23 April 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د داعش د ډلې يو غړى په کابل کې ونيول شو

د داعش د ډلې يو غړى په کابل کې ونيول شو

کابل/ باختر/ د غويي دمياشتې٣ مه د کورنيو چارو وزارت وايي...

د روسيې سفير د بهرنيو چارو وزارت له سياسي معين سره وکتل

د روسيې سفير د بهرنيو چارو وزارت له سياسي معين سره وکتل

کابل/ باختر/ د غويي دمياشتې٣ مه د بهرنيو چارو وزارت سياسي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

صحی

کابل باختر د سلواغې اتلسمه :
درې سوه کارتنه تيرتاريخ  درمل په ننګرهار ولايت کې کشف اوضبط شول .
دننګرهار ولايت دعامې روغتيا رياست دپلټنې  دډلې غړي وايي چې دغه تيرتاريخ درمل په جلال اباد ښار کې ددرملو دتوليد په يوه کارخانه کې کشف او ترلاسه شوي دي
ويل شوي دي  چې په دغو کارتنونو کې دمسکن او انتي بيوتيک په ګډون ډول ډول درمل ځاى پرځاى کړى شوي وو
دننګرهار ولايت  درسنيودفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ددغو درې سوه کارتنو تيرتاريخ درملو  کشف خبرتاييد کړ .
په خبرپاڼه کې زياته شوې ده چې ددغو کارخانو له مالکانو څخه پوښتنې او ګرويګنې  دوام لري
داپه داسې حال کې ده چې دافغانستان خلک  تل دکورنيو توليدي او هم دتوريدي درملو دکيفيت دټيټوالي له امله سرټګوي .
  ختم- ف_ اکرم

کابل باختر دسلواغې ۱۵مه
په سرپل ښارکې پرون له بې وزلو ښځو سره د روغتيايي مرستو ملي پروګرام پيل شو .
  د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: دغه پروګرام د عامې روغتيا وزارت له خوا د ماليې وزارت په مالي ملاتړ په روغتيايي مرکزونوکې تطبقيږي.
د سرپل دعامي روغتيا رييس وويل چې په دغه ملي پروګرام له هغو بې وزلو ښځو سره مرسته کيږي چې روغتيايي مرکزونو ته مراجعه کوي او د دې ترڅنګ چې وړيا درملنه يې کيږي؛ هرې بې وزلې ښځې ته ۵۰۰ افغانۍ نغدې پيسې هم ورکول کيږي . 
ختم_ سعيده _ اکرم

کابل باختر د سلواغې  څوارلسمه :
دهېواد دعامې روغتيا وزارت نن  دسرطان  له ناروغي سره دمبارزې  نړيواله  ورځ  ديوې غوڼدې  په جوړولو سره  ونمانځله .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  له سرطان سره دناروغي نړيواله ورځ کال په کال   په ټوله نړۍ کې دفبروري په مياشت کې په لومړيو وختو کې  دعدالت غوښتنې  او  دسرطان دناروغى  د وقايې او درملنې  او دعامه پوهاوي  دکچې دلوړولو لپاره  ددولتي او غير دولتي  بنسټونو  دملاتړ او همغږى  دجلبولو په مقصد  نمانځل کېږي .
  دعامې روغتيا وزير ډاکتر  فيروز الدين فيروز په دې غونډه کې په افغانستان او نړۍ کې  دسرطان دناروغى دپراختيا اوزياتوالي له امله انديښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې دسرطان ناروغي  له بده مرغه  دنړۍ په کچه  دپراختيا په حال کې ده .
  دعامې روغتيا وزير وويل  چې د سرطان ناروغي  د زړه له ناروغيو وروسته  په نړۍ کې  دمړينې  دويم علت  ګڼل کېږي . او په  ٢٠١٨ ميلادي کال کې  په نړۍ  کې کابو  اتلس مليونه تنه  په دغې ناروغي  اخته شوي دي چې له دې جملې څخه  څه دپاسه لس مليونه تنه له منځه تللي دي .
   ډاکتر فيروز په افغانستان کې د تيونو سرطان په ښځو کې ډير پراخ  سرطانونه او دمعدې او د خولې دجوف  سرطان  په نارينه و کې خطرناکې ناروغى وبللې او ويې ويل چې په افغانستان کې  په کال کې  له ديرشو څخه تر څلويښتو زرو تنو پورې   دسرطان په ناروغيو  اخته کېږي  چې کابو پنځلس زره تنه په دغو ناروغيو  داخته کيدو له امله له منځه ځي ،  د سرې شوې  غوښې کارول ، دجسماني فعاليتونو نشتوالي ، دهواککړتيا او د ډول ډول تنباکو  کارول په افغانستان کې ددغو ناروغيو  له سترو علتونو څخه دي   .
دغه راز  په دې غونډه کې دهېواد دعامې روغتيا وزير  دهېواد له سندر غاړې ارياناسعيد سره يو تفاهم ليک  لاسليک کړ .
ددغه تفاهم ليک پربنسټ اريانا سعيد دسرطان له ناروغى سره دمبارزې او دعامه پوهاوي دکچې دلوړولو لپاره  دفعاليتونو  په لاره کې  دعامې روغتيا وزارت له خوا  دښه نيت  دسفير په توګه انتخاب شو .
  له بلې خوا هم  په افغانستان کې دنړۍ دروغتيايي سازمان استازي ډاکتر پپرکورن له سرطان سره دمبارزې  دنړيوالې ورځې نمانځنه له دغې ناروغى سره دمبارزې په کار کې  دمسوولو بنسټونو  دژمنې دنوي کولو په باب  يو ښه فرصت   وباله  او څرګنده يې کړه چې  دنړۍ  روغتيايي سازمان ژمن دى  چې په دې باب دافغانستان دروغتيا له برخې  سره همکاري وکړي .
په همدې حال کې  سندر غاړې  او دسرطان له ناروغى سره دمبارزې دښه  نيت سفير دسرطان دناروغى له امله  دميندو او  نويو  زيږيدلو ماشومانو دمړينې دکچې دکمښت  په اړوند دعامې روغتيا وزارت  هلې ځلې وستايلې او ويې ويل  چې   دسرطان ناروغي  دډيرو وژونکو غير ساري ناروغيو له جملې  څخه ده  زه به هڅه وکړم چې په دې لاره کې هلې ځلې وکړم  او ددغې ناروغى  دخپريدو دڅرنګوالي په اړوند دخلکو دپوهاوي کچه لوړه کړم .
ديادونې وړ ده چې دعامې روغتيا وزارت  دسرطان دناروغى  دتشخيص   او درملنې  دزمينې دبرابرولو  په مقصد  تراوسه پورې  دسرطان دناروغى دتشخيص  او درملنې  درې مرکزونه په هېواد کې جوړ کړي دي .
  ختم- ف _ اکرم

                                   

کابل باختر دسلواغې ۱۳ مه
د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروزالدين فيروز په دُبى ښارکې د نړۍ د حکومتونو د مشرانو په اوومه کلنۍ غونډه کې دنړۍ د ډير ښه وزير جايزه وګټله.
د عامې روغتيا وزارت مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په لېږلو سره باختر آژانس ته ليکلي دي:
دغه جايزه د نړۍ د مشرانو، پاليسي جوړونکو، کارپوهانو او د نړيوالو سازمانونو د استازو په ګډون له ١٣٠ هېوادونو څخه د څلورو زرو  برخه والو په وړاندې ډاکتر فيروز الدين فيروز ته ورکړ شوه.
  دغه جايزه هغو وزيرانوته ورکول کيږي چې د خپلو خلکو د اړتياوو د لرې کولو په لاره کې غوره خدمتونه ترسره کړي وي.
د دغې جايزې هدف د هغو وزيرانو درناوی دی چې په دې برخه کې د اصلاحاتو د رامنځته کولو په ګډون ښه او د پاملرنې وړ خدمتونه ترسره کړي وي.
کارپوهان وايي: دغه کار د نړۍ په کچه د عامه خدمتونو د برابرونکو او مشرانو د هڅونې په لاره کې الهام بخښوونکی کار دی او هغوى ته انګېزه ورکوي چې په خپلو کاري برخوکې اصلاحات رامنځته کړي.
  ختم _  ج _ اکرم

Page 6 of 187