16 July 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پنځلس تنه د ماسټرۍ لپاره جاپان ته واستول شول

پنځلس تنه د ماسټرۍ لپاره جاپان ته واستول شول

کابل/ باختر/ د چنګاښ دمياشتې ٢٤نيټه : د بېلابېلو دولتي ادارو...

  په نيمروز کې ٣٢ ښوونځيو ته ودانۍ جوړيږي

په نيمروز کې ٣٢ ښوونځيو ته ودانۍ جوړيږي

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٤نيټه : د نيمروز خلکو د...

د ترينکوټ _ دهراوود لويه لاره پرانستل شوه

د ترينکوټ _ دهراوود لويه لاره پرانستل شوه

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٤نيټه : د ترينکوټ _ دهراوود...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

صحی

 کابل \ باختر دوري دمياشتې ١٩ نيټه  :
د غزني ولايت  د مقر او ګيلان په ولسواليو کې  د شپږو روغتيايي پروژو کار پرون بشپړ شو.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې ؛   د دغو پروژو دپرانستلو په مراسمو کې   د غزني والي  انجينر  عبدالکريم  متين او د دغه ولايت نورومسوولينو ګډون کړى وو.
په دغو پروژو کې  دمقر ولسوالۍ دګداخېلو او اخوند خېلو په کليو کې  د دوو روغتيايي کلينيکونو جوړول او سمبالول،ديرش بستريز روغتون ته د مقر ولسوالۍ دکلينيک لوړول ،په دغې ولسوالۍ کې  د يوه ګرځنده کلينيک  جوړول او  د غزني ولايت  دګيلان ولسوالۍ په  جهانګيراو تله په سيمو کې  د دوو نويو روغتيايي مرکزونو  جوړول شامل .
د يوبل خبرله مخې ؛  دغزني ولايت  دګيلان په ولسوالۍ کې  ديوه روغتون  د ودانۍ د جوړولو کار د غزني د والي او نورو مسوولينو له خوا پيل شو.
د غزني د والي وياند محمدعارف نوري وويل ؛  د دغي ودانۍ  د جوړولو لګښت څه ناڅه ١٤ ميليونه  افغانۍ اټکل شوى دى  چې په پنځه جريبه ځمکه کې  جوړيږي.
سرچينه زياتوي  چې په دغه  ودانۍ کې ٢٤  خونې  او نور اړين ملحقات  په پام کې نيول شوي دي.
ديادونې وړ ده  چې د دغه روغتون ځمکه  د سيمې د اوسيدونکو له خوا ورکړ  شوې ده.

-کابل باختر د وري اتلسمه :
دعامې روغتيا وزارت دروغتيا نړيواله ورځ  د  ( پوشش  صحت همه ګاني  ، همه کس  درهرجا ) تر شهار لاندې نن ونمانځله .
دباختراژانس  دخبريال دخبرله مخې ، دعامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز وويل  يوه عالي خبره ده چې هر څوک په روغتيايي خدمتونولاسرسۍ  ولري او په روغتيايي خدمتونو لاسرسۍ  دهروګړي حق دى له جغرافيايي  موقعيت  په پام کې نيولوپرته ياله کوم نژاد څخه دى حق لري چې په روغتيايي  خدمتونو لاسرسۍ  ولري .
ډاکتر فيروز زياته کړه  نړۍ   په زياترو پرمختللو  هېوادونوکې ټول انسانان په روغتيايي خدمتونو لاسرسى  نه لري .
دامريکا  هېواد دکلني عايد له  پلوه  له بل هر هېواد څخه څو برابره  مخکې دى خو لاتراوسه پورې هم په امريکا کې څلور مليونه تنه انسانان  په روغتيايي خدمتونو لاسرسى  نه لري .
ده وويل  له  ٢٠٠٢   ميلادي کال   څخه تراوسه پورې دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو په برخه کې ديادونې وړ پرمختګونه شوي دي  په  ٢٠٠٢  ميلادي کال کې په سلو کې نهو خلکو په روغتيايي خدمتونو لاسرسۍ  درلود خو اوس که چيرې يو ساعت واټن په پښو ووهي په سلو کې شپيته خلک په روغتيايي مرکزونوکې په خدمتونو لاسرسۍ پيدا کوي او که چيرې دوه ساعته  په پښو  لاره وکړي  په سلوکې تر نوي پورې خلک په روغتيايي خدمتونولاسرسۍ  پيداکوي .
  ده وويل چې په دې وروستيو وختو کې موڅه دپاسه څلويښت روغتيايي مرکزونه جوړ کړل چې وکولاى شو دخلکو لاسرسۍ زيات کړو ، دروغتيايي  مرکز او کورنۍ ترمنځ واټن لنډ شي .
ده دميندواوماشومانو دمړينې دکچې کمښت ته اشاره وکړه او ويې ويل چې په  ٢٠٠٢  ميلادي کال کې په هرو سلو زرو ژونديو زيږونونو کې  ١٦٠٠  ميندې  له منځه تللې خو دغه شمير  په  ٢٠١٥ ميلادي کال کې  ٣٩٦ ته کمښت وموند ، دغه راز دماشومانو ترمنځ دمړينې کچه په هرو سلو زرو زيږونونوکې له  ٢٥٧ ماشومانو څخه  ٥٥ ماشومانو ته کمښت وموند .
  دغه راز ډاکتر فيروز زياته کړه دعامې روغتيا وزارت له حکومت او له خپلو نړيوالو همکارانوسره يو داسې طرحه شريکه کړې ده چې په هغې کې دتنباکو او دهغو نورو محصولاتوپه ګډون چې له هغو څخه په استفادې سره دانسان روغتيا ته زيان  رسيږي دزيان لرونکو مالونو په واردونکو د مالياتو په وضع  کولو باندې زيات ټينګار شوى دى  او ددغې طرحې په تطبيق سره  نه يواځې دهېواد کورني عوايد زياتيږي بلکې دعامې روغتيا وزارت بودجه هم زياتيږي
  په همدې حال کې داستازو په مجلس  کې دروغتيا دکميسيون رييس مجيب  الرحمن  څمکنى  ددغې ورځې   دنمانځنې  موخه په روغتيايي خدمتونو دخلکو دلاسرسى  دزياتوالي لپاره دمناسبو  لارو چارو لټول وبلل او ويې ويل  چې دعامې روغتيا وزارت له شته چلنجونو او ننګونو سره  سره په دې بريالى شوى دى چې په هېواد کې دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو بهير ښه کړي او په روغتيايي خدمتونو دخلکو دلاسرسۍ  کچه  لوړه کړي .
له بلې خوا په افغانستان کې دنړۍ دروغتيايي سازمان استازي ډاکتر يک کيپرکورن وويل چې په څو وروستيو  کلونو کې دروغتيا په برخه کې زيات  پرمختګونه شوي دي چې دنړۍ روغتيايي سازمان څرګند رول پکې درلود او موږ هڅه کوو چې په راتلوونکو  کلونوکې دعامې روغتيا وزارت په همکارى  دهېواد په لرې پرتو سيمو کې هم  په ښه کيفيت  سره روغتيايي خدمتونه برابر کړو .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

_قلات  باختر د وري د میاشتې ۱۸ مه
د زابل ولایت به مرکز قلات ښار کې د دوه نیم میلیونو ډالرو په لګښت سل بستریز روغتون جوړيږي.
دغه روغتون د عامې روغتیا وزارت له خوا د قلات ښار په لویدیځه برخه کې جوړيږي چې د  مسوولینو په وینا د دوو کالونو په  اوږدو کې به جوړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د زابل ولایت  د عامې رغتیا ریېس ډاکټر لعل محمد توخي د باختر اژانس سیمه يېز خبریال ته وویل چې د یاد روغتون په جوړیدو سره به د روغتیا په برخه کې تر ډیره حده  شته  ستونزې حل شي.
هغه وویل چې افغان دولت د خلکو اساسي ستونزو ته ځانګړې پاملرنه  کوي چې دغه سل بستریز روغتون هم د خلکو په غوښتنه جوړیږي.
په همدې حال کې د زابل والی خیال محمد حسیني بيا له مرکزی دولت او په خاص ډول د عامې روغتیا له وزارت څخه مننه وکړه چی زابل ته یې یوه ستره روغتیايي پروژه منظوره کړه .
هغه وايي روغتیایی اسانتیاو ته لاس رسی د هر افغان حق او اړتيا ده او دوی به په دې برخه کې لا نورې هڅې هم وکړي.
خیال محمد حسیني زیاته کړه چې د سترو پروژو  تطبیق پر ټولنیز ثبات او امنیت هم ډېر تاثیر لري او د دغه سل بستریز روغتون په جوړیدو سره به لسګونو وزګارو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
د یادونې وړه ده چې اوسمهال په قلات ښار کې یو دولتي روغتون شتون لري،چې د خلکو  په وینا د ټول ولایت په کچه بسنه نه کوي.پای/وصال

 هرات \ باختر دوري دمياشتې ١٨ نيټه  :                                                
دهرات ولايت  په غوريانو او زنده جان  ولسواليوکې دنسايي او ولادي شپږ  مرکزونه  جوړ شول .
د باخترآژانس دخبريال دخبر له مخې ؛   دغه روغتيايي مرکزونه  ددغو       
دوو ولسواليو،  دادرانو ، کبابيانو ، آب جليل او د چار باغ فيروزه په کليو کې 
جوړ شوي دي .
دهرات ولايت  دعامې روغتيا رئيس عبدالحکيم  تمنا وويل دغه مرکزونه  دامريکا دمتحده ايالاتو دنړيوال پراختيايي ادارې په مالي ملاتړ  تمويليږي   او دغه مرکزونه  دقابلو دکورونو په نامه نومول  شوي دي چې دا په هېواد کې  دعامې روغتيا  په سيستم کې يو نوى نوښت دى.
تنما زياته کړه ددغو قابلو  لپاره معاش په پام کې نيول شوى  نه دى خو خلک ددوى  دفعاليتونو په مقابل کې پيسې ورکوي.
دغه مرکزونه دخصوصي او دولتي  برخو په مشارکت کې يوه بيلګه  ده. چې     موخه يې دنسايي او ولادي  برخه کې دډاډمنو خدمتونو ته دميندو دلاسرسي ښه والى دى .
ده وويل ؛  ددغې طرحې په برياليتوب سره به په راتلوونکي کال  کې  نور نوي مرکزونه هم پرانستل شي.
پاى \ عطاالله