16 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

۴ تنه په بادغیس کې د وژنې په تور ونیول شول .

قلعه نوباختردتلې ۲۴ د بادغیس سیمه ییز مسولان وایي چې ۴...

د بادغیس په جوند ولسوالۍ کې انتخاباتي توکي نه دي رسیدلي .

قلعه نوبا خترد تلې ۲۴ د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ...

د سمنګانود امنیت امرشهید کړی شو.

ایبک باخترد تلې ۲۴ د سمنګانوولایت د امنیت امرتیره شپه شهیدکړی...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

صحی

لښکرګاه باختر د زمري ۱۵ مه
د هلمند ولایت چارواکي وايي چې د دغه ولایت د لښکرګاه ښار په ګډون به په  ناوې، نادعلي او نهر سراج ولسواليوکې شاوخوا ۲۵۰ زره ماشومانو ته د کوزڼ ضد واکسین  تطبیق شي.
د دغه ولایت والي تورن جنرال محمد یاسین خان له دیني عالمانو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او ځوانانوڅخه وغوښتل چې د واکسین په تطبیق کې له رضاکارو ټیمونو سره همکاري وکړي.
پای/وصال

نړيوالې خبري منابع \باختردزمري دمياشت١٥نيټه : 
د ماشومانو د ګوزن ( پوليو) ناروغۍ پرخلاف د واکسين د مني د کمپاين لومړى پړاو  نن په پروان ولايت کې پيل شو.
په هغو مراسموکې چې په همدې مناسبت ددغه ولايت د والي، مسوولينو او ډاکترانو په  ګډون د دغه ولايت په مقرکې پرځاى شوي شول، د پروان ولايت دعامې روغتيا رئيس  وويل چې د پوليو د واکسين کمپاين نن پيل شوى دى او له پنځه کلنۍ څخه ښکته په يوسلو اته پنځوسو زرو تنو ماشومانو د پوليو واکسين تطبيقيږي اوله شپږ مياشتني څخه  تر پنځه کلنی پورې ۱۳۹ زرو تنو ماشومانو ته د والګي ناروغۍ په وړاندې د دوى بدن د مقاومت د لوړولو لپاره ويټامينونه ورکول کيږي.
د پروان والي فضل الدين عيار د ماشومانو روغتيا ته پاملرنه مهمه وبلله او د عامې روغتيا له کارکوونکو او کورنيو څخه يې وغوښتل چې د پوليو د واکسين تطبيقولو ته دې جدي پاملرنه وکړي.
په پاى کې د پروان د عالمانو شورا رييس مولوي محمد جاويد حنفي د جوماتونوله امامانو څخه وغوښتل چې د جوماتونو د منبرونوله لارې دپوليو واکسين د تطبيق په  خاطر خلکو ته پوهاوى ورکړي.
پاى\ج  \ ذ

 

-کابل باختر د زمري  څوارلسمه
په ټول هیواد کې د پولیو ضد کمپاین د ۹،۹ میلیونو ماشومانو د خوندي کولو په موخه په لاره اچول کېږي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د یونیسف ادارې او د روغتیا نړیوال سازمان په مرسته سبا په ټول افغانستان کې د روان زیږدیز کال دریم سراسري پولیو ضد کمپاین پلي کوي. ددغه پنځه ورځني کمپاین موخه د پولیو ناروغۍ په وړاندې د ۹،۹ میلیونو د پنڅو کلونو کم عمره ماشومانو واکسین کول دي.
همدا راز په دې کمپاین کې شاوخو ۸،۹  میلیونو ماشومانو ته، چې د ۶ میاشتو نه تر ۵ کلونو پورې عمر ولري، د ناروغيو په وړاندې دهغوی د بدن د مقاومت لوړلو په خاطر، د ویټامین ( A)  کپسولونه ورکول کیږي.  د ویټامین ( A) کپسولونه په ماشومانو کې د اسهالاتو یا نس ناستې او شري (سرخکان) پیښې راټیټوي او د ماشومانو د ژوندي پاتې کیدو چانس د ۱۲ ٪ څخه تر ۲۴٪ پورې لوړوي.
په همدې حال، په دې کمپاین کې ۱،۲ میلیونه ماشومان د نه لاسرسي وړ په سیمو کې د واکسین کیدو څخه ښايي پاتی شي.  دغو ماشومانو زیاتره برخه د هیواد په سویلی او ختیځو یو شمیر ولسوالیو کې چیرې چې په روان زیږدیز کال کې د پولیو ډیری مثبتې پيښې ثبت شوي دي، د واکسین ټیمونو لپاره د لاسرسي وړ نه دي. د بیلګی په توګه د قندهار په یو شمیر ولسوالیو کې ۱۱۷۶۴۰ ماشومان، په هلمند کې ۵۴۱۸۳۹ ماشومان، په ورزګان کې ۱۱۹۴۰۶ ماشومان او په زابل کې ۱۴۶۵۱۳ ماشومان په دې کمپاین کې د واکسین کیدو څخه بې برخې پاتې شي. ددې ستونزې د هواري په خاطر هڅې روانې دي چې د جګړې خواوې د واکسین ټیمونه ته دا فرصت ورکړي چې دغه ماشومان هم ددې ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي.
دعامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز، دغه کمپاین یې د ټولو کورنیو لپاره، ددې ناروغۍ په وړاندې د هغوی د ماشومانو د خوندي ساتلو په خاطر یو مهم فرصت وباله او ویې ویل: ټولې کورنې باید له دې فرصت څخه ښه استفاده وکړي او ددې دایمي فلج کوونکي ناروغۍ په وړاندې د خپلو ټولو ماشومانو په تیره بیا د نوي زیږیدلو او د ناروغو ماشومانو په واکسین کیدو خپل ځانونه ډاډه کړي. په دې برخه کې غلفت د ماشومانو په حق کې یوه ستره جفا ده، ځکه ددې ناروغۍ څخه د ماشومانو د ژغورنې یوازنی لار د کمپاین په هر پړوا کې د هغوی واکسین کول دي.
د افغانستان، پاکستان او نایجریا لههیوادنو څخه پرته د پولیو ویروس د نورړو ټولو اسلامي او غیر اسلامي هیوادونو څخه د واکسین په مټ محو شوی دی. په ۱۹۸۸ کال کې کله چې د پولیو د له منځه وړلو نړیوال پروګرام رامنځته شو، هغه مهال د پولیو ۳۵۰ زره مثبتې پيښې په ټوله نړۍ کې ثبتې شوې وي. خو نن یوازې ۱۳ مثبتې پيښې ثبتې شوي دي چې له بده مرغه ۱۰ پيښې یې په افغانستان کې او ۳ پيښې یې په پاکستان یې رامنځته شوي دي. په افغانستان کې د پولیو مثبتې پيښې په هغو سیمو کې رامنځته شوي دي چیرې چې د امنیتي ستونزو او د پولیو واکسین د اهمیت په باب دخلکو د نه پاملرنې له امله ګن شمیر ماشومان له واکسین څخه بې برخې پاتې کیږي.
د افغانستان لپاره د یونیسف دارې مرستیال ښاغلی ستیفانو سوی (Stefano Savi ) وویل: هر ماشوم د روغتیا او سلامتیا حق لري. د پولیو واکسین ماشومان د دایمي فلج څخه چې په افغانستان کې یوه ستره روغتیايي ستونزه ده، خوندي کوي. زه د ټولو کورنیو څخه غوښتنه کوم چې د واکسین ټیمونو په مخ د خپلو کورنو دروازې پرانیزي او خپل ماشومان ددې ویروس په وړاندې چې د دایمي معلولیت سبب ګرځي، واکسین کړي. مونږ باور لرو چې افغانستان ویاړلي خلک به د پولیو ټغر له هیواده ټول کړي او دا هغه مهال شونی دی چې هر ماشوم د کمپاین په هر پړاو کې واکسین شي. مونږ د ټولو ښکیلو خواوو څخه غواړو چې د روغتیايي کارکوونکو خوندي توب په جدی توګه په پام کې ولري ترڅو هغوی په ډاډه زړه ټولو ماشومانو ته لاسرسی ومومي. 
دغه ملی کمپاین څه باندې د ۷۰ زره د پولیو واکسین د متعهده کارکوونکو په مټ پلي کیږي او د ماشومانو د واکسین کولو په خاطر د هر کور دروازه  ټکوي. کوم ماشومان چې د کمپاین په لومړیو ورځو کې د واکسین څخه پاتې شي، د پولیو واکسین ټیمونه د هغوی د واکسین کولو په خاطر د کمپاین په ورستیو ورځو کې هغوی کورنیو ته بیا ورځي ترڅو ځانونه ډاډه کړي چې هیڅ ماشوم ددې واکسین څخه بې برخې پاتې شوی نه دی.
د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر ریچارت پیپر کورن وویل : د افغانستان څخه د پولیو د له منځه وړلو په خاطر دغه کمپاین یو ستر فرصت دی. که څه هم د تیر په پرتله اوس مهال د پولو د له منځه وړلو پروګرام لازیات غښتلی او پراخ شوی دی، خو لاهم په ځینو سیمو کې دا ویروس سرایت لري. موږ باید ددې ناروغۍ په وړاندې د وګړو دخوندي توب په برخه کې خپلې لاسته راوړنې وساتو  او خپلې هڅې لازیاتې ګړندی کړو ترڅو دغې ناروغۍ ته د پای ټکۍ کیږدو. موږ له ټولو افغانانو څخه غوښتنه کوو چې په دې ګډه مبارزه کې خپله ونډه زیاته کړي. په دې مبارزه کې د راتلونکو ګامونو اخیستل آسانه کار نه دی خو د امکان وړ دی.
د پولیو واکسین خوندي او غیزمن دی او هیڅ ډول جانبي منفی عوارض نه لري. دغه واکسین دينی مشهوره عالمانو لخوا په ملي او بین المللی کچه تائید شوی دی او ورکول یې ماشومانو ته د هغوی د روغتیا د خوندي ساتلو په خاطر حتمي او ضروري بللی دی.

کابل باختر د زمري لسمه : دلوګر په مرکز پل علم کې دمهاجرينو په ښارګوټي کې ديوه روغتيايي کلينيک دودانۍ دجوړولو کار پرون پيل شو . دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې، دلوګر والي محمد انور اسحق زي ددغې ودانۍ د کار دپيل په مراسمو کې وويل چې ددغه کلينيک ودانۍ دملګروملتو دسازمان دعالي کميشنرۍ په مرسته داتو مليونو افغانيو په لګښت دلوګر دپل علم ښار دمهاجرينو په ښارګوټي کې په شپږو مياشتو کې جوړيږي او پکې اته خونې ، دانګړ دديوال ، دسپتيک څاه د اوبو دزيرمې جوړولو او داړتيا وړ ملحقات په پام کې نيول شوي دي . ختم_ سعيده _ اکرم
Page 7 of 170