25 May 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د خواخوږۍ او ډاډګيرني پيغام

کابل/ باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۴مه د افغانستان د علمانو...

د هېواد د جید دیني عالم او مفتي مولوي سمیع الله ریحان شهادت جمهوررئیس غني سخت خواشینی کړ

کابل/ باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۴مه تروریستانو د خپلو جنایتونو...

 په کابل  کې دجنايتکاربانډ درييس عنايت قچي وژل کيدل .

په کابل کې دجنايتکاربانډ درييس عنايت قچي وژل کيدل .

-کابل باختر د غبرګولې دريمه : دجنايتکارانو ديوه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

صحی

کابل/ باختر/ د وري دمياشتې ۴مه
زيات کلونه کېږي چې د هرات ولايت مرستون په لسګونه رواني ناروغان ساتلي او د هغوى څارنه کوي .
خو د هرات په مرستون کې د دغو ناروغانو څارنه هغه ډول چې بايد شوې واى، نه ده شوې. دغه ناروغان په ډيرو لږو امکاناتو او خدمتونو سره په مرستون کې شپې سبا کوي .
د دغه مرستون آمرې نوش آفرين حقجو وايي چې دلته ۳۰۰ رواني ناروغان ساتل کېږي چې په مقابل کې د دوى د درملنې لپاره يوازې يو ډاکتر شتون لري .
د دې د څرګندونوله مخې: د دغو ناروغانو له جملې څخه ۲۳۷ تنه يې نارينه  او ۴۰ ته يې ښځې دي چې يوشمېر نور يې د هغوی کورنۍ له ځان سره کور ته بيولي دي .
حقجو وايي چې د دغو ناروغانو د ښې ساتنې او درملنې لپاره د يوشمېر روغتيا پالنې په ګډون د ډاکترانو او رواني سلاکارانو  مسلکي ټيم ته اړتيا لري چې اوس  دغو ناروغانو درملنې ته هيڅ راز  زمينه  نه ده برابره شوې .
د دغه مرستون آمرې څرګنده کړه چې دوى دغه مرکز ته د مسلکي روغتيايي ټيم  د تشکيل د جوړولو لپاره له مسوولو بنسټونو څخه د مرستې غوښتنه وکړه، خو له بده مرغه تر اوسه پورې هيڅ راز ځواب يې نه دی ترلاسه کړى .
  ختم_ ج _ اکرم

-کابل باختر د وري  لومړي :
دافغاني سرې مياشتې دعالي ټولنې روغتيايي ټيمونو په بلخ کې دنوروز جشن د برخه والو ناروغانو ددرملنې لپاره  په کار پيل کړي دي .
دافغاني سرې مياشتې دعالي  ټولنې لس  ګرځنده ټيمونه ګومارلي دي چې ددغه جشن  دبرخه والو  روغتيايي  ستونزې  وڅيړي .
دافغاني سرې مياشتې دعالي ټولنې درسنيو دفتر  ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي  چې زياتره دغه ټيمونه  دمزارشريف  ښار  دروضې په دننه اوشاوخوا سيمو کې په کار بوخت  دي.
داپه داسې حال کې ده چې دهېواد په سلګونو زره تنه وګړي  هرکال دشاه ولايتمهاب زيارت دجهندې دپورته کولو او دنوروز دجشن په مراسمو کې  دګډون لپاره دمزارشريف ښار ته ځي .
دافغاني سرې مياشتې عالي ټولنه وايي  چې دغه روغتيايي ټيمونه  په کوچنيو  دستګاوو او درملو سمبال دي . 
ختم_ ج _ اکرم

کابل باختر د کب اته ويشتمه :
دعامې روغتيا وزارت موظفينو  نن ٦٥ټنه  تيرتاريخ او بې کيفته درمل له منځه يوړل .
دغه درمل دعامې روغتيا وزارت ددوايي او  د روغتيايي محصولاتو دتنظيمولو دچارو دملي ادارې  دموظفينو له خوا د درملو له توليدونکو او واردونکو  شرکتونو  ، ګمرکونو او دکابل ښار دبېلابېلو ناحيو له درملتونونو څخه  راټول کړى شوي و .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  دعامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز  په دې باب  په يوه خبري غونډه کې  وويل : ددوايي چارو ښه والي دعامې روغتيا وزارت له لومړيتوبونو څخه دى .
ډاکتر فيروز څرګنده کړه په هېواد کې  څه ناڅه  څوارلس زره درملتونونه شتون لري اوموږ هلې ځلې کوو  چې ددغو درملتونونو خدمتونه د ځنځيري درملتونونو له لارې وڅيړو .
ده وويل چې پنځه شپيته  ټنه تيرتاريخ او بې کيفته درمل په خاک جبارکې  داستوګنې له سيمو څخه لرې  له منځه يوړل شول .   ختم_  ج _ اکرم

کابل باختر د کب اته ويشتمه :
په تخار ولايت کې ديوې کورنۍ څلور تنه غړي ددوامدار   لوږې له امله ناروغ او ولايتي روغتون ته ولېږدول شول .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې، دغه څلور کسيزه کورنۍ  دتخار ولايت دګلفګان ولسوالۍ دباغ بالا کلي اوسيدونکي دي
نن سهار دسيمې داوسيدونکو له خوا روغتون ته  ولېږدول شول چې دڅلورو ورځو راپديخوا دخوړولپاره يې څه نه درلودل .
ويل کېږي  دژوند کړاونو  ددغې کورنۍ مور په روحي ناروغۍ اخته کړې ده  او روغتيايي مسوولين وايي چې دغه ښځه په خوار ځواکۍ  او په سختو روحي ستونزو اخته شوې ده .
  دسيمې خلک ددغې کورنۍ  لپاره له سيمه ئيز حکومت څخه دسملاسي مرستې غوښتنه وکړه .
ختم _ مينه _ فرشته _ ج _ اکرم

 

Page 4 of 188