20 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهورريیس غني د ننګرهار د ولسي پاڅون له قومندانانو سره وکتل

جمهورريیس غني د ننګرهار د ولسي پاڅون له قومندانانو سره وکتل

کابل/ دلړم۲۸مه/باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني...

پنځه وسله وال طالبان په پکتیا کې ووژل شول

پنځه وسله وال طالبان په پکتیا کې ووژل شول

کابل/دلړم۲۸مه/باختر د پکتیا د ځاځي آریوب او سېدکرم ولسوالیو په مربوطاتوکې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

درواني روغتيا دروغتون نوى ودانۍ پرانستل شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دليندي  اته ويشتمه
درواني روغتيا دروغتون نوى ودانۍ نن دعامې روغتيا دوزير له خوا پرانستل شوه .
دباختر اژانس خبريال خبر راکړ: دډاکترې ثريا دليل د څرګندونو له مخې، درواني روغتيا دروغتون نوى ودانۍ د اروپا داتحاديې  په مرسته ددرې سوه پنځوسو زرو امريکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې  ده .
دعامې روغتيا وزيرې دافغاني ټولنې ترمنځ رواني ناروغيو او ټولنيزو ستونزو ته په اشارې سره  وويل: رواني روغتيا زموږ په هيوادکې يوه ستره او جدي ستونزه ده چې دښځو، نارينه و او ماشومانو په ګډون زموږ يو شمير هيوادوال درواني اختلالاتو او ټولنيزو ستونزو له امله ځوريږي .
دې وويل :دعامې روغتيا وزارت په پام کې لري چې درواني روغتيا د ډاکترانو څانګه هم په مرکز او هم په ولايتونوکې  دروغتونونو دتشکيلاتو په چوکاټ کې جوړه کړي .
دغه راز په دې غونډه کې داروپا داتحاديې داستازي مرستيال ريلفيت ارناس خبرې وکړې او ويې ويل چې داروپا اتحاديې تل دروغتيا دسکتور په برخه کې او په تيره بيا درواني ناروغانو ددرملنې په برخه کې  دعامې روغتيا له وزارت سره همکاري کړې ده او په راتلونکي کې به هم په دې برخه کې په پراخه توګه دعامې روغتيا له وزارت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او ددغه وزارت دپروګرامونو ملاتړکوي .
درواني روغتيا دروغتون درييس ډاکتر تيمورشاه صميم دڅرګندونو له مخې، دغه روغتون سل بسترې لري چې شپيته يې په خپله روغتون کې او څلويښت نور يې  دجنګلک  په ساحه کې دى او په ورځ کې له سلو څخه تر يو سلو شلو تنو پورې ناروغان ددرملنې لپاره دغه روغتون ته ورځي .
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.