24 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل- باختر دلړم څواړلسم
دوسله والو طالبانو د ډلې يو قاضي پرون په لغمان ولايت کې ووژل شو
د شمشاد ٢٠٢ ساحوى زون دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ مقتول مولوى نصير نوميده او ددغه ولايت دشهباز دکلي اوسيدونکې چې د ناپيژندل شويو کسانو له خوا و وژل شو.
 

کابل باختر دلړم څوارلسمه
ديارلس تنه ياغي طالبان دملي پوليسو  له ځواکونو سره د نښتي په بهير کې و وژل شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ  امنيتي ځواکونو په تيرو څليرويشتو ساعتونوکې دکابل ، کونړ ، ننګرهار ، سرپل ، قندهار ، ميدان وردکو ، لوګر او دغزني دولايتونو په مربوطاتو کې  دامنيت دتامينولو په مقصد پوځي عمليات ترسره کړل چې په بهير کې يې ديارلس تنه ياغي طالبان و وژل شول يو طالب ټپي او پنځه تنه نور ياغيان ونيول شول .
ويل کېږي ددغو عملياتو په بهير کې ددښمن پنځه ميله پيکا ، اته کلاشينکوفونه ، پنحه ميله ډول ډول وسلې ، دوه ايکم مخابري  يو توغندي ويشتونکې  ، يوولس ډول ډول ماينونه ، اته سوه پنځوس کېلوګرامه چاوديدونکې توکې نور پوځي  تجهيزات  او شپږ موټرسايکلونه هم په عملياتوکې دبرخه والو ځواکونو لاس ته ورغلي دي
ديوبل خبر له مخې درې ماينونه چې له لري واټن څخه کنټروليدل نن دفارياب ولايت په مربوطاتو کې دپوليسو له خوا کشف او شنډ کړي شول .
دغه ماينونه دفارياب ولايت دشيرين تګاب ولسوالۍ په عمومي سړک کې ځاى پرځاى شوي وو .
 

کابل باختر دلړم څوارلسمه
دبلخ ولايت دهوايي ډګر  نوى  تاسيسات به په نږدي راتلونکې کې ګټې اخستنې ته  وسپارل شي .
ويل کېږي  ددغو تاسيساتو دجوړولوکار چې دوه کاله مخکې پيل شوي و په سلو کې نهه نوى پرمخ تللي دي .
دبلخ ولايت دهوايي ګر امنيتي قوماندان  سرڅارمن خان محمد مطمين  باختر اژانس  ته وويل ددغه هوايي ډګر دتاسيساتو دجوړولوکار  دالمان په مرسته د پنځه پنځوسو مليونو يورو په لګښت دکورنيو او بهرنيو شرکتونو په همکاري ترسره کېږي .
  ده زياته کړه پخوا دغه ډګر  کوچني و او ښه امکانات يې نه درلودل اوس  ددوو سترو  تر مينلونو  په جوړولو او دمسافرانو دمالونو دچک  اوڅيړنې ددستګاو په درولو سره مسافرانو ته ښه امکانات برابر شوي  دي .
خبرځاى  زياته کړه تراوسه پوري دکام اير ، صافي او اريانا په ګډون ددريو هوايي شرکتونو الوتکې له دغه ډګر څخه الوتنې کوي چې دنويو تاسيساتو په پرانستلو سره  څو بهرني هوايي شرکتونو هم د فعاليت دتياري اعلام کړي دي
مطمئين زياته کړه نوي هوايي ډګر  يو بشپړ هوايي ډګر دي چې دهغو مسافرانو په اقتصاد کې چې له ولايتونو څخه بهر ته سفر کوي هم مثبته اغيزه لري .
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ١٣ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس  حامدکرزي له خوا دامريکا دجمهوررييس بارک اوباما په نامه په دې شرحه دخواخوږي  او ډاډګيرنې پيغام ليږل  شوى دى.
ښاغلي جمهوررييس اوباما زه دامريکا په ختيځوسواحلو کې دسندي توپان دويجاړيو دتصويرونو په ليدلوسره سخت خواشيني شوم .
په دې وسيله دافغانستان دخلکو په استازيتوب ستاسو دخلکو دسردزيان له امله  دخپلې ژورې خواخوږي اوډاډګيرنې مراتب څرګندوم .
په دغه شان حالاتو کې چې دامريکا دختيځو سواحلو خلک په ستونزو کې ژوند کوي موږ دامريکا له خلکوسره خپله دوستي او پيوستون څرگندو.
هغه کسانو ته چې خپل عزيزان اوکاروبار يې له لاسه ورکړي دي  ډاډګيرنه او خواخوږي څرگندو اوهيله لرو چې دغه بدحالت ډير ژر پاى ته ورسيږي.
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ١٣ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس حامدکرزي په مشري  دجمهوري  رياست  دانتخاباتو او دهيواد دراتلوونکي په باب دهيواد دسياسي ، اقتصادي  اوپوځي مسلو له کارپوهانو او خبريالانوسره مشورتي غونډه جوړه شوه.
باختراژانس ته د جمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې :
په دې غونډه کې چې نن غرمه په ارګ کې جوړه شوه دهيواد خبريالانو او کارپوهانو  دجمهوري رياست  دراتلوونکو انتخاباتو دښه او بريالى ترسره کولو په خاطر خپلې نظريې او وړانديزونه بيان کړل.
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس  حامدکرزي په دې غونډه کې په دې ترڅ کې چې د افغانستان راتلوونکي مثبت وڅيړه ويې ويل چې حکومت په هيواد کې دبيان دازادي  بشپړملاتړکوي خو دهيواد مطبوعات بايد دخلکو  دروحيې دپياوړتيا او دهيواد دملي  ګټو دساتنې په لاره کې هلې ځلې وکړي.
وروسته خبريالانو او کارپوهانو په هيواد کې دبيان ازادي بې ساري وبلله او دجمهوري رياست دانتخاباتواودباثباته،سوکاله اوپه خپلوپښو ولاړدافغانستان دراتلوونکي په باب خپلې نظريې وړاندې کړې.
په پاى کې پريکړه وشوه چې جمهوررييس دهيواد دراتلوونکي  اوپه هغه کې  درسنيو درول په  باب دخبرو په خاطر په راتلوونکي اوونۍ کې هم غونډه وکړي.
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ١٣ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهورررييس  حامدکرزي له   خوا دسعودي عربستان دباچا په نامه په دې شرحه دډاډ ګيرنې او خواخوږي پيغام صادرشوى دى .
خادم الحرمين الشريفين  اودسعودي عربستان باچا اعليحضرت ملک عبدالله بن عبدالعزيز آل سعود .
السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
په ژورې  خواشيني سره مې دورور هيواد سعودي عربستان په پايتخت رياض ښارکې دتيلو دټانکر دچاودنې له امله دسر درسيدلى زيان خبر ترلاسه کړ.
انالله وانااليه ر اجعون
په دې وسيله  دخپلې ژورې ډاډګيرنې او خواخوږي مراتب  دخادم الحرمين الشريفين تاسو اعليحضرت ، دسعودي عربستان شاهي کورنۍ او دسعودي عربستان حکومت او وروڼو خلکو ته څرگندوم.
دلوى خداى ج  له دربار څخه تاسو   اعليحضرت خادم الحرمين الشريفين ته دبرياليتوب اوسلامتيا ، ددغې پيښې قربانيانوته دفردوس جنت  او کورنيو ته يې دجميل صبرهيله کوم.
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ١٣ :
دجمهوري رياست لومړى مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم نن له غرمې مخکې دهيواد دڅارنوالانو په دريم سراسري کنفرانس کې ديوې وينا په اورولو سره  دقانون په تحقق اودعدالت  په پلي کولو کې دڅارنوالانودندې  څرگندې او مهمې وبللې .
باخترا ژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دخبرله مخې :
په دې کنفرانس کې چې دانترکانتيننتال هوټل په بالروم کې جوړشوى و،  لومړى لوى څارنوال محمداسحق الکو د کنفرانس دجوړولوداړتيا په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې په دې  کنفرانس کې شته ستونزې اوچلنجونه څيړل کيږل اودکار دپرمختګ لپاره دحل لارې چارې  لټول کيږي .
وروسته دجمهوري رياست لومړى مرستيال دټولني او قانون په تعريفولو سره دهيوادوالو دډاډمنې وثيقې په توګه  دقانون دارزښت په باب يوه  هراړخيزه وينا وکړه.
دجمهوري رياست لومړى مرستيال زياته کړه: ټولنه داسې  ټولنيز قرارداديا ميثاق اويا تړون ته اړتيالري  چې دهغه له مخې دټولني وګړي او حکومت  ددغه قرارداد له لارې  خپل متقابل مکلفيتونه پيدا کړي .
دجمهوري رياست لومړى مرستيال  وويل :  ژوندانه ښودلې ده چې په ټولنه کې به هيڅکله عدالت تطبيق نه شي خودا چې عدلي اوقضايي اودقانون دتطبيق   مرکزونه ددغه ملي تړون  دتحقق په لاره کې  ونډه واخلي .
دقانون له تطبيق پرته به ټولنيزعدالت او دهيوادوالو حقوق تحقق ونه مومي .  اوپه نتيجه کې به يې په ټولنه کې سوله او امنيت تامين نه شي .

دجمهوري رياست لومړى مرستيال وويل: پوليس او امنيتي  مرکزونه  دجرمي اودقانون پرخلاف مسلو اوپيښو په کشف اوروښانولو کې له لوى څارنوالي سره همکار دى، که چيري دغه همکاران خپل کارونه له يوبل سره په همغږي کې ترسره نه کړي  دقانون تطبيق  او هيوادوالو ته  دقانوني ژوندانه دفضا برابرول به   شوني نه وى .
دجمهوري رياست لومړى مرستيال  وويل  (( په قرآن کريم  کې لوى خداى ج  ويلي دي  که چيري کوم فاسق کوم خبر تاسو ته راوړي ، تحقيق وکړي  )) . نودقانون له مخې  اودپيښو دمبدا دروښانولو په مقصد تحقيق دقانون دساتنې مراجعو ديني اوقانوني مکلفيتونه دي  که چيري مجرمين دقانون دحکمونوله مخې مجازات شي په ټولنه کې امنيت   تامينيږي  او ټول دې ته هڅول کيږي چې دنظام ملاتړوکړي او دقانون او عدالت ترسيوري لاندې ځان  خوندي وبولي .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال  دغه راز وويل  ترهغه وخته پورې چې دڅارنوالي  مرکزونه ، عدلي اوقضايي  ارګانونه اوداداري اوټولنيزو  مفاصدو پرخلاف دمبارزې مرکزونه په هماهنګ ډول عمل ونه کړي دقانون دتحقق په لاره کې  به کوم برياليتوب ترلاسه نه شي . له دې امله بايد دقانون دتحقق لپاره  دسولې او امنيت دزمينې  دبرابرونکو په توګه  دغه مرکزونه ديوبل همکار و اوسي اوپه هماهنگ ډول دى  عمل و کړي.
ورپسي دلوى څارنوالي مرستيال په دې کنفرانس کې دلوى څارنوالي داجرااتو په باب  يو مفصل رپوټ وړاندې کړ چې دجرمي پيښو دقانون دتطبيق دڅرنګوالي خبرورکاوه .
وروسته دسترې محکمې دعالي شورا غړي عبدالمک کاموي ، په ديني اوفرهنګي  چارو کې دجمهوري رياست سترسلاکار پوهاندنعمت الله شهراني ،له اداري فسادسره دمبارزې دعالي ادارې رييس  ډاکتر عزيزالله لودين ،  دافغانستان دبشر دحقوقو دخپلواک  کميسيون رييسې ډاکترې سيماسمر ، په کابل کې دامريکا دسفارت  دقانون  دواکمني دبرخې مرستيال ، دکورنيو چارو وزارت معين جنرال ميرزامحمديارمند اودنړيوال بانک استازي ويناوې وکړې.
دهيواد دڅارنوالانو په سراسري کنفرانس کې يوشميرجګپوړو دولتي چارواکو، دلوي څارنوالي دمشرتابه هيئت اودهيواددولايتونوڅارنوالانو،په عدلي او قضايي برخه کې دامريکا دمتحده ايالاتو دسفارت مرستيال اودنړ يوالو  مرکزونوځينو مسوولينو ګډون کړي وو.
ددغه کنفرانس مالي لګښت نړيوال بانک همکاري کړې ده او دکنفرانس کار  له برابرې شوې اجنداسره سم ددريو ورځولپارره دوام کوي .

کابل- باختر دلړم ديارلسم
دسوداګرۍ وزير او ملګري هيئت يې نن دبغلان ولايت دنفتى او تجارتى توکو تاسيسات وکتل.
دسوداګرۍ او صنايعو وزير ډاکتر انورالحق احدي ملي سوداګروته دلازمو اسانيتاو دبرابرولو په مقصد دښار والۍ دتکس اخستل منع اعلام کړل او دصنعتى پارکونو په جوړولو يې ټينګار وکړ.
دبغلان دوالي ويندوى محمود حقمل باختر آژانس ته وويل: دسوداګرۍ وزير دخپل سفر هدف دسوداګرۍ وزارت دجايدادونو کتنه او د ٤٥ ګنه فرمان دهدفونو دتحقق موندلو په باب دنفتى او تجارتي توکو په برخو کې دموجودو ننکونو دلرى کولو څيړنه وبلله، دسوداګرۍ وزير دبغلان له والى سلطان محمد عبادي سره په کتنه کې دنفتي او تجارتى توکو په برخو کې يې ددغه ولايت دخلکو ستونزې واوريدې او له هغوى سره يې ددغو ستونزو د لرى کولو ژمنه وکړ.
 

کابل- باختر دلړم ديارلسم
ولسي جرګې په ۱۳۹۳ کال کې دجمهورى رياست او ولایتي شورا ګانو د ټاکنو  یو ځای ترسره کیدل  ناقانونه وبلل  او د یو شمیر نړیوالو سندونو په اړه یې بحث وکړ.
دولسي جرګې مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ.
په غونډه کې، چې د عبدالرووف ابراهیمي په مشرۍ جوړه شوې وه، تر اجنډا وړاندې یو شمیر وکیلانو د ۱۳۹۳ کال د وري په میاشت کې د دجمهورى رياست د انتخاباتو د جوړیدو د نیټې د اعلانیدو هرکلی وکړ، ټینګار یې وکړ، چې د جمهورى رياست له انتخاباتو سره یو ځای د ولایتي شوراګانو ټاکنې، د ولایتي شوراګانو د کار په موده کې یو کال ځنډ راولي او دا کار د هیواد د اساسي قانون پرخلاف دی.
د وکیلانو د څرګندونو پر بنسټ له اساسي قانون سره سم د ولایتي شوراګانو کاري دوره څلور کاله ده، خو په ۱۳۹۳ کال کې د دې شوراګانو انتخابات ددې لامل ګرځي، چې نوې شوراګانې یو کال وروسته خپل کار پیل کړي.
د ولسي جرګې غړي د برېښنايي تذکرو پر ویش او د انتخاباتو د قانون پر ژر تصویبیدو د ټینګار ترڅنګ،  د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د موضوع په اړه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د چارواکو د توضیحاتو غوښتونکي شول.
دغه راز وکیلانو د هیواد په سړو سیمو کې د شته ستونزو په اړه هم اندیښنه وښوده، ویې ویل، چې په ټاکلې نیټه، د یو شمیر سیمو لویې لارې بندې وي، او دا کار به ددې لامل وګرځي، چې په دې سیمو کې خلک په انتخاباتوکې له ګډون څخه بې برخې شي.
د ولسي جرګې غړو د فاریاب په ولایت کې د لوی اختر په لومړۍ ورځ ځانمرګی برید او د غزني په لویه لاره د پنځو بې ګناه وګړو د وژلو پیښه په کلکه وغندله، د شهیدانو پاک روح ته د دعا ترڅنګ یې له حکومت نه وغوښتل، چې د خلکو د امنیت په برخه کې دې جدي تدابیر ونیسي.
یو شمیر وکیلانو په داسې حال کې، چې فاریاب ولایت ته د جمهورررييس تر سفر وروسته یې د امنیتي حالت د نه ښه کیدو په اړه خبر ورکړ، د هیواد د امنیتي مسوولینو د ناسم کار او په دغه ولایت کې د منفي بدلونونو د رامنځته کیدو په اړه یې اندیښنه وښوده.

په غونډه کې وکیلانو د ځانمرګي برید د حرام بللو په اړه د سعودي عربستان د ستر مفتي د فتوا هرکلی وکړ، ټولې ترهګرې او ویجاړونکي کړنې یې د اسلامي قوانینوپر خلاف وبللې.
په همدې ډول ځینو وکیلانو وړاندیز وکړ، چې د ولسي جرګې غړو ته دې د وکالت په وخت کې کور ورکړ شي او د ناسوبو وکیلانو د غیر حاضرۍ د ورځو امتیازات او معاش دې هم د دولت خزانې ته واستول شي.
په غونډه کې وکیلانو د پولیسو په ۲۰۰ بستریز روغتون کې د دارو درملو او نرسانو له نشتوالي څخه شکایت وکړ، د کورنیو چارو له وزیر نه یې وغوښتل، چې په خصوصي تلویزیونونو کې د نمایشي تصویرونو او کلیپونو د خپرولو پر ځای دې د روغتون د وضعیت ښه کیدو او د پولیسو د ټپیانو درملنه ته توجه وکړي.
د نظامي اکاډمۍ د کانکور په ازموینه کې د رڼوالي د نشتون، د لوړو زده کړو وزارت له لوري د سړو سیمو د کانکور د ازموینې د نیټې د نه اعلانیدو، د کابل ښار د ځینو سیمو د سړکونو د خرابوالي، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون له لوري په ازاده سیالۍ کې د تخصص او رڼوالي په نظر کې نه نیولو، د غور او مرکزي سیمو د لویو لارو د ناسم وضعیت، د کابل- چغچران ترمنځ د الوتکودالوتنو د نشتوالي په څیر مسائل په غونډه کې مطرح شول، له چارواکو وغوښتل شول، چې دې مسائلو ته دې جدي پاملرنه وکړي.
په غونډه کې په سمنګانو ولایت کې د دولت د یوه پخواني مخالف قوماندان د شهادت پیښه، چې له دوو کالو راهیسې له دولت سره یوځای شوی و، په کلکه وغندل شوه، له امنیتي مسوولینو وغوښتل شول، چې دغه موضوع دې تعقیب کړي.
په غونډه کې وکیلانو د کابل پر سیند تر پلونو لاندې پر نشه یي توکو د روږدو کسانو د اوسیدو په اړه اندیښنه وښوده، له حکومت نه یې وغوښتل، چې د نشه یي توکو د کر، قاچاق، پیر او پلور مخه دې ونیسي.
دغه راز یو شمیر وکیلانو په تاجکستان کې د میشتو افغان کډوالو ستونزې مطرح کړې، ویې ویل، د هغو کسانو په اړه د جمهوررييس له حکم سره سره، چې پر افغاني تابعیت سربیره د یو بل هیواد تابعیت هم لري، د ویزې اخیستو ته اړتیا نه لري، خو د تاجکستان حکومت هغو افغانانو ته چې افغاني تابعیت لري، افغانستان ته د سفر پرمهال هغوی د ویزې اخیستو ته اړباسي.
وکیلانو د بهرنیو چاروله وزارت څخه وغوښتل، چې موضوع دې د تاجکستان له حکومت سره شریکه کړي، له دیپلوماتیکو لارو دې د پاکستان له حکومت څخه هم وغواړي، چې د روان کال د دسمبر په میاشت کې دې په ډله ییز ډول د افغان کډوالو پر راایستلو له سره غور وکړي.
د خوست په ولایت کې د سیمه ییزې راډیو خپرونې په دې موخه بندول، چې په یوه مناظره کې یې له ځینو واقعیتونو څخه پرده پورته کړې او د افغانستان په خاوره ځاځي میدان سیمه کې شاوخوا ۲۰۰ متره دننه د پاکستان د سرحدي پوستو د جوړیدو موضوع هم مطرح شوه.
په غونډه کې د ولسي جرګې رئیس په میمنه کې د لوی اختر د زړه بوږنوونکي پیښې د غندلو ترڅنګ، ټینګار وکړ، چې د افغانستان دښمنان په هیڅ دین عقیده نه لري او په بیلا بیل ډول بې ګناه خلک وژني.
د ولسي جرګې رئیس دغه راز په ۱۳۹۳ کال کې د جمهورى رياست انتخابات اړین وبلل، ویې ویل، چې د انتخاباتو د کمیسیون مسوولین دې د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو په موخه د ولسي جرګې یوې عمومي غونډې ته راوبلل شي.
د غونډې په دويمه برخه کې له اجنډا سره سم په وچه کې راګیر او د پراختیا په حال کې هیوادونو لپاره د نړیوالو څیړنو د یو بنسټ د جوړیدو لپاره څو اړخیز هوکړه لیک، د ککړونکو مقاومو عضوي موادو په اړه د سټاکهلم کنوانسیون، د یو شمیر کیمیاوي او خزنده وژونکو موادو له نړیوالې سوداګرۍ څخه وړاندې د خبرتیا ورکولو په اړه د هوکړې د روتردام کنوانسیون د نړیوالو چارو د کمیسیون د مرستیال محمد نور اکبري له لوري وړاندې شول.
دغه سندونه، چې د ولسي جرګې په اتلسګونو کمیسیونونو کې پرې بحث شوی و، د نړیوالو چارو د کمیسیون مرستیال د کمیسیونونو نظرونه او لیدلوري بیان کړل، تصمیم ونیول شو، چې په راتلونکې غونډه کې دې ټولپوښتنې ته وړاندې شي.
ورپسې د لوړ رتبه پارلماني هيئت راپور، چې کاناډا ته یې د بین الپارلماني ټولنې په کنفرانس کې د ګډون په موخه سفر کړی و، د هيئت د غړې شکریې بارکزۍ له لوري ولوستل شو.

د پارلمان هيئت، چې مشري یې د عبدالرووف ابراهیمي په غاړه وه، د یوشمیر وکیلانو او سناتورانو په غړیتوب دغه هیواد ته سفر کړی و، د ولسي جرګې رئیس او د هيئت څو غړو د پارلمان په استازیتوب په کنفرانس کې خپلې ویناوې واورولې.
په پای کې د غیرحاضرو وکیلانو د نومونو لیست د ولسي جرګې د منشي عبدالستار خواصي له لوري مطبوعاتو ته ولوستل شو
.
 

کابل- باختر دلړم ديارلسم
په بغلان ولايت کې څه دپاڅه يو زره پنځه سوه کورنيو په روان کال کې دملي پيوستون دپنځو پروژو له ښيګڼو څخه استفاده کړې ده.
دغه پروژې دمرکزى بغلان ولسوالۍ په اتو کليو کې دملي پيوستون دپروګرام په چوکاټ کې ګټې اخستنې ته سپارل شوي دي باختر آژانس ته دبغلان ولايت دکليو دبياجوړولو او پراختيا د رييس شفيق احمد علميار دڅرګندونو له مخې، دپنځو ټولګټو پروژو په بشپړيدو سره چې د درې کيلومتره سړک اوارول کريړ اچول  ، د اووه ويشتو پلګيو د دولسو مترو په اوږدوالى داوبو دبند درې مکعب مترو په ظرفيت دڅښاک د اوبو مخزن او د درې اتيا مترو په اوږدوالى داستنادي ديوال جوړول پکې دي چې ددغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې بشپړې او ديو زرويوسلو اتلسو کورنيو ستونزې لري شوي دي.
دبغلان ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رييس زياته کړه: دغه پروژې دخلکو په سلو کې دلسوپه ونډې سره دملي پيوستون د پروګرام له خوا بشپړې او ګټې اخستنې ته سپارل شوى دي.