08 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په سعودي عربستان کې د کرونا په ويروس د اخته کيدو له امله د ١٣ تنو نورو وژل کيدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

رياض – دې نيوز- باختر د ثور دمياشتې ٢١
په سعودي عربستان کې د کرونا په ويروس د اخته کيدو له امله ديارلس تنه نور ووژل شول .
دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ روغتيايي سازمان د دغې ناروغۍ د خپريدو په باب انديښنه لري او په دا لنډ ممکن وخت کې په بيړنۍ غونډه جوړه کړي .
دکرونا ويرويس دلومړي ځل لپاره په ٢٠١٢ ميلادي کال کې په عربستان کې وپيژندل شو تراوسه پورې ٤٨٠ تنه يې وژل شوي دي.
دغه ويروس د نړۍ په څو نورو هيوادونوکې هم ليدل شوى دى .
د عربستان دعامې روغتيا وزير وويل چې په تيرو ٢٤ ساعتوکې ٦ تنه نور د رياض، مدينې او جدې په ښارونوکې په دغې ناروغۍ د اخته کيدو له امله وژل شوي دي .
د تيرې جمعې په ورځ هم د عربستان د طايف او رياض په ښارونوکې مړه شوي دي.
دکرونا ويروس د سارس ويروس له کورنۍ څخه ده چې په ٢٠٠٣ ميلادي کال کې ٨٢٧٣ تنه په دغه ويروس اخته شول او نږدې ٨٠٠ تنه ووژل شول .
ددغو دوو ويروسونو نښې نښانې نږدې يو شان دي او دکرونا ويروس ٦ تنه اخته کوي چې د ټوخي، سالندى او د تبې سبب کيږي خو د سارس ويروس د اخته سړي بډوډي غيرفعالوي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.