20 October 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د جمهوررئیس غني په حضور کې یو ټوک تاریخي کتاب ملي موزیم ته تسلیم شو

د جمهوررئیس غني په حضور کې یو ټوک تاریخي کتاب ملي موزیم ته تسلیم شو

کابل باختر د تلې اووه ويشتمه یو ټوک هغه تاریخي کتاب...

دانسانانو لپاره  د ډيرو زهري خزنده  وژونکو  خطر .

دانسانانو لپاره د ډيرو زهري خزنده وژونکو خطر .

-نوي ډيلي باختر د تلې اووه ويشتمه : دهند دژوندانه دچاپيريال...

١٠٢ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٤٤ تنه نور ټپيان شول .

١٠٢ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٤٤ تنه نور ټپيان شول .

-کابل باختر د تلې اووه ويشتمه : دهېواد په يوشمير ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

صحی

په بغلان ولايت کې له لس کلن ځنډ وروسته دملايا او لشمانيا د ناروغې درملنه بيا پيل شوه .

 دغه تکي دبغلان ولايت دعامې روغتيا  رياست دملاريا او لشمانيا له ناروغې سره دمبارزي دملي پروګرام آمر ډاکتر علي خان څرګند کړ او ويي ويل دغه  ناروغي ساري ده  چې دملاريا دماشى په واسطه له يو انسان څخه بل انسان ته ليږدول کيږي
 ده زياته کړه ددغې  ناروغي  درملنه له  ١٣٨٠ کال راپديخوا دلازمو درملو د کمښت او نشتوالي له امله دپلخمري په  ولايتي روغتون کې بند شوې وه  چې دنړۍ دروغتيايي سازمان په همکاري دغه برخه  بيا فعاله شوې ده

 دبغلان ولايت دعامې روغتيا رييس ددي خبر په تائيدولو سره وويل ددغه ولايت په څلويښتو روغتيايي مرکزونو  او څوارلسو اداري واحدونوکې په لشمانيا ناروغي اخته کسانو درملنه پيل شوي ده .

  په دې ناروغې داخته کسانو درملنه به ديوې مياشتې لپاره په وړيا ډول  ترسره شي .

دايدز پرخلاف دمبارزي نړيواله ورځ نن ( دايدز  په هراړخيزو وقايوي

خدمتونو برلاسي دايدز له امله دمړينې دکچې دپاى ته رسولوټکې دي )

ترعنوان لاندې  دعامې روغتيا وزارت  کې ونمانځل شوه .

دباختر اطلاعاتي اژانس دخبريال دخبرله مخې په هغو مراسمو کې چې له همدي امله  جوړه شوې وه دعامې روغتيا وزارت سرپرستې ډاکترې ثريا دليل د اچ  آى  وى   دنوى مکروب  دانتاناتو او دايدز له امله  دمړينې  دمخنيوي په پاى ته رسولو  باندې ټينګار وکړ او ويې ويل  چې دغه وزارت تراوسه پوري  په هيواد  کې دايدز  په ناروغي داخته کسانو شمير يو زرو دوه سوه پنځوس تنه ښودلي  دي خو دنړۍ روغتيايي سازمان اويوې بلې موسسي دغه شمير له دوو زرو څخه  تردريو زرو پوري اټکل کړي دي .

 په دغو مراسمو کې ډاکترې دليل ددغې ناروغي پرخلاف دمجادلې لپاره ددغه وزارت دکړو  په باب وويل   دايدز دکنترول دملي پروګروام دپيل له وخت څخه تراوسه پوري  چې   اته کاله  تيږيږي  په پړاويز ډول دتمويلونکوپه همکاري له کمي اوکېفي پلوه دخدمتونو په برخه کې ددغه پروګرام فعاليتو نه زيات شوي دي.

دي وويل اوس دهيواد په اتو سترو ښارونوکې ددرملنې ، وقايي او پوهاوي ورکولو لپاره څلويښت پروژې دتطبيق په  حال کې دي او دغه راز دداوطلبانو دسلامشوري ورکولو او ازمايښت شپاړلس مرکزونه دلومړينو خدمتونو دوړاندې کولو اته ويشت مرکزونه او دايدز د اچ آى وى  ددرملنې  دوه مرکزونه دکابل او هرات په ښارونو کې فعاليت کوي .

ډاکترې دليل څرگنده کړه  تراوسه پوري په افغانستان کې يوولس تنه په ايدز داخته کېدو له امله مړه شوي دي..

په دغو مراسمو کې دعامې روغتيا وزارت سرپرستې دهغو مواردو يادونه وکړه  چې دايدز  اچ  آي  وي   ويروس  ليږدول کېږي  .

په دغو مراسمو کې دعدليې وزير حبيب الله غالب  ، دحج او اوقافو وزير ډاکتر يوسف نيازي ، دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزي دچارو وزارت معين ابراهيم ازهر، دملي شورا دولسي جرګي غړي ډاکتر نقيب الله فايق  اودنړۍ دروغتيا  سازمان استازي هم دموضوع په باب خبري وکړي .

ويل کېږي اوس په نړۍ کې څه ناڅه څلور  ديرش مليونه انسانان دايدز د اچ  اي وي   په ويروس  اخته دي او تراوسه پوري شپږ ديرش مليونه تنه په دغې ناروغي داخته کېدو له امله مړه شوي دي چې نيمايي يې ښځې وي.

ددغومراسمو په پاى کې دعامې روغتيا وزارت ، عدليې ، حج او اوقافو ، دښځو چارو، دمهاجرينو دراستنولو دچارو او دنشه يي توکوپرخلاف دمبارزي دچارو دوزارتونو ترمنځ دهمکاري تفاهم ليک لاسليک شو.

ددغه تفاهم ليک له مخې اړونده  وزارتونه ددغې ناروغي دخپريدو دمخنيوي په خاطر په خپلو کاري چارو کې دعامې روغتيا له وزارت سره همکاري کوي .

 

په تالقانو کې ديو دوه سوه بستريز روغتون دجوړولو کار نن پيل شو.

دتخارولايت دعامې روغتيا  رييس ډاکتر حفيظ الله صافي دباختراطلاعاتي اژانس ته وويل دغه دوه سوه بستريز روغتون دالمان دپرمختيايي پروګرام په مالي مرسته  دلسو مليونو ډالرو په لګښت دشل جريبه ځمکې په ساحه کې جوړيږي .

ده زياته کړه  دغه روغتون به په نړيوال ستندرد سره په دوو کلونو کې په دوو پوړونو کې جوړشي .

دتخاروالي عبدالجبار تقوا ددغې ودانۍ دجوړولو دکار په پيل کې  په  غونډه  کې وويل په دغه ولايت کې  دوه سوه بستريز روغتون ډبره ستره پروژه ده  چې ددغه ولايت دخلکو داړتياو دلري کولو په مقصد جوړيږي.

ديادونې وړ ده  چې ددغه روغتون ځمکه دسپين غرشرکت له خوا دعامې روغتيارياست په واک کې ورکړشوې ده.

دافغانستان طبي شورا لومړي کنفرانس   پرون پيل شو .

 دغه کنفرانس دطب د ډاکترانو دښو خدمتونو په تنظيمولو کې داغيزمنو لارو چارو دموندلو په هدف دافغانستان دطبي شورا له خوا دکابل طبي پوهنتون په تالار کې جوړ شو .

 دلوړو زده کړووزارت دخپرونو رييس پوهنمل عبدالعظيم نوربخش دباختراطلاعاتي اژانس ته وويل، دافغانستان طبي شورا دطبي ډاکترانو دمناسبو ،اغيزمنو اوکيفيت لرونکو خدمتونو دتنظيمولو او دغه راز داړو خلک دمصوونيت او سوکالي  دتامينولو په مقصد جوړه شوې ده .

 پوهنمل  نور بخش زياته کړه: دغه شورا به دطبي ډاکترانو دفعاليت دمعياري کولو په مقصد هلې ځلې وکړي او دهغو خطرونو مخنيوي کوي چې دځينوطبي مسلکي کسانو له خوا اړو کسانو ته متوجه دي .

 ددغه کنفراسن دپرانستلو په مراسمو کې دلوړو زده کړو وزارت علمي معين پوهنوال محمد عثمان بابري دوزارت په استازيتوب  دشورا دهدفونو ملاتړ وکړ او هيله يې وکړه چې دغه شورا دباکيفته طبابت  لپاره ارزښتناک ګامونه واخلي .

 وروسته دعامې روغتيا وزارت معينې ډاکترې نادرې حيات وويل، ددغه شان شوراجوړول دعامې روغتيا وزارت يوه پخوانۍ هيله وه او دايې دطبابت  دښه والي لپاره يوښه ګام وباله .

  په دغو مراسمو کې دولسي جرګې غړي ډاکترنقيب الله ، دکابل دطبي  پوهنتون رييس پوهاند شيرين اقا ظريف  ، دبشر دحقوقو دخپلواک کميسيون رييسې ډاکترې سيما سحر او دنړيوالو موسسو استازو هم برخه لرله .

  د کنفرانس کار به دوه ورځې نور هم  دوام وکړي .

 دافغانستان  طبي شورا غواړي دهغو ډاکترانو پرخلاف چې دمسلکي  ستندردونو پرخلاف کارکوي انضباطي  اقدام وشي او هم له ډاکترانو څخه غواړي چې دورځې له اړتياو سره سم دخپلې پوهي کچه برابره کړي او دغه راز دهيوادونو له طبي شوراګانو سره دعلمي او څيړنيز تواميت رامنځته کول  او په دې برخ کې دعامه پوهاوي لپاره دمعلوماتو وړاندي کول ددغې شورا  هدفونه دي .

 په دې  حال کې دکابل دطب پوهنتون داستادانو  دټولنې رييس پوهندوي ډاکتر عصمت الله  سجاد دباختر اطلاعاتي اژانس  ته وويل ،ددغې شورا دجوړولو لپاره طرحي دهغوى له خوا جمهور رييس ته پيشنهاد شوې وې .

  ده  څرګنده کړه :دغه شان شورا بايد د ازادو ټولنو او اتحاديو له خواجوړه شي  تر څوچې د ډاکترانو دفعاليت دښه والي تر څنګ دهغوى دحقوقو دفاع هم وشي .

Page 132 of 133