که چېر ې قانون شفاف نه وي ، انتخابات به شفاف نه وي.
ددغه ورکشاپ کار د دوو ورځولپاره دوام کوي.
 

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٨ :
دشهيدانو،معلولينو، کاراوټولنيزو چارو وزارت خبرتيا:
په دې وسيله د دولت ټولو کارکوونکو ته خبرورکول کيږي چې دچهارشنبې
د روان کال دوږي دمياشتې ٢٩ نيټه دکار عادي ورځ ده، ټول کارکوونکي دې دپخوا په شان په خپلو دندوکې حاضر اوخپل کار ته دې دوام ورکړي.
 

کابل باختر آژانس دوږى٢٨
دملي اردو يوولس تنه عسکر دماين دچاودنې په دريو جلاجلا پيښوکې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر نن باختر آژانس ته ديوې خپر پاڼې په ليږلو سره ليکلى دى چې وسله والو مخالفينو دهرات ولايت دچشت ولسوالۍ په مربوطاتوکې دماين په چولو سره دملي اردو پنځه تنه منسوبين شهيدان او پنځه تنه نوريې ټپيان کړل او دلوګر ولايت دمحمد آغې ولسوالۍ په مربوطاتوکې د وسله والو مخا لفينو په ورته پيښه کې دملي اردو پنځه تنه منسوبين شهيدان او درې تنه نورې ټپيان شوي دي او يوتن بل دقندهارولايت په مربوطاتوکې شهيد کړى شوى دى.
 

کابل باختر آژانس دوږى٢٨
په کابل پوهنتون کې دکتاب دنندارتون جوړول دمحصلانو له تاوده هرکلى سره مخامخ شول او تراوسه پورې چې ددغه نندارتون له جوړه لو څخه اته ورځې تيرې شوى دي، يو زيات شمير دغه کتابونه په نندارتون کې پلورل شوي دي. 
دباختر آژانس دخبر له مخې، دغه نندارتون دشهيد د اوونۍ په درناوى دسرور سعادت دنړيوالې خپرونو له خوا د روان کال دوږي د مياشتې په شلمه نيټه په کابل پوهنتون کې پرانيستل شو چې څه ناڅه سل زره توک کتابونه چې اته زره عنوانه کيږي دمينه والو نندارې ته وړاندې شوي دي.
دسرورسعادت دنړيوالو خپرونو مسوول غلام سرور سعادت دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه نندارتون چې دشهيد د اوونۍ په درناوى په کابل پوهنتون کې جوړشو، څه ناڅه اته زره عنوانه کتابونه او څه دپاڅه سل زره توکه به د حقوقو ،سياسي علومو ،فلسفې ساينسي، روانپوهنې ،اقتصاد،هنر ادبياتو، تاريخ،  جغرافيې ،ديني کتابونه ،اداره او منجمنټ په بيلابيلو برخو په سلوکې ديرش تخفيف سره، دکابل پوهنتون دمحصلانو او استادانو دپيرودنې لپاره ايښودل شوي دي چې تراوسه پورې ددغه نندارتون په سلوکې شپيته کتابونه پلورل شوي دي .
دساينس دپوهنځى دلومړۍ کال محصلې مرسل چې له خپلو نورو دوستانو سره دکتاب د پيرودنې لپاره ورغلې وه وويل: ومې کړى شول چې دخپل اړتيا وړ کتابونه په مناسبه بيه له نندارتون څخه ترلاسه کړم.
ددغې محصلې دڅرګندونو له مخې ددغه شان نندارتونونو جوړول کړى شي موږ ته د درسي مرستندويو موادو دترلاسه کولو لپاره ښه لاره وي، خوله بد مرغه دغه شان نندارتونونه ډير کم جوړيږي.
په دې نندارتون کې يو برخه وال محصل ذاکر الله وايي: ددغه شان نندارتونونو جوړول ځوانان دکتاب لوستلو فرهنګ ته هڅوي.
دحبيبې ليسې د دولسم ټولګي زده کوونکى احمد جاويد چې دغه نندارتون يې کاته، وويل چې دولت او انجوګانې ،موسسې او هغه نورمرکزونه چې دغه شان نندارتونونه جوړوي بايد دکتاپ په پيرودنه کې زده کوونکو او محصلانو ته ځانګړې تخفيف ورکړي ترڅو دښوونځيو هغه زده کوونکي او دپوهنتونونو محصلان چې اقتصادي کمزورتيا لري وکولى شي کتاب وپيري.
ددغه نندارتون مسوول غلام سرور سعادت وايي: زه ديو خپرونکى په توګه کله چې ځوانان يې وليدل، ډله ډله د کتابتون نندارتون کاته او دخپلې اړتيا وړ کتابونه يې پيرودل، يو حيرانونکى احساس پيدا شو او ومې پتيله چې دهيواد په پوهنتونونو ،ښارونو او ولايتونو کې دغه شان نندارتونونه جوړکړم او کتابونه په ډير ټيته بيه دخلکو په واک کې ورکړم. دغه نندارتون دتلې دمياشتې تر دريمې نيټې پورې دمينه والو پرمخ پرانستې دى.
 

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٨ :
دآريانا افغان هوايي شرکت خبرتيا:
د آريانا افغان هوايي شرکت چې دهېواد يو ملي مرکز دى او دهېواد ولايتونو، اسيايي او اروپايي هيوادونو ته دمسافرانو اوتجارتي مالونو دليږدونې په لاره کې دهوايي خدمتونو د وړاندې کولو څه ناڅه پنځوس کلنه سابقه لري؛ هوډمن دى چې مسافرو ته د زياتو اوښو اسانتياو د برابرولو په لاره کې په کورنيو اوبهرنيو څانګو کې د اريانا افغان هوايي شرکت د الوتنو دتکټ د ريرزف او دشرکت دنورو معلوماتو په باب، ٢٤ ساعته معلوماتو د وړاندې کولو په برخه کې، انلاين خدمتونه د  www.fly.ariana   ويب پاڼې له لارې همکارانوته ورسوي.
 

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٨ :
دهلمندولايت دمارجې ولسوالۍ نوى ودانۍ نن پرانستل شوه.
دباخترا ژانس دخبرله مخې:  دهلمندوالي محمدګلاب منګل ددغې ودانۍ  د پرانستلو په وخت کې وويل:  دغه ودانۍ دهلمند دبياجوړولو د ولايتي ټيم په مرسته د اووه سوه پنځوسو زرو امريکايي ډالرو په لګښت دپنځه جريبه ځمکې په ساحه کې جوړه شوى ده .
دغه ودانۍ  اوولس ادارې  خونې ، دکنفرانس سالون  اونور ضروري ملحقات لري.
د هلمندوالي وويل: اوس په مارجې ولسوالۍ کې امنيت تامين دى او د ودانيو دکمښت له پلوه ددغې ولسوالۍ دمنسوبينو ستونزې لرې شوي دي.
 

کابل باختر آژانس دوږى٢٨
د دولت نهه تنه وسله وال مخالفين دکندز ولايت دچاردرې ولسوالۍ دتويره کش په کلي کې دسولې له بهير سره يوځاى شول.
ويل کيږى دغه کسان دسولې د اوونۍ په درناوى له دولت سره يوځاى شوى دي.
دباختر آژانس دخبر له مخې: دکندز والي محمد انور جګدلک دغوکسانوته هرکلى ووايه  او ويې ويل: سوله دټولو خلکو اړتيا ده او جګړه له تباهى او ويجاړ تيا پرته بلې څه  نه رامنځته کوي .
ده ددولت له وسله والو مخالفينو څخه وغوښتل چې له جګړې او ورور وژنې څخه لاس واخلي او دسولې له بهير سره يوځاى شي.
ديادونې وړده چې د روان کال په بهير کې د دولت پنځه سوه پنځوس تنه وسله وال مخالفين ددغه ولايت دسولې دعالي شورا په همکاري دسولې له بهير سره يوځاى شوي دي
 

کابل باختر آژانس دوږى٢٨
په غزني کې دپاڅون کونکو او ياغيانو ترمنځ نښته کې درې تنه ياغي طالبان او درې تنه پاڅون کوونکي ووژل شول او څلورتنه نور ياغيان ټپيان شول.
دغه جګره تيره شپه ددغه ولايت داندړو ولسوالۍ په موريانې کلي کې ونښته .
دغزني د اندړو ولسوالۍ دپاڅون کوونکو مشر فيض الله فيضان باختر آژانس ته وويل: ياغي طالبانو د دوى دتګ راتګ په لاره کې کمين نيولي و، دهغې جګرې له امله چې ونښته درې تنه ياغي طالبان ووژل شول او څلورتنه نوريې ټپيان شول.
ده وويل: په دې نښته کې د دوى درې تنه ځواکونه هم وژل شوي دي او دياغيانو يو شمير وسلې او مهمات او دوه موټر سايکلو نه هم د دوى لاس ته ورغلي دي.
 

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٨ :
دشهيدانو، معلولينو، کار او ټولنيزوچارو وزارت خبرتيا!
په کابل ښارکې په اوونۍ کې  دپنځه ورځې کار او د دوو ورځو رخصتيو دپنجشنبه او جمعې له مخې دکار دپيل او پاى رژيم  :
_  دتلې دمياشتې  له لومړۍ نيټې څخه دکب دمياشتې ترپاى پورې دکارپيل دسهار په اتو بجو او دکار پاى په اوونۍ کې دپنځه ديرشو ساعتونو کار له مخې  دلمانځه د ادا کولو او ډوډۍ خوړلو لپاره دغرمې  له دولسو بجو څخه له غرمې وروسته تريوې بجې پورې ديو ساعت  وقفې په پام کې نيولوسره  له غرمې وروسته په څلورو بجو.
د کب دمياشتي ترپاى پورې   دکار پيل دسهار په  اتو بجو  او دکار پاى  په اوونۍ کې دپنځه ديرشو ساعتونو کار له مخې دلمانځه  د ادا کولو او دډوډۍ خوړلو لپاره دغرمې له دولسو بجو څخه له غرمې وروسته تريوې بجې پورې د يوساعت وقفې په پام کې نيولو سره له غرمې وروسته  ترڅلورو بجو په اوونۍ کې دشپږو ورځو کار له مخې  په ولايتونو او دبانکونو په ګډون دکابل ولايت په ولسواليو کې دکار دپيل اوپاى رژيم  .
_  په اوونۍ کې  دشپږو ورځو کار له مخې په ولايتونو اوبانکونو په ګډون دکابل ولايت  په ولسواليو کې دکار دپيل اوپاى رژيم.

_  دتلي دمياشتې له لومړۍ نيټې څخه دکب دمياشتې تر پاى پورې دکارپيل دسهار له اتو بجو و،دکار پاى دلمانځه د ادا کولو او د ډوډۍ خوړلو لپاره دغرمې له ١٢ بجو څخه  له غرمې وروسته تريوې بجې پورې  ديوساعت وقفې په پام کې نيولوسره غرمې وروسته تردريو بجو او ديرشو دقيقو او دپنجشنبې د ورځو دکار پيل دسهار له اتو بجو اوديرشو دقيقو اودکارپاى په اوونۍ کې دپنځه ديرشو ساعتونو کارپه پام کې نيولو سره له غرمې وروسته په يوه نيمه بجه .
_ په توليدي ، خدماتي موسسو ، په دايمي فعالو برخو ، ( دکار د شفتونو دتنظيم، نشراتي موسسو او په روغتيايي مرکزونو کې دکار وختونه   دکاري خصوصيتونو ، اقليمي اومنطقوي  شرايطو په پام کې نيولوسره  د اړوندو لايحو اومقرراتو سره سم  دي، په اوونۍ کې دپنځه ديرشو ساعتونو کارپه پام کې نيولوسره تنظيم او عيارکړي .
_  دتعليمي اوتحصيلي موسسو او ادارو لرونکي وزارتونه دې  دخپل کار دپيل اوپاى رژيم له اړوندو لايحو اومقرراتو سره سم عيارکړي.

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٨ :
دسمنګانو ولايت د انتخاباتو دخپلواک کميسيون د ولايتي دفتر د ادارې دنوى ودانۍ لومړۍ برخه دملګروملتو د سازمان د پرمختيايي ادارې په مالي مرسته دايبکو په ښارکې بشپړه شوه .
دسمنګانو ولايت د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د دفتر ولايتي مسوول محمدکريم باختراژانس ته وويل: ددغه کميسيون د ادارې د ودانۍ  د جوړولو کار داته جريبه ځمکې په ساحه کې په دوو پړاونو کې په پام کې نيول شوى و چې د ايبکو دنوى ښار دماسترپلان په ساحه کې جوږيږي .
ده وويل: ددغې ودانۍ لومړۍ برخه ديوسلو شپيتو زرو امريکايي ډالرو په لګښت  جوړه شوى ده چې دملګروملتو  د سازمان د پرمختيايي ا داريې له خوا تمويل شوى دي .
محمدکريم  دغه راز وويل چې په راتلوونکې  پروګرام کې ددغه کميسيون  دفترونه او سترسالون جوړيږي .
په همدې حال کې د سمنګانو ولايت د والي د دفتر مطبوعاتي مسوول دملګروملتو دپرمختيايي ادارې ددغه اقدام له امله مننه وکړه او ويې ويل: د دونرونو او مرستندويو هيوادونو په مرسته او دغه راز د دولت  له بودجې څخه ددغه ولايت  په سلوکې اويا دولتي ادارو ته نوى  ودانۍ  جوړې شوي دي چې دغې ودانۍ  په دغه ولايت کې خلکو ته دښوخدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ښه رول لوبولې دي.
ده وويل:  خو اوس ددغه ولايت په سلو کې ديرش دولتي ادارې دمناسب ځاى د نشتوالې له ستونزې سره مخامخې دي اوپه کرايي کورونو کې ورځني چارې پرمخ بيايي .
داپه داسې حال کې ده چې همداوس ددغه وزارت دمستوفيت، اطلاعاتو اوفرهنګ ، کانونو ، اقتصاد اود عدليې د رياستونو د ودانيو دجوړولو کار دوام لري چې ټاکل شوى ده په نږدې راتلوونکې کې دغه ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شي .