22 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په کونړکې د طالبانو د شل کسیزې ډلې د یوه قوماندان وژل کېدل

په کونړکې د طالبانو د شل کسیزې ډلې د یوه قوماندان وژل کېدل

کابل/باختر/ د چنګاښ٣١مه د ملی امنیت د لوی ریاست ځانګړو ځواکونو،...

جمهورريیس غني: هېڅوک د جمهوریت او وطنوالۍ په محوریت کې د حقونو چتر له موږ نشي اخیستلای

جمهورريیس غني: هېڅوک د جمهوریت او وطنوالۍ په محوریت کې د حقونو چتر له موږ نشي اخیستلای

کابل/باختر/ د چنګاښ٣١مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف...

د نشه يي توکو درې قاچاق وړونکي ونيول شول

د نشه يي توکو درې قاچاق وړونکي ونيول شول

کابل/باختر/ د چنګاښ٣١مه د حامد کرزي د نړيوال هوايي ډګر پوليسو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دکابل د ١٠١ اسمايي زون دقوماندانۍ پوليسو نن په کابل ښارکې ديوې تروريستې پيښې مخه ونيوله .

د ١٠١ اسمايي زون دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر دباختراطلاعاتي اژانس ته خبرورکړ وسله والو مخالفينو دکابل ښار دپوليسو په شپاړلسمې امنيتي حوزي پورې اړوند دکلاي زمانخان دنوى پروژي په ساحه کې له فيوزونو سره يې شپږلاسي بمونه چې دچاودنې په مقصد عيارشوي او په يوه پلاستکي کڅوړه کې ځاى پرځاى شوي و دپوليسو له خوا کشف اودتروريستې پيښې مخه ونيول شوه.

دکندهار ولايت دامنيې قوماندانۍ دپوليسو منسوبينو په واټ کې ددريو ځاى پرځاى شويو ماينونو دکشفولو اوضبطولو خبرورکړ.

دکندهار ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول دباختراطلاعاتي اژانس ته وويل دسولې او ارامي دښمنانو ددغه ولايت دخاکريز ولسوالۍ دچنارتو کلي په ګڼ ميشته لاره کې درې ماينونه ځاى پرځاى کړې و اوغوښتل يې په پوليسو اونړيوالو ځواکونو بريدونه وکړې چې له چاودنې مخکې دپوليسو دمنسوبينو له خوا کشف اوشنډکړاى شول.

ديوبل خبرله مخې دامنيې قوماندانۍ دپوليسو منسوبينو دکندهار ولايت په ډنډ ولسوالۍ کې ددريو توغنديو دتوغولو مخه ونيوله .

Tuesday, 15 November 2011 13:51

نغدي مرسته وشوه

ديوقومې مخور او دامنيې قوماندانۍ ديوپوليس له کورنيو سره چې په کندهارولايت کې دماين دچاودنې له امله وژل شوي وو نن نغدي مرسته وشوه

دکندهار ولايت مطبوعاتي دفتر دباختراطلاعاتي اژانس ته وويل دژيړۍ دولسوال له خوا ددواړو شهيدانو له وارثانو سره دوه سوه پنځوسو زرو افغانيو مرسته وشوه چې دکور ودانۍ په ويلوسره ومنل شوه.

ديادونې وړ ده چې دژيړۍ ولسوال دپرمختيايي شورا مرستيال حاجي عبدالولي او دسيمه ييزو پوليسو قوماندان ګل احمد څه موده مخکې په ژيړۍ ولسوالۍ کې دماين دچاودنې له امله و،و وژل شول.

دسترې محکمې عالي شورا نن دقاضي القضات اودسترې محکمې دسرپرست پوهاند عبدالسلام عظيمي په مشرۍ غونډه وکړه.

دباختر اطلاعاتي اژانس ته دسترې محکمې دخپرونو رياست دمعلوماتوله مخې:

عالي شورا لومړۍ دافغانستان دولسواليو داته ويشتو ابتدائيه محکمو په کمبود پستونو کې دهغي لومړۍ ډلې قاضيانو دټاکنې او موظف کولو دنتيجو په مثبت بللو سره چې دوه مياشتې مخکې ترسره شو اوپه عملي توګه په خدمت کې شامل شوي دي ، دقضايه قوي داداري عمومي امريت ته لارښوونه وکړه چې په ورته کميت سره دنافذي مقرري په رعايتولو سره دقضا د مسلک په شرايطو برابر ددويمې ډلې غوښتونکو دجذب پروګرام ترلاس لاندې ونيسې اوله جمهوري رياست څخه دهغوي دقضايي انسلاک له ترلاسه کولو او له اړتياسره سم دلازمو قضايي زده کړې وروسته دولسواليو دابتدائيه محکمو په پاتې کمبودو بستونو کې موظف شي .

عالي شورا دغه راز دکادري ثبات په برخه کې ديوې ټاکلي پاليسۍ دبرابرولو په لاره کې په پخوانيو تصويبونو په ټينګارسره پريکړه وکړه چې په اړونده دنده کې دخدمت ددريو کلونو له بشپړولو مخکې دي په غيرموجه ډول دقاضيانو له بدلولو څخه ډډه وشي اوهم دې له قانوني دلايلو پرته دولايتونو په مرکزونو کې دولسواليو دابتداييه محکمو دقاضيانو دموظف کولو مخه ونيول شي .

وروسته دقضايې پلټنې درياست او دتدقيق او مطالعاتو درياست رپوټونو ته په پاملرني سره دجوزجان او هرات دولايتونو دمحکمو ديوشمير قاضيانو دقضايي سرغړونې څيړنه دسترې محکمې په ديوانونو کې دهغوي له خوا دصادرو شويو پريکړو دڅيړنې نتيجو ته وځنډول شي اوهم دبادغيس ولايت داستيناف محکمې دوو تنو قاضيانو ته په يوه مشخصه موضوع کې ددوي وظيفوي سرغړونې په دليل داخطار توصيه وشوه.

وروسته له قضايي اوغيرقضايي مراجعوڅخه دځينورسيدلواستهداګانو په اړوند دغه لارښوونې وشوې .

دکابل ولايت په ده سبز اوباريک آب پورې په اړوندو ساحو کې دملکيت دپيرودنې او پلورني په معاملو کې دسترې محکمې دعالي شورا د٤٦٠ ګڼه مصوبي دتطبيق دڅرنګوال په برخه کې دکابل ولايت داستيناف محکمې درياست داستهدا له مخې لارښوونه وشوه دښاري پلان په هغو ساحو کې چې دوزيرانو شورا دمصوبي او حکم له مخې دپيرودنې اوپلورني ممنوعيت وضع شوي دي دوزيرانو شورا له مصوبي سره سم اوپه نورو سيمو کې دسترې محکمې دعالي شورا دمصوبي دمقيداتو په پام کې نيولوسره اجراات وشي .

دغه راز په کندهارولايت د دوو تنو نظامي سرتيرو په اتهام دوسلو داستعمالولو دمقرراتو دنقض په دوو قضيو کې چې دمړينې سبب شوې ده دڅيړنې دصلاحيت دتنازع په برخه کې دلوى څارنوالۍ دپوځي معاونيت استهدا ته په پاملرني سره چې عسکري محکمو او هم دسترې محکمې دنظامي جرمونو ديوان ديوتن مرتکب دعمر دکموالي په دليل ددغو قضيو په څيړنه کې اجراات نه دي کړي ،. څرگنده شوه که چيري دغه تورن کسان له اتلس کلنۍ څخه ښکته وې سرتيري والي يې دلغوه وړ دي او ددوي ارتکابيه جرمونه دعادي جرمونو په توګه دماشومانو دمحکمو له لاري دڅيړنې وړ صلاحت په حوزه کې شامل دي .

په همدي ترتيب دهغو مجرمينو په پخوانيو جرمونو دسولې دټينګښت دبهير داغيزې دڅرنګوالي په باره کې چې له دغه بهيرسره يوځاى شوي دي دتدقيقي نظر او استهدايي په باب څرگنده شوه چې په دې باب دملي روغې جوړې قانون پوره صراحت لري هغه ته په مراجعي سره دې لازم اجراات وشي.

په يو مشخص مورد کې دهيواد دخپلواکي دبيرته ترلاسه کولو دکاليزې اودنيکمرغه کوچنۍ اختر په مناسبت د جمهوري رياست دمجازاتو دبخښنې او تخفيف د٤٧ ګڼه فرمان دتطبيق دڅرنګوالي په باب ديوې بلي استهدايي په باب لارښوونه وشوه چې له بخښنې او تخفيف څخه داستفادي دمحدوديت خنډونه دهمدي فرمان په جلا فقرو کې صراحت لري له هغي سره سم دي اجراات وشي .

دغه راز دسترې محکمې عالي شورا دعسکري جرمونود قانون د ٣٤ مادي او دعسکري منسوبينو دترافيکي دوسيو په څيړنه کې په هغي باندې داستنادپه اړوند داستهدايي په وړاندې خبري وکړې اوپه نظامي او عسکري محکمو کې دهغي درعايتولو اوپه هغي کې داټکل شويو حالاتو دحدودو له پلوه دنطر وړ ماده دزيات تفسير اوتوجيه وړ وبلله اوپه دې اړوند يې لازمي لارښوونې صادري کړي.

ددوسيو دبيا کتنې دپنځو غوښتنو اودمحکمې دبدلون ددولسو غوښتنوپه څيړنې سربيره چې ددعوا دخاوندانو اودلوى څارنوالۍ داداري له خوا په مدنې او جزايې قضيو کې طرحه شوي و دهريو په باب لازم تصميمونه ونيول شول.

Tuesday, 15 November 2011 12:24

دافغانستان بانک خبرتيا

دافغانستان بانک دراتلوونکي اوونۍ دشنبې او سه شنبې دورځو په داوطلبيوکې پنځوس مليونه ډالره دليلام په ډول پلوري.

په شرايطو برابر له ټولو صرافانو اوتجارتي بانکو نه چي لس زره امريکايي ډالره يي پخوا دتضمين په ډول دافغانستان بانک دبازار دعملياتو په لوى مديريت کې تحويل کړي دي بلنه ورکول کيږي چې په دغو داوطلبيو کې گډون وکړې.

برخه وال دي دداوطلبي فورمي دليلام دورځو دسهار ترنهو بجو پورې دې دبازاردعملياتوله مديريت څخه ترلاسه اوبيرته يې ټيک په نهو بجو وسپاري هغه صرافان چې تراوسه پورې يي لس زره امريکايي ډالره په ډالري ليلامونو کې يې دگډون په مقصد نه دي تحويل کړي کولاي شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې دخپل تضمين پيسې تحويلي اوپه راتلوونکو ليلامونو کي دې گډون وکړې .

دماين په هغې چاودنه کې چې نن دبادغيس ولايت په مربوطاتو کې وشوه يو پوليس شهيد او اوولس تنه ملکي وګړي ټپيان شول.

دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر دباختر اطﻻعاتي اژانس ته خبرورکړ

يو ريموټ کنترول ماين چې د وسله والو مخالفينو له خوا په يوه څاروي باندې ايښودل شوي وو ددغه ولايت دغورماچ ولسوالۍ په بازارکې وچاوديد چې له امله يي يو پوليس شهيد اواوولس تنه ملکي وګړي ټپيان شول.

دخبرځاى دڅرګندونو له مخې ټپيان دپوليسو دځواکونو له خوا روغتون ته ليږدول شوي او روغتيايي حالت يې ښه بلل شوي دي.

دوسله والو طالبانو له خوا تيره شپه دهرات ښار په ملکي هوايي ډګر بريدونه وشول .

دامنيتي مسوولينو دڅرگندونوله مخې په دې پيښه کې چاته زيان نه دي اوښتي.

دهرات دپوليسو ويندوى وايې چې دغه توغندي دطالبانو له خوا له ګذري ولسوالۍ څخه توغول شوي دي .

دنړۍ دخوړو سازمان پرون دبادغيس ولايت له پوهنې سره ديوې اندازې خوراکي توکو مرسته وکړه.

دباختر اطلاعاتي اژانس ته دپوهنې وزارت دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې په دغو توکو کې غنم، غوړي ، دال نخود اومالګه شته.

دبادغيس ولايت دپوهنې دمسوولينو دڅرگندونوله مخې دغه توکي ددغه ولايت دمرکز دليک لوست دزده کړې دکورسونو په زده کوونکو ويشل کيږي

د هغې ور وستې سر وي له مخې چې له پيښو سره د مبار زي د ملي کميټې له خوا په بغلان ولايت کې شوې ده دغه ولايت کې پنځلس زره سل مصيبت ځپلي کور نۍ شته

د بغلان په ولايت کې له پيښو سره د مبار زي د ملى کميټې د نمايند ګې سکر تر او ددغه ولايت له پيښو سره دمبار زي د تياري د اداري رئيس محمد نصير کهزاد د باختر ا طلاعا تي ا ژانس ته وويل: هغه لومړ نې سر وي چې په دې وروستيو وختو کې د اړوندو ادارو له خوا په مصيبت ځپلو سيمو کې شوي دي ددغه ولايت دشپږو غر نيو او اتلسو نورو سيمو په ګډون په ٢٤ سيمو کې پنځلس زره سل کورنۍ مصيبت ځپلي تثبيتي شوي دي

خبرځاى زيا ته کړه د هوا په سړښت کې څه دپاسه څوارلس زره کورنۍ خورا کي او غير خورا کي تو کو ته اړتيا لري او له خطر سره مخا مخى دي .

کهزاد وويل: درو غتيا يي سکتور دګډو هلو ځلو له ا مله دغرنيو سيمو د ولسواليو درو غتيا يي کلينيکو نو د اړ تيا وړ شپږ مياشتنې طبي درمل برا بر او ليږد ول شوي دي

ده څرګنده کړه : ددغو اړ تيا و د لري کولو په اړوند دوه سوه يوولس خيمې ، پنځه سوه اووه څلوويښت شړى ، د او بو دري زره بو شکى دپخلنځې د وه سوه نهه څلويشت سيټو نه او يو سلو څلويشت ترپا لو نه ، د کليو د بيا جوړولو او پرا ختيا رياست او د افغا نۍ سرې مياشتې دټولنې له خوا ، د کرنې او او بو لګولو درياست له خوا دوه مليو نه شپږ سوه زره افغا نۍ نغدى پيسې او پنځلس زره ډالره د اغاخان فونديشن او ګلو بل د مو سسو له خوا برا بر شوي او له پيښو سره د مبار زي د ولايتې کميټې په وا ک کې ورکړ شوي دي

خبر ځاى زيا ته کړه له دغو پيسو څخه به د اړ تيا په وخت کې د وښو د پيرود نې او د دوي د نورو اړ تيا د لري کولو په لاره کې استفاده وشي

دده دڅرګند ونو له مخې د زيان منو نکو داړ تيا د په پام کې نيولو سره ددغې کميټې مقد ما تې تد بيرو نه ناڅيز دي اود کميټې غړي هلې ځلې کوي چې دفوايد عا مي اود کليو دبيا جوړولو او پرا ختيا د وزارتونو له خوا لا زمى لګښتې مر ستې دلرو پر تو کليو له او سيدو نکو سره د مرستې او درملنې او فرعى لارو پرا نيستى سا تلو په مقصد جذ ب او برا بري کړې

دپاکستان اوترکمنستان جمهورو رييسانو پاکستان ته دترکمنستان دګازو دليږدونې تړون په اسلام اباد کې لاسليک کړ چې له مخې يې ترکمنستان خپل هر متره مکعب ګاز دبازار له بيي څخه په سلو کې ديرش په کمه بيه په پاکستان پلوري .

دترکمنستان جمهوررييس قربان قلي بردي محمدوف دپاکستان له مشرانو سره دافغانستان ، هند، پاکستان او ترکمنستان ترمنځ دټايپي طرحي په نامه ددريمې پروژي داجرا کولو دچټکتيا اوتجارتي همکاريو په باب خبري وکړې .

دتايپي د موافقه ليکونو له مخې دترکمنستان ګاز دافغانستان له خاوري څخه پاکستان اووروسته هند ته ليږدول کيږي .

دغه موافقه ليک دتيرکال دليندي په مياشت کې ددرې واړو هيوادونو ، افغانستان ، پاکستان اوترکمنستان د جمهورو رييسانو حامدکرزي ، اصف علي زرداري اوقربانقلي محمدوف اودهند دتيلو دوزير ترمنځ دترکمنستان په عشق اباد کې لاسليک شو.

خو دهند موافقه ليک چې پرون لاسليک شو دپاکستان اوترکمنستان ترمنځ دوه اړخيز موافقه ليک دي چې له مخې يې ترکمنستان خپل ګاز دنل ليکي له لاري دافغانستان له خاوري څخه پاکستان ته صادروي.

ددغه خبرله مخې د ګاز دليږدونې نل ليکي ددغه موافقه ليک له مخې به چې څه ناڅه يو زرو اووه سوه کيلومتره اوږدوالي لري له کندهارڅخه به چمن ، ژوب ، ديره غازي خان اوملتان څخه به هند ته وغځوله شي ..

په همدي حال کې دافغانستان حکومت هيله لري چې دګازو دليږدونې ددغې نل ليکي غځول دافغانستان په اقتصادي ګټې برسيره داړوندو هيوادونو دنږدي کيدو او ددوي ترمنځ دباور دفضا دبرابرولو او دغه راز دسيمه ييزو همکاريوپه پراختيا کې هم ګټور وې.

دافغانستان دولت وايې ددغه موافقه ليک له مخې په کال کې دترکمنستان درې ديرش مليارده مکعب متره طبيعي ګاز افغانستتان ، پاکستان او هند ته ليږدول کيږي او افغانستان په بيلابيلو برخو کې داستفادي لپاره يو اعشاريه پنځه مليارده مکعب متره يې پيري .

ويل کيږي چې ددغې نل ليکي دغځولو کار ترراتلوونکو څلورو کلونو پورې بشپړيږي .

Page 762 of 767