12 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سولې لپاره د ښه نیت مهم ګام

کابل / د لړم ۲۱ مه / باختر د افغانستان حکومت...

د پکتیکا په امنیت کې ښه والی راځي

ښرنه/دلړم۲۱مه/باختر د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د دغه...

په پکتیکا کې ۲۵۰ کورنیو لپاره د چرګانو روزنې واړه فارمونه جوړ شول

ښرنه/دلړم۲۱مه/باختر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت؛ د بڼوالۍ او مالدارۍ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د څوارلسو ټنو لګښتي توکو او طبي لوازمو مرسته وشوه

Written by  Administrator
Rate this item
(0 votes)

دکاريف خيريه موسسې دافغانستان دالمپيک له ملي کميټې سره دڅوارلسو ټنو لګښتي توکو او د طبي لوازمو  مرسته وکړه .

 دالمپيک دملي کميټې  دچارواکو دڅرګندونو له مخې، ټاکل شوې ده دغه لګښتي مواد او دطبي لوازم داندروګاندي  دماشوم دروغتيا ، وزيرمحمد اکبر خان ، دملالي  او رابعه بلخي  دنسايي او ولادي  او په کابل کې  دګلف په خصوصي روغتونونو وويشل شي .

 دالمپيک دملي کميټې درسنيو مدير  عبدالمحبوب  سروري دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل، دمرستې دغه طبي مواد اولوازم دجراحي په عملياتوکې کارول کيږي او ډير ژربه ددغو روغتونونو په واک کې ورکړي شي .  ددغو مرستو  سندونه نن دافغان اکشن موسسې درييس عبدالصمد صمدي  له خوا دالمپيک دملي کميټې مرستيال محمود حنيف  ته وسپارل شول .

 دګلف دخصوصي روغتون رييس په دغو مراسمو کې ژمنه وکړه چې وروسته له دې به دالمپيک دملي کميټې  اړو ورزشکاران په سلو کې  دپنځوسو په تخفيف  سره په دغه روغتون کې تداوي کړي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.