23 September 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دانتخاباتو خپلواک کميسيون دګوټو دشميرنې دطرحې په باب څيړنې روانې دي .

کابل باختر دوږي يو ديرشمه : دانتخاباتو خپلواک کميسيون دروان...

په سرپل کې دنشه يي توکو دقاچاقو په تور دپنځو تنو نيول کيدل .

کابل باختر دوږي يو ديرشمه : دسرپل پوليسو نن دنشه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل \باختردوږي دمياشتې٢٦نيټه : نهه تنه وسله وال مخالفين تېره شپه په ميدان وردګو ولايت ګې ووژل شول. د ٣٠٢ تندرقول اردو وياند ډګرفضل خدا ابراهيم خيل باخترآژنس ته وويل: دغه وسله وال مخالفين دميدان وردګو ولايت د سيدآباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دغې قول اردو له ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول . ده زياته کړه: په دې جګړه کې شپږ تنه نور وسله وال مخالفين ټپيان او شپږ ماينونه چې د وسله والو مخالفينوله خوا په دغې ولسوالۍ کې ښخ کړاى شوي و، کشف او شنډ کړاى شول. ديوبل خبرله مخې: څلور تنه وسله وال مخالفين دپکتيا او پکتيکا په ولايتونوکې ووژل شول. د ٢٠٣ تندرقول اردو وياند وويل ؛ دغه وسله وال مخالفين د زرملې او متاخان دولسواليوپه مربوطاتوکې دايتلاف دځواکونوپه هوايي بريد کې ووژل شول او د وسله والو مخالفينو دوه موټر سايکلونه هم له منځه وړل شوي دي. پاى \ج \ ذ
کابل \باختردوږي دمياشتې٢٦نيټه : د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري نن په افغانستان کې د يونسکو د فرهنګي څانګې له مسوول سره د يوشمېر فرهنګي پروګرامونو دتطبيق په باب خبرې اترې وکړې. د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: په دې کتنه کې په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاريخي آبداتو د ساتنې او ترميمولو رئيس ديپلوم مهندس عبدالاحد عباسي او د دغه وزارت د لرغونپوهنې رئيس نوراغا نوري هم حاضر و، د نړۍ د فرهنګي ميراث باميانو د درې کلن عملياتي پلان، په کابل کې د يونسکو په همکارۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا د باميانو د فرهنګي حوزې د مديريتي پلان د کارګاه او د باميانو د فرهنګي حوزې د راتلوونکي په باب د نړيوال سيمينار د جوړولو په اړوند چې په نږدې راتلوونکي به د عمان د مسقط په ښارکې جوړ شي، خبرې اترې وشوې. دغه راز په دې کتنه کې پوهاند باوري د دې ترڅنګ چې د هغو فرهنګي پروګرامونو د تطبيقولو د بهير دګړندي کولو په باب چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا د يونسکو په همکارۍ تطبيقيږي، د باميانو د فرهنګي حوزې د مديريتي پلان د کارګاه په ښه جوړولو ټينګار وکړ. پاى \ج\ ذ
کابل \باختردوږي دمياشتې٢٦نيټه : په مالي او بانکي چارو کې د جمهوري ریاست ستر مشاوریت د هیواد له هوایي شرکتونو، صنایعو او سوداګرۍ خونې سره اروپا، چین، روسیې، دوبۍ او د هند ټولو ښارونو ته د هوایي دهلېزونو د رامنځته کېدو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي. د نویو هوایي دهلېزونو د رامنځته کېدو موخه یادو هیوادونو ته د افغانستان د صادراتو د کچې لوړول دي. د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز باختر آژانس ته خبر ورکړ: په مالي او بانکي چارو کې د جمهوري ریاست د مشاوریت دفتر د عامه اړیکو مسوول، سمیر رسا د دوشنبې په ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل:" په نږدې راتلونکي کې به اروپا، چین، روسیې، دوبۍ او د هند ټولو ښارونو ته د نویو هوایي دهلېزونو له لارې سوداګریز توکي ولېږدول شي." له دې مخکې له ترکیې، سعودي عربستان، قزاقستان او د هندوستان له ډهلي او ممبي ښارونو سره هوایي دهلېزونه رامنځته شوي وو چې له پیل څخه تر دې مهاله د دغو هوایي دهلېزونو له لارې ۱۶۹ الوتنې ترسره شوې دي. په دې الوتنو کې د تازه او وچو مېوو، د هنګ طبي بوټو، قالینو او پوستکو په ګډون ۲۹۶۱ ټنه سوداګریز توکي لېږدول شوي دي. رسا د اقتصاد د عالي شورا لخوا د صنعتي پارکونو د پالیسې تصویب ته په اشارې سره وویل، اوس مهال د ۱۱ ولایتونو په ۱۳ صنعتي پارکونو کې پانګې اچوونکو ته د ځمکو د وېش زمینه برابره شوې ده. نوموړي زیاته کړه، چې ډېر ژر به د باریک آب په صنعتي پارک کې هغو ۱۶ شرکتونو ته چې په شرایطو برابردي د ځمکو د وېش لړۍ پیل شي. په مالي او بانکي چارو کې د جمهوري ریاست د مشاوریت دفتر د عامه اړیکو مسوول، د افغانستان او هندوستان د سوداګریز نندارتون، چې د څلورو ورځو لپاره د ممبي په ښار کې جوړ شوی و، د پانګې اچوونکو لپاره یوه ښه فرصت وباله او زیاته یې کړه، چې په هغه کې د ۳۰۰ افغان سوداګرو ۱۶۰ غرفې، ۱۲۰۰ هندي شرکتونو او د نړۍ له بېلابېلو هیوادونو څخه څه د پاسه ۱۰۰ تنو ګډون کړی و. افغان سوداګرو په دې نندارتون کې د قالینو، وچو مېوو، کانونو، روغتیا، انرژۍ، ټکنالوژۍ او خدمتونو په برخو کې سلګونه تړونونه لاسلیک کړل. # پای – ذ
\باختردوږي دمياشتې٢٦نيټه : د (سي.اچ.اي.سي.سي.اچ.آى) نړيواله موسسه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو له معينيت سره د ځوانانو د ملي ستراتيژۍ د تطبيق په لاره کې مرسته کوي. دغه ټکى د دغې موسسې سلاکار جان مکن جي نن له ډاکتر کمال سادات سره په کتنه کې بیان کړ. د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: په دې کتنه کې د ځوانانو چارو معين د افغانستان د ځوانانو د پنځه کلنې ملي ستراتيژۍ په باب هر اړخيزې خبرې وکړې. د افغانستان د ځوانانو ملي ستراتيژي د اړوندو بنسټونو او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو د معينيت په همکارۍ برابره شوې ده او د روغتيا، ښوونې او روزنې، ورزش، د رضاکارانه کارونو ترسره کول او د نشه يي توکو مخنيوي پکې شامل دي . د (سي.اچ.اي.سي.سي.اچ.آى) موسسي سلاکار د دغې کتنې په پاى کې د دغې ستراتيژۍ د تحقق په لاره کې د دغه بنسټ همکاري څرګنده کړه. پاى \ ج\ ذ
- کابل \باختردوږي دمياشتې٢٦نيټه : په ميدان وردګو ولايت کې له ۲۰۰ سيلاب ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه . ميدان وردګو ولايت له پيښو سره د مبارزې رئيس نجيب الله د باختر آژانس خبريال ته وويل: وروستيو سيلاوونو د ميدان وردګو ولايت يوشمېر اوسيدونکي زيانمن کړي دي چې نن له دغو دوه سوه کورنيو سره پنځوس پنځوس کيلواګرامه وريجې، پنحوس کيلو اوړه، پنحلس ليتره غوړي ، درې نيم کيلو لوبيا او يوه شړۍ د دغه رياست له امکاناتو څخه په دغو کورنيو وويشل شوې. پاى \ذکرالله\
کابل \باختردوږي دمياشتې٢٦نيټه : د بادغيس ولايت مسوولينو نن ددغه ولايت د قادس ولسوالۍ دبند سبزک او قرچقي په سيمو کې د٢٢ تنو وسله والو طالبانو د وژل کيدو خبر ورکړ. د بادغيس ولايت د امنيتي قوماندانۍ وياند نعمت الله اميني دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه وسله وال طالبان دقادس ولسوالۍ د قرچقي او بند سبزک په سيمو کې د پوليسو په پوستو د بريد په بهيرکې ووژل شول. ده وويل چې د وسله والو طالبانو بريدونه د پوليسو له سخت مقاومت سره مخامخ شول چې په نتيجه کې ٢٢ تنه وسله وال طالبان ووژل شول، ١٦ تنه ټيپان او پاتې نور يې وتښتيدل. د وسله والو طالبانو په دې بريد کې د پوليسو د ريزرفي قطعې قوماندان عبدالحکيم مودودي په ګډون ٥ تنه شهيدان او ٤ تنه نور ټپيان شول . پاى \ ج \ ذ
کابل \باختردوږي دمياشتې٢٦نيټه : د خصوصي سکتور د ودې اجرایوي کمېټې نن سهار خپله ناسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائیه رئيس په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې وکړه. د اجراییه ریاست د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې ناسته کې لومړی د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له لوري د سوداګرۍ په ملي پالیسۍ بحث وشو او ټولو غړو د خپلو نظرونو له بیانولو وروسته پرېکړه وشوه، چې په دغه سند دې په وزیرانو شورا کې بحث وشي او بیا دې د کابینې له لوري تایید شي. د یاد وزارت چارواکو وویل چې په دې ملي سند باندې د نړیوالو او کورنیو اړونده چارواکو نظرونه اخیستل شوي او په هر اړخیز ډول چمتو شوی دی. د غونډې د اجنډا له مخې د اوبو او برېښنا وزارت د انرژي د خدماتو د تنظیم ادارې په اړه د جوړ شوي متن جلسې ته وړاندې کړ او ویې ویل، چې په لنډ مهال کې دغه اداره د دولت له بودیجې څخه تمویلېږي او له هغې وروسته به یاده اداره په خپلواکه توګه خپل لګښت په خپله برابروي او د انرژي خدماتو د خصوصي شرکتونو لپاره به جواز هم برابروي. د غونډې حاضرینو دغه سند تصویب کړ او اجرائيه رئیس هدایت ورکړ، چې ډیر ژر دې دغه سند عدلیې وزارت ته واستول شي. دغه راز د افغانستان بانک او د افغانستان د برېښنا شرکت مسوولانو د دواړو ادارو ترمنځ د همکاریو د تفاهم لیک په اړه راپور وړاندې کړ او ویې ویل، چې افغانستان بانک د دې تفاهم لیک لاسلیک ته چمتو دی، خو دا چې د افغانستان برېښنا شرکت د رئيسه بورد ناسته نه ده شوې د دې تفاهم لیک لاسلیک ځنډېدلی دی. د هېواد اجرائیه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله هدایت ورکړ، چې سه شنبه دې د افغانستان برېشنا شرکت د رئيسه پلاوي ناسته ترسره او د دې تفاهم لیک لاسلیک ته دې زمینه برابره شي. د دې ترڅنګ مالیې وزارت د خصوصي سکتور د ودې لپاره د لومړیتوبونو د سند په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې دغه سند هم چمتو شوی خو د قیمت ګذارۍ مساله یې پاتې ده. د هېواد اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې ډیر ژر دې د قیمت ګذارۍ مساله هم حل شي او دا سند دې د کابینې ناستې ته د تایید لپاره وړاندې شي. هغه وویل، چې د جینوا کنفرانس لپاره باید ټول چمتووالی په وخت او همغږي ډول ترسره شي څو افغانستان خپل ملي سند په ښه توګه ارایه کړي. پای – ذ
کابل \ باختر\ د وږي د مياشتې ۲۶مه: مرکزي بانک (۳۵) ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري. د دغه بانک په هغه ليک کې چې باختر آژانس ته ليږل شوى دى؛ ويل شوي دي: د افغانستان بانک د روان کال د وږي د مياشتې په ۲۷ نيټه د سه شنبې په ورځ (۳۵) ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري. په شرايطو برابر صرافانو او بانکونوته بلنه ورکول کيږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي او د ليلام ګټوونکي مکلفيت لري چې خپل حسابونه دې د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي . هغه صرافان چې تر اوسه پورې يو ميليونو او ۵۰۰ زره افغانۍ د تضمين په ليلامونوکې د ګډون په مقصدنه دي تحويل کړې؛ کولاى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې دخپل تضمين پيسې تحويلې اوپه راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي. د يادونې وړ بلل کيـــــږي چې د معاملاتـو د قسمي تسويې تر سره کول مجاز نه دى، د ليلام ګټوونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى په نغدي ډول او په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي. پاى \سعيده

کابل \باختردوږي دمياشتې٢٦نيټه :
د هېواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د جلاجلا عملياتو په بهيرکې چې په تيرو ٢٤ ساعتوکې د هېواد په بېلابېلو سيموکې ترسره شول، ٢٥تنه وسله وال ډار        اچوونکي ووژل شول او اووه تنه نوريې ټپيان شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه عمليات د ننګرهار، غزني، پکتيا، قندهار، بادغيس، هرات، فارياب، بغلان، بلخ  او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول چې په امله يې ٣٥ تنه وسله وال ډار اچوونکي ووژل شول او اووه تنه نوريې ټپيان شول.
پاى \ج \ذ

روزګان \باختردوږي دمياشتې٢٦نيټه :                        
د روزګان د ولایتي روغتون مسوولین وايي: په ترینکوټ ښارکې د يوې ترافيکي پيښې له امله یو ماشوم وژل شوی او یوه کوچنۍ نجلۍ او د پاخه عمر يو سړی پکې ټپیان شوي دي.
عیني شاهدانو ویلي: دغه ترافیکې پېښه د عامه نظم د پولیسو د هاموي ټانک او یو بل موټر د ټکر له امله رامنځته  شوې ده.
د روزګان امنیه قوماندانۍ په ‎دې اړه له څه ویلو ډډه کړې، خو د ولایتي روغتون رییس ډاکټرامین الله توخي وویل چې دغه کسان نن سهار ۱۰ بجې د ترینکوټ ښار روغتون ته ور وړل شوي دي.
پاى \ ذکرالله \ 

Page 10 of 6872