24 March 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په لندن کې د ډار اچوونکې پيښې په باب دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت اعلاميه.

په لندن کې د ډار اچوونکې پيښې په باب دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت اعلاميه.

کابل – باختر د وري دمياشتې ٣ دبريټانيا دپارلمان مقرته څيرمه...

په بغلان ولايت کې دمجلس داستازي په يو غړي ناکام بريد.

په بغلان ولايت کې دمجلس داستازي په يو غړي ناکام بريد.

کابل – باختر د وري دمياشتې ٣ په بغلان ولايت کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د سره صليب د فعاليتونو ځنډيدل د سرې مياشتې په فعاليتونو ناوړه اغيزه کړې ده

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر  دسلواغې  پنځه ويشتمه :
په هېوادکې د سره صليب د فعاليتونو ځنډيدل نه يوازې د بغلان ولايت د سرې مياشتې په فعاليتونو اغيزه  کړې ده؛ بلکې د هېواد په کچه يې ناوړه اغيزه کړې ده .
د بغلان ولايت د سرې مياشتې رييس عبدالرحيم  قيومي د دغه خبر په تاييدولو سره د باختر آژانس خبريال ته وويل: د بغلان ولايت د سرې مياشتې رياست چې  مرسته رسوونکى او بشپړه ناپيلى مرکز دى؛ اړو کسانو ته د مرستې د رسولو برسيره د معلولوکسانو او د زړه د سوري په ناروغۍ د اخته ماشومانو درملنې ته يې هم  لازم شرايط برابر کړي او جنګي بې ځايه شوي کسان يې او د دواړو لورو مړي يې د جګړې له ډګرڅخه هم ليږدولي دي .
د بغلان  ولايت د سرې مياشتې رييس زياته کړه: د وسله والومخالفينو او د دولتي ځواکونو ترمنځ د جګړو د پيل په نتيجه کې درې شپيته مړي چې له دې جملې څخه ٣٩ مړي د بغلان د سرې مياشتې د رياست له خوا او پاتې  څليرويشت نورمړي دسره صليب له خوا د جګړو له ډګرونوڅخه راټول او کورنيو ته يې سپارل شوي دي.
ده زياته کړه چې د بغلان د سرې مياشتې رياست د مړو په ليږدونې برسيره د سربندونو، ترنابونو او د استنادي ديوالونو په ګډون ديرش بنسټيزې پروژې دڅه دپاسه يو مليونو نهه سوه نوي زرو افغانيو په لګښت په بغلان ولايت کې تطبيقې کړې دي او  له  ١٣٥٧ بې ځايه شويو کورنيو سره يې د خوراکي  او غير خوراکي توکو  مرسته کړې ده .
د بغلان د سرې مياشتې رييس څرګنده کړه چې اوس د طالبانو له خوا د جوزجان ولايت په قوش تيپې ولسوالۍ کې د سره صليب د کارکوونکو د شهيدانولو او د دوو تنو نورو له يرغمل نيولو وروسته د سره صليب ټول فعاليتونه ځنډول شوي دي چې له بده مرغه دغه بهير د سره مياشتې پر فعاليتونو منفي اغيزه کړې ده .
ده څرګنده کړه: له روغتيايي مرکز پرته د دغې ادارې  نورې برخې له ډب سره مخامخې شوې دي .
د بغلان د سرې مياشتې رييس د سرې مياشتې او د سره صليب د بشپړ ناپيلتوب ساتلو ته په پاملرنې سره د دولت له مخالفينو څخه غواړي چې دسره صليب او سرې مياشتې  ادارو ته په درناوي سره هر هغه اقدام چې د افغانستان خلکو ته د ستونزو د رامنځته کولو سبب کيږي؛ مخه ونيسي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.