22 February 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په غزني کې د دوو تنو قوماندانانو په ګډون پنځه تنه طالبان وژل شوي دي

په غزني کې د دوو تنو قوماندانانو په ګډون پنځه تنه طالبان وژل شوي دي

کابل/ باختر/د کب دمياشتې ٣ مه د غزني ولايت چارواکي وايي...

د سالنګونو لويه لاره د ترافيکو پرمخ  پرانيستل شوه

د سالنګونو لويه لاره د ترافيکو پرمخ پرانيستل شوه

کابل/ باختر/ د کب دمياشتې ٣ مه د سالنګونو لويه لاره...

   په واوره کې په لسګونو تنه بند پاتې شوې سپرلۍ وژغولې شوې

په واوره کې په لسګونو تنه بند پاتې شوې سپرلۍ وژغولې شوې

کابل/ باختر/ د کب د مياشتې ٣مه په غزني ولايت کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

صحی

کابل\باختر\ دچنګاښ ٢٨مـــــــــــــــه

په هلمند ولايت کې يو رو غتيا يي کلينيک جوړ شو

دهلمند ولايت سيمه ييز مقا مات وا يي چې په دغه کلينيک کې هره ورځ له سلو څخه تريوسلو پنځو سو تنو پورې ناروغان معاينه اوتدا وى کيږي

ددغه کلينيک مسول باخترا ژانس ته وويل دغه کلينيک د هلمند ولايت د نا وى په ولسوالۍ کې موقعيت لري او داخلي ،جراحي ،غوږ او ستو نې ،ماشو ما نو ، نسا يي او ولادي ، لا برا توار دعکس اودرملتون څانګى لري

 خبرځاى زيا ته کړه دغه کلينيک دامر يکا دځوا کو نو له خوا ددرې سوه زروډالرو په لګښت جوړ شوى دى اود اړ تيا وړدرمل يي د افغانستان لپاره دروزنيز اوپرمختيا يي پرو ګرام له خوا چې يو خصوصي رو غتيا يي مرکز دي ورکول کيږي

پکتيکا\ باختردچنګاښ دمياشتي ٢٥ :

دپکتيکا ولايت دسرروضي ولسوالۍ دشل بستريز روغتون نوى تاسيسات نن پرانستل شول.

ويل کيږي چې په طبي وسايلو سمبال دغه تاسيسات دبيارغونې دولايتي ټيم په مرسته دپنځلس مليونو افغانيو په لګښت جوړشوى دى.

دپکتيکا ولايت دعامې روغتيا  داداري مسوولين وايي  چې دغه روغتون اوس دلسو زرو تنو  ناروغانو ته دروغتيايي خدمتونو  دوړاندي کولو توان لري.

داپه داسې حال کې ده چې دپکتيکا ولايت دسرروضي ولسوالۍ اوسيدونکي تراوسه پورې په دغې ولسوالۍ کې  ددرملنې ديومعياري مرکز دنه شتون له امله له ستونزوسره مخامخ وو.

دپکتيکاوالي محب الله صميم ددغه روغتون دنويو تاسيساتو دپرانستلو په مراسمو کې وويل هڅه کوي چې دمرستندويو مرکزونو په همکارۍ  دنورو روغتيايي تاسيساتو اودروغتيايي زده کړو دمرکزونو په جوړولو لاس پورې کړي.

دپکتيکا دوالي  په باور ددغه ولايت خلک دزياتو روغتيايي خدمتونو وړاندي کولو ته اړتيالري .

دغه روغتون له دې وروسته دداخلي ، جراحي ، اکسري ، ولادي اونسايي په برخو اودواکسين اولابراتوار په برخه کې دروغتيايي خدمتونو وړاندي کولو ته چمتو دى .

کابل باختردچنګاښ دمياشتي ٢٥ :

په فراه ولايت کې دماشومانو دفلج يا ګوزڼ  دناروغي دواکسين دتطبيق پروګرام په داسې حال کې پيل شو چې   ددغه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې دپوليو يوه نوى پيښه ثبت شوې ده .

دفراه ولايت دعامې روغتيا رييس عبدالجبار شايق باختراژانس ته وويل چې دغه پروګرام دفراه ولايت په مرکز اودبکوا ، ګلستان ، پرچمن ، بالابلوک ، خاک سفيد اودپشت رود په ولسواليو کې له پنځه کلني څخه ښکته په څه دپاسه يوسلو اووه څلويښتو زرو ماشومانو تطبيقيږي .

شايق زياته کړه چې په فراه ولايت کې تراوسه پورې دماشومانو دپوليو يا ګوزڼ مثبته پيښه ثبت شوې ده او موږ هلې ځلې کوو چې ددغه پروګرام له لارې دفراه ولايت په  کچه په شرايطو برابر ټول ماشومان ترپوښښ لاندې ونيسو.

کابل باختر  د چنګاښ  يو ويشتمه

  دکابل په جنګلک  کې په نشه يي توکو دروږدو کسانو ددرملنې  په دوه سوه بستريز روغتون کې په تيرو شپږو مياشتوکې په نشه يي توکو دنږدي پنځه سوه روږدو کسانو درملنه شوې ده .

 دغه کسان درواني روغتيا دمامورينو اوطبي ډاکترانو له خوا په دغه روغتون کې په څو دوروکې تداوي شوي او عادي ژوند او حالت يي غوره کړي دي .

 ددغه روغتون درواني روغتيا  دڅانګي  متخصص  او موظف ډاکتر  ناصر احمد خيرخواه دباختر اژانس خبريال ته وويل  په نشه يي توکو روږدي کسان يا په داوطلبانه ډول مراجعه کوي  اويا د امنيتي موظفينو له خوا له ښار څخه راتوليږي  او دغه روغتون ته راوستل کيږي .

 ده وويل هر روږدي  څلويښت ورځې په دغه روغتون کې تر تداوي او درملنې لاندې نيول کيږي چې په نشه يي توکو په  هر روږدي  پنځه سوه امريکايي ډالره لګيږي چې دعامې روغتيا ،  دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزي او دکورنيو چارو وزارتونو له بودجي  څخه ورکول کيږي .

  ډاکتر ناصر احمد خيرخواه  څرګنده کړه له بده مرغه  ځيني  روږدي کسان  چې روغتيا مومي بيا کور او عادي ژوندته  ستنيږي اوبيا  نشه يي توکو ته مخه کوي .

 ده دناوړه اقتصاد  ، ټولنيز حالت او هم دوزګارتيا په شان عوامل ياد کړل چې روږديدوته ددرمل شويو کسانو دبيا مخي کولو سبب کيږي .

 ډاکتر خيرخواه له ځوانانو څخه وغوښتل چې هلې ځلې وکړي او په نشه يي توکو له روږديدو څخه دډه وکړي   ځکه  روږدي کسان  نه يواځي د کورنۍ داوږو بار کيږي بلکي  په ټولنه کې  هم په سپکه سترګه ورته کتل کيږي .

  په جنګلک روغتون کې  يوه تن رضاکار دباختر اژانس خبريال ته وويل دى څلور کاله پرله پسي  په نشه يي توکو روږدي و خو له نيکه مرغه دخپلو دوستانو دهڅوني له امله يي په دغه روغتون کې درملنه وشوه او اوس هغه په دې سربيره چې ديوې ليسې په يوولسم ټولګي کې  خپلو  زده کړو ته دوام ورکوي په دغه روغتون کې په رضاکارانه ډول هم دروږدو کسانو په درملنه کې خدمت کوي .

 دغه ځوان څرګنده کړه  اوس دي دژوند په خوند پوه شوي چې نور ده ته څوک په بد سترګه  نه ګوري .