25 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس غني د هلمند او نیمروز ولایتونو امنیتي وضعیت وارزولو

جمهوررئیس غني د هلمند او نیمروز ولایتونو امنیتي وضعیت وارزولو

کابل/ دلړم ۳مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد...

 يوديرش طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

يوديرش طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

۳۷- کابل / د لړم ۳مه / باختر يو دېرش...

 پر کابل د توغنديو د بريد مخه ونيول شوه

پر کابل د توغنديو د بريد مخه ونيول شوه

۳۶- کابل / د لړم ۳مه / باختر د ملي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په تېرو ٢٤ ساعتو کې د کرونا ويروس ٥٣ مثبتې پېښې ثبت شوې دي

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/د تلي ٢٦مه
دعامې روغتيا وزارت وايي  چې په تېرو  ٢٤ ساعتو کې  په هېوادکې  دکرونا ويروس  ٥٣ نوې پيښې ثبتې شوي دي.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د دغوپېښو په ثبتولو سره په هېواد کې د کرونا ويروس مثبتې پيښې٤٠ زره ١٤١پيښو ته ورسېد.
دغه راز د دريوو تنو په مرينې سره د کرونا ويروس له امله  د مړو شويوکسانوشمېر  ١٤٨٨ تنو ته رسيدلې دى او د روغو شويو کسانو٣٣٥٦١تنو ته رسيدلى دى.
دعامې روغتيا د وزارت وياند ډاکټر اکمل سمسور وويل : په هېواد کې د کرونا ويروس  د خپرېدو  د مخنيوي  او له دغه ويروس سره  د مبارزې لپاره د ټولو دولتي او خصوصي بنسټونو او خلکو څخه د همکارۍ غوښتنه کړې ده  او له هغوى څخه يې وغوښتل چې د دغه ويروس د مخنيوي لپاره روغتيايي لارښوونو ته چې ډير اسانه دي  پاملرنه وکړي  چې خپل ځان او نورد  دغه ويروس له شره وژغوري.
دعامې روغتيا وزارت په داسې حال کې د دغه ويروس د دويمې څپې د خپرېدو له امله  خبردارى ورکوي چې په ټوله اروپا کې د کرونا ويروس  د اخته کسانوشمېر د زياتوالي په حال کې دى.
په فرانسې اوبلجيم کې د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره د نويو محدوديتونو خبرورکړ شوى دى.
ختم_ ج _اکرم

 

Last modified on Saturday, 17 October 2020 10:44

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.