24 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل  \باختردلړم دمياشتې ١٣ :
دکورنيو چارو وزارت  خبرځايونه وايي يوولسو تنو  چې په ځينو ولايتونو کې يې دورانکارو تروريستي بريدونو هوډ درلود دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ .
نيول شويو کسانو چې دکابل _ ننګرهار ،  جوزجان،  قندهار ، لوګر ، پکتيا اودهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې په څو تروريستي اوورانکارو فعاليتونو کې لاس لاره دامنيتي ځواکونو په ګډو  عملياتو کې ونيول شول.
په دغو عملياتو کې يو تن وسله وال مخالف هم وژل شوى دى  اودسپکواودرندو وسلويوه اندازه مهمات هم په عملياتو کې دشاملوځواکونو لاسته ورغلي دي .
ديوبل خبرله مخې :  دخوست ولايت دپوليسو ځواکونو دوسايطو ضد يو ماين چې دتروريستانو دتروريستي او ورانکارو فعاليتونو دترسره کولو په خاطر دخوست ولايت داسماعيل خيلو ولسوالۍ دمربوطاتو په يو عمومي سړک کې ښخ کړى و ترلاسه اوشنډکړ.
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ١٣ :
په قندهار ولايت کې سيمه ييزمسوولين وايي چې وسله والو طالبانو په پنجوايي ولسوالۍ کې يو قومي مخور وواژه .
دقندهار دپنجوايي ولسوال فضل احمداسحاق زي باختراژانس ته وويل چې طالبانو دپنجوايي ولسوالۍ يو قومي مخور کاکاجان  دوه ورځې مخکې دوسله والو طالبانو له خوا ددغې ولسوالۍ دپيروان له سيمې څخه تښتول شوي و او وروسته هغوى دده مړى پرون مازيګر دپيروان دسيمې په يو کورکې ترلاسه کړ.
ددغه قومي مخور په بدن کې نښې نښانې ښيي چې دى له وهلو اوډبولو وروسته په ډزوسره وژل شوى دى .
دقندهار ولايت دمطبوعاتي دفتر مسوول جاويدفيصل ددغه قومي مخور وژل کيدل تائيد کړل او ويې ويل چې پوليسوڅيړنې پيل کړي دي.
فيصل وويل  چې تراوسه پورې په دې اړوند څوک نه دى نيول شوى .
 

کابل- باختر دلړم ديارلسم
دهرات ولايت دسولې دشوراغړى شمايل عزيزى دنه خوړو اعتصاب پاى ته ورساوه.
باخترآژانس ته په راسيدلو خبرونو کې ويل شوي دي چې دى دقومي مشرانو او دسيمه ييزو مقاماتو په غوښتنه دنه خوړلو څلور ورځنۍ اعتصاب پاى ته رسولى دى. ميرمن عزيزي دشنبې په ورځ دچشت او پهلوان دقومونو ترمنځ دخونړي تاوتريخوالى په حل کولو کې د دولت دنه پاملرنې او په غور ولايت کې دناټو دبمباريو د دوام په غبرګون کې دنه خوړو په اعتصاب لاس پورې کړى و. دا دغور ولايت اصلي اوسيدونکې ده خو دهرات دسولې په شوراکې دغړيتوب په دليل په دغه ولايت کې ژوندکوي.
ميرمن شمايل عزيزي دنه خوړو له درې ورځني اعتصاب وروسته دهغې دروغتيايي حالت دخرابوالي له امله روغتون ته ليږدول شوې وه خو اوس يې خپل اعتصاب پاى ته رسولى دى ډاکتران وايي چې حالت يې مخ په ښۀ والى دى،
خو دې باختر آژانس ته وويل چې دمرکزى مقاماتو له خوا ددې دغوښتنو دنه څيړنې په صورت کې به بيا دنه خوړ په اعتصاب لاس پورې کړي.
 

کابل- باختر دلړم ديارلسم
دپاکستان په کراچى ښار کې اړو دوړاوس هم دوام لرى او په دې ښارکې د نوى تاوتريخوالى له امله لس تنه ووژل شول.
اته تنه دغه کسان ددغه ښار په بيلابيلو سيموکې د ډزو له امله وژل شوي دي او د دو و تنو نورو مړي هم ديوې ا ديرې ته څيرمه ترلاسه شوي دي.
په کراچى ښارکې دقصدى وژنو او تاوتريخوالى پيښې له څو کلونو راپه دې خوا دوام لري چې له امله يې سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
 

کويته- باختر دلړم ديارلسم
دپاکستان په بلوچستان ايالت کې دتيلويو ټانګ ته څيرمه ديو موټر په سپرليو دوسله والو کسانو دبريد له امله څه ناڅه اتلس تنه ووژل شول.
يو سيمه ييز پوليس دفرانسې خبرى آژانس ته وويل: دغه بريدپرون  دکويتې ښار په حوزدار سيمه کې وشو،وسله والو کسانو لومړى دموټر په سپرليو ډزې وکړې چې داتلسو تنو دوژل کيدو او په سيمه کې دسختې اورکيدنې سبب شوى او دير ژرڅيرمه دوکانونو ته خپورشو، او څو تنه دوکانداران اووه ښځې او څلور ماشومان هم په وژل شويو کې شامل دي.
تراوسه پورې ددغه بريد مسوليت چاپه غاړه نه دى اخستې خو پوليسو په دې باب څيړنې پيل کړي دي.
 

Saturday, 03 November 2012 11:51

تبصره

کابل- باختر دلړم ديارلسم
دلويديځ ځينې رسنى لاتروسه پورې هم دافغانستان دنظام پرخلاف رواني او تبليغاتي جګړې ته دوام ورکوي او په دې ډول غواړي چې په هغو نيمګړتياوو او ناخوالو برخولى کيږدي چې دتروريزم پرخلاف دجګړې په پيل کې يې دهغو دله منځه وړلو ژمنه کړې وه.
دباختر آژانس سياسي مبصر ليکي. په افغانستان کې دلويديځ دپوځي شتون يوه اساسي انګيزه په سيمه کې دتروريزم بشپړ له منځه وړل دي.
له همدې امله وو چې دايتلاف دغړو هيوادونو مشرانو په وار وار دافغانستان برياليتوب دتروريزم پرخلاف جګړه کې دهغه  دمتحدينو برياليتوب او دافغانستان ناکامي يې دتروريزم پرخلاف مبارزه کې دهغه دمتحدينو ناکامي بلله. خو اوس ځينورسنيو دنظام پرخلاف تبليغاتي او رواني جګړه پيل کړې ده چې له جوړيدو څخه تراوسه پورې دهغه ترڅنګ و او دا يې هيره کړې ده چې دتروريزم پرخلاف جګړه کې ددغه هيواد برياليتوب  دهغوى برياليتوب هم دى ،په هر حال په دې وروستيو وختو کې دلويديځ رسنى داسې رپوټونه خپروي چې په رښتنې ټوګه دافغانستان دراتلوونکي په نبست دبې اعتمادي دتخم کرل بلل  کيږي.
په دې باب په امريکاکې دسياست والو خبريالانو او دحقوق پوهانو په يوه ستره غونډه کې دسى بى اس دخبريال لارالوګن څوموردو ته ستينږو چې ويلې يې دي يوولس کاله وروسته لاتراوسه پورې هم طالبان له موږ څخه کرکجن دي او اوس له بل هروخت څخه زيات له موږ څخه کرکه لري،طالبان او القاعده له منځه نه دي تللي، په تعقيب دانګلستان دفاع وزير طرحه کړه چې په افغانستان کې جګړه پاى ته نه رسيږي او په ډير نوى پيښه کې ،دامريکا دمتحده ايالاتو په حکومت دپلټنې د ادارې په رپوټ کې طرحه شوې ده. له ٢٠١٤ کال وروسته چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي ،افغانستان به د دې ځواکمنى ولري چې امنيتى ځواکونه او نور تاسيسات وساتى .
دغه څرګندونې په ډاګه کوي چې اوس لويديځ غواړي په خپله زمينه برابره کړي او په روانى او تبليغاتي جګړې په لاس پورې کولو سره دماهيت له مخې په افغانستان کې روانى پيښې تحريفي کړي ،ددغو کړو وړو اساسي انګيزه په څه کې کولاى شو ولټوو.
لويديځ دافغانستان په بنست سترې زمنې لرلى او لرى يې.
،يوه يې دمسلکي او قوي اردو لرل و.
لويديځ په دې لاره کې زياتې نيمګړتياوې لري لاتراوسه پورې په هيواد کې دفاعى ځواکونه په جنګي الوتکو،زغره والو وسايطو  او په توپچي وسايلو سمبال نه دي او دالويديځوال وو چې دافغانستان دلوري له ټينګار سره سره يې ورته پاملرنه ونه کړه.
خو همدغه دهيواد اردو، پوليس او دملي امنيت ځواکونه دي چې له دغونيمګړتياووسره سره يې دهيوادپه سلوکې او يا خاوره ترامنيتى پوښښ لاندې  نيولې ده ،او په دغو سيموکې دخلکو ،او ملي تاسيساتو ساتنه کوي.
دهيواد همدغه امنيتى ځواکونه دي چې دراسموسن  په خبره په سلو کې څه دپاڅه سل ملکي چارې يې زده کړي دي اود شپې له خوا ټول عمليات رهبرى کوي او ددښمن پرخلاف مستقل عمليات ترسره کوي .
دهيواد همدغه امنيتى او دفاعي ځواکونه دي چې تيارى نيسي د جمهورى رياست دانتخاباتو امنيت تامين کړي او په همدغه ټولو دلايلو سره آيا نشو کولاى ووايو چې په لويديځ کې ځينې  کسان په دې لټه کې دي چې دراتلوونکي په نبست دخلکو باور واخلي او په درواغو په لاس پورې کولو سره په يوه ډول نه يو ډول د دښمن دژرندې اوبه ور زياتې کړي او  دافغانستان خلک د راتلوونکي په نبست ناهيلي کړي.
دافغانستان خلک سره له دې چې دتروريزم پرخلاف په جګړه کې له متحدينو ناخوښ دي خو په غوڅه توګه يې پتيلې ده چې نور هيڅکله دتورتم کلونو ته ستانه نه شي.
هغه څه چې دغه اداره پياوړې کوي هماغه دترويزم پرخلاف دجګړې دمتحدينو پاملرنه ده چې جنګي استراتيژى دافغانستان له پولو څخه بهر دهغوى اساسي مرکزونو ته متوجه کړي او په افغانستان کې دشتو واقعيتونو چې ددې هيواد او دنړيوالې ټولنې دسلګونو تنو بچيانو دوينو حاصل دى درناوى وکړي.
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ١٣ :
دناټو څلور تنه عسکر دافغانستان په شمال کې  دماين دچاودنې له امله ټپيان شول .
دغه چاودنه پرون ناوخته دبلخ ولايت دچمتال ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه وخت وشوه چې دناټو دعسکرو دسپرلۍ موټر په سړک کې په يوښخ کړاي شوي ماين وخوت.
دافغانستان په شمال کې دناټو يو ويندوى له باختراژانس سره په اړيکه کې دغه پيښه تائيده کړه خودټپي عسکر هويت يې افشا نه کړ.
ده وويل چې ټپي عسکر يو روغتيايي مرکز ته ليږدول شوى  اوروغتيايي حالت يې ښه بلل شوى دى .
په همدې حال کې  دبلخ ولايت دملي امنيت يوخبرځاى وايي چې په دې چاودنه کې ټپي عسکر دناروي اتباع دى.
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ١١ :
دافغانستان دسولې دعالي شورا رييس له مخالفينوسره دخبرو اودهيواد شمال په سيمو کې دامنيت دتامينولو دلارو دچارو دڅيړنې لپاره  دبدخشان ولايت ته  سفر وکړ.
صلاح الدين رباني به په دې سفرکې له عادي ژوندانه سره دمخالفينو دپيوستون  دبهيردګړندي کولو اودهيواد په شمال اوپه تيره بيا په بدخشان ولايت کې  دتروريستي فعاليتونو دکچې دکمښت لپاره داغيزمنو لارو چارو دڅيړنې په باب له سيمه ييزو مقاماتو ، قومي مشرانو ، دمدني ټولنې له غړو او ځوانانوسره  خبري وکړي .
دباختراژانس دخبرله مخې  په دې سفر کې ټاکل شوې ده  دسولې دپروګرام په اړوند دبدخشان ولايت دسولې دکميټې  کړه وړه وڅيړل شي .
دسولې دعالي شورا رييس په داسې حال کې  بدخشان ته سفر کوي چې په دې وروستيو وختو کې ددغه ولايت په ځينو برخو کې تروريستي فعاليتونو زور اخيستي دي .
 

- کابل باختر دلړم ١١مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي هغه ماین ایښودنې په کلکه وغندلې چې له امله یې د کندهار په ولایت کې زموږ بې ګناه هېوادوال  ووژل شول.

د کندهار د والي  د معلوماتو له مخې، پرون یو مسافر وړونکی میني بس موټر د قندهار ولایت د معروف په ولسوالۍ کې  په سړک کې په ښخ کړي شوي و   ماین وخوت چې له امله یې شپږ ملکې وګړي شهیدان شول.

همدا راز پرون د دغه ولایت د ارغستان په ولسوالۍ کې یو بل موټر په ایښودل شوي ماین وخوت چې له امله یې  یو ماشوم شهید  او څلور تنه نور ټپیان شول چې درې تنه یې ماشومان و.

د هېواد جمهوررئیس دغه تروریستي وحشي عملونه په کلکه  وغندل ا ود هغو عاملین یې د پردیو نوکران وبلل چې غواړي د خپلو بادارانو په اشاره  زموږ بې ګناه خلک په وینو او خاور ولړي اولت پت کړي .

حامدکرزی د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب  وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له درباره د سملاسي روغتیا هیله کوي.

-  کابل باختر دلړم ١١مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، په خپلې پنځلس ورځنۍ راډیویي وینا کې له ډاکترانو او روغتیایي کارکوونکو څخه وغوښتل چې له ناروغانو سره نیک  چلند وکړي.
د هېواد جمهوررئیس وویل: کله چې ناروغ روغتونونو او روغتیایي مرکزونو ته مراجعه کوي او د هغه درملنه پیل کیږي، د تشخیص او درملنې په دوران کې د ناروغ احترام ضروري کار دی او د ډاکترانو، نړسانو او روغتیایي کارکوونکو لخوا له ناروغ سره نیک سلوک او مهربانانه چلند د ناروغانو له حقوقو څخه ګڼل کیږي.
حامدکرزي وویل: ما اوریدلي دي چې په روغتونونو او روغتیایي مرکزونو کې له ناروغانو سره مناسب چلند نه کیږي نو د هېواد د روغتونونو او روغتیایي مرکزونو له ټولو ډاکترانو، نړسانو او روغتیایي کارکوونکو څخه هیله کوم چې له ټولو ناروغانو او د هغوی له پایوازانو سره له  مناسب سلوک څخه کار واخلي او د طبابت د اصولو او لوړو اخلاقو سره سم دې له هغوی سره  چلند وکړي.
د هېواد جمهوررئیس ټینګار وکړ ناروغ حق لري چې په خاص اعتماد سره تر درملنې لاندې ونیول شي او د ناروغ په درملنه کې بې پروایي مجاز نه ده.
همدا راز حامدکرزي له ناروغانو او د هغوی له پایوازانو هم وغوښتل چې د روغتونونو او روغتیایي مرکزونو ټول مقررات مراعت او د روغتونونو پاکوالې او نظافت په جدي ډول رعایت کړي.