17 May 2012

RSS Facebook

صحی

کابل\باختر\ د غويي ٢١ مــــــــــــــــــــه

دلومړي ځل لپاره په کندهار ولايت کې دروغتيايي علومويو انستيتوت پرا نيستل شو.

چارواکى وايي دايواځينۍ روغتيايي ا کاډمي ده چې دطبابت په برخه کې دځوانو کادرونو دروزنې لپاره د افغانستان په جنو ب زون کې پرانيستل کيږي.

دعامې روغتيا وزيرې ډاکترې ثريادليل ددغه انستيتوت دپرانيستلو په مراسمو کې هيله و کړه چې دځوانو کادرونوپه روزنې سره په کندهار ولايت اود هيواد دجنو ب په نورو ولايتو نو کې د ميندو د مړينې په ګډون دسردزيان شمير کمښت ومومي .

ويل کيږي چې دغه ودانۍ دامريکا ئي پوځيانو له خوا ددوو مليو نو اوه سوه زرو ډالرو په لګښت په معياري ډول په دوو پوړونوکې جوړه شوې ده .

ددغه انستيتوت په ودانۍ کې شل درسي خو نې په پام کې نيول شوي دي چې په يو وخت کې به دشپږ سوه تنو محصلانو دجذب ظرفيت ولري.

دعامې روغتيا وزيره وايي چې دغه انستيتوت به له دې وروسته دطبابت له اوسنيو اړتيا وو سره سم دولادي او نسايي په ګډون په څوبيلابيلو روعتيايي څانګو کې د جنو ب زون په کچه ځوان کادرو نه وروزي .

 دې وويل چې له دغه مرکز څخه به دهيواد دجنوب زون دروغتيايي مرکزونو او روغتونونو دروغتيايي کارکوونکو دظرفيت دلوړولو لپاره هم کارواخيستل شي .

د کند هارولايت دعامې روغتيا رئيس ډاکتر عبدالقيوم پخلا دعا مې روغتيا له وزارت څخه وغو ښتل چې په دې انستيتوت کې دلا براتوار اوفارمسي دڅانګو په ګډون درو غتيا يي کارکوونکو دښوونې اوروزنې لپاره نوري څانګې هم په پام کې ونيسي.

په افغا نستان کې دروغتيايي کارکوونکو د مسلکى پوهى دکچې ټيټوالى او له اوسنى طبابت سره ددوى د زياترو نه بلدتيا دخلکو سترې ستونزې بلل کيږي .

کابل\باختر\ دغويي ١٩ مــــــــــــــــــه

په سمنګانو کې دښوونځيو په زرګونو تنه زده کوونکي درو غتيا ساتنې درعايتو لو دڅرنګوالى لارې چارې زده کوي

دغه پروګرام ديونيسف داداري له لارې دفنليند هيواد په ما لى مرسته دسمنګانو ولايت په ښوونځيو کې پيل شوى دى.

په کابل کې د فنليند دسفارت دپرمختيا يي برخې مسول انتي چې په سمنګانو کې يې يو شمير ښوونځي کتلى دي، باخترا ژانس ته وويل: چې ديو نيسف اداري داوبو ، رو غتيا ساتنې اود نظافت دروغتيا ساتنې دتعليماتوتر عنوان لاندې دسمنګانو ولايت د مرکز او ولسواليو په پنځه ويشتو ښوونځيو کې پروژه پيل کړې ده .

دده دڅرګند ونو له مخې، په دې پروژه کې ٥٠٠ زره يورو لګيږي چې په سمنګانو او په دريو نورو ولايتو نو کې تطبيقيږي اود  فنليند ددولت  له لارې تمويليږي

 په کا بل کې دفنليند دسفارت دغه مقام ددغه پرو ګرام عملى کول بي ګټې ونه بلل او وي ويل چې په زرګونو تنه زده کوونکي نجو نې او هلکان دروغتيايي تعليماتوپه باب زده کړې کوي اودغه زده کوونکي کولاى شي له خپلو تجربو څخه د خپلو کورنيو دروغتيا سا تنې لپاره هم کارواخلى

له بله پلوه هم دپو هنې وزارت دځوانانو دروغتيا سا تنې رئيس ډا کتر محمدسليم احمدي دايبکو په ښار کې ددغې پروژې دعملى کولو بهير و کوت او وي ويل چې ددغې پروژې له لارې يو شمير ښوونځيو ته چې روغتيايي اوبه يې نه لرلې اوبه برابرې شوې او يو شمير ښوونځيو ته د زده کوونکو د استفادې لپاره د او بو مخزنونه جوړ شوي دي

دده دڅرګند ونو له مخې : ددغو ښوونځيو زده کوونکو دسيمه ييزې روغتيا ساتنې درعايتولو او له ډوډۍ خوړلو مخکې او وروسته په اوبو او صابون سره د لاسو نو دمينځلو لارې چارې زده کړي دي .

 په همدې حال کې دسمنګانو دپوهنې رئيس عبدالعزيز عزيزي په ښوونځيو کې ددغه شان پروګرامونو عملى کول د ماشومانو دروغتيا او پا کوالى اودغه را ز د ښوونځي د انګړ د نظافت په خاطر ګټور وبلل او وي ويل که چيري هغه مبرزونه چې په ښوونځيو کې شته غير رو غتيا يي وي د زده کوونکو رو غتيا ته جدى خطر متو جه کوي

 دده دڅرګند ونو له مخې دسمنګانو په ښوونځيو کې ددغه پرو ګرام په تطبيق سره څه د پاسه دوه زره تنه زده کوونکى ددغه پرو ګرام ترپوښښ لا ندې نيول کيږي او ده دسمنګانو ولايت په نورو ښوونځيو کې د پروګرام دپراختيا غوښتنه وکړه او وي ويل چې ديو نيسف اداره په تيرو لسو کلو نو کې په دغه ولايت کې د ښوونځيو د جوړ ولو په برخه کې دپو هنې رياست ډيره ښه همکاره ده

کابل\باختر\ دغويي ١٦ مـــــــــــــــــه

تيتا نوس وژونکى ناروغې ده اودغه ناروغى ميرمنې او نوى زيږيدلې ماشومان زيات ګوا شوي

 دعا مې رو غتيا چاروا کي وا يي: نويو زيږيدلو ماشوما نو د نوم د پريکولو په وخت کې د اخته کيدو له خطر سره مخامخ کيږي اودغه وزارت ، دتيتا نوس واکسين دتطبيق له لارې دښځو اونويو زيږيدلو ماشوما نو د معافيت لپاره په ټول  هيواد کې يو پرو ګرام پيل کړى دى

د عا مې رو غتيا و زارت ويندوى ډاکتر کارګر وا يي: د ترلاسه شويو رپوټونو له مخې ، په افغا نستان کې په سلو کې پنځوس ميندي دتيتانوس واکسين نه ا خلې او له همدي ا مله د عا مې رو غتيا وزارت تصميم ونيوه چې د نړۍ دروغتيا يي سا زمان په همکاري له تيرکال را په ديخوا د تيتا نوس واکسين د تطبيق پرو ګرام په ټول هيواد کې پيل کړې

ډاکتر کارګر څرګنده کړه : ددغه وزارت واکسينا توران د نجو نو ټولو ښوونځيو ته ځې او وا کسين په پنځو پړا و نو کې تطبيقوې ، يعنى په هر تن پنځه دوري وا کسين تطبيقيږي

ده وويل که چيري له ټا کلى پرو ګرام سره سم د واکسين د تطبيق پنځه دوري عملى شي، د تيتا نوس ناروغى په وړا ندې د تل لپاره معافيت ترلاسه کيږي او نوى زيږيدلى ماشو مان او هغه کسان هم چې وا کسين کيږي د پنځلسو کلو نو لپاره د تيتا نوس په وړا ندې معافيت تر لاسه کوي

 د عا مې رو غتيا وزارت ويندوى زيا ته کړه : تيرکال په هيواد کې د تيتا نوس اتلس پيښې ثبتې شوې وې چې څلور تنه مړه شول او څوارلس تنه نور روغ شول

 ده څرګنده کړه : د تيتا نوس واکسين په ټولو رو غتيا يي مرکزو نو کې شته او خلک په تيره بيا ښځې او نجو نې کولاى شي دغو مرکزونو ته ورشي او واکسين تطبيق کړې او له پنځلس کلنۍ څخه تر پنځه څلويشت کلنۍ پورې زيا تره نجو نې او ښځې په دغې ناروغى د اخته کيدو له خطر سره مخا مخې دي .

 په همدى کال کې د کا بل د طبي پو هنتون استاد پرو فيسر نجيب الله امر خيل وا يي: د تيتا نوس مکروب په خا وره او په حيوا ني فاضله موادوکې شتون لري او يو داسي مکروب دى چې د هوا په شتون کې غير فعال وي

کله چې دټپ له لاري دانسان بدن ته ننوځې ، څرنګه چې اکسيجن شتون نه لر ي ،زهر توليد وي اود عصبي رشتو له لاري دماغ ته ليږدول کيږي

 پرو فيسر امر خيل ددغى نارو غى د نښو نښا نو او اعوارضو په اړوند وويل: لو مړۍ تيتا نوس په ټپ کې مدا خله کوي سخت درد پيدا کيږي اود ټپ شاوا را ټوليږي او په منځنې تو ګه په اتو ورځو کې عصبي نښي نشا نې راڅرګنديږي دغاړى او ملا د اخته برخو عضلى کش کيږي او ناروغ د ليندى په شان کيږي  په داسي ډول چې په پښو کې يي درد پيدا کيږي او ملا يي کړو پيږي

ده وويل: د اخته ناروغ عضلاتوبڼې هم بندلږي اختلا لو نه  پيدا کيږي او ناروغ د لړزي تبه پيدا کوي او دغه ناروغى ددې ترڅنګ چې درملنه لري خطر ناک او وژونکى هم ده

کابل باختر  دثور يوولسمه

  دقابلو  نړيواله ورځ نن دعامې روغتيا په وزارت کې ونمانځل شوه .

 دعامې روغتيا وزارت مقامات وايي سره له دې چې په  څو وروستيو کلونوکې په دى بريالي شوي دي چې دقابلو دروزنې پروګرامونه جوړ کړي  چې  په هيوادکې دميندو اوماشومانو دمړينې کچه ټيټه شي  خو سره له دې هم په هيواد او په تيره بيا په ولايتونوکې دمسلکي قابلو کمښت  محسوس دي .

  دباختر  اژانس دخبر له مخې، په هغو مراسموکې چې له همدې امله  پرځاى شوي وو دعا مې روغتيا وزيرې ډاکتر ې ثريا  دليل دميندو او نويو زيږيدلو ماشومانو دمړينې دکچې په کمښت کې دقابلو رول زيات مهم وباله اوڅرګنده يې کړه چې په وروستيو لسوکلنوکې دقابلکي دخدمتونو  اوپه روغتيايي خدمتونودميندو برلاسي ددې سبب شوي دي چې دميندو اوماشومان دمړينې په کچه  کې  ديادونې  وړ کمښت رامنځته شي 

دعامې روغتيا وزيرې   څرګنده کړه  چې څوکاله مخکې په افغانستان کې په هرو ديرشو دقيقو کې يوه مور داميدواري اوزيږون  له امله  له منځه   تله  خو اوس دغه شميرکم شوي دي چې په دوو ساعتونوکې يوه مور له دې امله مري   سره له دې  ډاکترې دليل   دافغانستان دروغتيا په سکتور کې وروستي  برياليتوبونه  کافي نه بولي .  په هيوادکې دروغتيايي   خدمتونودښه والي په لاره کې  دافغانستان دحکومت او دنړيوالې ټولنې او دغير حکومتي  مرکزونو په زياتو  هلوځلو باندې ټينګار وکړ .

  دغه راز په دغو مراسمو کې ډاکترې دليل  دهغې علمي جايزې په باب چې دامريکا دمتحده ايالاتو د نړيوالې  پرمختيايي  ادار ي او ددغه هيواد د حکومت له خوا د روغتيايي خدمتونو په برخه کې دعامې روغتيا وزارت دخدمتونو او پرمختګونو  له امله دافغانستان  دعامې روغتيا وزارت په دې وروستيو وختو کې ورکړ شوې   ده يادونه وکړه او ددغه وياړ له امله يې ټولو روغتيايي کارکوونکو ته مبارکي وويله  اوس درې زره قابلي په دولتي او خصوصي  واحدونوکې په کار بوخت دي .  دعامې  روغتيا وزارت دمشرتابه هيئت سره له دې  چې دهيواد په روغتيا يي نظام کې دقابلو شميره ناکافي بولي اوهلې ځلې کوي چې تر راتلونکو دريو کلونو پورې له  ٥٥٠٠  تنو څخه  ٦٠٠٠  تنو قابلو پورې دقابلکي په ښوونځيو کې چې دهيواد  په دوه ديرشو ولايتونوکې  فعال شوي دي وروزي

Page 1 of 14