22 September 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دبهرنيوچارو دوزير وينا

دبهرنيوچارو دوزير وينا

کابل باختر د وږي ديرشمه د ملګرو ملتونود عمومي اسمابلۍ د...

ديو ملي سوداګر په مرسته په فراه کې دوه واټونه پاخه شول .

ديو ملي سوداګر په مرسته په فراه کې دوه واټونه پاخه شول .

-کابل باختر د وږي ديرشمه : ديوه ملي سوداګر په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د فوټبال ملي ټيم قطر ته ځي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر  دسلواغې  پنځه ويشتمه :
د هېواد د فوټبال ملي ټيم په نږدې راتلوونکې کې د قطر په يوتمريني کمپ کې ګډون کوي .
د هېواد د فوټبال فدراسيون د خپرونو غړي شمس اميني نن د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د هېواد د فوټبال د ملي ټيم غړي چې څو نوې څيرې هم پکې شاملې دي؛ پرون د هېواد د فوټبال فدراسيون له خوا مشخص شول او ټاکل شوې ده دغه ورزشکاران په قطرکې په يو تمريني کمپ کې له ګډون وروسته دبېلابېلو هېوادونو له ټيمونوسره څلور لوبې ترسره کړي چې لومړۍ به يې د روان کال د مارچ د مياشتې په پنځلسمه نيټه د سينګاپور له ټيم سره ترسره شي .
د اميني د څرګندونوله مخې: د هېواد د فوټبال ورزشکاران له تمرين او دوستانه سياليو وروسته د اته ديرشو څيرو له جملې څخه درې ويشت غوره څيرې د آسيا د ملتونو د جام په مقدماتي سياليوکې د اردن، ويتنام او د کامبوج له ټيمونوسره لوبه کوي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.