23 April 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د داعش د ډلې يو غړى په کابل کې ونيول شو

د داعش د ډلې يو غړى په کابل کې ونيول شو

کابل/ باختر/ د غويي دمياشتې٣ مه د کورنيو چارو وزارت وايي...

د روسيې سفير د بهرنيو چارو وزارت له سياسي معين سره وکتل

د روسيې سفير د بهرنيو چارو وزارت له سياسي معين سره وکتل

کابل/ باختر/ د غويي دمياشتې٣ مه د بهرنيو چارو وزارت سياسي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

صحی

کابل باختر دسلواغې  ديرشمه :
په پکتيا کې  نن دماشومانود فلج  يا دپوليو واکسين دتطبيقولو کار پيل شو .
  دپکتيا سيمه ئيزو مسوولانو وويل چې ددغه کار په بهير کې چې پنځه ورځې به دوام ومومي له پنځه کلنۍ  څخه ښکته  ماشومان به واکسين شي .
دپکتيا  دعامې روغتيا رييس ډاکتر ولايت خان احمدزي  دباختراژانس  خبريال ته وويل  چې ددغه کار په بهير کې دوه سوه څلورويشت  زره اووه سوه ماشومان  واکسيننږي .
  ختم_ شکريه _ اکرم

کابل / باختر/ د سلواغې دمياشتې ٢٩نيټه   
د ماشومانو د ګوزڼ واکسين د تطبيق فرعي کمپاين نن د هېواد د ۱۷ ولايتونو په ١٩٥ ولسواليو په تېره بيا د جنوب ختيځ او ختيځې حوزې په مربوطاتوکې پيليږي.
ټاکل شوې ده په دې دوره کې له پنځه کلنی څخه ښکته ۸.۵ ميليونه تنه ماشومان د ګوزڼ ناروغۍ په وړاندې واکسين شي .
د باختر اژانس دخبريال دخبرله مخې: دغه پروګرام په داسې حال کې پيليږي چې د پوليو يوه مثبته پېښه دقندهار ولايت په غورک ولسوالۍ کې ثبته شوې ده چې يو ۵ کلن ماشومام يې فلج کړى دى.
دا په روان ميلادي کال کې دپوليو دويمه مثبته پېښه ده چې دواړه پېښې په قندهار ولايت کې ثبتې شوې دي  .
د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروزالدين فيروز وويل چې په هېواد کې بايد د پوليو وضعیت جدي ونيول شي او ماشومان واکسين شي.
دعامې روغتيا وزير زياته کړه: «موږ اړتيا لرو چې په متحدانه ډول کار وکړو چې له  افغانستان څخه د تل لپاره د ګوزڼ ناروغۍ له منځه يوسوو او نور زموږ ماشومان چې د دغه هېواد د راتلوونکي جوړونکي دي؛ په وژونکې ناروغۍ اخته نشي.»
د ډاکترانو د څرګندونوله مخې: پوليو درملنه نلري او يوازينۍ لاره چې کولاى شو د دغې ناروغۍ په وړاندې د ماشومانو ساتنه وکړو هماغه دپروګرام په هره دوره کې هرماشومم ته دپوليو ددوه څاڅکو واکسين ورکول دي .
له افغانستان، پاکستان او نايجريا پرته د نړۍ نورو هېوادونو د پوليو يا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ له منځه وړې ده .
په ٢٠١٨ ميلادي کال کې په افغانستان کې ٢١ تنه ماشومان د دغې ناروغۍ له امله  د تل لپاره فلج شول او په همدې کال کې په پاکستان کې د پوليو ناروغۍ ١٢ پېښې ثبتې شوې دي .
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د ماشومانو له ميندو او پلرونو، سيمه ييزو مخورو او مشرانو او له ديني عالمانو څخه غوښتنه کوي چې له واکسيناتورانو سره لازمه همکاري وکړي چې هيڅ کوم ماشوم بې برخې پاتې نه شي .
پاى \شکريه \ ذ

کابل باختر د سلواغې ۲۹مه
په فراه ولايت کې پر ۲۸۰ زره ماشومانو د پوليو واکسين تطبيقيږي.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې، په فراه ولايت کې نن د پوليو واکسين د تطبيق پروګرام د دغه ولايت د والي محمد شعيب ثابت له خوا د واکسين د دوو څاڅکو په څڅولو سره پيل شو.
دغه ماشومان د فراه ولايت په مرکز او ولسواليوکې د رضاکارو ځوانانو له خوا کور په کور واکسين کيږي .
  ختم _ سعيده_ اکرم

 

کابل باختر د سلواغې ۲۹مه
په تخار ولايت کې بې ځايه شوي کسان د دغه ولايت په دشت قلعه ولسوالۍ کې د روغتيايي خدمتونو د کمښت له امله انديښمن دي.
د باختر اژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې:
د تخار په دشت قلعه ولسوالۍ کې د وروستيو جګړو يوشمېر بې ځايه شوي کسان د دغې ولسوالۍ په جګړه ځپلو سيموکې د روغتيايي مرستو د کمښت له امله انديښمن دي او وايي چې روغتيايي مرستې په سمه توګه دوى ته نه رسيږي.
خو د تخار د عامې روغتيا رييس حفيظ الله صافی وايي چې د دغه آمريت ګرځنده ټيم د شت قلعه ولسوالۍ ته له دوو امبولانسونو سره هغو کليو ته چې مهاجرين پکې استوګن دي، لېږدول شوي دي چې د دوى روغتيايي ستونزو ته ورسيږي.
دا په داسې حال کې ده چې د تخار ولايت د دشت قلعه ولسوالۍ يو زيات شمېر اوسيدونکي په څو وروستيو ورځوکې له خپلو کورونو بېځايه او تر خيمو لاندې شپې سبا کوي.
  ختم_ شکريه _ اکرم

 

Page 5 of 187