20 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په پکتيا کې نږدې سل کيلوګرامه چرس ضبط شول

په پکتيا کې نږدې سل کيلوګرامه چرس ضبط شول

ګرديز / باختر\ د زمري٢٨مه نږدې سل کيلوګرامه چرس په پکتيا...

  بغلانيانو د کابل وروستى ځانمرګى بريد وغانده

بغلانيانو د کابل وروستى ځانمرګى بريد وغانده

پلخمري / باختر\ د زمري٢٨مه بغلانيانو په کابل ښار کې وروستى...

په بغلان کې شپږسوه کورنيو ته اوبه برابرې شوې

په بغلان کې شپږسوه کورنيو ته اوبه برابرې شوې

پلخمري / باختر د زمري٢٨مه : په بغلان کې د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٥
يو افغان سوداګر د بازارک له ښاروالۍ سره د زمري د پنځو مجسمو مرسته وکړه.
دغه مجسمې چې د ډبرو پرمخ کښلې شوې دي؛ د ديرشو زرو ډالرو په بيه له ايران څخه پيرودل شوې دي.
د پنجشير د بازارک ښاروال محمد ثنا پناه د باخترآژانس خبريال ته وويل: د زمري دغه مجسمې د دغه ولايت د سوداګر محمد عثمان له خوا له دغې ښاروالۍ سره مرسته شوې ده چې نن په رسمي ډول د دغه ولايت د مرکز بازارک ښارپه څلور لارې کې ودرولې شوې.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٥
د غزني پوهنتون يو شمېر استادانو نن له غرمې وروسته د جمهور رييس له مرستيال محمدکريم خليلي سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې چې په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو دوه تنه استازي هم حاضر وو؛ د کتنې برخه والو په دغه پوهنتون کې د شتو ستونزو په اړوند يو لړ موضوعګانې د جمهور رييس له مرستيال سره طرحه کړې او غوښتنه يې وکړه چې د غزني پوهنتون د استادانو او محصلانو د غوښتنو څيړنې ته ځانګړې پاملرنه وشي.
د کتنې برخه والو د غزني پوهنتون په بېلابېلو برخوکې يو لړ ستونزو ته د اشارې په ترڅ کې، د مديريت کمزورتيا، فساد، د پياوړى علمي کادر نشتوالى، د پوهنتون اکاډميکي فضا ته نه پاملرنه او په دغه علمي مرکزکې د ترقۍ او پرمختګ په لاره کې د علمي لارښود نشتوالى په دغه پوهنتون کې اوسني اساسي چلنجونه وبلل.
د دوى  د څرګندونو له مخې: په غزني پوهنتون کې اوسنيو ستونزو محصلانو د زده کړې بهير له چلنجونو سره مخامخ کړي دي او د دغه پوهنتون استادان يې هم خوابدي کړي دي.
د کتنې برخه والو په دې برخه کې د دولتي او اړوندو ارګانونو په ځانګړو پاملرنې ټينګار وکړ.
وروسته د جمهور رييس مرستيال محمدکريم خليلي ددغه پوهنتون د استادانو او محصلانو د غوښتنو د څيړنې او مرکز ته د هغو د ليږدونې په باب د غزني پوهنتون د استادانو د هلوځلو له امله د قدردانۍ په ترڅ د دغه پوهنتون ستونزو او اړتياوو ته پاملرنه يو اساسي لومړيتوب وباله.
د جمهور رييس مرستيال په هيوادکې د علمي او اکاډميکو مرکزونو رول او ارزښت ته په اشارې سره د کتنې برخه والو ته ډاډ ورکړ چې د غزني پوهنتون د استادانو او محصلانو غوښتنې به په جدي ډول تعقيب کړي.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٥
د وسله والو طالبانو د ډلې د څلوروتنو قوماندانانو په ګډون اووه تنه وسله وال طالبان تېره شپه په غزني ولايت کې ووژل شول.
د غزني د والي ويندوى شفيق الله ننګ د باختر آژانس خبريال ته وويل: د قوماندان مبارز، قوماندان اقبال او د دوو نورو قوماندانانو په ګډون اووه تنه وسله وال طالبان د غزني ښار د قلاتي او قلعه قاضي په سيموکې د ايتلاف د ځواکونو د هوايي بريدونو په بهيرکې ووژل شول.
ننګ زياته کړه: دغو کسانو غوښتل چې په غزني کې امنيت ګډوډ کړي او په څو چاودنو او ورانکارو بريدونوکې يې ونډ لرله.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٥
پنځه سوه کيلوګرامه چاوديدونکي توکي له يو تن ليږدونکى سره يې د ملي امنيت د مامورينو له خوا د مهترلام ښار په مربوطاتوکې ونيول شول.
د لغمان ولايت د ملي امنيت د رياست يوه خبرځاى باختر آژانس ته وويل: دغه سړي پنځه سوه کيلوګرامه چاوديدونکي توکي چې د ماين په جوړولوکې کارول کيږي؛ د يوې ريکشا په واسطه د الينګار ولسوالۍ د سنګردرې سيمې ته ليږدول چې په لاره کې د ملي امنيت د ځواکونو له خوا ونيول شو.
دغه سړي غوښتل دغه چاوديدونکي توکي يې د الينګار ولسوالۍ د طالبانو يوې ډيپو ته وليږدوي چې د ملي امنيت د ځواکونو له خوا وپيژندل شو او ونيول شو.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٥
د ملي امنيت د لوى رياست په وړانديز او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست په منظورۍ د زمري د مياشتې د ٢٨ د هيواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د پنځه نوي يمې کاليزې په مناسبت د ملي امنيت د لوى رياست ددغو افسرانو ترفيع منظوره شوې ده:
١-محمد مسعود (اندرابي) د بريد جنرالۍ له رتبې څخه د تورن جنرالۍ رتبې ته؛
٢-محمد انور (بريپال) د بريدجنرالۍ له رتبې څخه د تورن جنرالۍ رتبې ته؛
٣-شيرمحمد (پاسدار) دبريدجنرالۍ له رتبې څخه د تورن جنرالۍ رتبې ته؛
٤-نظرشاه د بريدجنرالۍ له رتبې څخه د تورن جنرالۍ رتبې ته؛
٥-عبدالقيوم (عيار) د بريد جنرالۍ له رتبې څخه د تورن جنرالۍ رتبې ته؛
٦-محمد حسين د بريد جنرالۍ له رتبې څخه د تورن جنرالۍ رتبې ته؛
٧-ببرک د بريد جنرالۍ له رتبې څخه د تورن جنرالۍ رتبې ته؛
٨-شفيع الله د بريد جنرالۍ له رتبې څخه د تورن جنرالۍ رتبې ته؛
٩-محمدهمايو (نرسا) د ډګروالۍ له رتبې څخه د بريد جنرالۍ رتبې ته؛
١٠-عبدالجليل (ظاهر) د ډکروالۍ له رتبې څخه د بريد جنرالۍ رتبې ته؛
١١-عبدالناصر د ډګروالۍ له رتبې څخه د بريد جنرالۍ رتبې ته؛
١٢-عنايت الله د ډګروالۍ له رتبې څخه بريد جنرالۍ رتبې ته؛
١٣-سيد ناصر (انصاري) د ډګروالۍ له رتبې څخه د بريد جنرالۍ رتبې ته؛
١٤-پيرمحمد د ډګروالۍ له رتبې څخه د بريد جنرالۍ رتبې ته؛
١٥-نقيب الرحمن (شمال) د ډګروالۍ له رتبې څخه د بريد جنرالۍ رتبې ته؛
١٦-عبدالعظيم د ډګروالۍ له رتبې څخه د بريد جنرالۍ رتبې ته؛
١٧-امان الله د ډګروالۍ له رتبې څخه د بريد جنرالۍ رتبې ته؛
١٨-احمدضيا (سراج) د ډګروالۍ له رتبې څخه د بريدجنرالۍ رتبې ته؛
١٩-امين الله د ډګروالۍ له رتبې څخه د بريد جنرالۍ رتبې ته؛
٢٠-عزيزالله د ډګروالۍ له رتبې څخه د بريد جنرالۍ رتبې ته؛
٢١-محمدشفيع د ډګروالۍ له رتبې څخه د بريد جنرالۍ رتبې ته؛
٢٢-رحمت الله د ډګروالۍ له رتبې څخه د بريدجنرالۍ رتبې ته؛
٢٣-ګلزار د ډګروالۍ له رتبې څخه د بريد جنرالۍ رتبې ته؛
٢٤-نفيسه د ډګروالۍ له رتبې څخه بريدجنرالۍ رتبې ته؛
٢٥-صنم ګل د ډګروالۍ له رتبې څخه د بريد جنرالۍ رتبې ته؛
٢٦-احمدضيا (مسعود) د ګروالۍ له رتبې څخه د بريد جنرالۍ رتبې ته؛
٢٧-نجم الدين د ډګروالۍ له رتبې څخه د بريد جنرالۍ رتبې ته؛
٢٨-جان ګل((کوچي))د ډګروالۍ له رتبې څخه د بريد جنرالۍ رتبې ته؛
٢٩-اميرجان د ډګروالۍ له رتبې څخه د بريدجنرالۍ رتبې ته؛
٣٠-محمداسحق د ډګروالۍ له رتبې څخه د بريد جنرالۍ رتبې ته؛
٣١-عبدالوهاب د ډګروالۍ له رتبې څخه د بريد جنرالۍ رتبې ته؛
٣٢-محمد کريم ((اطرافي))د ډګروالۍ له رتبې څخه بريد جنرال رتبې ته .
٣٣-محمد امين  د ډګروالۍ له رتبې څخه د بريد جنرالۍ رتبې ته؛
٣٤-احمد شاه (بابکرخيل) د ډګروالۍ له رتبې څخه د بريدجنرالۍ رتبې ته
٣٥-فضل الرحمن سالارزي د ډګروالۍ له رتبې څخه د بريد جنرالۍ رتبې ته او عبدالجبار د ډګروالۍ له رتبې څخه د بريد جنرالۍ رتبې ته.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٥
دملي امنيت اداره وايي چې د پاکستان استخبارات په افغانستان کې د طالبانو د وروستيو جګړو مشري په غاړه لري.
د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: د ملي امنيت د ادارې ويندوى حسيب صديقي په کابل کې په يوه خبري غونډه کې وويل: د هيواد دښمنان غواړي چې د تروريستانو له لارې د هيواد سياسي حساسيت په بې امنى بدل کړي او خلک د سياسي راتلوونکى په نسبت بې باوره کړي او افغانستان امنيتي حالت له ستونزې سره مخامخ کړي.
ده زياته کړه: له نيکه مرغه د هيواد امنيتي ځواکونه د دې وړتيا لري چې د جګړې په ډګرکې له دښمنانو سره مقابله وکړي او ټولو ته ثابته کړي چې د جګړې مبلغين نه شى کولاى د هيواد امنيتي حالت ګډوډکړي.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٥
په تخار ولايت کې د وسله والو طالبانو د پوځي کميسيون رييس په پلنګ مشهور مولوي عبدالرحمن پرون د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو.
پوليسو وويل: د طالبانو د ډلې دغه قوماندان هغه وخت له خپلو دريو تنو همکارانو سره د دغه ولايت په رستاق ولسوالۍ کې ونيول شو چې د دغه ولايت په جيل د بريد په طرحه کولو بوخت و .
ويل کيږي اوس زيات وسله وال طالبان چې د مشرتوب او د ډار اچوونکو فعاليتونو په جرم نيول شوي دي؛ د دغه ولايت په جيل کې شپې سبا کوي.
د تخار ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى خليل اسير د باختر آژانس خبريال ته وويل: په تخار ولايت کې د وسله والو طالبانو د پوځي کميسيون مسوول په پلنګ مشهور مولوي عبدالرحمن د مولوي عبدالخالق، قارى شفيق الله او قاري اسدالله په نومونو له خپلو دريو تنو همکارانو سره په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو د اوپراتيفي عملياتو په بهيرکې ونيول شو.
د پوليسو دخبرځايونو دخبرله مخې: د وسله والو طالبانو دغه قوماندان په دغه ولايت کې څو ځانمرګي او ورانکار بريدونه رهبري کړي دي چې له امله يې په لسګونو تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
اسير زياته کړه: دغو کسانو په لومړنيو تحقيقاتوکې په هغو جنايتونو چې ترسره کړي يې دي؛ اعتراف کړى دى او ويلي يې دي چې له پولې اخوا د استخباراتو د مشخصو کړيو په لارښوونه د شمال په ولايتونو په تېره بيا په تخار ولايت کې تروريستي فعاليتونه ترسره کول.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٥
طالبانو درې تنه ملکي وګړي په فراه ولايت کې ووژل .
د فراه د والي ويندوى جاويد افغان د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه کسان چې د پشت رود ولسوالۍ د مربوطاتو اوسيدونکي وو؛ کله چې له ښار څخه د خپلو کورونو په لور روان وو؛ د دغې ولسوالۍ د زاړه ښار په سيمه کې د طالبانو له خوا ووژل شول.
خبرځاى زياته کړه: تراوسه پورې د طالبانو له خوا د دغوکسانو د وژل کيدو علت معلوم نه دى .
ويل کيږي يو وژل شوى د فراه د عامې روغتيا رياست د منځنيو طبي زده کړو د موسسې زده کوونکى و.

اسلام آباد-ايرنا – باختر د وږي دمياشتې ٥
د پاکستان د اردو ويندوى نن اعلام وکړ چې پاکستان او هند د کنترول د کرښې په اوږدوکې د دوه اړخيز اوربند د اجراکولو د لارو چارو د موندولو لپاره موافقه وکړه.
دغه موافقه د پاکستان او هند په سرحدي سيموکې د اسلام آباد – نوي ډيلي د وروستيوکلونو تاوتريخوالي پاى ته رسوي.
د پاکستان د اردو ويندوى عاصم سليم باجوا وويل چې د پاکستان او هند د اردو د پوځي عملياتو مديرانو پرون په ټيلفوني اړيکه کې په سرحدي سيمه کې د اوربند د اجراکولو په باره کې خبرې وکړې.
دغه سلامشورې د پاکستان د حکومت په وړانديز شوې دي .
د پاکستان او هند ترمنځ سرحدي نښتو په وروستيو مياشتوکې په داسې حال کې زور واخيست چې دواړو هيوادونو په تېره بيا د هغو د نوى حکومت له رامنځته کيدو څخه وروسته د اړيکو د عادي کولو او د سولې د خبرو د بيا پيلولو لپاره هلې ځلې کړې دي.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٥
امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتوکې د هيواد په ځينو ولايتونوکې امنيتي فعاليتونه ترسره کړل او ٢٥ تنه وسله وال طالبان يې ووژل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر دباختر آژانس خبريال ته خبر ورکړ:
دغه فعاليتونه چې د امنيتي ځواکونو له خوا د ننګرهار، نورستان، بغلان ،کندز، فارياب ، قندهار، ميدان وردګو ، لوګر او د پکتيا د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول؛ له امله يې ٢٥ تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ ٦ تنه ټپيان او ٢ تنه نور يې د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول .
په دغو فعاليتونوکې يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
دغه راز د ملي پوليسو ځواکونو د کندز، ارزګان، پکتيکا او د پکتيا د ولايتونو په مربوطاتوکې ١٨ ماينونه کشف او شنډکړل.

Page 5 of 767