17 October 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دسردار محمد داود خان په روغتون کې هيڅ يو جنرال شهيد شوى نه دى .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دکب پنځه ويشتمه :
په داسې حال کې چې يوشمير  رسنۍ ادعاکوي چې ګنې په کابل کې په يوه روغتون په وروستي  تروريستي بريد کې درې تنه جنرالان  هم شهيدان شوي دي  .  دملي دفاع وزارت  وياند دغې خبرې  ردوي .
دباختر اژانس دخبرله مخې :د ډار اچوونکو تروريستانو په هغه بريد کې چې د ١٣٩٥ کال  دکب په اتلسمه  نيټه کې دسردار محمد داود خان په روغتون کې ترسره شو يوشمير ناروغان  ، ډاکتران ، روغتيا پالان  او خدماتي پرسونل پکې شهيدان شول چې په شهيدانو کې کوم جنرال نه و .
دولت وزيري وايي جنرال داود عسکر يار چې پخوا په روغتون کې بستر و دپيښې له دوه او دريو ساعتونو مخکې وفات شوى و .
متوفي په عاجل سرويس  کې تر ماشين او جدي څارني لاندې و تروريستان په عاجل سرويس هيڅ نه دي ننوتلي او له عاجل  سرويس څخه هيڅوک دتروريستانو له خوا نه دي شهيدان شوي .
دپيښې په   شهيدانو کې چې سترې رتبې يې  درلودې  دمتقاعد ډګروال ارواښاد محى الدين چې په روغتون کې بستري  و په دې سربيره  ډګرمن دکتور محمد يونس فانوس  دراډيو لوژي  متخصص په دې پيښه کې شهيد شوى دى
دملي دفاع وزارت درسنيو ضد او نقيض  درپوټونو له مخې : د تلفاتو په باب  موافق نه دى او هغه يې په قطعي  توګه ردوي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.