کابل باختر دکب دويمه
په بدخشان ولايت کې دسالندي ناروغي او دهوا دسړښت له امله په تيرو دريو ورځو کې ٢٤ تنه ماشومان له منځه تللي دي .
دبدخشان ولايت دعامې روغتيا درياست سرپرست ډاکتر نور محمد خاوري دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل، لس تنه ماشومان دياوان ولسوالۍ په ورنګ کلي کې او څوارلس تنه نور دراغستان ولسوالۍ په رونج کلي کې دهوادسړښت له امله له منځه تللي دي .
ده وويل، يو روغتيايي ټيم له کافي درملو سره دراغستان ولسوالۍ له مرکز څخه د درنج کلي ته استول شوى دى .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې، په دغه کلي کې دځمکې پرمخ د واوري اندازه درې مترو ته رسيدلې ده او روغتيايي ټيم له ستونزو سره مخامخ شوي دي .
دى وايي خلک له يوې سيمې څخه بلې سيمې ته دتګ راتګ په خاطر د رسى په واسطه يوبل کشوي .
دبدخشان ولايت دفوايد عامې آمر محمد رفيق شيرزي وايي په دغو سيمو له واوري څخه دلارو دپاکولو په خاطر دغې اداري ته درې مليونه افغانۍ تخصيص ورکړشوي دي خو ددغه ولايت زياتره ولسوالۍ غرني دي اوله واوري څخه دلارو دپاکولو امکان نشته له دې امله دغه پيسي په فيض اباد ښار کې دلارو دپرانستلو په خاطر لګول شوي دي .

