24 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل  \باختردلړم دمياشتې ١٣ :
ددوشي په لاره کې دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې په خاطر يوه پوځي قرارګاه جوړه شوه .
دبغلان ولايت سيمه ييزو مقاماتو نن ددوشي _ پلخمري په لاره کې ديوې پوځي قرارګاه د جوړولو خبرورکړى دى .
دبغلان ولايت  دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمرسمونوال سيدزمان الدين حسيني باختر اژانس ته وويل:  په دې قرارګاه کې  چې دهنګري دبيا جوړولو دولايتي ټيم په مرسته  جوړه شوې  ده ځانګړي پوځيان دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې په مقصد  ديره شوي دي .
دغه قرارګاه په داسې حال کې دکابل _ مزارشريف دلويې لارې په تګلوري کې  جوړيږي چې په دې لاره کې دنشه يي توکو دترافيکو دزياتوالي خبرونه خپاره شوي دي.
 

مسکو\  دروسيي غږ راډيو   \باختردلړم دمياشتې ١٣ :
       په پروتون ام  بارفضايي بيړۍ په برياليتوب سره دبايکانور له فضايي اډې څخه  فضا ته وتوغول شوه .
دانترفاکس دخبري  ا ژانس دخبرله مخې،  په پروتون ام  بار په دې بيړۍ کې ارتباطي مياشتنۍ  اودلوک بى  _ ٥  مياشتنۍ  دستګاوي  له ځان سره ليږدوي.
دغه ارتباطي مياشتنۍ دروسيې په کچه دراډيو تلويزيون اوانترنټ دڅپو دپياوړتيا لپاره طرحه شوې ده .
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ١٣ :
يوجهادي قوماندان دسمنګانو ولايت په دره صوف ولسوالۍ کې ووژل شو.
ويل کيږي چې دغه قوماندان دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا وژل شوى دى .
دسمنګانودولايتي شورا غړى حاجي عبدالله ظفري باختراژانس ته وويل: يو جهادي قوماندان ضياوالدين  چې دکوز دره صوف د ګوله دکلي اصلي اوسيدونکي  و پرون کله چې دآس پرسپرلۍ   له خپل کورڅخه دخپل يو دوست کورته روان و په لاره کې دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له  خوا  پرې بريد وشو او ووژل شو.،
دسمنګانو ولايت دسولې دشورا دکميټې يو مسوول ډاکتر نعمت الله  وايي دغه  جهادي قوماندان پخوا له دولت سره په مخالفت کې و او تيرکال ترخپل امر لاندې له دري ويشتو تنو افرادو سره يې دسولې له بهيرسره يوځاى شوى و.
په همدې حال کې دسمنګانو ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمدخليل اندرابي  دسولې له بهيرسره ددغه يوځاى شوى قوماندان وژل کيدل تائيد کړه او ويې ويل، ددغه قوماندان دوژل کيدو علت سيمه ييزې ستونزې او شخصي دښمني دى .
اندرابي  ددغه قوماندان په وژلو کې ددولت دمخالفينو اودطالبانو دډلې لاس لرل رد کړى او زياته يې کړه: دپيښې په اړوند څوک نه دى نيول شوى  خوخپلوانو يې دسيمې  په دريو تنو اوسيدونکو ادعا کړې ده چې پوليس ددوى په لټه کې دى .
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ١٣ :
اتوټيمونو دهرات دولسواليو دجام دفوټبال دسياليو راتلوونکي پړاو ته لاره وموندله.
دهرات ولايت دورزشي آمريت مرستيال ضياوالحق ضيا باختراژانس ته وويل: ددغو سياليو دلومړى پړاو په وروستي سيالۍ کې دکهسان او د ګذرګاه دبي ټيمونو لوبه وکړه چې په نتيجه کې يې لوبه ديوې په مقابل کې په دوو سره دکهسان ټيم په ګټه پاى ته ورسيده.
په دغو سياليو  کې چې دولسواليو دفوټبال دشپاړلسو ټيمونو ترمنځ په دغه ولايت کې ترسره شوې دغوريانو دالف  ، شنډنډ، تورغنډي ، اسلام قلعه ، دغوريانو دبى  ،. زنده جان ،دکهسان دبى اودګذرګاه ټيمونو ددغو سياليو راتلوونکي پړاو ته لاره وموندله .
په همدې ترتيب  دهرات دحذفي جام سياليو پرون مازيګر په يوې لوبې سره دوام وکړ.
په دې سيالۍ کې دباختر اورهبري ټيمونو لوبه   وکړه اولوبه دپنالتي په ګوزار سره ددوو په مقابل کې په دريو سره دباختر ټيم په ګټه پاى ته ورسيده.
دغه سيالۍ د دوه ويشتو ټيمونو ترمنځ په دغه ولايت کې پيل شوي دي.
ديوبل خبرله مخې :
دهرات دولسواليو دجام دواليبال سياليو پرون مازيګر هم دوام وکړ.
په لومړى لوبه کې د ګذرګاه ټيم دصفر په مقابل کې په دريو سره دادرسکن پرټيم بريالى شو اوپه بله لوبه کې دتورغنډي ټيم دصفر په مقابل کې په دريو سره دزنده جان ټيم ته ماتې ورکړه اوپه بله لوبه کې دکرخ ټيم ددوو په مقابل کې په دريو سره دګذرګاه ټيم ته ماتې ورکړه.
دغه راز دهوايي ډګر ټيم دصفر په مقابل کې په دريو سره  دکرخ الف پرټيم  اودشينډنډ ټيم  ديوې په مقابل کې په دريو سره دانجيل پرټيم بريالي شول .دغه سيالۍ ديوولسوټيمونو ترمنځ په دغه ولايت کې پيل شوي دي .
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ١٣ :
دقندهار ولايت دډنډ ولسوالۍ امنيه قوماندان نن غرمه ديوې چاودنې له امله ووژل شو.
رحمت الله چې دامنيتي پوستې دکتنې په مقصد دډنډ ولسوالۍ ته روان و دسپرلۍ موټريې په سړک کې په ښخ کړي شوي ماين وخوت چې د چاودنې له امله يې ووژل شو .
دقندهار ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى غورځنگ  باختراژانس ته وويل چې دغه پيښه دډنډولسوالۍ په کرګان سيمه کې وشوه .
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې، په دې پيښه کې  يوشمير سرتيري چې دډنډ ولسوالۍ له امنيه قوماندان سره ملګري و ټپيان شوي دي.
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ١٣ :
دهيواد دسوداګرۍ اوصنايعو دخونې مسوولين وايي چې ايران افغانستان ته دپنځوسو قلمو تجارتي مالونو په صادراتو بنديز لګولي دي اودا کار دافغاني سوداګرو دانديښنې سبب شوي دي .
دهيواد دسوداګرۍ اوصنايعو دخونو مرستيال خان جان الکوزي باختراژانس ته وويل: موږ په کال کې زياتره دسون  او خوراکي توکي له ايران څخه واردوو  چې اوس ايران دپنځوسو قلمو خوراکي توکو په صادراتو  چې غوړي ، اوړه ، بوره ، پطرول اودفابريکو اوومه مواد پکې دي بند کړي دي چې دافغانستان  دسوداګرۍ اوبازارونو دانديښنې سبب شوي دي.
ده وويل چې دغه مسله به د افغانستان اوايران ترمنځ دسو داګرۍ په بهير ناوړه اغيزه وکړي.
الکوزي وايي دغه مسله يې دسوداګرۍ اوصنايعوخونه پيشنهاد کړى دى خوله بده مرغه دولت په دې برخه کې  کوم اقدام نه دى کړى.
دسوداګرۍ اوصنايعو وزارت ويندوى وحيدالله غازي خيل وايي داړتياوړ زيات مواد دمنځني اسيا له هيوادونو څخه افغانستان ته وارديږي چې افغانستان ته دايران دصادراتو بنديدل به ستونزې رامنځته نه کړي.
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ١٣ :
دکابل  دترافيکو دلوى مديريت خبرتيا !
پنځه څلويښت کلن سړى چې کريمي جامې ، تور واسکټ او نصواري پټو لري اوجګړي څپلي يې په پښو اوپهلوي لونګۍ اوسپينه خولې  يې په سرده او لنډه ږيره  اوبريتان لري تير ماښام په دشت برچي کې دترافيکي پيښې له امله وفات شوى دى.  دارواښادخپلوان کولاي شي مړى دعدلي طب دخدمتونو له رياست څخه ترلاسه کړي او دزياتومعلوماتو لپاره په دهمزنګ  کې دکابل دترافيکو دلوى مديريت دپيښو دڅيړنې امريت ته ورشي .
 

کابل- باختر دلړم ديارلسم
يو قوماندان په ګډون درې تنه وسله وال تيره شپه په فراه ولايت کې ووژل شول. په رارسيدلو خبرونو کې ويل شوي دي چې دغه کسان دناټو او افغان ځواکونو په ګډوعملياتو کې وژل شوي دي.
دفراه دوالي ويندوى عبدالرحمن ژوندى باختر آژانس ته وويل: دغه عمليات تيره شپه دناټو او افغان ځواکونو له خوا دبالابلوک ولسوالۍ دسياه جنګل په کلي ترسره شول، يوه اړونده خبرځاى وويل په دغو عملياتو کې دطالبانو يو مشهور قوماندان ملاهاشم له دووتنو افرادو سره يې ووژل شو.
دژوندى دخبر له مخې، په دغو عملياتو کې لس تنه مشکوک کسان هم دامنيتي ځواکونو له خوانيول شوي دي.
دغه راز په  دغو عملياتو کې دطالبانو يوه اندازه سپک او درنده جنګي وسايل هم دامنيتي دځواکونو لاس ته راغلي دي خو ګډو ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتې.
 

کابل- باختر دلړم ديارلسم
په نورستان ولايت کې د دوو پرله پسې چاودنوله امله د دريو پوځيانو په ګډون پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
دغه پيښه پرون مازيګر دکامديش ولسوالۍ په باغى چه سيمه کې رامنځته شوه. لومړى چاودنه دملکى وګړو دتيريدو په وخت کې وشوه او ديو تن ملکى وګړى دوژل کيدو او ديو تن بل دټپي کيدو سبب شوه.
دويم پيښه ټيک هغه وخت وشوه چې سرحدى پوليس روغتون ته دملکى وګړو په ليږدونې بوخت وو.
دنورستان امنيه قوماندان غلام الله نورستانى باختر آژانس ته وويل چې په دغو چاودنو کې يو پوليس او يوملکى وګړى ووژل شول او دوه تنه پوليسان او يوبل ملکى وګړى ټپيان شول.
ده طالبان ددغو پيښو مسوول وبلل.
 

Saturday, 03 November 2012 12:00

داسعارو بيه

کابل\باختر\د لړم دمياشتې ٣ ١مه 
دکابل دشهزاده سراى دصرافانو درييس  دمعلوماتو له مخې : نن له غرمې مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې دافغا نۍ ارزښت په دې ډول دى
يوامريکايي ډالر پيرودل په     75ر52  افغانيو پلورل په   80،52افغانيو
يوانګليسى پونډ پيرودل په  80ر82افغانيو پلورل په     90، 82افغانيو
داماراتو يو درهم پيرودل په 20/ 14 افغانيو پلورپه 25 / 14 افغانيو
يوه يورو   پيرودل په      67-50 افغانيو پلورل په      60 ر67  افغانيو
يوسعودي ريال پيرودل په      85، 13پلورل    90،  13 افغانيو
زرهندي کلدارى پيرودل په 1000  افغانيو پلورل په 1010 افغانيو
زرپاکستاني کلداري پيرودل په  557افغانيو پلورل په  558 افغانيو
اوزر ايراني تو مان پيرودل په 60، 16  افغانيو پلورل په   70 ر16 افغانيو.