21 March 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

يو وسله وال طالب په فراه کې ووژل شول

يو وسله وال طالب په فراه کې ووژل شول

کابل / باختر/ دکب دمياشتې ٢٩مه په فراه ولایت کې يو...

فرانسه په افغانستان کې د بین الافغاني سولې ملاتړ کوي

فرانسه په افغانستان کې د بین الافغاني سولې ملاتړ کوي

کابل /باختر/ دکب د مياشتې ٢٩مه په کابل کې د فرانسې...

د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۲.۳ میلیاردو افغانیو په ارزښت ۹ تړونونه منظور کړل

د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۲.۳ میلیاردو افغانیو په ارزښت ۹ تړونونه منظور کړل

کابل /باختر/ دکب دمياشتې ٢٩مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

صحی

کابل باختر دسلواغې  ديرشمه :
دشينو زاده روغتون څلور تنه روغتيايي کارکوونکي ديو ناروغ دمړينې په  اړوند دکابل دپوليسو له خوا ونيول شول .
  دکابل ولايت  دامنيې قوماندانۍ وياند بصير مجاهد باختراژانس ته وويل  دشينو زاده دروغتون څلور تنه روغتيايي کارکوونکي ديو ناروغ دخپلوانو دادعا په اړوند چې په دغه روغتون کې مړ شوى و ، ونيول شول .
ددغه متوفا  کورنى ادعاکوي  چې ددوى ناروغ دکلينيک  دلومړنيو مرستو دتطبيق په وخت کې مړ شو . او علت يې هم دغير ضرور ي درملو تطبيق و .
مجاهد وويل چې په دغو څلورو تنو  دغير مسلکي کار او له غير ضروري  درملو څخه  داستفادې تور لګول شوى دى  . او ترپوښتنې لاندې دي .
  ختم_ ج _ اکرم

کابل باختر دسلواغې  ديرشمه :
په پکتيا کې  نن دماشومانود فلج  يا دپوليو واکسين دتطبيقولو کار پيل شو .
  دپکتيا سيمه ئيزو مسوولانو وويل چې ددغه کار په بهير کې چې پنځه ورځې به دوام ومومي له پنځه کلنۍ  څخه ښکته  ماشومان به واکسين شي .
دپکتيا  دعامې روغتيا رييس ډاکتر ولايت خان احمدزي  دباختراژانس  خبريال ته وويل  چې ددغه کار په بهير کې دوه سوه څلورويشت  زره اووه سوه ماشومان  واکسيننږي .
  ختم_ شکريه _ اکرم

کابل / باختر/ د سلواغې دمياشتې ٢٩نيټه   
د ماشومانو د ګوزڼ واکسين د تطبيق فرعي کمپاين نن د هېواد د ۱۷ ولايتونو په ١٩٥ ولسواليو په تېره بيا د جنوب ختيځ او ختيځې حوزې په مربوطاتوکې پيليږي.
ټاکل شوې ده په دې دوره کې له پنځه کلنی څخه ښکته ۸.۵ ميليونه تنه ماشومان د ګوزڼ ناروغۍ په وړاندې واکسين شي .
د باختر اژانس دخبريال دخبرله مخې: دغه پروګرام په داسې حال کې پيليږي چې د پوليو يوه مثبته پېښه دقندهار ولايت په غورک ولسوالۍ کې ثبته شوې ده چې يو ۵ کلن ماشومام يې فلج کړى دى.
دا په روان ميلادي کال کې دپوليو دويمه مثبته پېښه ده چې دواړه پېښې په قندهار ولايت کې ثبتې شوې دي  .
د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروزالدين فيروز وويل چې په هېواد کې بايد د پوليو وضعیت جدي ونيول شي او ماشومان واکسين شي.
دعامې روغتيا وزير زياته کړه: «موږ اړتيا لرو چې په متحدانه ډول کار وکړو چې له  افغانستان څخه د تل لپاره د ګوزڼ ناروغۍ له منځه يوسوو او نور زموږ ماشومان چې د دغه هېواد د راتلوونکي جوړونکي دي؛ په وژونکې ناروغۍ اخته نشي.»
د ډاکترانو د څرګندونوله مخې: پوليو درملنه نلري او يوازينۍ لاره چې کولاى شو د دغې ناروغۍ په وړاندې د ماشومانو ساتنه وکړو هماغه دپروګرام په هره دوره کې هرماشومم ته دپوليو ددوه څاڅکو واکسين ورکول دي .
له افغانستان، پاکستان او نايجريا پرته د نړۍ نورو هېوادونو د پوليو يا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ له منځه وړې ده .
په ٢٠١٨ ميلادي کال کې په افغانستان کې ٢١ تنه ماشومان د دغې ناروغۍ له امله  د تل لپاره فلج شول او په همدې کال کې په پاکستان کې د پوليو ناروغۍ ١٢ پېښې ثبتې شوې دي .
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د ماشومانو له ميندو او پلرونو، سيمه ييزو مخورو او مشرانو او له ديني عالمانو څخه غوښتنه کوي چې له واکسيناتورانو سره لازمه همکاري وکړي چې هيڅ کوم ماشوم بې برخې پاتې نه شي .
پاى \شکريه \ ذ

کابل باختر د سلواغې ۲۹مه
په فراه ولايت کې پر ۲۸۰ زره ماشومانو د پوليو واکسين تطبيقيږي.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې، په فراه ولايت کې نن د پوليو واکسين د تطبيق پروګرام د دغه ولايت د والي محمد شعيب ثابت له خوا د واکسين د دوو څاڅکو په څڅولو سره پيل شو.
دغه ماشومان د فراه ولايت په مرکز او ولسواليوکې د رضاکارو ځوانانو له خوا کور په کور واکسين کيږي .
  ختم _ سعيده_ اکرم

 

Page 3 of 185