24 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر دلړم څوارلسمه
  دشهيدانو،معلولينوکار اودټولنيزو چارووزارت په وړانديز او دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي  په منظوري دطبي علومو ماستر پوهنيار ډاکتر حسام الدين همراه دعلمي کادر په ساتنې سره ددغه وزارت دکار دچارو دمعين په توګه تاکل شوى دى .
ډاکتر حسام الدين همراه دماستري لوړي زده کړي کړي دي او دحل او عقد په شورا ، په بيړني لويه جرګه اوپه دوديزه لويه جرګه کې دخلکواستازي په توګه په فعاله توګه ګډون کړي دي  او دعامې روغتيا وزارت دمعين ، ددغه وزارت داداري رييس او دمعالجوي طب درييس په توګه يې کار کړي دي
دغه راز ډاکتر همراه داداري او مالي په څانګه کې دماليزيا له نړيوال پوهنتون څخه دماستري سندلري او دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست له مقام څخه يې څو مډالونه او لومړۍ درجه ستاين ليکونه ترلاسه کړي دي .
 

کابل باختر دلړم څوارلسمه
په لوګر ولايت کې سيمه ئيزو مقاماتو دتروريزم ضد پوځي عملياتو دپاي ته رسيدو خبر ورکړ .
دغه عمليات ددريو ورځو لپاره په پل علم ښار پوري اړوند دپشتون  اباد او قلعه سرسنګ  په سيمو او دبره کې برک ولسوالۍ په ځينو سيمو کې پيل شوي و .
  ويل کېږي چې ددغو عملياتو په بهير کې څو تنه وسله وال  طالبان و وژل شول يو تن يې ونيول شو او ددوى دجنګي وسايلو څو ډيپوګانې دافغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي
دلوګر ولايت امنيه قوماندان غلام سخي روغ ليوني باختر اژانس ته وويل چې ددغو عملياتو په بهير کې دلوګر ولايت په مرکز پوري اړوند دپښتون اباد او دسرسنګ سيمي او دبره کې برک ولسوالۍ ځيني برخې  دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاکي شوي دي
روغ ليوني تاييد کړه چې په دغو عملياتوکې څو تنه وسله وال طالبان  هم وژل شوي دي او يو تن يې نيول شوي او دهغوى دجنګي وسايلو څو ډيپوګانې هم دافغان پوځيانو لاس ته ورغلي دي
درارسيدلو خبرونو له مخې دغه پوځي عمليات دسيمي داوسيدونکو په غوښتنه دوسله والو طالبانو په پټنځايونو پيل شوي و .  تراوسه پوري په دغو عملياتو کې دافغان پوځيانو دسردزيان په باب څه نه دى ويل شوي .
 

کابل باختر دلړم ١٤مه
د ایټالیا صدراعظم ښاغلي ماریو مونتي د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهور رئیس حامد کرزي سره په ارګ کې د یوه ګډ خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به ایټالیا افغانستان یوازې پرې نه ږدي او د دواړو هېوادونو تر منځ د لاسلیک شوي سند په چوکاټ کې به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ
ماریو مونتي په افغانستان کې د ایټالیا د راتلونکې ماموریت په اړه وویل: له ۲۰۱۴ کال وروسته به لکه د نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې د ایټالیا ماموریت هم بدل شي ، خو د افغانستان د بنسټونو د پیاوړتیا او په اقتصادي برخه کې به ددغه هېواد مرستې دوام ومومي.
د ایټالیا صدراعظم په افغانستان کې د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو په اړه وویل چې دا انتخابات به د افغانستان د خلکو په ژوند کې یوه داسې نوې پاڼه پرانیزي، چې هغه ته به ستاسو د پرمختګونو د دوام په سترګه کتل کېږي.
ماریو مونتي په افغانستان کې یو شمېر ستونزو ته د اشارې په ترڅ کې وویل: په افغانستان کې ستونزې شته، خو ډاډمن یو چې د نړیوالې ټولنې په مرسته به له منځه لاړې شي.
ده زیاته کړه: موږ دا همکارۍ دداسې هڅې په توګه تر سره کوو چې دا سیمه او په خاصه توګه افغانستان په یوه داسې هېواد بدل شی چې په سیمه او نړۍ کې د سولې د ټینګولو په برخه کې ونډه واخلي او په لازیاتو ټولنیزو او اقتصادي پرمختګونو برلاسی  شي. 
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس د ایټالیا صدراعظم ښاغلي ماریو مونتي ته د ښه راغلاست  دویلو تر څنګ په تېرو لسو کلونو کې د ایټالیا د مرستو له امله مننه او قدرداني وکړه.
د هېواد جمهور رئیس په افغانستان کې د ایټالیا د خدمت په اړه وویل: په تېرو لسو کلونو کې د ایټالیا خلکو له افغانستان سره تر ۵۰۰ میلیون ډالرو زیاته مرسته کړې ده. د ایټالیا خلک د زړه له اخلاصه د افغانستان د خلکو په خدمت کې وو.
حامد کرزي وویل چې موږ ددوی د لس کلنو همکاریو او تر یوې پېړۍ زیات له دوی سره زموږ د دوستۍ له امله مننه کوو.
د هېواد جمهور رئیس زیاته کړه، د ایټالیا صدراعظم زموږ په څېر ډاډ لری چې افغانستان به د خپل توان پر مټ پر مخ لاړ شي او خپل پرمختګونه به وساتي.
حامد کرزي د انتخاباتي شکایتونو د اورېدو په کمیسیون کې د دوو بهرنیو غړو د شتون په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: افغانستان د ملي حاکمني او اساسي قانون خاوند دی، د نړۍ په هېڅ هېواد کې چې ملي حاکمني او آزادي لري، په داخلي، انتخاباتي او دولتي نهادونو کې یې بهرني کسان حضور نلري. 
ده زیاته کړه: افغانستان باید په خپله د نورو هېوادونو په څېر خپلې سیاسي، اجتماعي او اقتصادي چارې او دغه راز انتخابات تر سره کړي او بهرنیانو ته پدې برخه کې اړتیا نشته.
 

کابل باختر دلړم څوارلسمه
دسنا مجلس  دلومړۍ نايب محمد علم ايزديار په مشرۍ  دمشرانو جرګي په نننۍ غونډه کې دافغانستان داسلامي جمهوريت او دالمان دفدرالي جمهوريت ترمنځ ددوه اړخيزي همکاري موافقه ليک او دافغانستان او دسارک دغړو هيوادونو ترمنځ دژوندانه دچاپيريال دهمکاريو په باب دسارک کنوانسيون تصديق او دمالي چارو او دعامه لګښتونو داداري دقانون ديو شپتيمې مادي  دتعديل  طرحه تصويب شوه . 
دمشرانوجرګي مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ دغه سندونه چې دنړيوالو چارو په کميسيون او په نورو کميسيونونو کې څيړل شوي و دسناتورانو  نجيبې حسيني او دحميرا نعمتي له خوا وړاندې شول چې دافغانستان او المان ترمنځ ددوه اړخيزي همکاري موافقه ليک په يوه سريزه او نهومادو کې او دافغانستان اودسارک دغړو هيوادونو ترمنځ دژوندانه دچاپيريال دهمکاريو په باب دسارک کنوانسيون په دولسو مادو کې تصديق شول .
دغه راز دمالي او دعامه لګښتونو دچارو داداري دقانون ديو شپتيمي مادي دتعديل طرحه چې دملي اقتصاد ، مالي او بودجي په کميسيون او په نورو کميسيونونوکې تر تدقيق لاندې نيول شوې وه ، دسناتورانو مولوي عبدالوهاب عرفان او د ډاکتري انار کلي هنريار له خوا وړاندې شوه چې دغړو له خوا دنظر له څرګنديدو وروسته تصويب شوه خو دغونډي دازادو خبرو په برخو کې سناتور ګل احمد اعظمي په فراه ولايت کې اته سوه تنو ښوونکو ته دښارګوټې  دجوړولو په باب  معلومات ورکړل او زياته يې کړه چې په فراه ولايت کې بنديان په ټاکلي وخت دخپلو نسبتي دوسيو  دپړاونو دنه بشپړيدو  له امله سخت شکايت  لري .
او دموضوع دڅيړنې لپاره دلوى څارنوالۍ له خوا ديو واکمن هيئت داستولو غوښتنه کوي .
سناتور نعمت الله پوپل څرګنده کړه چې په دغه ولايت کې بزګرانو داړوندو ارګانونو په غوښتنه دکوکنارودکرکېلې په بدل کې  دپومبي او ځينو غلوډانو په کرکېلې لاس پوري کړ چې په زرګونو ټنه پومبه ترلاسه شوه خو مسوولينو دبازارموندلو زمينه مساعده نه کړه چې دپومبي کروندګر له زياتو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان دي او خبر داري يې ورکړي دي که چېري په دې لاره کې لازمه پاملرنه  ونه شي دکوکنارو کرکېله په زياته شي اوهم ده په دغه ولايت کې ديو معياري روغتون دجوړولو غوښتنه وکړه او دخوست ولايت  سناتور عارف الله پښتون په ټاکلي وخت دګرديز خوست سړک په نه جوړيدو ددغه ولايت دسناتور له خوا انتقاد وشو او په دې برخه کې دمسوولينو پاملرنه جلب شوه .
دغه راز يو شمير سناتورانو د١٣٩٣کال دوري دمياشتي په شپاړسمه نيټه دجمهوري رياست او دولايتي شوراګانو دانتخاباتو دوخت داعلام هرکلي وړ اوپه اوسنيو شرايطو کې يې يو وخت انتخابات دهيواد په ګټه وبلل که چېري هر انتخابات په جلا جلا توګه ترسره شي  ددولت له مالي توان څخه لري دي اوڅرګنده يې کړه چې دانتخاباتو دترسره کولو تروخته پوري کافي وخت شته چې دالکترونيکې  تذکرو دويش په برخه کې چې تقلبونه کموي اقدام وشي او هم څرګنده شوه چې دخيرخانې  دساحي په صرافانو له يوي نيمي مياشتې راپديخوا څوځلې  دوسله والو غلو له خوا بريد شوي دي لکه څنګه چې پرون يو صراف دپوليسو ديوولسمې حوزي په ساحه کې دوسله والو غلو له خوا ټپي کړي شو او ددغي حوزي مسوولينوکوم  اقدام ونه کړي شو  چې دهغوى دامنيت  په تامينولو باندې ټينګار وشو .
دغه راز په غونډه کې  له ٢٠١٤ کال وروسته د مجاهدينو دنظامي قطعاتو دجوړولو په باب د انرژي او اوبو دوزير  محمد اسمعيل  وروستي طرحه ديو شمير سناتورانو له غبرګون سره مخامخه شوه او وويل شول چې دغه عمل دمرکزي دولت په زيان دي او دسيمي هيوادونه به له دې څخه ناوړه استفاده وکړي اوښه به وي چې دامنيتي تشي د ډکولو لپاره دي امنيتي ځواکونه پياوړي اوسمبال شي او دولت دې ددغو انديښنو دلري کولو په لاره کې ملي تصميمونه ونيسي ، په پاى کې  وپتيل شوه . چې دغه موارد دې دمشرانوجرګي داړوندو کميسيونونو او دهغې داارالانشا له لاري تعقيب شي .
دغه راز په غونډه کې دطالبانو له خوا په قندهار ولايت کې په واټونوکې ماين ښخوول چې له امله يې ددغه ولايت دډنډ ولسوالۍ امنيه قوماندان رحمت الله  و وژل شو په ډيرو سختو الفاظو سره وغندل شول او ددغې پيښې دعاملينو په نيولو باندې دټينګار په ترڅ کې دکلام الله مجيد دڅومبارکو ايتونو په لوستلو سره دده پاک روح ته دعا وشوه .
ديوبل خبر له مخې دکابل ښار په شپږمې  تعليمي حوزي پوري اړوند دعلاوالدين دليسې يو شمير زده کوونکو  او استادانو دمشرانوجرګي ددارالانشا داطلاعاتو اوعامه اړيکو رياست دروزنيزو پروګرامونو په چوکات کې دمشرانوجرګي دعمومي غونډي بهير او دملي شورا نوري څانګې وکتلي .
ددغې کتنې په بهير کې دمشرانوجرګي دويم نايب حاجي رفيع الله ګل افغان له هغوى سره دکتنې په ترڅ کې دهغوى ستونزي واوريدي او دهغو په حل کولو کې دې دهمکاري ژمنه وکړه .
 

کابل باختر دلړم څوارلسمه
دطالبانو يوقوماندان په غزني ولايت کې ونيول شو .
ويل کېږي چې دغه قوماندان دملي امنيت دځواکونو په عملياتوکې نيول شوي دي .
دغزني ولايت دملي امنيت درياست يوه خبرځاى  باختر اژانس ته وويل دغه قوماندان ملا اختر محمد نوميږي او دغزني ښار په مربوطاتو کې دطالبانو يو مشهور قوماندان دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل دغه سړى دغزني ولايت په مربوطاتو کې په زياترو ځانمرګو بريدونو ، ورانکارو عملونو اوپه واټونوکې دماينونو په ښخولو کې فعال رول درلود .
 

کابل باختر دلړم څوارلسمه
دملي دفاع وزارت خبرځايونه ايي چې نهه  تنه وسله وال مخالفين دملي اردو له ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي
دملي دفاع وزارت دويندوي مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړدملي اردو منسوبينو دګلستان ولسوالۍ په مربوطاتوکې چاڼيز عمليات ترسره کړ چې له امله يې اووه تنه وسله وال مخالفين و وژل شول او درې تنه نور يې ونيول شول او دوه ميله پيکا ، يو توغندي ويشتونکې او اووه کلاشينکوفونه دملي اردو دځواکونو لاس ته ورغلي دي
دغه راز په هغو ورته عملياتوکې چې دقندهار ولايت دشاه ولي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول دوه تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي
ويل کېږي چې په دغو عملياتوکې يوه اندازه جنګي وسايل او تجهيزات  هم ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبر له مخې يو وسله وال مخالف دنيمروز ولايت په مربوطاتوکې دماين ښخولو په وخت کې  و وژل شو  ، ويل شوي دي يوه درې کسيزه ډله پرون مازيګر کله يې چې غوښتل دنيمروز ولايت ددلارام ولسوالۍ په سړک کې يو ماين ښخ کړي ماين وچاوديد او له امله يې يو  تن و وژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول .
 

کابل باختر دلړم څوارلسمه
په بغلان ولايت کې داور لګيدنې له امله يو تن و وژل شو او يو تن بل ټپي شو .
دغه اور دبغلان ولايت داندراب دبنو ولسوالۍ په مربوطاتو کې داستوګنې په يو کور کې ولګيد .
دبنو ولسوال عبدالولي حميدي باختر اژانس ته وويل په دې اور لګيدنه کې چې تيره شپه ددغې ولسوالۍ د استوګنې په يو کور کې ولګيددزياتو مالي تاوانونوپه اوښتوسربيره  يو تن وژل شوي او يو تن ټپي شوى دى .
دحميدي دڅرګندونو له مخې داور لګيدنې په دې پيښه کې سربيره پردي چې ددغه کور دڅلورو خونو ټول وسايل له منځه تللي دي يوه څوارلس کلنه نجلۍ د سوځيدنې دسختوالې  له امله وژل شوي او يو تن بل ټپي شوي دي
  دغه راز ده په دې ترڅ کې چې ددغې پيښې اصلي علت دکورنۍ دغړو غفلت  او بې پروايي وبلله څرګنده کړه چې ددغې پيښې ټپي دټپونو دژورتيا له امله ددرملنې په مقصد کابل ته ليږدول شوي دي .
 

کابل باختر دلړم څوارلسمه
دانسان تښتوونکو دبانډ يو سرګروپ  له دوو تنو همکارانو سره يې په غزني ولايت کې ونيول شو .
ويل کيږي چې دغه سرګروپ  دملي امنيت دمسوولينو له خوا دغزني ښار په مربوطاتو کې نيول شوي دي . دغزني ولايت دملي امنيت يو خبرځاى باختر اژانس ته وويل دسړي تښتوونکوديو بانډ سرګروپ  په طوفان مشهور نعيم  له دوو تنو همکارانو  سره يې تيره شپه  دملي امنيت دځواکونو له خوا دغزني ښار په مربوطاتو کې ونيول شو .
  يوه اړونده خبرځاى وويل  له نيول شوي سړي څخه چې دميدان وردکو ولايت اصلي اوسيدونکي دي يوه تومانچه  او يو موټر هم د دملي امنيت دځواکونو لاس ته ورغلي دي .
  ديادونې وړ ده چې دروان کال له پيل څخه تراوسه پوري امنيتي ځواکونه په غزني ولايت  کې  ددريو ډلو انسان تښتوونکو په نيولو بريالي شوي دي
 

کابل باختر دلړم څوارلسمه
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معين وايي په هيواد کې دملکي وګړو دسردزيان په سلو کې د پنځه اتيا په واټونوکې دښخ کړاى شويو  ماينونو دچاودنو زيږنده ده او داکار رسنيو ته دنده سپاري  چې په دې باب  دې دعامه ذهنونو په روښانولو کې پاملرنه وکړي .
دباختر اژانس دخبر له مخې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معين دين محمد مبارز راشدي چې نن يې د چاوديدونکو توکو او دچاوديدونکو وسايلو په باب دعامه پوهاوي په کميته کې خبري کولي وويل دملکي وګړو امنيتي ځواکونو او دبهرنيو عسکرو دسرډير دروند زيان په واټونوکې دچاوديدونکو توکو زيږنده دي
ددغې کميټې هدف دادي چې داسې پروګرامونه ترلاس لاندې  ونيسي چې ملکي وګړي او امنيتي  ځواکونه  ترلاس لاندې ونيسي چې ملکي وګړي او امنيتي ځواکونه ددې پوهاوي ترلاسه کړي چې له مشکوکو شيانو چاوديدونکو توکو او په واټونوکې له ښخ کړي شويو ماينونوسره په چلند کې څه ډول داحتياط لاره رعايت کړي چې دچاوديدونکو توکو قرباني نه شي
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معين په ډاګه  کړه چې په هيواد کې  دملکي وګړو په سلوکې پنځه اتيا زيان په واټونوکې په ښخ کړي شويو ماينونو دچاودنو زيږنده  دي که چېري  په دغو مواردو کې خلکو ته لازم معلومات ورکړي شي دغه شمير به تر زياتي اندازي پوري کمښت ومومي .
ددغې کميټې په غونډه کې داطلاعاتو او فرهنګ په وزارت پوري داړوندو مسوولنيو په ګډون سربيره دپوهنې وزارت معين ،دملي دفاع ،کورنيو چارو او د حج او اوقافو  دوزارتونو ، دملي امنيت دلوى رياست ، او دسيمه ئيزو ارګانونو دخپلواکه اداري مطبوعاتي مسوولينو او ويندويانو ، دايساف استازي اوپه کابل کې دامريکا دسفارت استازي برخه لرله .
ديادونې وړ ده چې څه موده مخکې دهيواد جمهور رييس ديو فرمان په صادرولو سره حکومتي مرکزونو ته دنده وسپارله چې دنړيوالې ټولني سره په همکاري کې دې  په واټونوکې دچاودنو له امله درامنځته شويو خطرونو په باب لازم تدبيرونه او اقدامات ترلاس لاندې ونيسي او ددغه فرمان په رڼا کې دعامه پوهاوي دکميټې په ګډون څو کاري کميټې جوړي شوي چې سرپرستي يې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په غاړه لري .
 

کابل باختر دلړم څوارلسمه
  دبهرنيو چارو وزارت ويندوى نن په يو خبري کنفرانس کې ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې دديورند دکرښې په باب اصلي تصميم نيوونکې دافغانستان ملت دي .
دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې دبهرنيو چارو وزارت ويندوى  جانان موسي زي  چې دخبريالانو په وړاندې يې  خبري کولي زياته کړه چې دديورند کرښه يو ستر تاريخي  واقعيت دي په افغانستان کې هيڅ حکومت  او دولت نه شي کولي په يوازيتوب سره دديورند دکرښې د حقوقي حالت په باب تصميم ونيسي ، دغه تصميم نيغ په نيغه  دافغانستان په ملت پوري اړه پيداکوي .
  موسي زي دغه راز په دې خبري کنفرانس کې وويل  چې  ده دافغانستان په هيواد کې دبحران د ډلې دفعاليت په اړوند هراړخيزي څيړنې ترسره کوي او په پاى کې به يې دافغانستان حکومت په دغه هيواد کې ددغې ډلې دشتون په اړوند مناسب تصميم ونيسي .
دموسي زي دڅرګندونو له مخې په نږدي راتلونکې کې دافغانستان دسولې دعالي شورا يو هيئت پاکستان ته سفر کوي چې له پاکستاني مقاماتو سره په افغانستان کې  دسولې په اړوند مفصلې خبري وکړي .
  دغه راز ده په دې خبري کنفرانس کې دهيواد دبهرنيو چارو وزارت دژباړونکو دڅانګې  دپياوړتيا خبر ورکړ او وي ويل  چې ددغې څانګې په پياوړتيا سره هغه ټول قراردادونه  تړونونه موافقه ليکونه او سندونه چې دافغانستان لوري له بهرنيو هيوادونو سره لاسليک کړي دي  دهيواد په دو اړو ملي ژبو ژباړل  کېږي او چاپيږي ده دغه راز بهر ته  دافغانستان دمقاماتو په سفرونو کې دبهرنيو چارو وزارت  داستازو دشتون او دبرعکس  يادونه هم وکړه او وي ويل  چې دوزيرانو شورا له پريکړي سره سم چې هيواد ته دبهرنيو مقاماتو اوبهر ته دافغانستان دمقاماتو په ټولو سفرونوکې به دبهرنيو چارو وزارت استازي ګډون ولري .
ده دځانمرګې بريد پرضد دسعودي عربستان دمفتي اعظم دفتوا هرکلي وکړ او وي ويل چې  دغه فتوا دبهرنيو چارو وزارت په هلوځلو سره صادره شوې ده
ده په متحده عربي اماراتو کې داريانا شرکت د جريمي موضوع يوه حقوقي مسئله وبلله او وي ويل چې ددغه شرکت استازي په اماراتوکې شته او کولي شي چې داماراتودعدلي او قضايي ارګانونو له  لاري دغه ستونزه حل کړي که چېري دبهرنيو چارو وزارت همکاري ته اړتياوي کولي شي له دغه شرکت سره همکاري وکړي .