دمور په شيدو دماشومانودتغذيي دارزښت له مخې دمور په شيدو دماشوم دتغذيي دملاتړ او پياوړتيا کميټه دديارلسو وزارتونو او خپلواکو ادارو داستازو په ګډون جوړه شوي او په ټولنه کې دمور په شيدو دماشومانو دتغذيي دبنسټيزه کولو په لاره کې هلې ځلې کوي .
په دې غونډه کې دعامې روغتيا وزارت معينې ډاکترې نادرې حيات برهاني څرګنده کړه په هيواد کې دمور دشيدو پرځاى دبل هرشي تبليغ دوضع شوي مقرري پرخلاف ده او دسرغړونې په صورت کې له قانون سره سم چلند کيږي
په دې غونډه کې دمور دشيدو دګټو په باب ميندو ته دپوهاوي لپاره درسنيو په رول ټينګار وشو او داطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه وغوښتل شول چې په دې اړوند درسنيو همکاري جلب کړي .

