25 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس غني د هلمند او نیمروز ولایتونو امنیتي وضعیت وارزاوه

جمهوررئیس غني د هلمند او نیمروز ولایتونو امنیتي وضعیت وارزاوه

کابل/ دلړم ۳مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد...

 يوديرش طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

يوديرش طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

۳۷- کابل / د لړم ۳مه / باختر يو دېرش...

 پر کابل د توغنديو د بريد مخه ونيول شوه

پر کابل د توغنديو د بريد مخه ونيول شوه

۳۶- کابل / د لړم ۳مه / باختر د ملي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هیواد لومړۍ مېرمنې د پلوشې عمري هڅې وستایلې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)


کابل/ دتلی ۲۶مه/ باختر

د هیواد لومړۍ مېرمن رولا (بي بي ګل) غني نن پخپل دفتر کې د هلمند ولایت اوسېدونکې پلوشې عمري چې د سینې سرطان مخنیوي په اړه د عامه پوهاوي کتاب لیکلی او د ښځو د حقونو مدافع ده، کارونه وستایل.

په پیل کې پلوشه عمري وویل، په ولایتونو کې د سینې سرطان پرناروغۍ د ښځو پوهاوی ځکه مهم دی چې وکولی شي په هماغو لومړیو مرحلو کې د دغې وژونکې ناروغۍ د مخنیوي اقدامات وکړي.

نوموړې زیاته کړه، په دې کتاب کې د سینې په سرطان اخته ښځو ته لارښوونه کېږي چې په وجود کې تر خورېدو وړاندې د سینې سرطان ناروغي وپېژني، د ځان درملنه وکړي او پر ځان د باور ترڅنګ د مخنیوي لپاره احتیاطي تدابیر ونیسي.

د هغې همکار عبدالعزیز پکتین چې د دې کتاب په لیکلو کې یې ورسره مرسته کړې وویل، دغه کتاب د سینې سرطان مخنیوي په علمي اساساتو لیکل شوی، له نړیوالو سرچینو په کې استفاده شوې، عام فهمه دی او تصویرونه یې هم مېرمنو ته پیغام اسانوي.

د افغانستان د طبي عالي شورا رئیسې او د سرطان ضد مبارزې بنسټ د بورډ رئیسې نسرین اوریاخېل پلوشې عمري څخه په مننې وویل، د سینې سرطان مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي دغه کتاب به تکثیر او ټولو ولایتونو ته ووېشل شي.

نسرین اوریاخېل وویل، په نږدې راتلونکې کې به د سینې سرطان ضد مبارزې بنسټ په هلمند کې هم خپل کار پیل کړي او د یادې ناروغۍ په اړه به هلمندۍ مېرمنو سره له نږدې کار وکړي.

جلالتماب رولا (بي بي ګل) غني د پلوشې عمري هڅې او کارونه وستایل وې ویل، د هلمند په څېر په لرې پراته ولایت کې له سرطان ناروغۍ سره د مبارزې لپاره ستاسو هڅې نړۍ ته د نوي افغانستان پیغام ورکوي.

رولا( بي بي ګل) غني وویل، په ولایتونو کې د ناسمو دودونو له وجې د سینې په سرطان ډېری اخته مېرمنې درملنې ته نه حاضرېږي او د ښځو له لوري هغوی ته د عامه پوهاوي دغه فعالیتونه ارزښتناک او د قدر وړ دي.

بي بي ګل د خپلو خبرو په پای کې وویل، د علم او پرمختګ د دښمنانو هېڅ ډول فشار د ځوانانو په زده کړواو نوښت مثبت لور ته تلونکی افغانستان  له دې بهیر څخه نشي راګرځولی.
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.