20 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

۵۰- کابل / د تلې ۲۹ مه / باختر په هرات کې د امام فخر رازي د تاریخي زیارت د بیارغاونې کار دوام لري. د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس آریا رووفیان د دغه زیارت د مرمت کارۍ او بیارغاونې د کار د څېړنې پر مهال وویل چې دغه تاریخي څلی د معمارۍ د اصالت او تاریخي لرغونتیا په ساتنې سره بیا رغول کېږي. رووفیان د امام فخر رازي د دغه تاریخي- مذهبي څلي د کتنې په بهیر کې، پر معیاري او د تاریخي آبدو د ساتنې له اصولو سره سم کار ټينګار وکړ. دغه تاریخي- مذهبي څلی د هرات د تاریخي آبدو د ساتنې د لوی مدیریت تر څارنې لاندې، د ترکیې د پرمختیا او همکارۍ آژانس په مالي مرسته مرمت او بیا رغول کېږي. ټاکل شوې ده مقبره، د آرامګاه شاوخوا، د بارګاه ایوان او د آرامګاه د انګړ دېوالونه په اساسي ډول په خښتو او لازمو تزییناتو سره مرمت شي. پای ع
۴۹- کابل / د تلې ۲۹ مه / باختر د وسله والو طالبانو یو مالي مسوول په لغمان کې له یو کس څخه د باج اخیستنې په وخت کې ونیول شو. په کشمیر مشهور قاري ذکرالله نن کله چې غوښتل یې د لغمان په مهترلام ښار کې له یوه کس څخه ۵۰ زره افغانۍ واخلي، ونیول شو. د طالبانو دغه مالي مسوول په ګواښلو سره له دغه سړي څخه ۵۰۰۰ امریکايي ډالر غوښتي و، خو په پای کې په ۵۰ زره افغانۍ راضي شوی و. د لغمان یوه امنیتي مقام باختر آژانس ته وویل چې قاري ذکرالله په لغمان کې د طالبانو مالي مسوول و او د څو ډار اچوونکو بریدونو طرحه هم جوړه کړې وه. هغه په خپل لومړنيو تحقیقاتو کې د طالبانو په ډله کې پر خپل غړیتوب اعتراف کړی دی . وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. پای/ع
۴۷- کابل / د تلې ۲۹ مه / باختر پنځه پوليسان نن په نيمروز کې د ماين په چاودنه کې شهیدان شول. د نيمروز د والي وياند بهرام حقمل رسنيو ته ويلي دي چې چاودنه د يو ښخ کړاى شوي ماين زيږنده وه چې د ياد ولايت د کنګ ولسوالۍ مرکز يو سړک ته څېرمه رامنځته شوه چې په پايله کې پنځه پوليسان شهیدان شول. دغه پېښه هغه وخت شوه چې د پوليسو سرتېرو په سيمه کې په ګزمې بوخت وو. پاى \ ذ
۴۷- کابل / د تلې ۲۹ مه / باختر پنځه پوليسان نن په نيمروز کې د ماين په چاودنه کې شهیدان شول. د نيمروز د والي وياند بهرام حقمل رسنيو ته ويلي دي چې چاودنه د يو ښخ کړاى شوي ماين زيږنده وه چې د ياد ولايت د کنګ ولسوالۍ مرکز يو سړک ته څېرمه رامنځته شوه چې په پايله کې پنځه پوليسان شهیدان شول. دغه پېښه هغه وخت شوه چې د پوليسو سرتېرو په سيمه کې په ګزمې بوخت وو. پاى \ ذ
۴۵- کابل / د تلې ۲۹ مه / باختر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير په مشرۍ نن د کابل سرينا هوټل د پور د حل او فصل د ګډې کمېټې غونډه جوړه شوه. د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه چې د هېواد د جمهوررييس محمد اشرف غني په لارښوونه، د کابل سرينا هوټل د پور د حل او فصل په خاطر ګډه کمېټه جوړه شوې ده. هغه زياته کړه چې ياده کمېټه د اطلاعاتو او فرهنګ او ماليې وزارتونو، د جمهوري رياست د جګپوړي حقوقي مشاوريت، د چارو ادارې د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رياست او د کابل سرينا هوټل له استازو څخه جوړه شوې ده. په دې غونډه کې چې د یادو بنسټونو مسوولینو او استازو حاضر وو؛ له خبرو وروسته ګډه تخنيکي کمېټه موظفه شوه چې د کابل سرينا هوټل د پور موضوع دې د مدارکو او اسنادو پر اساس او د هېواد د نافذو قوانينو په رڼا کې وڅېړي. دغه راز ټينګار وشو چې تخنيکي کمېټه دې د احتمالي حل لارې له لټولو وروسته، پایلې د کابل سرينا هوټل د پور د حل او فصل د ګډې کمېټې عمومي غونډې ته وړاندې کړي. پاى \ ذ
۴۴- کابل / د تلې ۲۹ مه / باختر د تخار د متشبثو ښځو لاسي صنايع د دوى د فعاليتونو د هڅونې په موخه نندارې ته وړاندې شوې. د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې غونډه کې د تخارد سوداګرو ښځو او د خصوصي بنسټونو استازو خپل پروګرامونه د متشبثو ښځو د او کاروبار د پياوړتيا په موخه همغږي کړي او پر اړوندو مسئلو يې خبرې وکړې. پاى \ ذ
۴۳- کابل / د تلې ۲۹ مه / باختر نن د لړم د مياشتې١٠ نيټه د کابل ښار په بازارونوکې د اړتيا وړلومړنيو توکو بيې په دې ډول دي: يوه ٢٥کيلويي بورۍ اعلى وريجې ٢۵٠٠ افغانۍ يومن شوله يي وريجې ٢۹٠ افغانۍ يو من بوره ٣۶٠ افغانۍ يو من وطنى مى ٥٨٠ افغانۍ يو شپاړلس ليتره پيپ غوړي ١٣٣٠ افغانۍ يوه پنځوس کيلويي بورۍ اوړه ١۷٩٠ افغانۍ يو من وطنى لوبيا ٨٠٠ افغانۍ يو من وطنى نخود ٥٤٠ افغانۍ دغه راز، يو کيلوګاز ٥٥ افغانۍ، يو ليتر پټرول ٣٥ افغانۍ او يو ليتر ديزل په ٣٨ افغانۍ پلورل کيږي. پاى/سعيد
۴۲- کابل / د تلې ۲۹ مه / باختر په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره زرپه ١۸۹۹ډالرو وړاندې کېږي. د پښتنې بانک د سرو زرو د مارکيټ يوه پلورونکي قاهرخان نن ددغه خبرپه تاييد سره باختر آژانس ته وويل چې نن د کابل په بازارونوکې يوګرام الجزايري سره زر۴٧٠٠ يو ګرام مصري سره زر په۴٦٠٠ افغانيو، کويټي په۳۸٥٠ افغانيو، سنګاپوري په۳۷٥٠ افغانيو، بحريني په۳۵۵٠ افغانيو، عربي په۳۶۵٠ افغانيو، ايراني په۳۵۰٠ افغانيو او يو ګرام روسي په ٢۶۰٠افغانيو پلورل کېږي. پاى / سعيده
۴۱- کابل / د تلې ۲۹ مه / باختر د اروپا د اتلانو لیګ نن شپه په اتو لوبو سره دوام مومي. د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دغو مهمو لوبو کې د بارسلونا ټیم د شپې په ۱۱ بجو او ۳۰ دقیقو د فرنګ فاروس له ټیم سره سیالي کوي او په یو وخت کې د پارسن ژرمن ټیم د مانچسټر یونایټد له ټیم سره لوبه کوي. په بله لوبه کې د شپې په ۹ بجو او ۲۵ دقیقو د دیناموکیف ټیم له یونتوس ټیم سره سیالي کوي. پای/سعیده
۴۰- کابل / د تلې ۲۹ مه / باختر د بغلان ورزشي آمریت نن په پلخمري ښار کې د شطرنج سیالي پیل کړه. د بغلان د شطرنج فدراسیون مسوول نبي جان عبادي وویل: په دې سیالۍ کې د شطرنج ورزشي آمریت د فدراسیون تر نظر لاندې ۴۹ ورزشکارانو ګډون کړی و. د شطرنج سیالي د شطرنج د استادانو تر نظر لاندې پیل شوه چې په پایله کې سیاووش مرادي، محمد یوسف مرادي او قیام الدین مرادي لومړی، دویم او درېیم مقامونه وګټل او موسی خان خانزاده، ذاکر، بنیاد فرشید، داوود خوشبین، احسان اسدي او ولید هر یو په ښه ځلېدو سره د شطرنج د منتخب ټیم لوړ مقام ترلاسه کړ. د بغلان د ورزش آمر د لوبو په پای کې نهو ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل. پای/سعیده
Page 1 of 122