21 September 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 په افعانستان کې د نيوزيلند د ځواکونو د خدمت د موده تمديدول

په افعانستان کې د نيوزيلند د ځواکونو د خدمت د موده تمديدول

نړيوالې خبري منابع \باختردوږي دمياشتې٣٠نيټه : د نيوزيلند حکومت په...

د هېواد په بېلابېلو سیموکې ۱۶۱ تنه ترهګر وژل شوي دي

د هېواد په بېلابېلو سیموکې ۱۶۱ تنه ترهګر وژل شوي دي

نړيوالې خبري منابع \باختردوږي دمياشتې٣٠نيټه : د افغانستان ملي دفاعي...

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له پاکستان سره ډګر ته وځي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له پاکستان سره ډګر ته وځي

نړيوالې خبري منابع \باختردوږي دمياشتې٣٠نيټه : د افغانستان د کرکټ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

صحی

کابل \ باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٠نيټه :
د امريکا پرمختيايي ادارې د٦٥٠ زرو امريکايي ډالرو په ارزښت د جن اکسپرت د نري رنځ د ميکروب تشخيصوونکي  ٢٧ دستګاوې د عامې روغتيا وزارت ته ورکړې .
د باختر آژانس  دخبرله مخې:  دغه دستګاوې د نري رنځ د ميکروب د ژر او دقيق تشخيصولو په لاره کې  له ډيرو پرمختللو دستګاو څخه دي.
د دغو دستګاوو دسپارلو په مراسموکې د عامې روغتيا وزير د نري رنځ د ناروغۍ له منځه وړل  د دغه وزارت له لومړيتوبونو څخه وبلل .
د نري رنځ پيښې له اتلسو زرو پيښو څخه يوولس زرو پيښوته کمښت موندلى دى او اوس په ټول هېوادکې د نري رنځ د تشخيص ٢٣٥٥ مرکزونه شته .
پاى\ ج\ ذ

کابل باختر د غبرګولي   شلمه :
دبغلان ولايت په پل حصار  ولسوالۍ کې دميندو او ماشومانو دمړينې کچه ټيته   شوې ده .
دبغلان ولايت دپل حصار ولسوالۍ دنوبهار  دکلي يو سپين ږيرى عبدالله وايي  له نوي يمې لسيزې څخه مخکې  په دغې ولسوالۍ کې دميندو او ماشومانو  دمړينې کچه په سلوکې  څه دپاسه  شپيتو ته رسيده چې اوس بيخي  ټيټه شوې ده .
ده دخپلو خبرو  په دوام وويل  چې په زيږونونو کې دوقفي رعايتول ، ر وغتيا  ساتنه ،  ښځو ته  دروغتيايي  کارکوونکو له خوا پوهاوي ،  دماشومانو دوژونکو  ناروغيو دواکسينونو تطبيق او په تيره بيا دپوليو  دکمپاين  عملي کول  ددې سبب شوي دي چې دميندو او ماشومانو  دمړينې کچه ټيټه شي چې داکار  ددغې ولسوالۍ دروغتيايي  کارکوونکو دهلو ځلو  ثمر ده .
  دپل حصار  ولسوالۍ دنوبهار  دکلي اوسيدونکي  عبدالله دروغتيايي  پروژو  په تطبيق اوښځو ته  دروغتيايي   روزنيزو ورکشاپونو  په جوړولو کې داغاخان دانکشافي  بنسټ رول ګټور وباله  او ويې ويل چې دکورنيو دپوهې دکچې  لوړول  ددې سبب شوى دى چې  دميندو او ماشومانو دمړينې کچه  ټيته شي .
  دپل حصار ولسوالۍ اوسيدونکو قدسيې  او نذير احمد هم دخلکو دپوهې دکچې لوړول  په دې ولسوالۍ کې دماشومانو او ميندو دمړينې دکچې دټيټوالي عوامل وبلل .
   ختم _  ف _ اکرم

تالقان \ باختر دغبرګولي دمياشتې ١٩نيټه :
د تخار ولايت د فرخار ولسوالۍ په سنګانو کلي کې  نن د يوه روغتيايي کلينيک د ودانۍ د جوړولو کار پيل شو.
د تخار د والي وياند سنت الله تيموري د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغه کلينيک ودانۍ د عامې روغتيا وزارت له بودجې څخه د شپږو ميليونو درې سوه افغانيو په لګښت تر راتلوونکي يو کال  پورې جوړيږي .
پاى \ شکريه\ ذ

 

ښرنه باختتر د غبرګولي  د میاشتې ۱۹ مه
د ای ایم سي موسسې د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې له ملکي روغتون سره د دوه امبولانس موټرونو مرسته وکړه.
د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا رېیس عبدالهادي هاشمي د باختر اژانس سیمه یېز  خبریال ته وویل چې، له دې سره به د ناروغانو د انتقال په برخه کې شته ستونزې تر ډېره اوارې شي.
هاشمي وویل: پخوا به یې چې د ښرنې له ملکي روغتون څخه مرکز کابل ته ناروغان لېږدول نو له ستونزو سره به مخ وو، چې په دغو امبولانسونو سره به یاده ستونزه حل شي.
پای/وصال

Page 10 of 168