17 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سولې لپاره د ځوانانو ناسته» وشوه

د سولې لپاره د ځوانانو ناسته» وشوه

کابل /دمرغومي ٢٧مه /باختر د سولې لپاره د ځوانانو ناسته...

عبدالسلام رحیمي: د افغانستان خلک اوربند غواړي

عبدالسلام رحیمي: د افغانستان خلک اوربند غواړي

-کابل /دمرغومي ٢٧مه /باختر د سولې په چارو کې د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په پروان کې د ماشومانو د والګي ناروغي کمه شوې ده

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د کب دويمه :
په پروان ولايت کې روغتيايي مسوولين وايي چې له پنځه کلنى څخه ښکته په والګي ناروغي پنځه سوه شپږ پنځوس تنه اخته ماشومان د روان کال په وروستيو پنځو مياشتوکې تداوي شوي دي .
دپروان ولايت په سل بستريزې روغتون کې د ماشومانو موظف د داخله ناروغيو متخصص ډاکتر محمد سالم محمودي دباخترآژانس خبريال ته وويل چې د روان کال په وروستيو پنځو مياشتوکې له پنځه کلنى څخه ښکته نږدې پنځه سوه شپږ پنځوس تنه ماشومان چې د والګي په ناروغۍ  اخته وو؛ د پروان په ملکي روغتون کې تر درملنې لاندې نيول شوي دي .
ډاکتر محمودي زياته کړه: په کم وزن سره زيږون، خوارځواکى او دغه راز د ويټامين A کمښت په والګي د ماشومانو د اخته کيدوعوامل دي.
د ډاکتر محمودي دڅرګندونو له مخې: په کورنيوکې د سګرټو او چلم کارول په والګي د ماشومانو د اخته کيدو نور مهم عوامل دي.
ده وويل: په پروان کې د والګي په ناروغۍ اخته کيدل کم شوي دي؛ خودې ته اړتيا ده چې په دې باب زيات کارونه وشي.
ديادونې وړ ده چې له نيکه مرغه د دغې ناروغۍ د واکسين په رامنځته کيدو سره د هيواد په کچه د والګي په ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر کم شوى دى.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.