27 May 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د اجرائيه رياست يو سلاکار په کندز کې ترور شو

د اجرائيه رياست يو سلاکار په کندز کې ترور شو

کابل/باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۶ مه د اجرائيه رياست سلاکار...

  په بدخشان تېرتاريخ خوراکي توکي راټوليږي

په بدخشان تېرتاريخ خوراکي توکي راټوليږي

کابل/باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۶ مه په بدخشان ولايت کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په افغانستان کې په يو کال کې ٢٥٩١ تنو ځان وژلى دى .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل – باختر د وږې دمياشتې ٢٠
دعامې روغتيا وزيره  وايي چې دتيرکال په بهير کې په هيواد کې دځان وژنې دوه زرپنځه سوه يو نوي پيښې ثبتې شوي دي چې سيمه ييز عوامل،  کورنۍ او اقتصادي ستونزې او ناوړه  دودونه  د ځان وژنې دپيښو دپراختيا په لاره کې اغيزه درلوده .
دباختر آژانس دخبرله مخې  :
دعامې روغتيا وزيرې ډاکترې ثريا دليل په هغې غونډه کې چې د ځان وژنې د وقايې دنړيوالې  ورځې له امله د دغه وزارت په تالار کې جوړ شوې وه وويل  :
په افغانستان کې د راټول کړى شويو شميرنو له مخې دتيرکال په بهير کې ډځان وژنې  ٢٥٩١ پيښې ثبتې شوي دي .
دې زياته کړه چې دعامې روغتيا وزارت د ځان وژنې د وقايې په مقصد د رواني روغتيا او ټولنيزو سلامشورو په ساحه کې يو لړ پروګرامونه ترلاسه لاندې نيولي دي
چې په ټول هيواد کې د روزنې او ټولنيزو سلاکارانو روزنه ،  ډاکترانو ته روغتيا پالو او روغتيايي او ټولنيزو کارکونکو د روزنې د ورکولو پرمختيا په دغو څانګو کې دملکي کارکونکو روزل او په ټول هيواد کې د روزنې او ټولنيزو مشورو دورکولو،  دمرکزونو جوړلو او په ښوونځيو کې د ژوندانه دمهارتونو دپروګرامونو ترسره کول پکې شامل دي
.دخان وژنې دوقايې نړيواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کيږي چې هرکال دنړۍ په کچه په مليونونو تنه انسانان  ځان وژنې او دځان وژنې پيښې زياتره له روږ دى توپ او رواني ستونزو څخه رامنځته کيږي دافغانستان په شان ټولنه کې له وخت څخه مخکې او جبيري ودونه ،کورنۍ ستونزې ،اقتصادي ستونزې او روږدې توپ دځان وژنې دعوا مسلو په توګه پيژندل شوي دي .
دسپتمبر دمياشتې يوولسمه نيټه له  دريو کلونو راپه دې خوا دځان وژنې دوقايې دنړيوالې ورځې په توګه نمانځل کيږي چې په هغو کې دملګرو ملتو دسازمان غړي هيوادونه د ځان وژنې د وقايي دکمښت  په مقصد خپل تير اوراتلونکې پروګرامونه  څيړې.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.