22 April 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په نيمروز کې د مهماتو د يوې ډيپو کشف

په نيمروز کې د مهماتو د يوې ډيپو کشف

کابل/باختر/ د غويي دمياشتې١ نېټه د وسله والو طالبانو د مهماتو...

په تخارکې يو بندي له جېل څخه وتښتید

په تخارکې يو بندي له جېل څخه وتښتید

کابل/باختر/ د غويي دمياشتې١ نېټه يو بندي په تخار ولايت کې...

د نيمروز د شهيدانو او معلولينو آمر ونيول شو

د نيمروز د شهيدانو او معلولينو آمر ونيول شو

کابل/باختر/ د غويي دمياشتې١ نېټه د نيمروز ولايت د شهيدانو او...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

صحی

-کابل باختر د وري اوومه
دافغانستان لومړى ميرمنې رولاغني دمور او ماشوم دمړينې په اړه انديښنه څرګنده  کړې .
  په افغانستان کې  که څه هم دمور اوماشوم  دروغتيا په برخه کې  ډير څه ښه شوي خوبيا هم ميندې په ډير  شمير کې مري ، دپلازمينه کابل په مرمرين  ماڼۍ کې دمور او ماشوم دمړينې دکچې  د راټيټولو په خاطر غونډه کې لومړى  ميرمنې رولا غني په افغانستان کې دمور او ماشوم دمړينې مسئله مهمه ياده کړه او هيله يې وښوده چې دافغان ميرمنو دستونزو دراکمولو په برخه کې به لاهم خپلې هڅې پراخې کړي  .
نوموړې زياته کړه چې دتير په پرتله دافغان ميرمنو  ستونزو ته رسيدنه شوې اوپه راتلونکې  کې يې دنورو  پرمختګونو ډاډ څرګند کړ، په همدې مهال داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو د  چارو معين ډاکتر کمال سادات د روغتيايي  مرکزونو له مسوولينو او روغتيا پالانو څخه وغوښتل چې دهېواد په لرې پرتو  سيمو کې د مور او ماشوم دمړينې دکچې  دراکمولو لپاره بېلابېل روزنيز پروګرامونه جوړ کړي  تر څو په ياده برخه کې  ګټور تمام شي .
همدا راز سادات له جمهور رييس غني څخه مننه وکړه چې د هېواد داساسي رغوني اود پايداره سولې راوستو لپاره يې هڅې پراخې او ګړندۍ  ساتلي او تل دافغانانو دروښانه راتلونکي په فکر  کې دى په دې  غونډه کې درابعه بلخي  روغتون رييسې   ډاکترې  صديقيې  عبدالله  اديب دافغانستان داميدوارو  ميرمنو ارقام ګډون والو ته وړاندې کړل او زياته يې کړه چې دنورو هېوادونوپه پرتله  دافغانستان دميرمنو مړينه اوچته ده دهغې په خبره چې په نورو هېوادونوکې اميد وارو  ښځو ته زياته پاملرنه  کېږي  نوځکه يې  دمور اوماشوم دمړينې کچه ښکته ده .
ختم_  ف _اکرم  

کابل باختر د وري پنځمه :
په تورخم  بندر کې دسرحدي پوليسو موظفينو هېواد ته دبې کيفته درملو دواريدولو مخه ونيوله اوددغې پيښې په اړوند يې پنځه تنه ونيول
دکورنيو چارو وزارت دوياند ددفتر سرپرست نصرت رحيمي باختراژانس ته وويل نيول شويو کسانو غوښتل  يوه اندازه بې کيفته درمل له پاکستان څخه دتورخم  بندر له لارې  هېواد ته راوليږدوي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

کابل/ باختر/ د وري دمياشتې ۴مه
زيات کلونه کېږي چې د هرات ولايت مرستون په لسګونه رواني ناروغان ساتلي او د هغوى څارنه کوي .
خو د هرات په مرستون کې د دغو ناروغانو څارنه هغه ډول چې بايد شوې واى، نه ده شوې. دغه ناروغان په ډيرو لږو امکاناتو او خدمتونو سره په مرستون کې شپې سبا کوي .
د دغه مرستون آمرې نوش آفرين حقجو وايي چې دلته ۳۰۰ رواني ناروغان ساتل کېږي چې په مقابل کې د دوى د درملنې لپاره يوازې يو ډاکتر شتون لري .
د دې د څرګندونوله مخې: د دغو ناروغانو له جملې څخه ۲۳۷ تنه يې نارينه  او ۴۰ ته يې ښځې دي چې يوشمېر نور يې د هغوی کورنۍ له ځان سره کور ته بيولي دي .
حقجو وايي چې د دغو ناروغانو د ښې ساتنې او درملنې لپاره د يوشمېر روغتيا پالنې په ګډون د ډاکترانو او رواني سلاکارانو  مسلکي ټيم ته اړتيا لري چې اوس  دغو ناروغانو درملنې ته هيڅ راز  زمينه  نه ده برابره شوې .
د دغه مرستون آمرې څرګنده کړه چې دوى دغه مرکز ته د مسلکي روغتيايي ټيم  د تشکيل د جوړولو لپاره له مسوولو بنسټونو څخه د مرستې غوښتنه وکړه، خو له بده مرغه تر اوسه پورې هيڅ راز ځواب يې نه دی ترلاسه کړى .
  ختم_ ج _ اکرم

-کابل باختر د وري  لومړي :
دافغاني سرې مياشتې دعالي ټولنې روغتيايي ټيمونو په بلخ کې دنوروز جشن د برخه والو ناروغانو ددرملنې لپاره  په کار پيل کړي دي .
دافغاني سرې مياشتې دعالي  ټولنې لس  ګرځنده ټيمونه ګومارلي دي چې ددغه جشن  دبرخه والو  روغتيايي  ستونزې  وڅيړي .
دافغاني سرې مياشتې دعالي ټولنې درسنيو دفتر  ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي  چې زياتره دغه ټيمونه  دمزارشريف  ښار  دروضې په دننه اوشاوخوا سيمو کې په کار بوخت  دي.
داپه داسې حال کې ده چې دهېواد په سلګونو زره تنه وګړي  هرکال دشاه ولايتمهاب زيارت دجهندې دپورته کولو او دنوروز دجشن په مراسمو کې  دګډون لپاره دمزارشريف ښار ته ځي .
دافغاني سرې مياشتې عالي ټولنه وايي  چې دغه روغتيايي ټيمونه  په کوچنيو  دستګاوو او درملو سمبال دي . 
ختم_ ج _ اکرم

Page 2 of 187