22 October 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ننګرهارکې له۴۵۶ بېځايه شويوکورنيوسره مرسته وشوه

کابل \باختردتلې دمياشتې٣٠نيټه : په ننګرهار ولايت کې له۴۵۶ بېځايه...

يو ځوان محصل په بدخشان کې ځان وواژه

فيض آباد \باختردتلې دمياشتې٣٠نيټه : يو محصل نن غرمه په...

د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون پنځه تنه مقامات له کاره ګوښه شول

کابل\باختردتلې دمياشتې٣٠نيټه : د انتخاباتي شکايتونو کميسيون، د دغه کميسيون...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

صحی

کابل باختر د زمري  دريمه :
دپروان ولايت په مربوطاتو کې ديوسلو شلو کورنيو لپاره داوبو رسولو دشبکې کار پيل شو .
دپروان ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رياست دخپرونې دڅانګې مسوول باختراژانس ته وويل چې  دکليو دبياجوړولو اوپراختيا وزارت دسارک پروګرام ددوه  مليونو اته سوه زرو افغانيو په لګښت يوسلو شلو کورنيو لپاره دڅښاک دروغتيايي اوبه تامينوي .
ده وويل چې دغه پروژه به تر راتلوونکو اتو مياشتو  پورې ګټې اخستنې ته وسپارل شي .

متون باخترد زمري د میاشتې ۳ مه
په خوست ولايت کې د درې پنځوس ميليونو افغانيو په لګښت د ايډز او نري رنځ مرکز پرانیستل شو.
د خوست والي پوهندوی حکم خان حبيبي باختراژانس ته وويل چې د دغه مرکز په پرانستلو سره به له يوې خوا د ایډز ، تور او سپین زیړي  د ناروغيو مخه ونیول شي او له بله پلوه به د دغو وژونکو ناروغيو په درملنه کې له خلکو سره مرسته وشي چې د هېواد نه د باندې به د درملنې لپاره تلل .
دعامې روغتیا وزارت د ایډز د ملي کنترول پروګرام سلاکار ډاکټر احسان الله احسان د دغه مرکز د پرانستې پر مهال وویل په هېواد کې تر ډیره د پورته امراضو کنترول او کچه ټیټه شوې ، خو په وينا يې هغه کسان چې په ورته ناروغيو اخته وي،وخت پر وخت دغه مرکز ته مراجعه وکړي ،څو په وړیا ډول يې درملنه وشي او ناروغې یې کنترول شي.
په ورته وخت کې د خوست د عامې روغتیا ریاست رېیس حبیب شاه انصاري وویل چې په دغه مرکز کې به د ناروغانو درملنه په وړيا ډول سره ترسره کیږي.
د زیاته کړه چې تر دې مهال ورسره  د ۶۳ په شاوخوا کې د دغو ناروغيو پیښې صفت شوې دي.

قندهار باختر د زمري د میاشتې ۳ مه
د قندهار ولايت د ژړې ولسوالۍ په حوض مدد سيمه کې د پنځو ميليونو افغانيو په لګښت د يو روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د قندهار د ټولنيزو چارو مرستیال حاجي اغا لالي دستګيري باختر اژانس ته وویل چې دغه روغتون د عامې روغتيا وزارت له خوا پر يو جريب ځمکه د پنځو ميلیونو افغانيو په لګښت جوړيږي چې چارې به يې د پنځو مياشتو په اوږدو کې بشپړې.
دستګيري زياته کړه چې ولايتي اداره په ځينو نورو سيمو کې هم د روغتيايي مراکزو د جوړولو پلان لري، خو ولسونه دې له دولت سره د ټولګټو ځايونو په خونديتوب کې همکاري وکړي.
د قندهار د عامي روغتيا سرپرست ډاکټر محمد عظيم زمريال وويل چي په نږدې راتلونکي کې به په بولدک، پنجوايي، دامان او ډنډ ولسواليوکې هم د بشپړ روغتيايي مراکزونو د جوړېدو چارې پیل شي.
هغه زياته کړه چې ځينو ولسواليو ته به زرنج امبولانسونه هم ورکړي څو د عاجلو ناروغيو د درملنې لپاره کټه ترې واخيستل شي.

ګرديز باخترد زمري د میاشتې ۳ مه
په پکتيا ولايت کې به د ګوزڼ ضد د واکسين په څلور ورځني کمپاين کې څه د پاسه ۱۵۰ زره هغو ماشومانو ته تطبیق شي چې عمرونه يې له پنځو کلونو څخه کم وي.
د پکتيا د عامې روغتيا سرپرست شېر محمد نقشبندي باختر اژانس ته وویل چې په دغه څلور ورځني کمپاين کې به د مرکز ګرديز ښار په ګډون د دغه ولايت په ټولو ولسواليو کې په ۱۸۵ زره ۶۹۱ ماشومانو تطبيق شي.
په ورته وخت کې د پکتيا والي شميم خان کټوازي د ګوزڼ ناروغي يوه ناعلاجه ناروغي وبلله.
ده له خلکو څخه غوښتنه وکړه چې په خپلو سيموکې د کمپاین له کار کوونکو سره همکاري وکړي، څو مو ماشومان د تل لپاره د دغې خطرناکې ناروغې څخه خلاص شي.

Page 9 of 133