22 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په کونړکې د طالبانو د شل کسیزې ډلې د یوه قوماندان وژل کېدل

په کونړکې د طالبانو د شل کسیزې ډلې د یوه قوماندان وژل کېدل

کابل/باختر/ د چنګاښ٣١مه د ملی امنیت د لوی ریاست ځانګړو ځواکونو،...

جمهورريیس غني: هېڅوک د جمهوریت او وطنوالۍ په محوریت کې د حقونو چتر له موږ نشي اخیستلای

جمهورريیس غني: هېڅوک د جمهوریت او وطنوالۍ په محوریت کې د حقونو چتر له موږ نشي اخیستلای

کابل/باختر/ د چنګاښ٣١مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف...

د نشه يي توکو درې قاچاق وړونکي ونيول شول

د نشه يي توکو درې قاچاق وړونکي ونيول شول

کابل/باختر/ د چنګاښ٣١مه د حامد کرزي د نړيوال هوايي ډګر پوليسو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په پنجشير ولايت کې پرون ديوې کورنۍ نهه تنه غړى ووژل شول

دپنجشير د والي ويندوى حامد روشن د باختر اطلاعا تي اژانس ته وويل چې ددغې کورنۍ غړي غو ښتل ددغه ولايت په خنج ولسوالۍ کې غره ته څيرمه دخپل استو ګنې د کورترڅنګ استنادي ديوال جوړ کړي چې دغره ديوي برخې په ښو ئيدو سره ددغه کورنې نهه تنه غړى ووژل شول .

ده وويل په دې پيښه کې د کورنۍ يو غړى ټپي شو او پخوا هم په دغې ولسوالۍ کې دغه شان پيښه شوې ده

په زابل ولايت کې پرون ما ښام ديوې چاود نې له ا مله يو تن ووژل شو اوڅلورتنه نورټپيان شول.

دزابل ولايت مرستيال محمد جان رسوليار د باختر اطلاعا تي اژانس ته وويل : يو تو نس موټر چې دقلات ښار له مرکز څخه دشاه جوزي ولسوالۍ په لور روان و په لاره کې د ايبکو ښار د نورک په سيمه کې په يو ماين وخوت چې دچاودنې له ا مله يې يوه سپرلۍ ووژل شوه اوڅلور تنه نور يې ټپيانې شوې

ده زيا ته کړه : دپيښې ټپيان دقلات ښار ملکي رو غتون ته ليږدول شوى او موظفو ډاکترانو يې روغتيايي حالت ښه بللي دي

دبريتانيا پوليسو څلورتنه نور، له پا کستان سره د اړ وندو تروريستي عمليا تو ديوې طرحې په ارتباط نيو لي دى .

څلورتنه دسه شنبې په ورځ په برمنګهم ښار کې د تروريزم د تمويلولو اود تروريستې زده کړي په مقصد پا کستان ته سفر لپاره د پيسو دراټولولو په تور ونيول شول

نيول شوى کسان له نو لس کلني څخه تر څلور ويشت کلني پوري عمرونه لري .

دبريتانيا پوليسو اته تنه د وږي په مياشت کې د همدغو عملياتو په اړوندونيول، اووه تنه يې د تروريزم په جرم تورن شوي دي چې په بريتانيا کې ځان مرګې بريدو نه هم پکې شا مل دى

استراليا په هندوستان ديورانيمو دپلورلو ملا تړ وکړ

داستراليا صدراعظمې ژوليا ګيلارد د هندوستان په اټو مى قدرت باندې ديورانيمو دپلورلو د منع کولو د له منځه وړلو د ملا تړ اعلام وکړ، خو ويلي يې دي چې هيواد يې د پا کستان او اسرا ئيلو په اټومى قدرت چې ګومان کيږي اټو مي وسلې لري ديورانيمو دپلورلو پلان نه لري

استراليا په چين ،جاپان . تايوان او ا مريکا يوورا نيم پلوري خو په هند ، پا کستان او اسرا ئيلو چې داټو مي وسلو د پرا ختيادمنع کولو تړون يې نه دى لاسليک کړي ،يورانيم نه پلورل ، خو داستراليا صدراعظمې دسيدنى مورننګ هرلد په ورځپاڼه کې په يوه خپره شوى مقاله کې هندوستان يو خوځنده اود چټک اقتصادي ودي د موکراسي بللي او ويلي دي دا منطقي ده چې هيواد يې له هندوستان سره خپلي اړيکې پيا وړى کړي ، خو زيا ته يي کړه ، هندوستان بايد داتضمين وکړي چې له استراليا څخه پيرودل شوى يورا نيم په سو له ييزو هدفو نو وکاروي

يو سلو لس قيراتي الماس په ژنو کې په يو جراح کې په څه دپاسه دولس مليو نو ډالرو په بيه وپلورل شو .

ددغه الماس پيرودونکې د تيلفون له لاري په جراح کې ګډون کړي و او ويې کولاى شول دډيرې لوړې بيې په وړانديز سره ددغه ژيړ الماس له مينه والو څخه دغه سيالۍ و ګټي

ددغه الماس نوم (اشک خورشيد) دى او لکه څنګه چې ستاينه يې شوې ده هماغه شان ډير ستر او بشپړ الماس دى چى داو ط لبي ته وړا ندى شوى دى

سږ کال دسابتي شرکت يو صورتي الماس او درې آبي الماسونه داو طلبي ته وړاندې کړي دي .

د تهران ښار د پو هنې لوى مدير رحيم ز ماني ويلي دي چې څه دپاسه ٦٦ زره افغان زد ه کوونکي د تهران په ښوونځيو کې زده کړه کوي

د باختر اطلاعا تي ا ژانس دمهراژانس د څرګند ونو له مخې خبر را کړ

زما ني د تهران ښار د زد ه کوونکو زيا تو الې ته په اشاري سر ه وويل:

تيرکال د تهران په ښوونځيو او ليسو کې ٧٣٤ زرو زده کوونکو زده کړه کو له چې دغه شمير په روان کال کى ٧٤٨ زرو تنو ته رسيد لي دي

په همدې حال کې د کورنيو چارو و زارت د بهرنيو اتباعو او مهاجرينو دچارو لوى مدير محمد تهورى مخکې ويلي و چې افغان زده کوونکو په بيلا بيلو وختو کې څه ناڅه اته سوه مدرسي ځان ته اختصاص کړي د ي

دملي دفاع وزير عبدالرحيم ورد ګ نن دامريکا دهوايې ځواکونو له لوى درستيز سره په کابل کې وکتل.

دباختر اطلاعاتي اژانس ته دملي دفاع وزارت دمطبوعاتي دفتردمعلوماتو له مخې په دې کتنه کې دافغانستان امنيتي حالات ،. دملي اردو دپراختيا عملي اړخونه، دډار اچوونکو پرخلاف اغيزمن عمليات اودملکي وګړو دتلفاتو مخنيوي ددغو خبرو په سرکې و.

دملي دفاع وزير دامريکا درغنده فعاليتونو له امله مننه وکړه او ويي ويل دځواکونو دملاتړ په خاطر دښکاري اوبم غورځوونکو الوتکو له پلوه دهوايې ځواکونو سمبالول ، کشف ، ښوونه اوروزنه او ترانسپورت دملي اردو له لومړيتوبونو څخه دي .

ده څرگنده کړه چې دهيواد جغرافيايې حالت ته په پاملرني سره له سمبال هوايې ځواک پرته دمستقلانه ډندو ترسره کول ستونزمن دي .

جنرال شوارتز دملي اردو دپراختيا دهوايې ځواک په سمبالولو اوښوونې اوروزنې په برخو کې دخپل هيواد دهمکاريو ددوام ډاډ ورکړ.

دتايلند هيواد دماستري ددوري يوشمير تحصيلي بورسونه چې شمير يي پنځلسو ته رسيږي دلوړو زده کړو وزارت په واک کې ورکړي دي اوپه ليک کې يادونه شوې ده چې هرکورس ته دې بايد له څلورو کانديدانو څخه زيات معرفي نه شي .

بورس ورکوونکي هيواد دغو بورسونو ته دغه شرايط ټاکلي دي :

_ کانديدبايد TOFEL و IELTs په سويه انګليسي سرتيفکيت ولري .

اړونده تحصيلي سندونه اوفورمي دې بايد ددسمبر دمياشتې له شپاړلسمې نيټې څخه مخکې دتايلند سفارت ته وسپارل شي .

هغه کانديدان چې دغه شرايط ولري اوTOFEL و IELTs سند اويامعادل يي ولري کولاي شي په انګليسي متن دديپلوم او ترانسکرپت په گډون له بشپړو تحصيلي سندونو سره دروان کال دلړم دمياشتې په نهه ويشتمه نيټه ديکشنبې په ورځ دلوړو زده کړو وزارت دبهرنيو اړيکو اودفرهنګي چارو رياست ته ورشي اوداړتيا وړ سندونه دراتلوونکو اجرااتو په خاطر ډک کړي.

دپاکستان پوځي مقاماتو اعلام وکړ چې دچين اوپاکستان دځواکونو گډ تروريستې ضد تمرينونه دپاکستان په پنجاب ايالت کې پيل شوي دي.

دغه ګډتمرينونه چې دوه اوونۍ دوام کوي ددوستي په نامه له تيري شپي څخه دپنجاب ايالت په ختيځ کې په جيهلم ښارکې پيل شول.

دا دچين اوپاکستان ترمنځ څلورم گډتمرينونه بلل کيږي پخوا درې نور پوځي تمرينونه دچين اوپاکستان له خوا ترسره شوي وو چې دوه ځلې په چين اويوځلې په پاکستان کې و.

ددوستي ګډپوځي تمرينونه له ٢٠٠٤ کال څخه دچين اوپاکستان ترمنځ پيل شوي دي اوپاکستان لومړۍ هيواد دي چې دچين په خاوره کې گډپوځي تمرينونه اجرا کړي دي.

دمشرانو جرګي درييس فضل الهادي مسلميار په مشرۍ دمشرانو جرګي په نننۍ غونډه کې دافغانستان دسوداګرۍ اوصنايعو دخونو قانون او له پيښو سره دمبارزي دتياري قانون تصويب شول.

دمشرانو جرګي مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبرورکړ.

دافغانستان دسوداګرۍ او صنايعو دخونو قانون چې دهيواد دسوداګرۍ او صنايعو دخونو دفعاليتونو دتنظيم په مقصد تسويدشوي و ، دحکومت له خوا دتصويب په مقصد ملي شورا ته ليږل شوى و اوپه ولسي جرګه کې دهغه دپړاونو له بشپړيد وروسته ، دغه قانون چې دتصويب په مقصد دمشرانو جرګي ته سپارل شوى و ، دملي اقتصاد په کميسيون اوپه نورو کمييسيونونو تر تدقيق او مطالعي لاندې ونيول شو او نن دسناتور عبدالوهاب عرفان له خوا ماده په ماده دمشرانو جرګي عمومي غونډې ته ولوستل شو.

غونډې دسناتورانو دوړانديزونو اونظريو په پام کې نيولو سره دهغه دځينو عبارتونو او فقرو له تعديل ،. حذف او زياتوالي وروسته دغه قانون په څلورو فصلونو اوشپاړلسو مادوکي تصويب کړ.

دغه راز له پيښو سره دمبارزي دتياري قانون چې دپيښو درامنځته کيدو دمخنيوي ، دخطرونو دکمښت ، دډول ډول مکليتونو دساتني ، نباتي پوښښ ، دوحشي ژويو ، دماشومانو،د ښځو زيات عمرلرونکو کسانو او دمعلوليت لرونکو اشخاصو دملاتړ په مقصد چې دطبيعي او غير طبيعي پيښو په وړاندې دي وضع شوي دي ، دولسي جرګي له تصويب وروسته ، دمشرانو جرګي دعامه سوکالۍ او دژوندانه دچاپيريال په کميسيون کې ترغور اوتدقيق لاندې نيول شوي دي او نن دسناتورې طيبې زاهدي له خوا عمومي غونډي ته ولوستل شو چې دمجلس دغړو له غور او خبرو وروسته غونډې دغه قانون هم دځينو تعديلونو په واردولوسره په څلورو فصلونو او

نهه ويشت مادو کې تصويب کړ .

دغه راز دنننۍ غونډې په پيل کې دپکتيا ولايت سناتور عبدالحنان حق ويون دملي اردو دمنسوبينو له خوا په دغه ولايت کې ديوڅلور کلن ماشوم دشهادت يادونه وکړه او ويي ويل چې دنيکمرغه لوى اختر په دويمه ورځ ديوې کورنۍ دسپرلۍ موټر په ګرديزښارکې دملي اردو دمنسوبينو دامنيتي پوستي له خوا ولټول شو او ددغې ليږدونکي واسطي له روانيدو وروسته دوي په دغه موټر ډزې وکړې چې له امله يې ددغي کورنۍ يوه څلور کلنه نجلۍ ووژل شوه چې وروسته ددغي پيښي عاملين دپوليسو له خوا ونيول شول خو دپکتيا دقول اردو قوماندان هلې ځلې کوي چې ددغې بيګناه نجلۍ وژونکي خوشي کړې .

غونډې دغه پيښه خواشينونکي وبلله او پريکړه يي وکړه چې دغه موضوع دې دمشرانو جرګي ددفاعي چارو د کميسيون له لاري تعقيب او وڅيړل شي اودنتيجي په باب دې عمومي غونډې ته خبرورکړي شي اوپه غونډۀ کې ټينګاروشو چې عدلي اوقضايي ارګانونه دې ددغه شان جنايتونو ترسره کوونکي په ډيرو سختو مجازاتو محکوم کړې.

Page 761 of 767