24 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر د تلي  لسمه
  دافغانستان په ختيځ کې دنورستان ولايت اوسيدونکي دغه ولايت  کې په غځيدلي  لاره کې دطالبانو  دورځ په ورځ زياتيدونکي  شتون له امله انديښنه څرګنده وي .
دوى وايي چې ياغيان په دې لاره کې دسپرليو په تيره بيا ددولت دکارکوونکو په  ځورونې  لاس پورې کوي اونورستان ته دخوراکي توکو دليږدونې مخه نيسي
دچپې درې لاره له کونړ ولايت سره دنورستان ولايت دپيوستون  يوازنۍ لاره ده او له دې لارې دنورستان ولايت دهيواد له پايتخت  سره  نښلول کيږي .
  هغه لاره چې ويل کيږي په دې  وروستيو کې دياغي طالبانو دپراخ شتون ډګر دى .
درارسيدلو خبرله مخې، څه موده مخکې وسله والو طالبانو په دې لاره کې دنورستان ولايت دمستوفيت يو کارکوونکي په ډزو سره وواژه له بلې خوا څو تنه افغان  پوځيان اوملکي مامورين هم په دې لاره کې دياغيانو له خوا وژل شوي دي .
باختر اژانس ته په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې له څلورو کلونو راپديخوا کله ناکله  دچپې درې لاره دياغي طالبانو  له خوا  دخلکو دځورونې او دشوکماريو  ډګر دى خو ويل کيږي چې وسله وال طالبان اوس دپوستو په  جوړولو او لټوونو سره په دوامداره توګه دخلکو او ددولتي کارکوونکو دتګ راتګ او دخوراکي توکو دليږدونې مخه نيسي .
درارسيدلو خبرونو له مخې، په دې  لاره کې  دياغيانو شتون دخلکو ترمنځ دانديښنې  په پيداکيدو سربيره په نورستان ولايت کې دخوراکي توکو بيې لوړې کړي دي .
دنورستان ولايت دوامه ولسوالۍ اوسيدونکي محمد ګل وايي چې خلک  په دې لاره کې  په ويرې  او ډار سره تګ راتګ کوي .
ده وويل: طالبان اوس په رڼا ورځ په چپه دره کې شتون لري اوخلک په تيره بيا دولتي کارکوونکي ځوروي او آن وژني يې  .
محمد ګل وايي له يوې مياشتې راپديخوا  چې طالبانو نورستان ته دخوراکي توکو د ليږدونې دبندولو لپاره خپلې هلې  ځلې  زياتې کړي دي په دې لري پراته ولايت کې ددغو توکو بيې لوړې شوي دي . نور الله دکونړ ولايت دچپې درې دلارې په سرسيمه کې  په هغه ځاى کې ژوند کوي چې  همدا اوس  زيات طالبان پکې شته .
ده باختر اژانس ته وويل چې طالبانو ددغه واټ په تګلوري کې  پوستې جوړې  کړي دي  او په ازادانه ډول شپه اوورځ تګ راتګ کوي .
په همدې حال کې دکونړ دوالي ويندوى واصف الله واصفي وايي چې دوى په نږدې راتلونکي کې دياغيانو له شتون سره ددغې لارې دپاکولو لپاره پوځي عمليات پيلوي .
ده دچپې درې په لاره کې  دطالبانو نفوذ تاييد کړ اوهم يې ومنله چې ياغيان  په دې لاره کې دخلکو او په تيره بيا ددولتي کارکوونکو په ځورونې ، آن په وژنې لاس پورې کوي او هم نورستان ته دخوراکي توکو د ليږدونې مخه نيسي .
دکونړ دوالي دويندوى  دڅرګندونو له مخې، افغان پوځيان په نږدې  راتلونکي کې دياغيانو په سنګرونو ، پراخو عملياتو ته چمتو کيږي
له بلې خوا هم دکونړ ولايت امنيه قوماندان غلام الله نورستاني له باختر اژانس  سره په اړيکه  کې  دچپې درې لاره دنورستان دخلکو  د تګ راتګ  لپاره ډيره خطرناکه لاره وبلله .
   ده وويل: افغان پوځيانو په تيرو څلورو کلونو کې څو ځلې په دې سيمه کې پوځي عمليات ترسره کړي دي .
  څرنګه چې  ساحه ډيره خطرناکه ده بيا طالبان وکولى شول چې په دې لاره کې  خپل شتون پياوړي کړي .
په همدې حال کې دنورستان ولايت خلک په بې صبري سره دچپې درې دلارې پاکولو ته سترګې په لاره دي چې وکولاي  شي په ازادنه توګه اوله ستونزو پرته له دغې لارې نورو ختيځو ولايتونو او پايتخت ته تګ راتګ وکړي .
 

انقره  باختر د تلي  لسمه
دترکيې صدراعظم پرون  ددغه هيواد دواکمن  ګوند  په کانګرس کې   دترکيې برياليتوب د اسلامي دموکراسي په توګه  وباله او داکار يې  داسلامي نړۍ لپاره ښه مثال وباله .
رجب طبيب  اردوغان  دمصر دجمهور رييس  محمد مرسي په ګډون دسيمې دڅو تنو مشرانو او دترقي  او عدالت ګوند دزرګونو تنو غړو په وړاندى ددغه ګوند په کلني کانګرس  کې وويل چې په ترکيه کې  نن دپوځي کودتاګانو وخت تير شوى دى .
  ده وويل: هغه اقدامات چې ترکيې  ددموکراتيکو اصلاحاتو په لاره کې کړي دي دترکيې له پولو څخه تير شوي دي .
  او نورو مسلمانو هيوادونو ته  ښه مثال  دى .
په همدې حال کې دمصر مشر محمد مرسي چې په يو تاريخي سفر کې  او دلومړي ځل لپاره ترکيې ته رسيدلى دى او دترکيې  دواکمن  ګوند په پروني  غونډه کې وويل: مصر ، سعودي عربستان او ترکيه په دسوريې  دشخړې دحل کولو  په لاره کې  خپلو فشارونو ته دوام ورکړي چې دغه هيواد خلک په خپله ددموکراتيکو  اصولو له مخې  خپل مشر وټاکي .
 

کابل باختر د تلي  لسمه
په داسې حال کې چې په غور ولايت کې دافغان پوځيانو عمليات دوام لري سيمه ئيزو مقاماتو دطالبانودوسله والي ډلې دڅو تنو قوماندانانو په ګډون د ٤٠ تنو ياغيانو دوژل کيدو خبر ورکړ .
دغه عمليات له څلورو ورځو راپديخوا د دولينه ، پساوند  ، شهرک او دتيوري په ولسوالۍ کې د ياغيانو دپټنځايونو دپيداکولو په مقصد  دوام لري .
دغور ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سيدحسين  صفوي  باختر اژانس ته وويل: په دغو عملياتوکې تراوسه پورې  ٤٠ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي چې په هغو کې دطالبانو د ډلې اته تنه مشهور  قوماندانان هم شامل دي .
دصفوي  دڅرګندونو له مخې، په دغو عملياتوکې  ٢٠ تنه ياغيان ټپيان شوي دي .
ده تاييد کړه چې په دغو عملياتوکې دپوليسو  څلور تنه ځواکونه هم شهيدان شوي دي .
  يوه اړونده خبرځاى وويل: له دغو عملياتو سره دائتلاف  دځواکونو هوايي ملاتړ هم کيده .
ده زياته کړه چې طالبانو ته دسرزياتره زيانونه  دمخامخو  جګړو او دکمين  دنيولو له امله رسيدلي دي او دغه  راز هوايي  بمباريو هم ددولت دمخالفينو په مرکزونو او دهغو دراټوليدو په سيمو  ځپنده  ګوزارونه  کړي دي .
سيمه ئيز مقامات  وايي چې دغه  عمليات به تر هغه  وخته پورې دوام وکړي چې ددغه ولايت ټولې سيمې ددولت دوسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکې شي .
 

کابل باختر د تلي  لسمه
  دکندز دهوايي ډګر دناستې او الوتنې کرښه له بيا جوړولو اوسمبالولو وروسته پرون پرانستل شوه .
  دغه کرښه دالمان دبيا جوړولو د ټيم له خوا دپنځو مليونو پنځه سوه زرو ډالرو  په لګښت بيا جوړه شوې ده .
  دکندز له ښار څخه دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې، دکندز دهوايي ډګر دالوتکو دناستې او الوتنې کرښه دوه کيلومتره  اوږدوالي ٤٥ متر سور لري  او په اساسي  ډول بيا جوړه شوې ده .
په کندز کې دميشتو الماني ځواکونو دبيا رغونې دټيم قوماندان ډګروال  اشپانوت  ددغې  کرښې دپرانستلو  په مراسموکې وويل: په پام کې دى  چې په نږدې راتلونکي کې دکندز هوايي ډګر په مدرن ترمينل او په نورو تجهيزاتو سمبال شي .
دکندز هوايي ډګر دکورنيو جګړو له امله ويجاړ شوى و .
په دې ډګر کې داريانا او دکام اير دهوايي شرکتونو مسافر وړونکو الوتکو ناستې او الوتنې نه شو کولاي خو مقامات وايي  چې ددغه هوايي ډګر په بيا جوړولو سره دغه ستونزه لرې شوې ده .
 

کابل باختر د تلي  لسمه
  په ارزګان ولايت کې دماين دچاودنې له امله دوه تنه ملکي  وګړي ووژل شول او دپنځو تنو  پوځيانو په ګډون دولس تنه ټپيان شول .
دغه پيښه نن له غرمې  مخکې په يوولسو بجو او ديرشو دقيقو دارزګان ولايت په مرکز ترينکوت ښار کې رامنځته شوه چې دملي اردو يوه ډله پوځيان  له ساحې څخه تيريدل .
  ويل کيږي چې ماين په يوه وياله کې ښخ کړي شوى و او له لري  واټن څخه  کنتروليده .
دارزګان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونيار  محمد اسلم باختر اژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې  يو  دولس کلن ماشوم او يو سپين ږيري وژل شوي او دملي اردو دپنځه تنو پوځيانو په ګډون  دولس تنه نور ټپيان شوي دي
ده طالبان ، ددغې پيښې مسوول وبلل .
  په همدې حال کې دترينګوت  ښار دروغتون ډاکترانو ددوو تنو پوځيانو په ګډون ددغې پيښې  د پنځو تنو ټپيانو  روغتيايي حالت خراب وباله .
 

کابل باختر د تلي  لسمه
  دآمو دريا په نفتي  بلاکونو کې دچين د پطروليم  دملي کمپني  له خوا دنږدې شپږ سوه مليونو ډالرو پانګه اچول کيږي .
دباختر اژانس دخبر له مخې، دکانونو وزير وحيد الله شهراني دآمو دريا دحوزي اودهغې له نفتي  زيرمو څخه  دګتې اخستنې  په اړوند وويل: د آمو دريا دحوزي دقرارداد دديارلسو کمپنيو له جملې  څخه  ،  د پنځو  کمپنيو ترمنځ چې په ملي او نړيوالو معيارونو برابرې دي داوطلبي  ته وړاندى شو چې ددوى تر منځ دچين دپطروليم  ملي کمپني  بريالې شوه .
ده زياته کړه چې دآمو دريا په حوزه کې به له څلور  سوه څخه تر  شپږ سوه  مليونو  ډالرو پورې پانګه واچول شي . چې  زياته برخه به يې  د راسپړلواو راايستلو په برخه کې ولګول شي او په ټوليزه  توګه هغه تيل چې په افغانستان کې لګيږي .  په کال کې ارزښت يې  درې نيمو ملياردو ډالرو ته رسيږي او په هيواد کې  دتيلو ډير ستر وارداتي  اقلام دي چې افغانستان په دې صورت کې دانرژي مسووليت پيداکوي او له بهر څخه دتيلو په واردولو ډډې  لګول کمښت مومي .
ده له  پطروليم  کمپني سره په قرارداد کې دافغانستان دوندې  په باب وويل چې له را ايستل  شويو تيلو څخه  په سلوکې پنځلس  يې په لومړي پړاوکې دافغانستان په لورې پورې  اړه پيداکوي او دتيلو دراسپړلو او را ايستلو دلګښتونو له محاسبي وروسته په سلو کې اويا يې دافغانستان په دولت پورې اړه پيداکوي او په سلو کې پاتې ديرش دپطروليم شرکت ونډه ده .
  او وروسته  دشرکت په سلوکې له همدغو ديرشو څخه په سلو کې شل ماليه اخستل کيږي چې په دې صورت له هرو سلو ډالرو څخه يو شپيته نيم ډالره يې په افغانستان  پورې اړه پيداکوي او په دوو کلونوکې  دتيلو دچاڼولو دستګاه چې هم  وخت نيسي او هم زيات لګښت غواړي  ، دهيواد په دننه کې جوړيږي .
  شهراني زياته کړه چې دآمو دريا دحوزي دتيلو زيرمې دنړۍ  دنورو تيل لرونکو هيوادونو په پرتله بيخي  کمې دي او په کانونوکې دپانګي اچونې مينه وال چې کومې زيرمې لري له پانګي اچونې سره علاقمندي نه لري .
دکانونو وزير زياته کړه  چې د ډبرو سکرو ډير ستر کانونه دسمنګانو ولايت په دره صوف ولسوالۍ کې شته چې دباميانو ولايت د حاجى ګک اوسپنې دکان چانولو لپاره ستراتيژيکي زيرمه ده او اوس چې ددغه کان په شاوخوا کې څه دپاڅه دوه سوه په خپل سراو غيرقانونى سمڅې جوړې شوي دي کرار کرار تړل کيږي او دباميانو ولايت په هغو سيموکې چې نږدې دوه سوه په خپل سر دراايستلو سمڅې جوړې شوې دي تړلي شوي دي.
شهرانى زياته کړه: تير کال د ډبرو سکرو دصادراتو له پلوه دوه څلويښت ميلونه ډالره ترلاسه کړي وو او دافغانستان په سلو کې نوى قيمتى ډبرې دبدخشان ،پنجشير ،کونړ او دنورستان په ولايتونو او جلګدلک کې دي چې له دې پلوه په کال کې درې سوه زره ډالره ترلاسه کيږي په داسې حال کې چې هغه قيمتي او نيمه قيمتي ډبرې چې د پاکستان بازارونو ته قاچاق کيږي په کال دغه هيواد ته د درې سوه پنځوسوميلونو ډالرو عايد ترلاسه کيږي.
چې دقانون دطرحې په تصويب سره چې په دې اړوند دحکومت له خوا ملي شوراته ليږل کيږي چې تر زياتې اندازې پورې به دقاچاقو مخه ونيول شي ده په دې برخه کې مهم دليل ددغو ولايتونو په ځينو برخو کې دامنيت نشتوالى او په اوسنى قانون کې محدوديتونه او په دغو ولايتونو کې دکانونو وزارت نه شتون وباله .
وحيدالله شهرانى دبدخشان دلاجوردو دکان په باب وويل چې دغه کان نړيوالې داوطلبى ته وړاندى شوى دى اوګټوونکى يې هم تثبيت شوي دي او په قرا دادباندې يې کارروان دى. دغه راز ده زياته کړه چې دتوکيو په کنفرانس کې دافغانستان دکانونو دلومړيتوبونو دټاکنې په باب او ږدې خبرې وشوې چې په ٢٠١٦ ميلادى کال کې به دکانونو له پلوه زموږ عوايد يونيم مليارده ډالره وى چې دهيواد په ملي اقتصاد کې دکانونو ټوله ونډه شپږ مليارده ډالره ده او په همدې کال کې له دې پلوه يو سلو پنځه اويا زروتنو ته دکارزمينه برابريږي او په ٢٠٢٤ کال کې به دکانونو له پلوه د دولت عوايد  څلورو مليارد ډالرو ته ورسيږي چې په ملي اقتصاد کې دکانونو ونډه به له اتلسو څخه تر شلو ملياردو ډالرو پورې وى چې دهيواد په سلو پنځه څلويښت اقتصاد دجوروى او په افغانستان کې به پنځه سوه زرو تنو ته دکار زمينه برابره شي.
 

کابل باختر د تلي  لسمه
دڅلورو تنو افغان پوځيانو په ګډون شپږ تنه  نن په خوست ولايت کې  دځانمرګي بريد له امله ووژل شول او اووه ديرش تنه نور ټپيان شول .
دخوست ولايت دچټګ غبرګون  دقطعي قوماندان  سمونوال  مبارک شاه هم ددغې پيښې په قربانيانوکې شامل دى  .
نن سهار په اتوبجو او ديرشو دقيقو يو ځانمرګي يرغلګر په داسې حال کې چې په چاوديدونکو توکوبار په يو موټر  سايکل سپور وه ځان په خوست ښار کې دافغان پوځيانو او دناټو د ځواکونو دسپرلۍ دکاروان په وړاندى  وچاوه .
دغه پيښه دخوست ښار په څلور لاري ، په هغه ځاى کې رامنځته شوه چې زياتره ملکي وګړي پکې  تګ راتک کوي  .
دخوست والي عبدالجبار  نعيمي باختر اژانس ته وويل چې  په دې پيښه کې څلور تنه  پوځيان  او دوه تنه  ملکي وګړي ووژل شول او څه ناڅه اووه ديرش تنه نور ټپيان شول چې  دوه تنه يې پوځيان دي .
دخوست  والي  تاييد کړه  چې د چټګ  غبرګون دقطعي قوماندان سمونوال  مبارک شاه  هم ددغه ځانمرګي بريد په قربانيانوکې شامل دى .
ده طالبان ددغه ځانمرګي بريد مسوول وبلل . ناټو وايي په دې پيښه کې درې تنه بهرني سرتيري هم وژل شوي دي .
په همدې حال کې دخوست ښار دروغتون ډاکترانو ددغې پيښې  دلسو تنو ټپيانو حالت خراب وباله .
 

کراچى –باختر دتلې ١٠
دپاکستان په کراچي ښار کې د ډزو له امله درې تنه ووژل شول او درې ځورول شوي مړي ددغه ښار په بيلابيلو سيمو کې ترلاسه شوي دي.
دپوليسو دڅرګندونو له مخې، يو سړى دکراچي ښار دموراندا  ناحيي ته څيرمه په يو پلورنځي کې په ډزو سره ووژل شو او يو بل سړى الله ولى کورانجى ته څيرمه ووژل شو.
ناپيژندل شويو کسانو يو تن دپوليسو يو مرکز ته څيرمه وواژه.
په همدې حال کې درې مړي د اورنکي په سيمه کې ترلاسه شوي دي.
 

کابل باختر د تلي  ١٠
  وسله والوطالبانو په کونړ ولايت کې له دولت سره دجاسوسي په تور د دريو تنو ملکي وګړو سرونه غوڅ کړل .
دغه کسان درې ورځې مخکې د وسله والوطالبانو له خوا د وټه پورې ولسوالۍ په مربوطاتوکې تښتول شوي وو او مړي يې پرون مازيګر د وټه پورې  ولسوالۍ په ګمبير ساحه کې ترلاسه شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل: ددغو کسانو سرونه دطالبانو له خوا له بدن څخه يې جلاکړې شوې وو او د وټه پورې  ولسوالۍ اوسيدونکى و او له دولت سره يې هيڅ راز اړيکې نه لرلې .
 

کابل باختر د تلي  ١٠
  دکابل ښار د فوټبال دغوره ليک سياليو پرون مازيګر  په دوو لوبو سره دوام وموند .
دفوټبال  فدراسيون د رسنيو مسوول احمد شاه  ساير باختر اژانس ته وويل: په لومړۍ سيالۍ کې دفيروزې او دکابل د ځوانانو ټيمونو لوبه وکړه چې لوبه ديوې په مقابل کې په دوو سره دفيروزې ټيم په ګټه پاى ته ورسيده. 
دغه راز په بله لوبه کې داستقلال  ټيم  ديوې په مقابل کې په دوو سره د سنايي ټيم ته ماتې ورکړه .
دغه سيالۍ دنولسو غوره ټيمونو ترمنځ په کابل ښارکې پيل شوى دى چې تراوسه پورې دفيروزې ټيم ديو ديرشو امتيازونو اوپنځوسو ګولونو  دفيروزې ټيم ديو ديرشو امتيازونو او پنځوسو ګولونو په وهلو سره  دجدول په سرکې ځاى لري او داستقلال  ټيم دپنځه ويشتو امتيازونو او د اردو ټيم په دوه ويشتو امتيازونوسره  په دويم او دريم مقامونو کې ځاى لري .