17 June 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

خبــــرتيا

خبــــرتيا

کابل/ باختر/دغبرګولي ٢٦مه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتيا د ١٣٩٨...

افغانستان او ترکمنستان د همکاریو دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

کابل/ باختر/دغبرګولي ٢٦مه د مالیې وزارت سرپرست او د زیربنا په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

داکترې دليل داغا خان پوهنتون دفارغانو دفراغت په مراسمو کې د ځانګړې ميلمه په توګه ګډون وکړ .

Written by  Administrator
Rate this item
(0 votes)

دعامې روغتيا وزارت سرپرستې ډاکترې ثريا دليل دپاکستان دکراچي په ښار کې داغا خان روغتون په کتنه کې ددغه روغتون له مقاماتو څخه وغوښتل چې دجمهوريت لس پوړيز روغتون فعال کړي .

ډاکترې دليل چې داغا خان پوهنتون دڅلور ويشتمې دورې دفارغانو دفراغت په مراسمو کې دګډون په مقصد دځانګړې ميلمه په توګه ددغه پوهنتون دمشرتابه له خوا بلل شوې وه نن کابل ته ستنه شو ه .

دباختر داطلاعاتي اژانس دخبر له مخې دعامې روغتيا وزارت سرپرستې دکابل په نړيوال هوايي ډګر کې خبريالانو ته وويل چې داغا خا ن پوهنتون هرکال داړوندو محصلانو دفراغت په مراسمو کې دهيوادونو يو مقام د ځانګړي ميلمه په توګه رابولي او داځلي له نړۍ سره دافغانستان داسلامي جمهوريت دعلمې او اکاډميکو اړيکو دپراختيا له مخې زموږ له هيواد څخه داغا خان پوهنتون محصلانو دفراغت په مراسمو کې دګډون بلنه ورکړ شو ې وه .

ډاکتر دليل زياته کړه په دې دوره کې څه دپاسه در ې سو ه تنه دماستري ، دکتور ، او ليسانس په سويه فارغ شول چې درې تنه افغانان هم پکي دي چې دښوونې او روزنې په برخه کې دماستري په سويه او نرسنګ له څانګي څخه فارغ شوي دي .

ډاکترې دليل وويل چې په کراچي ښار کې يې داغا خان روغتو ن بيلابيلې څانګي کتلي دي او دهغه له مسوولينو سره يې دکابل دجمهوريت لس پوړيز روغتون دفعالولو په لاره کې دهمکاري په خاطر خبرې کړې دي .

ده وويل دهغې مسودي په باب چې د همکاري په برخه کې داغا خان روغتون دمسوولينو له خوا برابره شوې وه خبرې وکړې او ټاکل شوې ده په نږدي راتلونکي کې ددغه روغتون د فعالولو په باب په کراچي کې داغا خان روغتون له خوا موافقه وشي .

ډاکتر دليل څرګنده کړه دجمهوريت روغتو ن ودانۍ ځينې تخنيکي ستونزې او نيمګړتياوي لري چې بايد دحل کولو په باره کې يې دچين جمهوريت له مقاماتو سره خبرې وشي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.